Banner

د ارمانونو ژبې : انديښمن ځاځى

24.01.2010 08:09

د ارمانونو ژبې

پټ الفت ښکاره نه شي لفظونو ژبې کړي دي

غږ مه کړه د کلي ديوالونو زبې کړي دي

حال د دوو مينو د نغمو په ترنم وايې

مات شې اى ربابه ستا تارونو ژبې کړي دي

تا غواړي بس تا غواړي بل څه له خدايه نه غواړي

شور کوي په زړه کې ارمانونو ژبې کړي دي

اوس به زما د غوڅې نغمې کړيکه څنګه نه اورې ؟

چم کې د ګلانو پرهارونو ژبې کړي دي

تا چې مې لفظونو کې بې درده درد احساس کړلو ؛

بيا خو مې د خوږ زړګي دردونو ژبې کړي دي

دې چم ې هر څه رقيب  هر څوک رقيب رقيب ښکاري

ځان ساته دې ښکلو ګودرنو ژبې کړي دي

باد سره نڅا کړي د يو چا د عشق داستان وايي

باڼه بانه غږ کړي چنارونو ژبې کړي دي

اوس به انديښمن د چا شونډو ته ضرور رسي

ستا چې دې سکڼيو غزلونو ژبې کړي دي

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى

شهزاد محموم پکتیا وال 03.04.2011 07:28

سلامونه او نیکی هیلی انديښمن ځاځى !

په لاس دی برکت شه ډیر په زړه پوری شعر دی لیکلی ده زما خو ډیر زیات خوښ دالله ج څخه درته کامیابی او سرلوړی غواړم.

تا غواړي بس تا غواړي بل څه له خدايه نه غواړي

شور کوي په زړه کې ارمانونو ژبې کړي دي

ستاسو ورور شهزاد محموم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.