Banner

لنډه كيسه ( مينه كه مذهب ؟) اصيل ځاځى

24.02.2010 09:27

مينه كه مذهب ؟

انسان كله چې دنياته سترګې پرانيځي اوبيا تر ډېره ژوندې پاتې كيږي ، نودژوند له راز راز پړواوونو څخه تيريږي ; خو په ټولو كې مينه د ژوند دهغه پړاو خوږې اوبه دي چې ځښوونكي يې خوند د ژوند تر آخره نه شي هېرولى !
مينه هغه مينه چې نيالګى يې د دو زړونو له تله اوبه كيږي !
زه هم يو له هغو څخه يم چې د ژوند ښيرازه يې د مينې زيږنده وي ، ډېرو مينه پالو ويلي چې په مينه كې ماتې خوړل ، په ژوند كې تر ټولو سخت او تريخ ګزاروي ، چې له نيكه مرغه زه يې له بدې اغيزې پروردګار د خپل مهر په سيوري كې ساتلى يم ، ځكه خو يوازې د مينې په خوند پوهيږم اوتل به د مينې پالونكى اوسم !
زما په ژند كې د مينې پړوا دكابل پوهنتون په پراخه او د حسينو په چاپېريال كې پيل شوه او زما په ژوند كې نه هېريدونكى شيبه هغه وه چې دلومړي ځل له پاره مې خپل مرګ او ژوند د هغې په څېره او سترګو كې وليده ، په هغه څېره او سترګو كې چې تعريفول يې زما له تصور او قلم د نوكۍ له ځواك او واك څخه وتلې خبره ده!
ښه مې ياديږي د۱۳۶۶ كال د وري يا حمل د مياشتې پنځمه نيټه د نوي تعليمي كال لومړۍ ورځ او زما د فاكولتې د دوهم كال لومړۍ ورځ وه .
دژورناليزم پوهنځي په دهليزكې د خپلو ملګروسره ولاړوم او په تېرو ژمنيو رخصتيو كې مو د شويو كارو نو او بوختيا و په هكله سره خبرې كولې او هم مو د سترګو له كنجونو پوهنځي ته د نويومحصلينو چې ښكلى ، بدرنګه ، ښاري او كليوالي هلكان او دنابلده هوسيوپه څيرنجونى وې په اړه يې مو په خپلوكې تبصرې كولى او ځينوشو خو همصنفيانو موپرې يوه نيمه پرزه هم ويله ، زما له اوله آن د ليسې له وخته داشانې عملونه نه خوښېده او هڅه مې كوله چې له هغو بنډارونو څخه ځان بلې خوا ته كړم كوم چې به د پوهنځي د نجونو د ځورولو په موخه سازمان وركول كيده ، دپوهنتون په ځوانانو كې دا يوه خبره يوڅه عامه شوې وه چې كله به يې داشانې محفلونه جوړول او يا به يې په تكل كې شول نو به يې يو بل ته ويل : (بيا كه تيم دادن بريم ) زما ددې عادت له كبله خو به كله ناكله استاد كاظم ( آهنگ) د ملا غږ را باندې وكړ .
زه په لومړي پوړ كې له خپلو هم صنفيانو څخه جلا شوم او غوښتل مې چې دوهم پوړ ته پورته شم او له نور دوستانو سره وګورم ، لا مې د زينې په دوهم ړكي كې پښه نه وه ايښې چې يو ملا يم او زړه كښونكى غږ مې ترغوږو شو :
بښنه غواړم ښاغليه !
نه پوهيدم چې ولې د دغه اواز په اوريدلو مې په وجود كې سستي احساس كړه ؟ ځاى پر ځاى ودريدم مخ مې ور واړاوه ، سترګې زما او سترګې د هغې شوې ، نو ر نو هر څه را نه هير ا و هرڅه مې له سترګو پناه شول ، يوازې اويوازې مې په سترګو كې د هغې قلمي پوزه ، نرى او ذاتي سرې شونډې او په سپين مخ د تورور زلفو نرى كلوښته او وړه نرۍ ځوانى يې په دا سې بې حركته كړم لكه په مار باندې چې مار ګير اوده واچوي ، يوازې زه نه ووم چې په دې حالت ګرفتار شوى وم ، هغې هم هغه څه چې يې غوښتل را نه وپوښتي هير كړي وواو دښكلې مصنوعي نانځكې په څېر مخې ته راته ولاړه وه .
په دهليز كې د ولاړو ځوانانو هلكانو او نجونو په كړس كړس خندا موږ دواړه د سكوت له حيرانونكي حالت څخه را وايستو ، په خپله خومې يو اوږد اسوېلى وكيښ او هغې هم د ترهېدلې هوسۍ په څير يوې خوا بل خوا كتل بيا يې په وارخطايي وويل :
بښنه غواړم ، په ګڼ شمېر هلكانو كې مې پر تاسو شك راغئ چې پښتون به ياست هغه ځكه چې په ټولو كې يوازې تاسو كميس او پرتوګ اغوستئ ، زه د خوست ولايت څخه دغه پوهنځي ته بريالى شوې يم ، په پاړسئ نه پوهيږم ، دمحصلينو مديريت ځانګه مې په كار ده ، ته له ماسره مرسته كولاى شي ؟
د هغې د خولې نه دهرې خبرې د راوتلو سره مې په ځان كې يوډول نوښت احساساوه او هره خبره يې راته د خوندونو ډكه وه ، اى كاش ښه ډېره راته غږېدلې واى ...
مايې خبره ونيوه :
ولې نه ! يو وطندار چې دبل وطندار سره مرسته ونه كړي نو څوك به يې ورسره كوي ، زه هم د پكتيا يم ...
هغه مې په خبرو كې راولوېده او په حيرانتيا يې را نه وپوښنل :
ريښتيا ته د پكتيا يې ؟
هو ! زه د پكتيا يم ...
بيا يې په داسې حال كې چې خپلې مړاوې سترګې پورته كړې ورسره سم يې وويل : شكر خدايه ; ستاسو نوم ؟
غوښتل مې چې خپل نو م ورته واخلم ، خو نه پوهيږ م چې ولې مې خولې ته خپل مستعار نوم ، هغه نوم چې زه يې په رسنيو كې د كوم مضمون د چاپولو په مهال ورسره ليكم راغئ . ورته ومې ويل :
زمانوم (محتاج) دى او د ژورناليزم د دوهم كال محصل يم .. .
هغې په داسې حال كې چې په شونډو يې نرى غوندې موسكا خوره وه راته وويل :
او زما نوم (نرګس ) دى !
ما غوښتل چې خبرې ورسره اوږدې كړم ، خو هغې لكه چې ډېر ه بېړه درلو ده ځكه خويې راته وويل :
له تاسو سره دآشناكيدو نه ډېره خوشاله شوم ، اوس ماته د محصلينو د مديريت څانګه را ښيې ؟
بيا دواړه د محصلينو د مديريت په لورې وخوځيدو هغې ته مې مطلوب ځاى وروښود او ما هم غوښتل چې مديريت ته ورسره دننه شم خو هغې په دروازه كې را څخه مننه وكړه او زه يې رخصت كړم .
دا زما او د نرګس د خوشحاله ژوند لومړۍ شېبې او لو مړي ګامونه وو چې مو سره د پوهنځي په دهليز كې وا خيستل ، زما او دهغې تر منځ د مينې او محبت وږمې اونۍ ، مياشتې او بلآخره دوه كاله تېر شول ، دپوهنتون هره ونه ، هربوټى او د پوهنتون د كتابتون هره كرسۍ زموږ د دواړو د پا كې مينې او محبت څخه د ډكو خبرو او رازو نو شاهد ان دي . خو دهغې پښتنې حيا له امله چې زمږ د دواړو په وجود كې د هرې ساه سره غزونې كولې په دې ونه توانيدو چې يو او بل ته د ريښتنى او محكم يوالي او تړون خبره وكړه ، هغه تړون چې دوه جسموونه ، دوې ارواحوى او د وه زړونه دتل له پاره په داسې مزو تړي چې د اسلام د مقدس دين د كلكو ارشاداتو څخه اوبدل شوي وي ، چې په پښتوكې ورته كوژده وايي .
زما كور په كابل كې وو خو نرګس د پوهنتون په ليليه كې اوسېده ، ځكه د هغې كورنۍ په خوست كې وه ، خو زموږ ګاونډۍ ( اسما ) چې زما د وړكتوب ديني خور وه او زموږ او د دوى د كورنۍ تر منځ را شه درشه تر دې حده وه چې د يو او بل څخه مو ستر نه وو او د حقوقو د پو هنځي محصله وه ، په ليليې كې د نرګس سره په يوهكوټه كې اوسېده ، د اسما پلار خپله لور د درسونوو دښو لوستلو او له كوره تر پوهنتونه د تلو او راتلو د آسا نتيا په خاطر په ډېرو اسطو په ليليه كې شا مله كړې وه .
اسما نه پوهېده چې زه د نرګس سره مينه كوم او نرګس هم نه پوهيده چې اسما زما ديني خور ده ، او بله دا چې زه هم نه پوهېدم چې نرګس او اسما سره ملګرې دي .
كه چېرې موږ د يو بل په حال خبر واى نو زما او نرګس د مينې خبره به ډېر د وخته ډنډوره شوې واى ، خو دا به دا لله خوښه وه چې موږ يې د يوبل سره د يو ې مرموزې پردې لاندې دوه كاله وساتلو او زموږ له پاره دمينې نه د خوند اخيستلو موقع را په برخه كړې وه . له پوهنځي نه زما دفارغېدو ورځې را نږدې شوې وې او د نرګس هم د وطن او مرور اوپلار سره د ملاقات شپې او ورځې ، دنورو كلونو په څېر دا ځل هم هغې په سې يې پلار كابل ته را غلى وو تر څو له آزموينو وروسته يې خپل كړچور ته بوزي ، خو په دې توپير چې دا ځل يې پلار خپله مېرمن د نرګس موې د هغې دپلار ګنۍ په غوښتنه كابل ته راوستې وه .
سهار چې كله د پوهنتون دروازې ته راو رسېدم غوښتل مې چې د پوهنځي لورته وګرځم ، ترشا چا را پسې غږ وكړ ، مخ مې ور واړاوه هغه اسما وه ، د روغبړ وروسته يې را ته وويل : وروره سبا ماښام ته داو ستا مورجانه زموږ ميلمانه يا ستئ ، كه پلار جان دې درسره را ته هغه هم درسره راولى ، زما پلار جان يې ډېر يادوي !
ماور ته وويل : خير يت خو دى ، د ځان له پاره خو به دې كوم كور نه وي خوښ كړى ؟
هغې را له په اعتراض آمېزه اندا ز كې وويل : نه خو تل خپله خور په داسې خبرو ځوروي ، هيڅ كومه داسې خبره نه شته ، ئس زما د خورلڼې مور اوپلار مې مېلمانه كړي ، هغوى ستاسو له وطن څخه را غلي ، ځكه خو مې تاسو ته بلنه دركړه ترخو له هغو سره د دوي په ژبه او تبه خبرې وكي تر را خخه خوابدي نه شي .
پرته له دې چې د خولنې نوم او دقيق ځاى يې وپوښتم ورسره مې ومنله چې سبا ماښام له هغو كره څم . لنډه دا چې سبا ماښام مې د خپلې مورجانې په ملتيا د اسما خوركره لاړو ، كله چې مې د هغو د حويلۍ دروازه وتكوله اودروازه مو پر مخ خلاصه شو ه انګړ ته مې لومړۍ ګام واخيست او ورد ننه شوم نو په نرګس مې سترګې ولګېدى ، ځان او جهان را څخه هېر شول ، لكه چې د لو مړي ځل له پاره مې د پوهنځي په دهليز كې واك پردى شوى وه هماغسې بيا بې واكه شوم ، مور مې را څخه وړاندې وه ، خو زه هله په خود شوم چې اسما مې په اوږه لاس كيښود او وي خوځولم ، سترګې مې وځمبلې نرګس په نرمو شونډو هماغه جادويي موسكا وڅرخوله او په سترګو كې يې هماغه د مار ګيرانو دم راباندې چوف كړ ; اسما راته په ټوكو كې وويل : نام د خداى ووايه ځوانه ! ځان دې ليدلى ځوانان نه ، دا نرګس ده زما خور لنه ، او بيا يې نرګس ته وكتل ورته يې وويل : دا زما تر ټولوګران او با حيا ورور دى !
د نرګس او زما د دواړو له خولو په يواواز او يو وخت كې ووتل چې : هو زه يې پېژنم ...
په خبرو خبرو كې زما مور د اسما له مور سره د صفې سرته رسېدلې وه او په روغبړ سره لګيا وې ، اسما نرګس ته مخ ورواړاوه او ورته يې وويل : ښه ! نو ستا هغه شهزاده چې ته يې هره شپه را ته تر نيمو شپو ببولالى غږوې او صفتونه يې را ته كوي لو په هره خبره كې يې را ته وا يې چې زما محتاج دا سې اوداسې دى ، هغه دا ځوان دى ؟
دنرګس سترګې دحيا ډكې شوې او سر يې ښكته واچاوه ، بيا اسما ماته مخ كړ تاو وې ويل : نام د خداى ( اوكلخ آتش پريد ) دومره غټه خبره دې له ما هم پټه كړې وه ؟ خير اوس هم وخت له وخته نه دى تېرپه ډېرې كمې ناغې به دې كار جوړ كړم ، خو ...
داسما ( خو ) ويلو مې په زړه كې د الماسو كرښې تېرې كړې ، ځكه د خو ويلو سره يې ېنګ هم سور شين واوښت ، ژبه يې بنده بنده شوه .
د اسما مور د صفې له سره لا غږ كړ ، حشمته بچو را ځئ كنه څه په ولاړې مو بنډار جوړ كړى !؟
دريواړه د دوى په لورې وروخوځېدو ، دروعغبړ وروسته ميندې وړاندې او موږ ورپسې د كوټې په لورې ورغلو . دپر وردګار عجيبه غوندې نظام دى ، په ساعات كې سړي ته د خوښيو سمندر او په ساعت كې د وير او بدمرغيو آسمانونه جوړوي ، كله چې د لوى كوټې دوره څخه ورننوتو نوسترګې مې په داسې كسانو ولګېدې چې له امله يې زما د وجود هر هډوكى او هر غړۍ د درنو ګوزارونو د خوړلو احساس وكړ، په ناستو كسانو كې دوې تنه ښځې او دوه نارينه وو چې ما هغوى تر دې دمه نه و ليدلي او ورسره سم مې د اسما د ( خو ) ويلو ځواب تر لاسه كړ .
د اسما د مور دې خبرې مې د فكر بېړۍ په څپانده سيدند لاهوكړه چې ويل يې :
دا خانزمان د اسما دپلار نږدي ملګرى ، داقندي ګل د هغه ميرمنه ده او دا پريمنا ت اودا هم چاندني بيګم د نرګس مور او پلار ...
په غوږونوكې مې د اسما د مور د خبرو پرځاى كړنګهاراوپه سترګومې دتورې تيا رې څپې خورې شوې په دواړو لاسومې خپل سر كلك ونيوايله مې ځان دكوټې ديوال پورې ونښلاوه بيا په ځان نه يم پوه شوې ، كله چې په ځان پوه شوم نوسر ته نږدې مې د چاد سلګيو آواز تر غوږوشو، په زحمت مې سترګې پرانيستې هرڅه راته خړښكاريده ،سترګې مې پټې كړې اودبيا غړولو وړاندې ، دسلګيو د خاوند له سترګو غبرګې اوښكې مې په سترګوراپرېوتې ، سترګې مې پرانيستې ، نرګس مې سرته ناسته وه له سترګويې پر سپين مخ داوښكوقافلې را روانې وې دسلګيو په بدرګه يې دا كلمه پر وچوشونډوجاري وه او په پرله پسې توګه يې ويله :
لا اله الاالله محمد رسول الله ...

۱۳۸۷\۴\۲۲
پكتياملي راديو تلويزيون

ډاکټر اسماعیل زبیر 24.08.2010 09:43

محترمه او ګرانه وروره، د اوږد او سوکاله ژوند هیله درته کوم ، ډیر ډیر ډیر خوندوره کیسه ووه. د نور ښو لیکنو په تمه دی یم.او د الله نه درته دی نورو بریالیتوبونو غوښتنه کوم.
او په اخر کی به درته یو شعر چی زما ډیر خوښ شوی دی، او هیله کوم چی ستا هم خوښ شی، دالی کړم.

کله اقرار کله انکار خوښوم
دمينی هغه دغه کار خوښوم
چی په کی مينه بی تاله خرڅيږی
هغه محل او دغه ښار خوښوم
هر مازديګر چی به شمال ځنګاوو
دبر ګودر ها د نګ چينار خوښوم
چی تر منګی لاندی يي را کړه خولګۍ
هغه ګودر اوهغه لار خوښوم
لاکوي زړه کې دتڼاکو غوبل
دمينې دارنګه انګار خوښوم
خود په اتڼ ځي دګريوان دښتی ته
درڼو اوښکو روڼ کتا ر خوښوم
نن درته درد هم پکې خوږ لګيږي
(عزته‏)! ستا زړه کې پرهار خوښوم

ستا ورور داکتر محمد اسماعیل زبیر
کابل افغانستان

ګل و لی احمد زی 03.08.2010 10:09

ګرانه وروره ډيره خوندوره کسه دي ليکی ده خوا بيا اخير څه چل کیږی واده ورسره کړې او کنه؟

نو رعلی شاه ځلبلاند 26.02.2010 16:53

محترمه او قدرمنه ځا ځی صاحب ستا ښکلی کيسه می څو ځله و لوستل خو زړه می غواړی چه بيا بيا ئي ولولم ستا پر ژوند او د قلم پر ښکلو او زړه لړزونکو کر ښو دی برکت وی او بيا هم دداسی ليکنو د ليکلو هيله در څخه لرو
په پښتنی مينه او درناوی
ستا ورور
نورعلی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.