Banner

عربي شاعره غاده السمان: اجمل پسرلی

13.01.2010 09:45

عربي شاعره غاده السمان

- سوريايۍ شاعره او ليکواله غاده السمان د عاشق او معشوق تر منځ تشابه شرط نه ګڼي اوپه شعر کې هغه مينه کوي چې ناممکنه يې ګڼلی شو. دا د انتظار مينه کوي، وصال نه غواړي. غاده السمان په يوه شعر کې وايي:

هيله ده راشې خو زه نه راځم

زه د نورو په څېر نه يم

ما کړه ګرانه

ستا د خوبونو شهزادګۍ ته هم زه ورته نه يم

خو ما کړه ګرانه

کله چې مې وينې

راته ګوره راته ګوره

زه دې، نه يادومه نه يادومه

 

عربان د نيمې پيړۍ مخکې ازاد شعر ته چې قافيه او عروض  پکې نه رعايتيدل، نوی شعر نه وايي.  نوی شعر د رويا او کشف په حالت کې د ذات د پوهيدلو هڅه ده چې مخاطب يې عقل دی خو د عقل قوانينو ته سر نه ټيټوي، اما د حدس او رويا په مټ د وجود رښتوني اسرار کشفوي.

د نوي شعر يو خاصيت د کره کتونکو په باور دا دی چې پکې له منل شويو اصولو سره تضاد وي. په پورتني شعر کې غاده السمان د زړه خبره کوي او مخاطب پريږدي چې په دې حالت کې چې نه درګورم،  نه دې د خوبونو د شهزادګۍ په څېر کيږم او نه هم بلې ته ورته يم، که مې بيا هم ښه ايسې، نو هيله ده چې راشې. دغه معشوقه د نورو غوندې نه ده، دا د يوه ناممکنې غوښتنې لټه کوي. شاعره  د شعر په وروستۍ برخه کې وايي( کله چې مې وينې ښه راته ځيرشه) دلته حسي ليدل دي، د احساس د جمال ليدل او په دې شعر کې د نوې شعر دا صفت شته چې غاده السمان خپلې خبرې کوي. که په پورتني شعر کې شاعره د مخاطب د اعتماد وړ نه ده او بيا هم مينه غواړي، په يوه بل شعر کې بيا دا پر مخاطب بې باوره ده ، خو مينه کوي:

زما لاس چې دې ټينګ کړ

وترهيدم

څو !

ګوتې را نه غلا نه کړې

کله چې دې ښکل زه پر دې شونډو کړم

غاښونه مې حساب کړل

خو

را ګران يې

 

د غاده السمان په لومړنيو شعرونو کې چې په پنځمې او شپږمې ميلادي لسيزو کې يې ليکلي دي د عربي کلتور او په وروستيو شعرونو کې د اروپايي کلتور اغيز جوت دی، ښايي علت به يې دا وي چې دې په نولس سوه دري شپيتم کال چې کله د سورې په پوهنتون کې د انګريزي ژبې د ادبياتو پوهنځی بشپړ کړ بيا  يې هم په پيل کې له عربي کلتور سره په لبنان کې رابطه ټينګه وساتله، هلته يې ماسټري واخيسته، خو وروسته يې په لندن کې د انګليسي ژبې په ادبياتو کې د ډاکټري سند ترلاسه کړ او کلونه کلونه يې هم په پاريس کې زده کړې وکړې. د ځينو په باور د لويديځ کلتور اثر دی چې غاده السمان بربنډ شعرونه ليکي او ګڼ نور بيا دا زړه وره شاعره ګڼي. د دې شعر دی:

مين له سفر راغی

راته ځير شو

ماته یې وويل، ژوندۍ نه يې

شپه يې وکړه

زما پر مځکو يې قدم وواهه

مرغيو مهاجرو ته يې غږ کړ

زما څانګې يې په مينه کړې خړوبې

چې سهار شو

سره ګلونه مې رڼا سره راوغوړيدل

ونو مې، زريني او روښانه غوټۍ واغوستلې

يار مې غزونې وکړې

او

په سړه ساه يې، راته ووې:

بايد ولاړ شم

په ګڼو عربي هيوادو کې ښځه داسې ده لکه د سيپۍ مرغلره او غاده السمان په ډير جرءت دا ګوجی ماتوي. دا په يوه بل شعر کې د ښځو ستونزې بيانوي، دا ستونزې د نارينه و له ټولنيزو ستونزو سره توپير لري:

 

د سپينو پاڼو اې مينې

زه در درومم

زه څه ليکم

پاڼه ده سپينه

لکه ګل د ياسمين

پاکه لکه واوره

داسې چې مرغۍ هم باندې پل نه دی اخيستی

غواړم چې همداسې وي...

بله ورځ ماښام، پټ پسې زه ورغلم

ماته يې ليکلي و، اې نادانې ښځې!

ما ګډوډ کړه څو ژوندۍ شم

 وځليږم

د دې سترګو لور ته

والوځم

اوسيږم ...

اې سمان! زه نه غواړم چې يم پاڼه کاغذي

يم په کور او د کور ښځه ابدي

 

غاده السمان که په ټولنيز ژوند کې ښځو ته ازادي غواړي په عشق کې هم اسارت نه قبلوي:

 

هيله مې دا نه ده

چې ستا !

د واورينې ماڼۍ

 شهزادګۍ شمه زه

غواړم ، په خپلې خپلواکۍ کې

يوه غله يم

 

لويديځ ناقدان وايي چې غاده السمان داسې ليکنې کوي، لکه د شلمې پيړۍ د لومړۍ نيمايي بريتانيايۍ ناول ليکونکې ويرجينيا ولف، خو خپله السمان وايي،هر ليکوال د خپل زمان او چاپيريال بچی دی، زما په څېر ليکوال هڅه کوي چې د انساني مشترکو او تلپاتيو حقايقو لکه درد، عشق او مرګ په اړه وليکي، ځکه د نورو ليکوالو غوندې ښکارم .

 له ويرجينيا ولف سره د السمان پرتله کول د دې لپاره هم شوي دي چې غاده السمان د شعر ترڅنګ ناولونه او کيسې ليکي. تر اوسه د دې پنځه ناولونه او د لنډو کيسو شپږټولګې خپرې شوې دي، همداراز يې څلور سفرنامې چاپ کړې دي. شعري چاپ شوې مجموعې يې اتو ته رسيږي. په دوه زره دريم ميلادي کال يې خپل ژوند ليک خپور کړ او په زرګونو مقالې يې هم په اخبارونو او مجلو کې خپرې کړې دي، چې يو شمير يې بيا د کتابونو په بڼه سره يوځای چاپ کړې دي. پر دې څو شپيته کلنې ليکوالې نورو اووه کتابونه تاليف کړي دي او د غاده  ځينې ليکنې د نړۍ تر شل ډيرو ژبو ته ژباړل شوې دي. کله چې له دې پوښتنه شوې چې ولې دې هرې خوا ته لاس غځولی؟ دې ويلي دي چې د ليکلو پر وخت مې زړه غواړي هر لور ته مخه کړي، ټول ورونه وډبوي او ګردې لارې پرانيزي. د غاده السمان د نثري ليکنو اغيز د دې پر شعر څرګند دی، کله ناکله يې شعر د نثر بڼه خپلوي. دا وايي، د عقل او شعور په محراب کې واقعت او خوب سره يو کيږي او هنري تخليق کټ مټ ژوند نه دی، د خوب او واقعت د يو والي هڅه ده څو د انسان د نفس پر حقايقو او اسرارو ډير وپوهيږو. همداراز دا په دې باور ده چې هنرمند بايد پرله پسې د بيدارۍ او خوب تر منځ د توازن لټه وکړي. دغاده السمان په باور خوب داسې شی نه دی چې په ويښه پورې يې غوټه کړو. د دې سوريايۍ شاعرې په وينا، ادراک او حافظه په خوب کې تر ويښې ښه کار کوي او په خوب کې شعور پرته له دې چې ژوند ته ارزښت ورکړي کار کوي اما په ويښه کې د ژوند لپاره ځيني شيان حذفوو او ځينې پرې زياتوو. د دې په باورخوب رښتونی تعبير دی. دا وايي، د همدې لپاره زما په ليکنو کې خوبونه ډیره برخه لري. غاده دا هم وايي چې دا حقيقت دی چې ويښه تر خوب پيچلې او دقيقه وي اما خوب پر ويښې داسې وړانګې يا سيوری غوړوي چې ويښې ته دننه صدق ورپه برخه کوي.

د غاده السمان دغه لاندې شعر همداسې دی لکه خوب:

 

مارغان مې

سپين بڼکې

شاهدان دي

 

ستا په ياد چې

زه څه ليکم

له قلمه مې

ګل جوړ شي

 

»  »  »

 

نوم چې دې زه ليکم

پاڼو ته شم هکه

اوبه يو سمندر ترې روانيږي

سپين بڼکي مارغان پورته باندې ګرځي

ستا په ياد چې

زه څه ليکم

پنسل پاک مې

سره لمبه شي

او پر ميز مې

په شيبو باران وريږي

د کاغذو

په ټکرۍ کې

پسرلني ګلان غوړيږي

او

مرغۍ دي

شنې دي

ژيړې، زرغونې دي

له ټکرۍ نه راپاڅيږي

پتنګان باندې ګرځيږي.

چې ليکلې نوشته مې وڅيرمه

دکاغذ هره ټوټه مې

د سپين زرو اينه شي

لکه کب چې مې پر میز ټوکر ټوکر شي

ماته لار ښايه

 زه څنګه ستا په اړه ليکل وکړم

يا دې هير کړم

 

 

په پورتني شعر کې کب ټوکر ټوکر کيږي، د غاده السمان په ګڼو نوروشعرونو کې  کب په نورو مختلفو ډولونو ياديږي:

 

د کب مجسمه دې راسوغات کړه

چې څلويښت ميليونه کاله باندې تېر دي

تا ويل:

دا يوازې هاغه کب دی

چې عاشق پرې سمندر دی

او دې مينې

دغه کب جاويدانه کړ

 

  » » »

 

دا خبره مې منې ته

چې د مينې ها شيبه چې

سمندر ماهي اثير کړ

او، د عشق په تار يې ګير کړ

يوه چاړه يې

د ماهي ستونې ته وروړه

غاده السمان کبان د الف بې  له توريو سره تشبيه کوي. لبناني شاعر، اسماعيل فقيه ترې پوښتنه کړې چې غاده السمان څوک ده؟ دا ورته وايي، غاده ليکواله ده وينه يې د مشواڼۍ رنګ دی او په دې مشواڼۍ کې رنګه کبان لامبي، دا کبان د الفباء توري دي.

غاده السمان د يوه شعر په يوې برخې کې وايي:

 

کله چې زه مړه شم

پر شناخته مې

نوم مه ليکی

خو وليکی

د عشق کيسه:

دلته يوه ښځه ده

ميينه پر کاغذ وه

ډوبه مشواڼۍ کې شوه

 

غاده السمان کبان په مشواڼۍ کې لمبوي او دغه مشواڼۍ هم په شعرونو کې د کبانو په څېر ډول ډول يادوي. د دې د شعر له وروستيو چاپ شويو کتابو څخه د ( ميينه مشواڼۍ کې ) ټولګه ده. دا کتاب داسې اهداء کوي ((هغه امپراتور ته يې ډالۍ کوم چې خوشالي نوميږي اوهروخت له عاشقانو سره وعده خلافي کوي))

په دې مجموعې کې ( چې مړه شم ) په نوم شعر کې وايي:

 

چې زه مړه شم

دغه پاڼې په ځير ګوره

د دې تورو منځته ورشه

د دې کرښو قات کې زه يم

الوځمه غلې

لکه ګونګه ترهيدلې

که خپه وې

د کتاب سترګه لمبه کړه

زه در ررسم

لکه

 د شام د  نيا

د نکلو پيرۍ

...

 

ددې شعر په یوې بلې برخې کې بيا ليکي:

کله چې زه مړه شم

که دې له قهره، دغه مخ د کتاب څيرې کړ

زما زګيروی به دې ترغوږ شي

که دې سترګې

په هرځای

او، په هروخت ولې له مينې اړولې

زما له قبره به بيروت کې

لمر راهسک شي

 

غاده السمان نن سبا په بيروت کې اوسي، دا له بيروت سره مينه لري. دا وايي، تر اوسه لا بيروت د عربي فکر د ازادۍ لوبغالی دی، لا هم بيروت په نسبي ډول د عربو د ازاديو پلازمينه ده او لا هم بيروت د تور فکرو او روڼ فکرو د جګړو تود مرکز دی. د غاده السمان په باور يوه جګړه هم د ښځو د ازاديو لپاره ده څو دوی له محروميته وژغورلې شي. له دغه محروميته د وتلو لپاره غاده السمان د مينې او ګرانښت وړانديز کوي:

 

چې مينه کوم

هر شی چې لمسوم

لاس ته راځي

واټن له منځه ځي

ستا د مينې برکت دی

چې د نړۍ

له نارينه و سره مينه کوم

له کوچنيانو سره مينه کوم

له ونو بوټو سره مينه کوم

له سمندره سره مينه کوم

او کايناتو سره مينه کوم

ستا د مينې برکت دی

چې رنګونه

 د دنيا لور ته راګرځي

جنون راسره اوسي

او زما

د اروا په وژل شويو ځمکو

خوشالي اور اخلي

 

ډير کله په شعر کې ويل شوې دي چې له مينې سره مې روح راژوندۍ شوه خو  پورتني شعر کې اروا ته مشخص مکان ټاکل شوی دی، چې ښايي دا نوې خبره وي. نوی شعر د کره کتونکو په وينا نوې خبرې غواړي، نوې خبرې که ژوندی احساس غواړي، نو ممکن نویيو وسايلو ته ورسره اړتيا پيدا شي. له يو مخ معاصرو وسايلو يو هم تلويزيون دی چې ژوندۍ خپرونې هم کوي. دغې مسالې ته غاده سمان ( د سمندر ښځې ) په نامه شعر کې اشاره کوي:

 

پر ديواله يې

تباشير راتير کړ

يوه دايره شوه

راته وې ويل:

ددې په منځ کې ودريږه

ما

 د سمندر کوڅو ته وزغاستل

          »  »  »

په قهر راپسې راغی

په قهر راته مسکی شو

ماته رانژدې شو

راته وې ويل، موضوع جدي ده

خپرونه مو ژوندۍ ده

باید وګرځې سټوډیو ته

د تباشير دايرې په منځ کې ودريږه

تر هاغه وړانګو لاندې

    »  »  »

لکه د اووړي سوالګر

په خوارۍ او زارۍ

ما هڅه وکړه

چې ورته ووايمه

زهم تکل کومه

خو کله هم

زه هغه نه پريږدمه

چې زنداني مې کړي

تباشيري دايرې کې

يا په کوم بل ځای کې

يا ډرامې کې

هغه زه نه پريږدمه

نه په خپل نوم

نه د مينې په نوم

نه د شهرت په نوم

نه د بل چا په نوم

چې زنداني کړي ما 

»  »  »

اه ! دا زړه مې واخله

لکه مڼه ورباندې چک ووهه

خو زنداني مې نه کړې

د دغې بندې دايرې

 »  »  »

لومړی ځل دی چې پوهيږم

او په ويره درک کومه

ستا د نوم لومړني توري

د دايرې ده يوه برخه

نو له مايې راچاپېره

انځور نه کړې، انځور نه کړې

»  »  »

ساعت هم دايروي  دی

خو د زمان شګې

د رازونو صحراګانې دي

په هندسي شکلو ملنډې وهي

او زما له دايرې کرکه کيږي

مربع و مثلث مې هم ډير بد ايسي

د مستطيل او متوازي ا ضلاع پرضد پاڅون کومه

او د ها ټولو پرضد، چې د زندان په څېر وي

ټکی مې خوښيږي

متحرک ټکی

او متوازي کرښې

د دغو

 زنګون کېږد زما خوښيږي

زما غم  ورته خوټکيږي

تر ابده

او

له دې پرته چې يې ګېر کړي

له دې پرته چې څه شی کړي وربدل

يا د دوی تر منځ بدل شي

»  »  »

له تا تښتمه ساحل ته

يک تنها هلته دريږم

د ازادۍ پر تباشير

خلاصه دايره باسمه

چې

له اوو خواوو

 سمندر او هم افق ته وي پرانيستې

بيا  دننه ورټوپ کومه

د سمندر لورته زه منډه کوم

سمندر ته

سمندر ته

سمندر ته

که په پورتني شعر کې غاده السمان سټوډيو انځوروي، هغه وسيله چې نوې ده، په يوه بل شعر کې د معشوق ياد له تير شوي موټر سره تشبيه کوي:

کله چې تت سيوری شې

غمونه دې چې ځغلي

موټر غوندې تيريږي

لکه سيوري نه چې درومي

سيوري وڅيري او تيرشي

اما

نښه او خاطره ترې نه پاتيږي

 

غاده السمان د يو شمير زړو شعرونو په څېر بديعي صنايع په زوره په خپل شعر کې نه ځايوي خو ځای ځای په خپل شعر کې له حروفو سره لوبې کوي:

لکه څلی رانه لرې

لکه خال زما پر ټټر

لکه ياد د کوچينوالې

رانژدې يې لکه ساه

راته ګران يې

ګر ا ن 

په پورته شعر کې دا د ګرانوم دې ( ا ح ب ک ) کلمه بيله ليکي. په شعر کې د السمان د نوښتونو له برکته ځيني عرب ليکوال ليکي چې غاده السمان د معاصر عربي شعر له څو ګوتو په شميرو شاعرانو څخه يوه ده ، ځيني نور بيا د دې کيسې له نجيب محفوظ سره پرتله کوي، خو يو شمير کره کتونکي په دې باور دي چې د دې پر شعر د دې کيسو اغيز کړی دی او پر کيسو يې هم د سفرنامې او ټولنيزو ليکنو اثر شته

خوشال بړيڅ 25.10.2010 12:35

ګرانو سلام<br />هیله کوم چې دغسې مقالې ډیرې خپرې کړې څو زموږ شاعران د نړیوالو له نویو شعرونو سره اشنا شي . زه خپله شعر لیکم او دې لیکنې مې خیال ډیر پارولی دی. <br />د لیکنې له لیکوال او تاسو نه مننه کوم چې دا مطلب مو خپور کړی.<br />په درنښت، بړیڅ

جمال 15.01.2010 08:07

سلام،دا شعرونه ډير ښه ژبارل شوې دي دې ليکنې خوند راکړ - جمال ارغنداوی له ايتاليا

majboor 15.01.2010 04:27

very nicely summed up all this ,a review about the poetry of this very poetess.<br />thanks for sharing..<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.