Banner

ارمانجن مازديګري : انديښمن ځاځى

22.02.2010 11:11

 

 

 غمجن مازديګري

تيريږي دې پر ما داسې غمجن مازديګري

په تا باندې پيرزو شه د وطن مازديګري

خپل خاورې بخت راکړي دي ګيله مو له چا نشته

زغمو به په پرديس کې دردمن مازديګري

شکمن مې په لفظونو د جانان کاندي قسم دى

چې ګورمه زړګيه دا شکمن مازديګري

دردونه او خوندونه پکښې دواړه په نڅا دي

ډک داسې له هنر دې د مين مازديګري

ډير څه له خدايه نه غواړو که غواړم هغه دادي

يو څو د مينې ډک او د ديدن مازيګري

جې هسې يې دردو سره مل هر مازديګر ښکاري

نصيب کې ددې چم نه شته ښادمن مازديګري

دلبره چې بې غمه مو په مينه باندې تير واى

يو څو د منډه اير غره په لمن مازديګري

د يار د ګلورين مخ تماشې چې پکښې نه وي

بې خونده ځکه بولي انديښمن مازديګري

 يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى

 

رسول خان درد من ځاځی 25.01.2011 12:38

اسلام غلیکم اندیښمن صاخب رسول درد من ځاځې یم دېر ښکلې شغر دې ښوښ مې شو زه اوس مخل دې بېلجم ښار بروسیل کې ېم ما سره ملګرې دې زما ماما نجېب او زما بل ماما شاهېد درته سلامونه کوې او مونږ ټول دغا درته کوه کامېاب اوسې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.