Banner

د جلان جادوګر هنر: استاد اسدالله غضنف

20.07.2010 04:52


استاد اسدالله غضنفر

د جلان جادوګر هنر

د جيلاني جلان (د ګلپاڼو اتڼ ) مې په اول ځل د تېر ژمي په يوه بې برقه شپه كې ولوست او دويم ځل مې تېره شپه ( د ۱۳۸۷ كال د اسد نهمه) وكوت. زما عادت دى چې د لوست په وخت په كتاب باندې خپلې تبصرې هم د پاڼو په څنډو كې ليكم. زما په دواړو تبصرو كې فرق دى. لكه دوو بېلو كسانو چې تبصرې كړې وي. د دې كتاب ځينو بيتونو مې تېرژمي توجه جلب نه كړه خو دا وار يې خوند راكړ او بلعكس. داسې ځكه كېږي چې د هنر اندازه كول د كيفيت اندازه كول دي او كيفيت تله نه لري چې يو من غنم پكې بل وخت هم يو من غنم شي . ګومان كوم د ادبياتو له كره كتونكو د لوستونكو غوښته دا وي چې دغه كيفيت ورته په كميت بدل كړي او په زغرده ووايي چې د پلاني شعر يې څومره خوښېږي. دا كار پوره نه بلكې تر يوه حده ممكن دى. پوره خو په دې دليل هم ممكن نه دى چې د كره كتونكي قضاوت د بل هر چا د قضاوت غوندې د دۀ له نفسانياتو سره غوټه دى.
ښاغلی جیلاني جلان
د تېر ژمي په هغه شپه زما ذوق و احساس له ما يو څه غوښتل او تېره شپه يې بل څه پكارو. زۀ كه ناروغ شم، نو ډاكتر ته به ځم او كه مې بوټونه شلېدلي وي، د موچي په ليدو به خوشحالېږم.
البته مونږ د خپل قضاوت د هغې برخې په اړه چې زمونږ له نفسانياتو سره تعلق نلري او مشترك معياورنه ورته لرو، په يو څۀ ډاډ غږېدلى شو. د ښه شاعر د معلومولو په اړه يو ډېر مهم عيني معيار دا دى چې ايا خبرې يې خپلې دي كه نه دي؟ په تېرو زمانو كې چې د كلچر توليد ډېر كم او دا بهير ډېر سوكه و، د ابتكار ضرورت د اوس په اندازه نۀ محسوسېدۀ. خو اوس كه يو شاعر د نورو سبك او تصوير او تركيب را اخلي، انتقاد ورباندې كېږي. زموږ اكثرو قلموالو، هم په نثر كې هم په نظم كې، تر اوسه پورې د ابتكار ضرورت نه دى محسوس كړى.
ځينې لوستونكي شايد د جلان له شاعرۍ هاغسې خوند وانه خلي، لكه زه چې يې اخلم، ځكه د دوى د ذوق تنده به بېله وي ،خو له دې سره د جلان د هنر مقام نه كمېږي ځكه دى خپل هويت او خپله لاره لري او د شاعرانه ژوند په ابتدا كې خپل هويت ته رسېدل اسانه خبره نه ده. جلان وايي:
تركيب مې خپل او خيال مې خپل غږيږو ټول په پښتو
د چا پور نه منم او زه هم په چا پور نه لرم
دا بيت مې په دې خاطر راوانه خيست چې خوښ مې دى،ځكه دا د نثر خبره ده نه د شعر. ما په دې خاطر را نقل كړ چې دا خبره بايد ما كړې واى. د دۀ شعر د دۀ خپل شعر دى او تر ګردو جوت خصوصيت يې تركيب جوړونه ده. په تركيب كې چې له دوو يا تر دوو ډېرو كلمو رغېږي، يوه نوې معنا مومو. تركيبونه په څلورو ډولونو وېشلى شو: اضافي ، وصفي ، تشبيهي او استعاري تركيبونه. د پښتو پخوانو شاعرانو به تركيبونو ته ډېره توجه نه كوله. په شلمه پېړۍ كې د هنر دې اړخ ته توجه وشوه خو د استاد شاعر پيرمحمد كاروان او جيلاني جلان غوندې كسان ډېر كم دي چې په دې ميدان كې يې لويه سوبه په برخه شوې وي.
جلان وايي:
د مازديګر په زيړ جبين به ګل ګل وكرل شي
دا ځوان ګودر به اوس د نجونو په مذ هب غږيږي
دلته زيړ جبين وصفي تركيب دى. د مازديګر زېړ جبين، استعاري تركيب دى، ځوان ګودر هم استعاري تر كيب دى. مانا دا چې ګودر له انسان سره تشبيه شوې دى. بيا د تشبيه يو اړخ يعني مشبه به ( چې دلته انسان دى )حذف شوى او يوازې يوه ځانګړنه يعنې ځواني يې ياده شوې ده او د نجونو مذهب اضافي تركيب بولو ځكه مذهب مضاف او نجونې مضاف اليه دى.
متل دى وايي د شال او شړۍ نه سره كېږي. خو په پكتيا كې شړۍ ښكلى او رنګين لباس دى.
جلان وايي:

دې ته سورغرور هم ګونډه ماتى شي، سجدې كوي
دا د پسرلي شړۍ د لمر په اوږو ښخه ده
دلته سور غرور وصفي تركيب ( غرور موصوف او سور صفت دى ) او د لمر اوږې استعاري تركيب دى.
د ښاغلي جلان شاعري له استعاري تركيبونو مالاماله ده. ددۀ تركيبونه كابو ټول د دۀ خپل دي.
ژبپوهان وايي چې په ځينو ژبو كې تركيب جوړول اسانه دي خو په ځينو نورو كې اسانه نه دي. مثلا په فارسي ژبه كې نسبتا په اسانه جوړېږي . خو په پښتو كې دا كار هغومره اسان نه دى نو تركيب جوړوونكى جلان له دې دركه خاص مقام لري.
تركيب د نويو معناوو او نويو انځورونو د ايجاد ښه ذريعه ده. هغه شاعران چې خبرې ورسره ډېرې وي هغوى ممكن دې كار ته ډېر وهڅېږي.
جلان د نوي انځور د جوړولو لپاره، د معنا د رسولو لپاره او بل د تناسب په خاطر تركيبونو ته مخه كوي. دى وايي:
زمونږ د كلي له اسمانه هر چا كړې اولجه
چا ترينه لپو كې سپوږمۍ وړې چا لمر وړى دى
دلته د كلي داسمان تركيب په ورپسې مصرعه كې له لمر وسپوږمۍ سره ،هم د انځور په بشپړولو كې برخه اخلي، هم تناسب زېږوي.
له تركيبونو چې راتېر شو د جلان د شاعرۍ بله مهمه ځانګړنه مركب تشبيهات دي. په دې جمله كې چې وايو، هغه د سپوږمۍ غوندې ده، يوه مشبه او يوه مشبه به لرو. كه مشبه او په تېره بيا مشبه به تريو زيات شي دا بيا مركبه تشبيه بلل شوې ده. جلان له دې دركه هم په پښتو كې ډېر سارى نه لري. جلان وايي:
چې پسې وژاړم ښه وژاړم دمه مې وشي
لكه ناروغ نه چې په يخو اوبو تبه ووځي
دلته ژړا او يخې اوبه او د تبې وتل او دمه كول سره تشبيهي ارتباط لري. مركب تشبيهات بشپړې منظرې راكوي او د تصوير جوړولو عالي ډول دى چې د جلان په شاعرۍ كې يې ډېر مثالونه موندلى شو.

مدعا مثل د هندي سبك شاعرۍ خورا مهم خصوصيت دى. دلته د مركبې تشبيه غوندې څو مشبه او مشبه به موندلى شو خو له مركبې تشبيه يې فرق دادى چې په مدعا مثل كې شاعر هم يو ذهنې مفهوم عيني كوي او هم د مشابه مثال په راوړلو سره د يوې ادعا ثابتول او توجيه كول غواړي. دغه تخنيك په كلاسيكو استادانو كې تر هر چا ډېر د شيدا په شاعرۍ كې وينو. په اوسنو كې ښاغلى جلان يو داسې څوك دى چې له مدعا مثل سره يې جوړه ده. مثال:
وخت څومره ساده دى چې ټپې مو په رسۍ تړي
چا پر شګو ريګو د درياب مخه نيولې ده
په اوله مصرعه كې شاعر يوه ادعا وكړه . په دويمه مصرعه كې يې د هغې د اثبات لپاره تصويري مثا ل راوړ. دلته هم د مركبې تشبيه غوندې د مشبه او مشبه به ارتباطات وينو. (چا ) د وخت ،( ټپې) د درياب او( رسۍ) د شګو ريګو، معادل دي. يو بل مثال :
وژني مې ګام په ګام خو بيا هم مينه ناك دى جانان
د سندرغاړې سل عيبونه يو هنر پټوي
چې دلته سل عيبونه د ګام په ګام وژلو، هنر د جانان د مينې او جانان د سندرغاړې معادل دى. د مدعا مثل بېخ بنا د تشبيه وي خو د تشبيه ادات پكې نه وي او وجه شبه هم اكثره وخت پكې نه بيانېږي.
د جلان په شاعرۍ كې د يو بل بديعي صنعت يعنې هنري صفت ، چې په پخوانۍ بديع كې نه وو معرفي شوى ، كامياب مثالونه موندلى شو. په پخوانو شاعرانو كې د خوشحال خټك په ديوان كې د هنري صفت مثالونه نسبتا ډېر دي. په اوسنو كې جلان يو هغه شاعر دى چې د هنري صفت كامياب مثالونه لري:
پرون يې تا پسې دنيا چڼ كړه خبريې كنه
سپينچكه، لمر درنه يو څو جلوې په پور اخلي
چې دلته د سپينچكه صفت د موصوف له ذكره پرته راغلى دى. كله چې صفت ياد كړو او موصوف پرېږدو، د صفت دې ډول خيال پاروونكي استعمال ته هنري صفت وايو.
په شلمه پېړۍ كې د شاعرۍ يوه مشهوره نظريه ايماژيزم نومېږي . د دې مكتب پيروان وايي چې د شعر مقصد تصوير دى.

خو نور اكثره ادبپوهان وايي چې كه تصوير معناوې وشيندي نو بيا ډېر خوند كوي. د جلان تصويرونه كله كله ډېرې عالي معناوې شيندي خو يو نيم ځل بيا داسې نه وي، تصوير يوازې د تصوير لپاره وي. دواړه مثالونه:
د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه شاته راشم
د جګ غرۀ كاڼى شوم چې وخوزم بېديا ته راشم
دلته د ژوند يوه ژوره تجربه او معنا وينو. موږ خوشحاله يو چې مخ په وړاندې روان يو، مګر مرګ ته د نږدې كېدو او د ژوند د ختمېدو په بيه.
او دا بيت بيا صرف تصوير دى:
د شپې په تور بخملو اننګو كې راته خاندي
د ګورو غرو په منځ كې د ځنګل غوندې جانان
دغه بيت مو سترګو ته يوه منظره دروي خو دا منظره د ګونګ بنيادم غوندې پټه خولۀ ده په همدې بيت كې يوه بله ستونزه چې د تصويرګر جلان په ځينو نورو بيتونو كې يې هم وينو، ليدلاى شو. دلته د تصويرونو بيروباراو د بيروبار په وجه د تصويرونو تتېدا وينو. د شپې تور بخمل اننګي يو انځور دى، د ګورو غرونو منځ بله منظره ده او د ځنګل غوندې جانان بل انځور دى. شپه چې اننګي لري نو دا خو پرسنفكېش ( يو ډول استعاره) دى يعنې شپه بنيادم ته ورته شوې ده. نو د يوۀ بنيادم په اننګو كې د بل بنيادم ( جانان ) وجود څنګه سترګو ته ودروو؟ بيا په توره شپه كې خندا څنګه ووينو؟ او جانان چې د ځنګل غوندې شي نو څنګه يې بايد تصور كړو؟ له نوښت سره ډېرې مينې كه د دۀ شعر ته كمالونه وربخښلي ، يونيم ځاى يې ستونزې هم ورپيدا كړې دي. دى چې په ابتكار ورك ميين دى، ممكن هغه كلمې يې توجه ډېره جلب كړي چې تر اوسه پورې نورو شاعرانو نه دي كارولې. دا نوې كلمې هم كله كله د دۀ په شعر كې مشكل پيدا كوي. دۀ ويلي دي چې :
نن به دې جلانه غرنى خوى رومانتيك كړمه
په دې مصرعه كې د رومانتيك كلمه له دې كبله نه چې نوې ده بلكې په دې خاطر چې روښانه معنا نه شيندي، ښه نه لګېږي. شاعر په غالب ګومان، له رومانتيك څخه دلته د ساده و شډل ضد معنا اخيتسې ده، چې سمه نۀ ده.
په دا لاندې بيت كې ښاغلي جلان د ( اړينه ) كلمه چې د نيولوګيزم برخه ده، كارولې چې د خپل پخواني معادل ( ضرور) په نسبت كاميابه ښكاري:
د زړونو راكړه وركړه ده په مينه كې اړينه
دلته ( اړينه ) د پاى د واول په وجه او د ( راكړه وركړه) او ( مينه) له كلمو سره د موسيقي د ارتباط په وجه تر ( ضرور) بهتره ده. د دې مثال له راوړلو منظور دا دى چې كلمې ښۀ اوبد نه لري بلكې دا يې د استعمال ځايونه دي چې په ښو او بدو يې بدلوي.
خو په جيلاني جلان باندې كله كله د نوښت مينه دومره غالبه شوې چې د شعر نورې اړتياوې يې ورباندې هېرې كړې دي.
په ادبي بحثونو كې يوه اصطلاح ده چې د سبك اضطراب ورته وايي. د سبك له اضطرابه منظور دا دى چې كومې كلمې يا د ليكلو كوم طرزونه چې له يو بل سره نۀ كوشير كېږي، سره يو ځاى كړو. د ښاغلي جلان په دا لاندې بيت كې د ساينس او مقالې د ژبې كلمات د ادب او غزل د ژبې له كلماتو سره يو ځاى شوي خو كوشير شوي نه دي او د سبك اضطراب ېې پيدا كړى دى:
هلته ساينسدان د لوړ تخنيك په تار ډبره تړي
دلته ګل ژبې سمندر په يوه خبره تړي
جيلاني جلان زموږ د ځينو حتى ښو شاعرانو برخلاف سلف پليجريزم نه لري او دا كمال د نوښت مينې په جلان لورولى دى. پليجريزم ادبي او علمي غلا ته وايي. زموږ په ادبي بحثونو كې د سرقت بحث شته خو دا بحث نه شته چې شاعر له خپل ځانه څومره غلا كوي. كله كله يوتكړه ليكوال يا شاعر يوه جالبه خبره وكړي، خلك يې د نوښت هر كلى وكړي، بيا نو دى ولګېږي، هماغه خبره بيا بيا كوي. له ځانه غلا ته اروپايي ادبپوهانو پام كړى او د سلف پليجريزم اصطلاح يې ورته وضع كړې ده. څرنګه چې سلف پليجريزم ته زموږ په ادبپوهنه كې د عيب په سترګه نه دي كتل شوي نو ممكن ځينې ډېر تكړه شاعران او ليكوال مو هم دا مشكل ولري، خو په هغو ډېرو لږو كسانو كې چې ان د خپلې خبرې تكرارول يې نه خوښېږي، يو كس جيلاني جلان دى.
جلان له تكرار، كليشې، سرقت او سلف پليجريزم سره د جګړې ميدان ته ځكه دومره زړۀ ور ورځي چې د شعر د ډګر تر ټولو ښه وسله يعنې د نويو تصويرونو وسله ورسره ده. د ډېرو كسانو په اند، د شعر او نۀ شعر توپير په تصوير كېږي او په جلان چې د شعر ښاپېرۍ تصويرونه وروي نو ولې به نه وايي چې د چا پور نه منم ؟ مګر د شعر په هنر كې د لا ډېر پرمختګ لپاره پكار ده چې جيلاني جلان دا خبره ياد ولري چې تصوير به د شعر ډېر مهم او بلكې تر ګردو مهم عنصر وي مګر تصوير ټول شعر نۀ دى. د ښاغلي جلان په دا لاندې بيت كې مجازي تصوير( تشبيه، استعاره يا بله داسې وسيله چې د تخييل قوت او جدت ثابتوي) نه شته مګر د دۀ د هغو بيتونو غوندې خوند ورڅخه اخلو چې كاميابو او نويو تشبيهاتو، استعارو او مدعا مثلونو پكې لوړ هنر پيدا كړى دى. دى وايي:
زاهده ته پوه شه او خداى پوه شه چې خوند نكوي؟
دا چې كږې وږې پرتې دي په خالونو څڼې
په دې بيت كې د عاطفې شدت هنر پيدا كړى او دا شدت د جملې له جوړښته زېږېدلى دى. دلته شاعر واقعي پوښتنه نه بلكې بلاغي پوښتنه كوي، يعنې دى نۀ غواړي چې له زاهده معلومات تر لاسه كړي بلكې فكر كولو او په پخواني دريځ باندې شك كولو ته يې وربولي. موږ په دې پوښتنه كې په ښكلا باندې د شاعر باور احساسوو او د ښكلا د دفاع لپاره د هغۀ زارۍ اورو. د زاهد لاره زموږ په ادب او كلتور كې صراط المستقيم ده. موږ د سمې لارې ضد كږه لاره بولو او له كږو وږو پرتو څڼو بې باكي، ازادي او له قيد وبنده بې پروايي ورېږي. دلته د شاعر عاطفي دريځ شخصي نه بلكې انساني او عمومي دى. په ازادي پسې انسان همېشه ګرځېدلى او دې مينې كله ناكله دومره مجنون كړى چې د ازادي په تمه يې غلامي ته غاړه ايښې ده.
د ښاغلي جلان دا خبره چې د چا پور نه منم او زۀ هم په چا پور نه لرم، له يوۀ كس سره اړونده ده، خو په دې بيت كې راغلې خبره ټول انسانيت ته پيغام لري. د انسان د ټول تاريخ د مبارزې او مجاهدې يو اصلي مقصد دا و او دا دى چې بايد ازاد واوسي، بايد دا حق ولري چې د بل له وېرې پرته خپله خبره وكړي، خپل شخصيت څرګند كړي او په هغه لاره روان شي چې دۀ ته مناسبه ښكاري.
يوه ورځ ما د يو نامتو شاعر د شعرونو تازه چاپ شوى كتاب استاد شپون ته وركړ چې ويې لولي. څو ورځې پس كور ته ورغلم، د كتاب په باره كې مې پوښتنه ورنه وكړه. استاد راته وويل، دغه سړي د شعر شانداره ماڼۍ جوړه كړې ده خو چې د ماڼۍ د هرې كوټې ورمې پرانيست، دى مې پكې ولاړ وليد، دى زما د ليدلو خنډ شو.)
ادبپوهانو د تلپاتې اثارو په باره كې دا خبره كړې ده چې په هغو كې راغلي افكار او بيان شوي عواطف د انسان له مشتركو مسايلو او دايمي عواطفو سره متعلق دي. د ټولنې او بشر د مسايلو، مشكلاتو، غمونو، دردونو او افكارو د پوهېدواو احساسولو له پاره تر ګردو ښه ذريعه مطالعه ده. مطالعه زموږ د فكر وسعت زياتولى او زموږ غمونه او دردونه د ټولو انسانانو او ان ټولو زمانو له غمونو او دردونو سره شريكولاى شي. درويش درانى كه لوى شاعر دى نو د عظمت راز يې تر ډېره حده په دې پورې غوټه دى چې افكار يې ژور او د عواطفو ماهيت يې شخصي نه بلكې بشري رنګ لري. درويش به په راتلونكو زمانو كې هم لوستونكي ولري او جيلاني جلان هم دې مقصد ته په اسانه رسېدلى شي خو په دې شرط چې د مطالعې له لارې د بېلو بېلو زمانو ، بېلو كلتورونو او بېلو بېلو تمدنونو له خلكو ، له فكرونو ، له دردونو او له خوشحاليو سره ځان وصل كړي.

له ( زۀ ) څخه ( ټول انسان) ته د راوتلو معنا دا نه ده چې شاعر به ( زۀ ) نه وايي او خپلې ذاتي تجربې به نۀ بيانوي . هغه شاعر چې له خپلو تجربو الهام نه اخلي هغه خو په كلچر باندې څۀ اضافه نه كوي، هغه ته خو اصيل هنرمن نه شو ويلى. منظور دا دى چې شاعر ، ليكوال يا د هنر د ساحې بل هر خدمتګار د لوى پرمختګ لپاره د داسې ا قدارو او ارزښتونو خپلولو ته اړتيا لري چې ټول انسانيت ته د منلو وي. اشرف مفتون به ويل زۀ په خپل شعر كې تورې سترګې او تورې زلفې ځكه نه يادوم چې دا د ټول بشر د ښكلا معيار نه دى . د اشرف مفتون په خبره كې شايد ډېر كسان افرا ط وويني ځكه څوك كه تورې سترګې ستايي نو معنا يې دا نۀ ده چې د شنو سترګو سپكاوى كوي.مګر اشرف مفتون چې په فلسفه كې يې زده كړې كړې او د نوي فكر له باريكيو خبر و، زموږ پام يوې مهمې خبرې ته اړوي. دى غواړي چې له ټول انسان سره وصل واوسو او د تلپاتي هنر د پنځلولو لپاره داسې څه ووايو چې د هر ځاى او هر وخت انسان ته پردۍ ښكاره نه شي.
كه زما د كور مخې ته يوه ونه وي او زه ورته په دې خوشحاله يم چې كور مې ورپورې ښايسته دى، دلته له ونې سره زما مينه شخصي اړخ لري ، خو كه په دې وجه ورته خوشحاله واوسم چې د ښار او كوڅې ښكلا هم ورسره زياتېږي، دلته زما د عواطفو ساحه پراخه شوه. دعواطفو ساحه د فكر له ژورتيا او پراختيا سره اړه لري او فكر له مطالعې سره ښۀ غوړېږي.
د جيلاني جلان په تصويرګر استعداد كې د شك ځاى نه شته خو د دۀ شعر چې د افغانستان د ادبياتو ډېر امېدونه ورپورې غوټه دي، د فكراو عاطفې لا ژورتيا او لا پراخوالي ته اړدى.
د پښتو اكثره شاعران اوس هم د هوډ څرګندولو په وخت وايي چې بيا مې نر مۀ بوله ښځه به يم، او يا كه چا ته پېغور وركوي نو ممكن د ښځې خطاب ورته وكړي. جيلاني جلان د فكر د ټيټوالي او وروسته پاتې والي له دې پړاوه ډېر بر او ډېر پرمخ تللى دى مګر د دۀ له جادوګر هنره د لا بر الوت توقع په ځاى توقع ده.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.