د پښتنو د اسمان ستورې هم پريوت
08.02.2010 10:38د پښتنو د اسمان ستورۍ پروت

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتون قوم ريښينى مبارز دپښتو ژبې وتلى شاعر او ليکوال او د پښتنو سياسي مشر اجمل خټک د دوشنبې په شپه په پيښور کې د ورپيښې ناروغۍ له امله د پنځه اتيا کالونو په عمر له دې فاني دونيا سترګې پټې کړې چې دا د ټولو پښتنو د پاره يوه دردونکې او نه جبرانيدونکې ضايع ده

اجمل خټک د عوامي نشنل ګونډمشر د پښتنو د ښيګڼو له پاره يو رښتينى مبارز او تکړه ليکوال وو چې د همدې مبارزې په لار کې يې اولس کاله د جلا وطنۍ په ډول په افغانستان کې تير کړي دي اجمل خټک د خپل ژوند په اوږدو کې تل د پښتنو او د پښتنو د ښيګڼې د پاره مبارزه کړي او خپل ژوند يې د پښتنو ته دحق ورکولو په خاطر وقف کړى دى او په همدې لاره کې يې د ژوند ورستي ګامونه هم واخيستل او له خپل هوډ او عظم نه
وا نوښت

اريوب اداره ددې درانه شاعر تکړه ليکوال د پښتنو د حق رښتيني مبارز اجمل خټک په په مړينه د نورو ټولو پښتنو په شان غمرازي څرګندوي او او د اجمل خټک مړينه يوه لوه او نه جبرانيدونکې ضايع بولي

د اريوب اداره د لوى خداى دربار ته د دوعا لاسونه لپه کوي او دوعا کوي چې اروا ښاد اجمل خټک ته خداى (ج) د جنت فردوس نصيب کړي ، همدا ډول د ارواښاد کورنۍ او ټولو پښتنو ته د تصليت غوښتنه کوي
انا لله و انا اليه راجعون
په درنښت
د اريوب اداره









د الله تعالی له درباره ورته جنت الفردوس غواړم
رشتیا هم چی د ښاغلی مړینه لویه ضایع او کورنۍ ته یی صبرجمیل غوښتونکی یم
الله جل جلاله دروح خوشحاله کړی ځکه چی دا دپښتنو اوپښتو لپاره خادم وو الله ج د جنتونو سردار کړی داريوب له اداری نه ډيره ډيره مننه چي د پښتنو د مشرانو خدمت کوي