Banner

د مينې کړنګ : انديښمن ځاځى

05.04.2010 09:50

د مينې کړنګ

نــــــادان وو چې د مــــينې لــــه کړنګه ولــــويــــدو

نظرمــــې ماتـــې وخوړه له جنـــګه ولـــويـــــدو

ستا در کې وو ولاړ چې څنګه ستا سترګې ښکاره شوې

کچکول د خيراتونو له ملنګه ولويدو

دا نن په خوا راپورته شوى يې له خوبه ؟

له شونډو دې جانانه اقرار څنګه ولويدو ؟

په مينه کې کمى د يار راغلى که څه چل دى ؟

چې شيند مې د غزلو له غورځنګه ولويدو

تا وګټله وخته خپل قلم اخيستى نه شم

همدا زما خنجر وو چې له شرنګه ولويدو

خير پيښ کړې لويه خدايه زړه مې سخت په رپيدو دى

تصوير مې د يار خيال کې ډير بې رنګه ولويدو

چې پيل مې پرې د خپلې زندګۍ غوڅه نغمه کړه

رباب شولو ستومانه تار له ترنګه ولويدو

ځولې د دوعاګانو انديښمنه کلکه نيسه

ګني نو بخت د وخت تاؤ کې له ننګه ولويدو

يادوګيرنه

: دا غزل د ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه را اخيستل شوى دى

نسيم تنها 06.04.2010 14:41

سلامونه ګرانه اندیښمن صیب .زه نسيم له ناروي نه خدمت درکوما ډيرا مننه ستا له مغلوماتونه .زهستا دنورو مغلوماتو په هيله يمه ..................................او داسي نور ,اندیښمن صیب دخداي پامان

يار 05.04.2010 16:23

سلام اندښمن صيب !
شعر مې خوښ شو
دا مې ځکه ووې ،چې زما د هر هر چا شعر نه خوښيږي ، د مينې درد په کې له ورايه سترګکونه وهي او د الفاظو انتخب يې هم پر ځای دی.
يار

نېکمل ځاځی 05.04.2010 10:19

سلامونه ګرانه اندیښمن صیب !
واقعا چې ډېر ښکلی شعر دی او ډېر په زړه پورې ټکي دې کارولي دي
ستاسو د نور ښکلیو او زرینو خیالاتو په هیله

په مینه // نېکمل ځاځی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.