Banner

تا ته ياد دي کنه ؟ انديښمن ځاځى

14.01.2010 08:31

 

ياره خپل کړي قسمونه تا ته ياد دي کنه ؟

هغه وعدې هغه لفظونه  تا ته ياد دي کنه ؟

چې مو د يو بل د ټول عمر د ميندلو لرل

هغه نيمګړي  ارمانونه تا ته ياد دي کنه ؟

هغه د زوړ دالان  لويدلى ديوال  هير دې دى اوس ؟

 کول مو هلته ديدنونه تا ته ياد دي کنه ؟

ياد کړه اشنا چې مو د يو بل په ليمو کې ليدل

د مينې ښکلي تصويرونه تا ته ياد دي کنه ؟

د شيبو لوړ لوړ کړنګونه زمونږ د مينې لاره

چې ماتيدل به پکښې زړونه تا ته ياد دي کنه ؟

چې ستم ګرو لاسو ستا په تور ريتاړې کړلو

زما د ريښې ګريوال  تارونه تا ته ياد دي کنه ؟

چې پکښې زړو ته به مستۍ غيږې په مينې ورکړې

هغه ښکلوکې ګلکڅونه تا ته ياد دي کنه ؟

هغه چې تا مې هم وفا وباندې شکونه وکړل

ياره بې درده شان وختونه تا ته ياد دي کنه ؟

 

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.