Banner

د پکتيا د کلتوري او مدني ټولنو د ګډې جرګې او اريوب ادارې د خواخوږۍ پيغام

24.03.2010 07:26

دومره څوک نه شته چې فريـاد لره مې ځـار ووايي

نو دا زړګى څنـــګه تسل کــــړمه چې اور مــه اخله

خدايه دا يوه دوعا مې خپل درکې منـــظوره کــــانده

چـــې د کوم تــــور کـــافر نه هم د هغه مور مه اخله 

په ډيره خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د هيواد د ځوان ليکوال تکړه ژورناليست ، لرغونپوه  او  د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د پخواني سرسلاکاردرانه مطيع الله اباسين مور بي بي په حق رسيدلې ده  

انالله و انا اليه راجعون؛

د اريوب اداره او د پکتيا د کلتوري  او مدني ټولنو ګډه جرګه  د ښاغلي مطيع الله اباسين او د ګران ورور خالد نجيم په دې درانه درد کې ځان شريک ګڼي ، او د دوعا لاسونه لپه کوي چې لوى خداى دې ددوى  ارواښادې مور بي بي  ته حنت فردوس ورکړي او کورنۍ ته يې دې لوى خداى جميل صبر  په نصيب کړي  

انالله و انا اليه راجعون؛

د اريوب اداره او د پکتيا د کلتوري او مدني ټولنو ګډه جرګه


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.