Banner

وريته غنم : سيد جيلاني جلان

23.03.2010 09:43

 


وريته غنم

سلام سلام په ډېره مينه سلام
د نوي کال دې مبارک شه ګلې
د پسرلي په شان ته شين ټيکرى دې
په ګلورينو وړانګو ډک شه ګلې

زه چې سحر له خوبه پاڅيد مه
ما د لمانځه نه پس ياسين ولوسته
تا ته مې ډېرې دعاګانې وکړې
خوږو خوږو هيلو امين ولوسته

سږ کال خو کال په جم او جوش کې راغی
څنګه دي ستا د طبعيت ګلدرې؟
ژوند به دمينې ساز کې و نڅوي ؟
د خوږ نظر جنت جنت ګلدرې

نن فولکلوريک روايت وکاروه
نن دې دښې سترګې کجل بدل کړه
د زمانې په کږ ليچونو باندې
ښايست لمبه کړه ناز پر ګل بدل کړه

څڼې دې ځوانې اداګانې کوي
ښايي هنر دې په زړګي ژوند کوي
په سرو لاسو كې د غميو ګوتې
دا کليوال عادت دې ډېر خوند کوي

پام کوه ډېر د وخت له وږيو سترګو
په هر څپک څپک سپيره ورېږي
سپېلني ډېر دود کړه زيارت ته چې ځې
د چا پر چا ښه ځواني نه لورېږي

هو! رانه هېر وو دا په ډېره منه
يو څه مې تاته ليونۍ راوړي
د خړ څادر په خړه پيڅکه کې مې
وريته غنم درته ډالۍ راوړي


سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى

 

زيارمل هوتک 30.07.2013 08:31

سلامونه اونیکی هیلی موومننه : زه لتا دشغرونوسره ډیره مینه لرم خدای دی وکړی چی زما له دغو خبروڅخه بی برخی نشی وسلام سیدجیلانی،جلان،صیب خای دی تل ودان اوابادلره <br />

محمدرفیق عزت 08.01.2012 12:35

د چا پر چا ښه ځواني نه لورېږي<br />په زړه پوري وو خو په ځانګړي ډول پورته نیم بیت

سیرت پښتون 02.11.2010 20:26

ښايسته شعر ده اباد اوسي له مونږ سره

ځاځی 20.10.2010 13:07

ډېر ښه٠

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.