Banner

سپينه کعبه : انديښمن ځاځى

15.04.2010 05:04

سپينه کعبه

ما په لمن پورې ښه سم د مينې تور نيولى

ځکه مې زړه د وير په اور باندې نسکور نيولى

واوره ! د دهر له ستم نه درته سر ټکوم

زما مين زړه يې د هجر په تنور نيولى

د عقيدې فصل يې په يو شړک راته وريبلو

يو پدري لاس زمونږ ړستوڼى زمونږ لور نيولى

زما د سپينې کعبې سپين تاريخ ته اور اچوي

د ابليس زوى لاس کې د سرو فسادو اور نيولى

خدايه ! د ستاد غذبونو ابابيل چرته دي ؟

دا ځل تور تلي ابرهاء د حيدر کور نيولى

ددغو خلکو د دوستۍ په يون پوهيږې کنه ؟

د لاس په ځاى يې په ړستوڼي کې منګور نيولى

د پريشانۍ له اسرايلو درته دومره وايم

زما د ذهن فلسطين يې په شنه زور نيولى

ستا انديښمن يې هم د ستا په شان همدمه زما

د خداى مخلوق سره د مينې په پيغور نيولى

يادګيرنه

دا غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) نومې ټولګې اخيستل شوى دى

مطیع الله((حقمل)) ځاځی 07.03.2012 08:03

اندیښمن صیب سلامونه په دی شعرونو خو دی زما وینه په جوش راوسته ډیره مننه
الله (ج) خودی ژوندۍ راته لره
په درنښت اوپه پښتنه مینه
مطیع الله (حقمل) ځاځی

ګل محمد خلیلی 14.02.2011 15:35

ځاځی صاحب خدای مو د بدو سترګو وساته!
ډیر ښکلی شعر مو لیکلی ډیر زیات می خوښ شو هیله مند یم چی همدا شان یو شعر ولیکلی چی د ګران هیواد افغانستان انځور پکی انعکاس کړی
تل بریالی اوسی
په ادب او مینه

- 15.05.2010 21:47

الله دې شفا درکړي جانانه

احمد رضا جبارخېل 16.04.2010 11:54

د عقيدې فصل يې په يو شړک راته وريبلو

يو پدري لاس زمونږ ړستوڼى زمونږ لور نيولى
اندېښمن صېب سلامونه
په دغه بېت کې ماته د وزن برابري نه ښکاري هېله ده دې ته پاملرنه وکړې نور ډېر ښه شعر دی ېوه بله هېله هم لرم هغه دا چې ستاسو د مېنې په هکله شعرونه نن صبا کې کم شوي دي که چېرته امکان ولري دا ډول شعرونه نشر کړئ مننه احمد رضا جبارخېل

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.