Banner

د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرد دولسمې اوونيزې غونډې رپوټ: هوسۍ وفا

29.06.2010 06:53

« د الهي عشق تناقض دلته دی، چې هغه ستاسو معنوي بری او ورسره هم مهاله له نورو تاسو بېلوي!ځکه چې لږ شمېر وګړي، دغې سوځونکي عشق ته رسېدلي! »

 

د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرد دولسمې اوونيزې غونډې رپوټ

نېټه:۵/ ۴/ ۱۳۸۹

ليکونکې: هوسۍ وفا

 

د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير دولسمه اونيزه غونډه دعزيزې افغانې په مشرۍ غرمه مهال پر يوه نيمه بجه دپوهنې وزارت په تالار کې پيل سوه.

دغونډې ميلمانه آغلې صديقه بصيري ،تکړه ليکواله او شاعره فاضله عشرتي نوښتګر شاعر او ژورنالست سيد جيلاني جلان وو، او منشي يې هوسۍ وفا وه.

د غونډې په پيل کې د برېښنا ساپۍ پر دغه شعر کره کتنه وشوه:

«زه يمه افغانه د افغان په نوم نازېږمه

ځان به کړم ملاله د ملال په څېر څرګندېږم به

څو چې د وطن په لاره ځان شهيده نه کړمه

بل وطن به څه کړم، چې ويجاړ وطن ګورمه...»

 

د اغلې عزېزې او یو شمېر نورو ګډونوالو په اند، د نظم په لومړي بيت کې د «ملال» کلمه د معنی له پلوه سمه نه ده؛ نو د ټولو په هڅه د شعر دويم فرد په:

«ځان به کړم ملاله له ټپو سره يادېږم به» واړول شو.

د سولې نيازۍ او ويدا حافظ په اند په دويم بيت کې قافيه په نظر کې نه ده نيول شوې؛ نو بيا هم په دې ډول بدلون په کې راغی:

«څو چې مې وطن د بل وطنه سره سيال نه کړم

څو چې مې ويجاړ دی دا وطن زه پرې سوځېږمه به»

دشعر پر نورو بيتونو هم بحثونه وشول اود وخت د کمښت له لامله د شعر پاتې برخه د اصلاح لپاره جلان ته وسپارل شوه.

ورپسې د غونډې مېلمه ښاغلي سيد جيلاني جلان د يوه لکچر په ترڅ کې په شعر کې د مهمو توکو په اړه خبرې وکړې، څرګنده يې کړه، چې دغه توکي: جوړښت، موسيقيت، نوښت، تخيل، تفکر، فکر، احساس، عاطفه، کشش، آهنګ، شعريت او موضوع په شعر کې اړين دي.

د جلان په وينا د شعر جوړښت دوه ډوله دی: بهرنی جوړښت او داخلي جوړښت.

په بهرني جوړښت کې قافيه، رديف، وزن او په داخلي جوړښت کې د فکر، خيال، آهنګ، پيغام، راښکون، موضوع...په نظر کې نيول اړين دي.

همدا شان د شعر موسيقيت يې هم په دوه ډوله ووېشه: بهرنی موسيقيت او داخلي موسيقيت.

بهرنی موسيقيت هماغه وزن، قافيه او رديف دي؛ خو داخلي موسيقيت بیا په دوه ډوله دی: يو: د لفظونو تړل. دوه: د موضوعګانو تړل.

جلان وويل، چې داخلي موسيقيت د ځنو شاعرانو په شعر کې شته، لکه د پيرمحمد کاروان په شعر کې...

همدا ډول نوښت هم په شعر کې ډير لوی رول لري، چې دا هم په دوه ډوله دی:

يو هغه نوښت چې يو وګړی يوه داسې خبره يا يو داسې کار وکړي، چې لا تراوسه چا نه وي کړی. او بل هغه نوښت دی چې پخوا هغه خبره يا کار د بل وګړي له خوا شوی وي؛ خو بل وګړی په کې بدلون راولي.

بل مهم توکی تخيل دی. دا هغه تصويرونه دي، چې زموږ په ذهن کې شتون لري. او دا هم بيا دوه ډوله دي:

ادارکي او انتزاعي.

ادارکي تخيل، هغه مهال چې يو څه وينو او بيايې بېرته را یادوو، پنځېږي.

انتزاعي تخیل، هغه مهال چې یو څه وینو، بیایې را يادوو؛ خو نور څه هم په کې ور زياتوو، چې دا بيا په خپله هم په دوو برخو وېشل کېږي:

ارادي او غير ارادي. د جلان په خبره غير ارادي تخيل هر شاعر لري، چې موږ ور ته الهام وايو.

عاطفه او احساس چې دواړه سره بېل دي. عاطفه د مينې يوه برخه، خو احساس د ټولو معلوماتو سرچينه ده. دواړه په شعر کې مهم دي. راښکون (جذابيت) او اهنګ يعنی يو ښه شرنګ هم د شعر له مهمو توکو څخه شمېرل کېږي.

د غونډې په درېمه برخه کې پر کاري چارو خبرې وشوې. تر ټولو دمخه ساهرې شريف د رڼا مشاعرې د نېټې په اړه له ښځينه بهيروالو وغوښتل، چې بيا پرېکړه د زمري په لومړۍ وشوه.

همدا راز په بنرونو او ستاېنليکونو هم خبرې وشوې. په پېل کې خو داسې پتېل شوې وه، چې ستاېنليکونه به يوازې هغو ښځينه بهيروالو ته ورکول کېږي، چې سږ کال په مسلسله توګه بهير ته راغلي دي، خو نويو بهيروالو ته به په راتلونکي کال کې ستاېنلکونه ورکول کېږي؛ خو وروسته پرېکړه په دې وشوه، چې ستاېنليکونه دې د بهير ټولو غړو ته چې دبهير په پرمختګ کې فعاله ونډه اخيستې ده ورکړل شي.

د غونډې په وروستيو شيبو کې مشاعره وشوه، چې راغلو بهيروالو هرې يوې:

زمزمې عرب نيازۍ، برښنا ساپۍ،ګلالۍ امرخېل، ويدا حافظ، ګلمينې، ليمې نيازۍ، نعيمې غني،پاريسې خزان،مرضيې امين،صحابه مالک خروټې،فاضلې عشرتي،سيمسن(صدف) شکريه خروټې،کرشمه ساپۍ، او همدا راز راغلو ميلمنو سيد جيلاني جلان او جاويد اوربل خپل شعرونه واورول.دولايتونو له خویندو سره دټيلفون دکرښې دخرابوالي له امله اړيکې ټينګې نه شوې او په دې مشاعره کې يې شعرونه ونه لوستل.

پاتې دې نه وي، چې د ښاغلي اسدالله اسد حافظ نوې شعري ټولګه (مړاوې هيلې)،دعبدالله وليزي(دماشومانو لپاره اسلامي لارښوونې )کتاب او د(ليسه مجله) دوه دوه ګڼې هم په بهيروالو ووېشل شوه.

د يادولو وړ بولم، چې په راروانه غونډه کې به زمزمه عرب نيازۍ د مورد ورځې دتاريخچې  په اړه لکچر وړاندي کوي. ورسره به د سولې نيازۍ په کيسه چې دا ځل ددې دناوخته راتګ له امله له کره کتنې پاتې سوه او د مرضيه امين په شعر کره کتنه کېږي.وږمه فضلي به دمرضيې امين پر شعر ليکلې کره کتنه اوروي.

په دغه غونډه کې دغو اغلو ګډون کړی وصديقه بصيري،دلاويز،ساهرې شريف، زمزمې عرب نيازۍ، ګلالۍ امرخېل، ويدا حافظ،وريښمينه سعادت،آريا حافظ، ګلمينې يوسفزۍ،جميلې ساپۍ،عيزۍ افغاني، هوسۍ وفا،ليمې نيازۍ، نعيمې غني، برښنا ساپۍ،پاريسې خزان،مرضيې امين،صحابه مالک خروټې،فاضلې عشرتي،سيمين صدف،تورپيکۍ مومند، شکريه خروټې،کرشمه ساپۍ.

غونډه دناشتا په خوړلو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر دوه بجو کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړېږي.

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.