Banner

هغه د بابا خبره

05.01.2010 12:30

 

هغه د بابا خبره

 ((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دی چې په کال ۱۳۸۸ل کې د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير تکړه غړې ليکوالې او شاعرې آغلې نعيمه غني له خوا راټول شوی او د ۴۷ پاڼو پرمخ د ميرمن کلتوری ټولنيز بهير له خوا  چاپ شوی او د متلونو مينه والو ته يې وړاندی کړی دی.

د ټولګې په لومړي مخ کې د هيواد تکړه ليکوال ښاغلي علم ګل سحر ( په تول تللې خبرې ) تر سرليک  لاندې د پښتو ژبي د متلونو په اړه له محتوا ډکه سريزه ليکلې ده. ورپسی دميرمن بهير دتکړه او فعالې غړې آغلې ساهره شريف له خوا نوموړې ټولګه ارزول شوی ده او ليکوالې ته يې د نوموړی ټولګې مبارکی ورکړې ده. 

  په دغه ټولګه کې ټول ټال(   )متلونه راټول شوي او بيا پر ۲۷ بيلا بيلو موضوع ګانو ويشل شوي دي او د هرې موضوع تر عنوا ن لاندې په زړه پورې متلونه ذکر شوي چې لوستونکی کولی شي په آسانه توګه د خپلې خوښې موضوع په اړه خوندور او ګټور متلونه ولولي.

ددغې ټولګې په لومړۍ برخه کې د نصيحت تر سرليک لاندې مشهور او خورا ګټور متلونه راغلي چې لوستل يې د ټولو لپاره ګټور دي، د مثال په توګه: د هغې بلا نه چې دی خلاصون نه وي نو په بسم الله ورسره چليږه، او پټه خبره شی بې اثره تر هغو پټه خوله بهتره .

که څه هم په پښتو ژبه کې متلونه کومې خاصې سيمې او يا کومې ځانګړې قبیلې ته منسوب نه دي خو په کومو ځایونو کې چې پښتانه ژوند کوي، هلته به خامخا متلونه کارول کيږي. خو له دې سره سره ځينې متلونه شته چې په یوه سيمه کې ډير استعمال لري. د دغه کتاب لويه ځانګړنه دا ده چی آغلې نعيمې  هغه متلونه راټول کړي چی د وردګو په ولايت کی ډ ير استعمال او  ديوشمير يې د وردګو په لهجه ليکل شوي، خو په  ځينو ځايونو کې چې د متل ځانګړی وزن او مانا له منځه ځي بيا له معياري پښتو ليکنې څخه ګټه اخيستل شوې ده .

څرنګه چې ما دغه ټولګه مطالعه کړه داسی متلونو ته په کې ځای ورکړل شوی چې تر اوسه د خلکو په منځ کې ډېر عام نه دي او ددغې ټولګې لوستل به تاسوته بې ګټې نه وي.

میرمن کلتوری ـ ټولنیز بهیر تر دی وړاندی هم د پښتو ژبی د بډاینې لپاره  ګڼ شمېرادبي کتابونه چاپ کړي دي او دا هڅې يې لا همداسې روانی دې اوپه راتلونکي کې دميرمن بهير دنورو غړو او پښتنو ميرمنو دنورو کتابونو دخپرولو تابيا لري.

ليکوالې خور ته ددغه کتاب مبارکي وايم او د لوی خدای نه ددغه بهير ټولوغړو ته بريا غواړم.

راحله نوري د ميرمن بهير غړې

            

 

 

عبدالله احمدي 06.01.2010 05:54

زه هم پخپل وار دغو خوینذو نه ددوی دپرله پسې بریو مبارکی وایم ویاړم چی داسی پښتنی خویندی لرو اوس دقلم وخت دی او دادی دوی خپل مسولیت ښه درک کړی او خپلې ژبی ته کار کوي کور یی ودان بری یی غواړو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.