Banner

جلان نه پېژنم! : عبد الله الهام جمالزى

02.03.2010 06:27

 

جلان نه پېژنم!

جلان د پنځون د حقيقتونو ښه انځور ګر او د بشر د اعترافونو ښه وياند دی
خبريې ؟ د ګلپاڼو موسکاوينې غورځوي
ژوولي په پستو شونډو سپرليو انګارونه
پوښتې مو نوره څله چې ژوند څه دی حالت څه دی
جانانه موږ للو کړل په زړګيو انګارونه
زه شاعر نه يم، ليکوال هم نه يم خو کله کله مې چې زړه وغواړي د خپل احساس غوښتنې او د تخيل انځور ټايپلی او ليکلی شم. زه چې هر وخت غواړم يو څه وليکم په لومړۍ سريزه کې غواړم په ټينګار سره ووايم چې دا زما د نيمګړي او خالي ذهن نيمګړي انځورونه دي چې ژوند، ملګرو او واقعيتونو پرې ليک کړي دي، اوس هم يوځل بيا وايم چې د يوه شاعر په کلمو او محتوا خبرې کول آسانه خبره نده که هر څومره سړی وغواړي په يوه کوچنۍ محدوده کې خپلې خبرې متمرکزې کړي، زه هم د جلان په سمندر سمندر مطلبونو د څه ليکلو جوګه نه يم خو هغه دريڅې چې ما د ژوند او پېچلو معناګانو په لور د جلان په شعرونو کې کتلې دي غواړم د هغې څه لنډه يادونه وکړم، هيله ده هغه کسان چې د دې وړتيا لري زما په دې نيمګړو ليکلو په ما غوسه نشي.
ماته به يوه جمله ډېر کله په زړه پورې ښکارېده، هغه دا چې له لږ سوچ وروسته به مې له ځان سره ويل چې فکر پدې په کار دی چې څنګه بشر د ژوندون چل زده کړی؟، ښايي په ځان مې هم ډېر کله خندا راغلې وې چې ډېر کوچنی يم او له ډېرو کوچنيو خيالونو سره په نښتو وزرونو غواړم د پنځون په دومره پراخه دښته پرواز وکړم چې تر ننه پکې له موږ څخه د ټولو وړاندينيو مخلوقاتو وزرونه سوځېدلي دي، خو کله کله يو يو څوک وينم چې که په ريښتيا پرې الوت نه کوي خو کرار هم ندی ناست په کلماتو کې يې ټول پنځون ته اشارې کړې او که لاس يې ورته ندی رسېدلی په کلمو يې د فتح کولو کوښښ ډېر کړی؛ نه پوهېږم دا تر کومه مهمه ده خو ماته مهمه بريښي.
بشر ډېر نور چلونه هم په ياد کې لري، ته وا زه ښه ناديده يم ډېرې کوچنۍ پېښې مې په تخيلي وجود منګولې ټينګې کړي او کله کله خو ښه ډېر ورته په سوچ کې کېنم او کله کله يې کيسه هم وليکم؛ خو هر وخت راته په زړه پورې دا وي چې په کلمه د پنځون او ژوندانه فتح کول ډېر کله آسانه بريښي، په تېره بيا چې د يوه ستر شاعر شعرونه در پورته کړې او پکې د بشري ژوند نندارې ته کېنې دا به هم ښايي په زړه پورې نه وي خو ليکل يې زما په اند اړين برېښېدل.
ډېر کله به چې د کيسې ليکنې په نيت پورته شوم د کيسې ليکنې اړتيا به مې پام ځان ته وګرځاوه، له ځانه به مې وپوښتل چې: ولې ليکم؟ له لږ ځنډ وروسته به مې ذهن بيا د بشر د پياوړي ذهن په تاريخي اړتياوو او لاسته راوړنو کې په انځورګرۍ بوخت شو خو د ولې ولې کلمه به تر پايه را مطرح شوه په همدې منځ او ميان کې به مې د ښو کلمو په موندلو کې د کمزورتيا احساس وکړ، دا پدې معنا چې داسې خبر او کلمې ومومم چې د ذهن په توره پرده خپور انځور پرې سم وګورم او نورو ته هم د ليدلو وړ شي؛ خو غواړم ووايم چې هر څوک ښايي ونشي کولای.
يو دنګ ځوان چې آرامې او ټيټې خبرې کوي، ټوله ورځ په دفتري کارونو بوخت وي او د غرمې په ډوډۍ هم ډېرې پيسې نه ورکوي شعر ليکي، تر دې ځايه يې ټول پيژنو چې جلان دی او شعرونه ليکي خو ماته کله فکر را پيدا شي چې جيلاني جلان به وي، شعرونه به هم ليکي ليکوال به هم وي، خو ښايي موږ به يې بيا هم نه پيژنو...
ښايي ډېرو ليکوالانو، کره کتونکو او شاعرانو به د جيلاني جلان شعرونه لوستي وي، د قافیې او ردیف او دغه راز د سندريز والي او روان والي يا هم د جذابوالي او مفاهيمو په څير په ګڼو ځانګړنو او برخو به يې نظرونه ورکړي وي ښايي تر ډېره به يې د ښو ستاينه کړې وي؛ خو زه د هغه په شعرونو کې داسې پياوړي انځور ته ځير شم چې ښايي د ډېرو لږو شاعرانو، ليکوالانو او کره کتونکو په آثارو کې يې لوستلای شو.
دا چې شاعر نه یم او چېرته مې نقد هم ندی ليکلی له همدې امله به وي چې غواړم دا تکراري خبره را ياده کړم چې د شعري کلمو تر شا د شاعر ستره انځورګري ډېره مهمه ده، د نازکخيالۍ رمزونه، ښې تشبيه ګانې او استعارې او ښه شعري صفات ټول يوه ښه شاعر ته بايده دي، خو کوم شاعر چې زه يې نه پېژنم هغه دقيقاً د همدې برخې ساحر دی.
څو کاله وړاندې او حتی دا اوس چې کله له راډيوګانو او يا هم مخامخ له شاعرانو اورم ډېری وايي زه عاشق وم چې شاعر شوم، يا عشق او مينه د دې لامل شوه چې شاعر شم، زما د ذهن په پرده په بيړه د بې وفا جانان يو تت انځور تير شي او نېغ په نېغه د نګار خوني سترګې، نېغ باڼه، سپین مخ او نور تکراري شاعرانه الفاظ مې سترګو ته ودریږي، خدای دې ما د هغو عاشقو شاعرانو په ګناه نه نیسي فکر کوم دوی ته ټپې د مينې د اظهار ښه لاره ده خو کوم عاشق چې کله کله د نګار له بدن، غم، وصال او احساس څخه پرته نور څه شعر کړي کور يې ودان کنه نور زما مطلب داندی چې خدای مکړه کوم عاشق ته ووايم چې شعر مه ليکی، خو بيا هم وايم چې په عاشقو شاعرانو کې دا ځينې يې ډېر ښکلي شي.
پورته جمله مې تر دې اوږده کړه چې د جلان د عاشقۍ او شاعرۍ بحث ته لاره ومومم، زه خو خپله چې د جلان شعرونه لولم داسې احساس را ولاړ شي لکه څو ګامه وړاندې چې نګار ولاړ دی او جلان ورته د مينې منظومې کلمې له خولې څخه باسي، او يواځې يې دا ټوله شاعري د يوه ښکلي مخاطب د خبرولو نارې دي، او زه خو خپل نظر وايم، والله چې خوند هم کوي، اوس راځم دې چې اغيز يې چېرې؟
شاعر زړګي ته مې خمار د تودې مينې ورکړه
چې مرورې زمانې درته سپرلي راوړي
او
د بنګاوو د ياغيستان ډېوې به لامستې شي
که د خيرنو رڼاګانو رنګ زړګي راوړي
آه دنګ جلان دې په چاکو پرې شوې پاڼه بوله
د بېوسۍ سيلۍ يې يو خوا بل خوا وړي راوړي
دا طبيعت، ژوند، ښه، بد، رڼا، تياره، مفهوم، ابهام، حقيقت او هرڅه هرڅه او تر ټولو مهم دا چې خلقت دا خو ټول ليدلای شي، هر انسان که وغواړي دا ليدلای شي، که هر څوک وغواړي ښايي فکر هم پرې وکولای شي ډېر لږ کسان به وي چې داسې وړتياوې ونلري چې دا پنځون درک کړي؛ شاعر خو له همدې څیزونو څخه ليکي، ليکوال هم له همدې څيزونو څخه ليکي، دا فلسفې، علوم، تخيل او انساني فکر او ليد خو محدود دی په همدې پنځون کې په همدې خلقت پورې بند دی، فکر نه کوم بشر د خلقت لدې کړۍ بهر د ليد توان ولري، که دا کار وکړي اغيز به یې هومره نه وي چې چېرته څوک وپوهوي؟ نو بيا ولې هر انسان نه ليکي؟ ... او مهمه دا چې هر انسان کولای شي؟
دنګ جلان هم د يوه انسان په توګه ددې څيزونو د درک وړتيا لري او په پنځون فکر کولای شي او کوي يې، جلان هم له همدې پنځون څخه ليکي، درست لکه بل هر شاعر او بل هر ليکوال او حتی بل څوک؛ خو...
ما تر اوسه د ډېرو شاعرانو په اړه ليکل شوې مقالې لوستې ښايي نقدونه ورته ووایو، هلته ښايي تقريباً په هر يوه کې دا يادونه شوې وي چې ښکلې کلمې يې انتخاب کړي دي، خو زه د جلان په اړه بل څه وايم چې ښکلې کلمې يې ندي انتخاب کړې بلکې ايله يې پر ځای کلمې پيدا کړې دي.
زه يو بې سواد کس يم، کله چې د يوه ليکوال يا شاعر اثر ته يو څه ځير او غلی شم لومړی احساس مې دا وي چې دا ليکوال ډېر غواړي د پنځون حقيقتونه او خپل بشري اعترافونه او احساسونه وليکي خو ډېری يې پاتې راغلي ښکاري، زه په هماغه تله غواړم جلان وتلم، که تاسې د جلان شعرونه لوستي وي دا يو ټکی چې کله کله پکې يوه داسې کلمه لولو چې تر شا يې د خدای زور حقيقتونه او اعترافونه پټ وي د دې ښودنه کوي چې د جلان وړ کلمې له ښکلو کلمو سره توپير لري، ښايي ووايم چې د بشري مفهوم د رسولو دود يې ډېر بدل دی...
ما لومړی وويل چې ډېر کمزوری يم، کله چې ونشم کولای يو ستر مفهوم لکه د جلان وړتياوې غوندې په څو کلمو کې راونغاړم بيا نو په ځان ډېر غوسه يم همدا اوس فکر کوم چې نشم کولای دا مفهوم لوستونکو ته ورسوم چې جلان د پنځون د حقيقتونو ښه انځور ګر او د بشر د اعترافونو ښه وياند دی، او د دې ټولو لپاره يې وړ او مناسب کلمات موندلي دي.
درد مې د فن جامې اغوستې غزل خوان دی
اوس مې زړه د يوه حسن ترجمان دی
ټول بدن يې د ستم د کفر کور شو
يو ليمو کې یې نظر ناست مسلمان دی
په خوږو پستو کیسو کې زموږ مرګ دی
اخ د سرو غشو باران زموږ درمان دی
د یو چا مرګ کلی دا رنګې خاموش کړ
ته به وايې چې يو چولی بيابان دی
سيد جيلاني جلان لکه څرنګه چې ما وړاندې هم وويل زه يې نه پېژنم، ځکه پېژندل يې يو څه ګران دي، که څه هم ښايي هر شعر داسې وي خو د جلان د هر بيت تر شا د مفهومونو کلی ډېر پراخ دی، ځکه يواځې د مينې په خبرو کې د نګار په انځورګرۍ پورې محدود ندی، په ډېر قوت يې د داسې مفهومونو په لور کړکۍ پرانستې دي چې د ډېرو لږو کسانو به په وس پوره وي.
جلان په ښار کې کليوال ځوان دی، لوړې زده کړې هم اوس تعقيبوي خو کومو مفاهيمو ته چې هغه پخوا دريڅې پرانستې وې او اوس يې پرانيزي سړي سره کله فکر پيدا شي چې دا جلان د ښو سترو موخو په لور په سفر وتی، ښايي دا يو ډول شعاري خبرې وي خو زه همداسې فکر کوم چې جلان ښه سياسي، ټولنيز او علمي مفاهيم راټول کړي او خوند خو يې پدې کې دی چې په يوه بيت کې به سياسي شعار ګورې دا بل بيت به د نګار په مخ ويښتان ستايي.
ملګرو ځکه مو ځوانۍ د مستۍ اور نه کوي
لارې ګونګۍ دي قدمونه پکې شور نه کوي
د زمانو له ګردابو مې را ايستلی شي خو
جانان له دوو ګوتو نيولی يمه زور نه کوي
جلان مازديګر له رسمي وخت څخه څو دقيقې وړاندې کور ته روان شي خو سهار لا اته بجې نه وي شوې چې دفتر ته لاړ شي، ډېر کله شعرونه لولي خو کله کله لږ غوسه هم ښکارېږي، له خپل کلي يې پيل کړي، تر قوم، ملک او حتی د ملک تر تاريخ پورې يوه نرۍ تبصره را واخلي، حيران به دې کړي چې په غوسه کې خبرې کوي، زه خپله هم ځير شم دا شاعران او ليکوالان چې له ټولنې دي او ټولنې ته هم مخامخ ولاړ دي ډېر کله په مشرانو غوسه وي د جلان په شعرونو کې هم دې مفهوم ته شارټ کټونه ډېر وتلي.
چې د حيا او د شرم نوم لاندې يې پټ تېروي
د دې ټولنې بې مانې منفي رازونه سپړم
د زور او واک په تور قالب کې يې چې څه بند کړي
نور يې نړۍ ته دا جاهل جاهل کارونه سپړم
خو د شعر او شاعر په همدې ځانګړنه خپله هم تل فکر کوي، يا به زه ترې داسې اخيستون لرم.
دا سايل څوک دی؟ په زړه کې راته ناست دی
پښتونخوا غوندې په خوله کې راته ناست دی
د نغمو پلار مستانه کاروان يې بولي
دسندرو شنه ځنګله کې راته ناست دی
پسرلی د تفکر فلسفې وايي
د هيندارو راڼه غره کې راته ناست دی
دا دنيا مو د پښتو بې زوره مه شه
درويش ويښ د ننګ شلمه کې راته ناست دی
او د خپلو دې بې معنا خبرو په پای کې:
جذبه جذبه فطرت مې سرو لمبو ته غېږه ورکړه
په داسې لېونتوب مې ليونی تخيل مړ کړ
سندرې تويدې ترې لکه پاڼې له چناره
يو څو شوخو بڼو زما زلمی تخيل مړ کړ
يا...
د زمانو د نفسياتي څيرو کې داسې کيسې
مونږ يې د ذهن د پردو شاته هم پټې لولو
سړې دې نشي د سالمې سيالۍ ګرمې جګړې
د شعور زېرمې ډکوو بلې سکروټې لولو
خو دا به زما وروستۍ خبره وي چې جلان که د يوه شاعر او يوه ليکوال او يا هم کره کتونکي له نظره هر رنګه شاعر دی خو زما له نظره د جلان د کلمو او مفاهيمو په زور د بشريت د ژوندانه اعترافونه او د پنځون حقيقتونه ډېر په بريالۍ توګه اوډل شوي دي، ادعا کولای شم چې ډېر لږ کسان کولای شي داسې انځور او داسې مفهوم په مناسبو کلمو کې په منظمه توګه ونښلوي، جلان هم مينه پالي او هم د ادب د فلسفې د ريښو خړوبولو ته د ښکلو مفاهيمو ښه انځورګري کولای شي.
فکر کولو ته اړ ايستل آسانه کار ندی خو تر ټولو ستره اړتيا او مهم ضرورت دی، جلان په خپلو شعرونو کې دا کار ډېر په مهارت کړی دی، زه د کره کتونکو په څېر نه غواړم له خپلو وړتياوو څخه په استفادې د هغه دا ځانګړنه وڅېړم خو دا درته په ډاګه وېلی شم چې که څوک د جلان شعرونه لولي فکر کولو ته به هم اړ کېږي او زما له نظره دا کار ډېر مهم او ډېر ګران دی.
جلان اوس ځوان دی، ډېر کله خو په سترو مسايلو چرت هم نه خرابوي، خو په راتلونکي کې به د جلان د شعرونو انځور د بشريت د مطالعې لپاره سخت چلونه راوښيي، د هغه د مفاهيمو کلي ګانې داسې کلمې دي چې د هر چا زده دي خو که اوس يې په شعرونو کې د نګار د ستاينې تله يو څه درنه ده په راتلونکي کې به د هغه فلسفي خبرې د مفهوم له اړخه لا پخې شي او په ډېره آسانۍ به پکې د بشر اعترافونه لوستلی شو.
زه يو ځل بيا وايم چې دا ليکلي مې يواځې د جلان د لوستنې لپاره کړي دي، نه کره کتنه ده او نه هم کومه داسې ليکنه چې څه اړتيا به يې وه يا به هم په درد ولګي، له همدې امله خبرې لنډوم، جلان ته د اوږده عمر او خوشحاليو دعا کوم.

عبد الله الهام جمالزى


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.