Banner

د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ: نيکمل ځاځى

08.03.2010 05:59

د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولني د غونډې رپوټ

دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه د پنجشنبې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 13مه نيټه چې د عيسوي 2010 م کال د مارچ له 4 مې نيټې سره سمون خوري د مازديگر په 4بجو د جمال آريوبي په مشرۍ ترسره شوه .
غونډه د قرانکريم په څو مبارکو آيتونو سره چې محمد صابر بې ريا تلاوت کړل آغاز شوه.
د غونډې په جريان کې د د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې دوهم مرستيال جمال آريوبي د هندونسان د تعليمي بورسونو د اخستل شوې آزموينې په اړه بحث وکړ چې زياته يې کړه :
له 147 کسانو څخه مود جمعې په ورځ د 1388م کال د حوت د مياشتې په 14مه نيټه آزموينه واخيستل شوه چې په نتيجه کې 20 کسان ترينه انتخاب شول او د هغوی له جملې څخه به 15 کسان د هندوستان سفارت ته معرفي کيږي .

دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې مشر وويل چې د انتخاب شوو 20کسانو څخه به په نږدې راتلونکې کې زباني آزموينه اخستل کيږی چې د وخت ټاکل به يې د ايميل په ذريعه خبر ورکړل شي.

همدارنګه دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې د باندينيو اړيکو مسول مدير بې ريا صاحب د کرکټ ملي ټيم د استقبال په اړه خبرې وکړې چې ويې ویل :
دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې ټولو غړو د کرکټ ملي ټيم ته د خپل ګران هيواد افغانستان ته د بيرته راګرځيدو په مناسبت مهم تدابير نيولي وو چې ډير لوړ رول يې ولوباوه او د کرکټ ملي ټيم غړي يې د کابل له ميدان هوايی څخه تر انترکانتينينتل هوتل پورې بدرګه کړل .

دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې د تعليمي چارو مرستيال مدير زمري ځاځي د هند بورسونو د اخستل شوې آزموينې په اړه معلومات ورکړل چې دآزموينې پارچې په ډير دقت او پوره پاملرنې سره دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې غړو له خوا وکتل شوې او په آزموينه کې هر برخه اخستونکې ته د خپل حق مطابق نمرې ورکړل شوې .
همدارنګه زمري ځاځي زياته کړه چې وروسته له دې چې پارچې وکتل شوې دهر قسمت نمرې په ځانګړې توګه کمپيوتر ته ورکړل شوې چې نتيجه ګيري يې د کمپيوټر په ذريعه وشوه .

د دځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې ته يو نوی ځوان د امان الله په نامه د جمال آريوبي له خوا وروپيژندل شو.

په غونډه کې د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې يو شمير غړو چې نومونه يې په لاندې توګه دي ګډون وکړ:
شهزاد آريوبي ، بازمحمد آريوبوال، صابر بې ريا، لعل الدين آريوبي، زمری ځاځی، جمال آريوبي، سيد جيلاني جلان ، ګل محمد آريوبي ،يوسف خان ،افضل خان ،شهزاده ،تاج ولي ، نورګل شفق ، جان محمد ، انجينير سيدکريم ، ن. نيکمل ځاځی او کڼ شمير نور ځوانان .

له ګټورو تودو بحثونو څخه څو شيبې وروسته غونډه پای ته ورسيده .

ن . نيکمل ځاځی
د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه

جلان 13.03.2010 10:19

امير غني وروره سلام
هيله ده خوښ او خوشال ژوند ولرې
ګرانه له حسن نظر نه دې مننه
دځاځيو ځوانانو علمي او کولتوري ټولنه ستاسو په خدمت کې دى
ستا ايمل ادرس به انديښمن صيب نه واخلو
خو ته کولاى شي په دې ايمل ادرس اړيکه ونيسې
jillani_jallan@yahoo.com
مننه وروردې جلان

Laluddin Aryubi 13.03.2010 09:04

نیکمل صاحب دیر شه او شکل راپور دی ترتیب کری وو
خو که د بورسونو ذکر پدی کی و نه شی دیر به شه وی
حکه دا خبره کوم سیاسی ارخ حان ته وانخلی.

امیر غنی 09.03.2010 07:07

دځاځیو دځوانانو علمی او کلتوری ټولنې ټول ځوانانو او په همدې توګه داریوب ددرندې ویبپانې عزتمند مشر درانده اندیښمن صاحب ته دزړه له تله سلامونه وړاندی کوم او د ډیر بری په هیله یم !
په مینه او یو عالم خوشحالې مې دغو نډې دروند او هیلو ډک ریپورټ سر تر پایه ولوست ، او په رتلونکې کې هم سترګې په لاریم ، چې دتاسې دغونډو په هکله په زړه پورې خبرونه او رپورټونه په مینه ولولم ، او په دې لار او هلو هڅو کې یو ځل بیا دځاځیودځوانانو او دځاځی بابا ددعلمی کلتوری او ادبی ټولنو دزیات بری او دیوه پاخه ټولنیز او ملی رښتونی یوالی په هیله ، او خدای جل جلاله د وکړی چې ددې ځوریدلې له هرڅه ورورسته پاتې خو غیرتی سیمې ګلالی نوی ګلان ګلان چې په ایمان او غیرت غونچې غونچې را ټوکیدلی دخپل سیمې او ټول ځوریدلی ولس ته دخدمت جوګه او وسیله وګرځوی . آمین
هیله او یادونه : دامکان په صورت کې که چیرې زه کولای شم او کوم دتاسې داصولنامې سره ټکر نه وی دټولنو دغړیتوب غوښتنه کوم او هم زه ما پته او ادرس د محترم او پیاوړی ورور اندیښمن ځاځی صاحب سره حتما شته ، دغړیتوب دمنلو په ترځ کې مخکې له مخکې مننه ، ستاسی دډیر بری په هیله . امیر غنی - ټورنټو - کاناډا

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.