Banner

دلويې پکتياد فرهنګي ټولنو ګډې جرګې او دبايرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنو خبرتيــــــــا

04.05.2010 09:01

خبرتيــــــــا


نښتر مو شپږکلن شو


راستانه هغه سپرلـــي هغه ګلاب ګلاب ياران وای
مينه مينه وای په مينه مو دا وران کورګی ودان وای
شــنو نښـــترو قلمـــرو کې سـلـــطنت وای د زمـريانو
مطرب بيا رباب سورکړی وای نه غم نه غمازان وای
http://www.paktika1.com/khabar%20tia.htm

دلويې پکتيا د فرهنګي ټولنو ګډه جرګه اودجرمني په بايرن آيالت کې موږ بايرن مېشتي افغانان دپخوا په څېر په يوه ورځ دنښتر لمانځنه کوو
موږ په پکتيانۍ مينه خپلوګرانو فرهنګيانو اوفرهنګپالو هېوادوالو ته بلنه ورکوو چې دلوې پکتيا په مرکز ګردېز ښار او دجرمني په بايرن آيالت کې له موږ سره يوځای د نښتر شپږمه کليزه ولمانځي .
په ګردېز کې دنښتر له لمانځنې څخه یوه شپه مخکې دغزل رنګينه شپه په پام کې نيول شوې ده په همدې شپه دلرې پرتو ولایتونوګرانوشاعروملګروته دهستوګنې ټولې اسانتياوې برابرې شوې دي له خپلوخوږومېلمنو
څخه هيله کوو چې لا يوه ورځ د مخه ګردېز ښارته تشریف وېسي څو هم دغزل په رنګینه شپه اوهم يې په سبا
دنښــتر په لمانځنه کې برخه واخلي .
ورځ اونېټـه : دجمعې مباره که ورځ د روان ۱۳۸۹وم لمريزکال دغويي په ۲۴ تمه نېټه کومه چې د۲۰۱۰لسم زېږديزکال د می له ۱۴ مې نېټې سره سمون خوري .
هيــــــــــــــــــــــــله : ددواړومشاعروله شاعروګډونوالوملګروڅخه مودادوستانه او شاعرانه هيله ده چې سوچه او ژوره الهامي شاعري وکړي څو شعر د شعر پر ځای دروند پاته وي .
يادونـــــــــــــــــــه :
هغه شاعرملګري چې په پورتنۍ نېټه نه شي راتلای کولای شي خپل شعرونه په لاندينيو پتوموږ ته راوليږي :
andekhman@yahoo.com a.c.besmel@hotmail.de jamal1970@hotmail.de
دنورو پوره مالوماتو لپاره دالاندې تيليفوني شمېرې ستاسو په خدمت کې دي :
په کابل کې ٠٧٠٠١٥٠١٥٢ اندېښمن ځاځی په ګردېز کې ٠٧٩٧٠٩١٧٥٨ خـوږمن ځاځی
دجرمني په بايرن آيالت کې ۰۰۴۹۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ محمدامين بسمل

دلويې پکتياد فرهنګي ټولنو ګډه جرګه او دبايرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه

جاویدالله جمکزی ځاځی 05.05.2010 11:05

زمونږدکلي برګودر ته سلام ، بل ئی دښکلي مازدیګر ته سلام<br />تل چې ارېوب پرې ښکارېږی، زه جمکزي کوم سپین عرته سلام

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.