Banner

د سترګو لار : انديښمن ځاځى

26.06.2010 07:37

د سترګو لار

چې تر داره تلل مې زده دي تــر سنګساره تلـــــل مـــــې زده دي

بيا نو يــــــاره پـــــورې رســــم او تر ياره تلــــــــــل مــــــې زده دي

سندر مارې ښـــــــــــاپيرۍ چې تــــــــــرينه خپلې کــــــــړمه ډيرې

د ســـــــــندرو تر دې ښــــکلي ،ښکلي ښاره تلل مــــــې زده دي

د ثواب په نيت به اخــــــــلم يو څــــــــــــــو ښـــــــکلي ګنـــــــاهونه

تر سرو شونډو پـــورې تلى شـــم تر رخساره تلــــــل مې زده دي

د هنر ښکــــــــــلوکي غــــــــــــــــرونه مې قــــــــدم ته ويلې کيـږي

غــــــــــلامې به مې نغمې کړي تر سيــــــــتاره تلــل مې زده دي

د يو چا مســــــــــتو ليمـــــــــــــو کې لار مندلې انديښــــــــمن ده

په الفت کــــــــې د الله تر لوى دربــــــــــــاره تلــــــــل مـې زده دي

مطیع الله((حقمل)) ځاځی 07.03.2012 07:50

وه وه اندیښمن صیب څومره خوندور وو له ژبی دی قربان شم

رفيع الله ستانکزی 27.06.2010 10:09

سلامونه او مينه !

ډېر ښکلی او په زړه پورې شعر دی او هر بیت یې بېل خوند لري
د يو چا مســــــــــتو ليمـــــــــــــو کې لار مندلې انديښــــــــمن ده

په الفت کــــــــې د الله تر لوى دربــــــــــــاره تلــــــــل مـې زده دي

د ثواب په نيت به اخــــــــلم يو څــــــــــــــو ښـــــــکلي ګنـــــــاهونه

تر سرو شونډو پـــورې تلى شـــم تر رخساره تلــــــل مې زده دي

هغه د چا خبره کوم کوم بیت به یې را اخلم خو زما ټول غزل ډېر خوښ شو، دغسې ځاځی صاحب کله کله دې خپله شاعري پر موږ مينه والو لوروه - تاند او همداسې هڅاند اوسې

تل بريالی اوسې
په مینه
ر ستانکزی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.