Banner

ستا د مينې وهم : انديښمن ځاځى

18.01.2010 14:40

ستا د مينې وهم

لکه په سرو ګلو چې سمه سره لمبه تيره شي

ستا بيلتانه کې په ما داسې رنګه شپه تيره شي

په وير لړلې هيلې وژاړي په چيغو چيغو

چې د زلمي ارمان مې کله جنازه تيره شي

کله به راشي د وصال هغه څپانده سيلاب؟

چې په ما خوار د هجر دغه تلوسه تيره شي

دا ستا د مينې وهم هسې بوګنولى يمه

لکه په ووړ ماشوم چې لويه حادثه تيره شي

بيا به توبه توبه ونه وايې قسم درته خورم

چې دې  په مخ کې د ساقي د لاس پياله تيره شي

چې نه راځې خير دى وعدې خو کړه چې دربه شمه

چې ستا په تمه مې د ژوند هره شيبه تيره شي

چې مې فطرت هم د رندۍ او ته ښه پوهيږې

شيخه څنګه به مې شونډو کې توبه تيره شي

درته ښکاره چې کړم د وخت ستم او خپله مينه

ستا به په خيال کې د فرهاد د عشق کيسه تيره شي

د بيلتون شپه چې د غمونو  او دردونو شپه ده

په انديښمن باندې به وايه څنګه ښه تيره شي

رسول خان درد من ځا ځې 13.01.2011 20:25

رسول دردمن ځاځې د پکتېا ولاېت د اخمد خېلو ولسوالې د مېرازې کلی وسېدونکې ېم اندېښن صاحب دومره ښکولې شغرونه دې وهلې ګرانه هر وحت دعا درته کوه کامېاب واسي زه اوس مهل د ېونان په اتن ښار کې ژوند کوم هېله کاوم چې اټ مې کړې ستا کلېوال دردمن ځاځې زما پته rasooldardman@yahoo.com

نیکمل ځاځی 19.01.2010 09:24

اندیښمن صاحب دیر ښکلی ټکی دی کارولی دی چی هر بیت خو سه چی هر یو ټکی می بیل بیل خوښ شو
لامو بریالیتوب غواړم
په پښتنه مینه /نیکمل ځاځی

ګل 18.01.2010 16:42

ځاځی صاحب:
سلامونه، ښکلی شعر دی، خوښ مې شو.
د ستاسې د لانورو خوږو شعرونو په هيله
ګل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.