Banner

سید جیلانی جلان : په اوبو کې رانجه

24.10.2010 07:52



په اوبو کې رانجه

ته خو شاعره د طبعيت شاعره
ته له خپل ځانه ناخبره ولې؟
لکه رڼه هينداره
د مخ پر پاڼو دې سندرې قدرتي کښلې
لکه لونګ وي په نکريزو لانده
د يوې خوږې شاعرۍ بوی دې له ځوانۍ الوزي
ای ! د طبعيت شاعرې !
ته د ښايست لباس کې
ځانګړی سبک لرې
که خپه کېږې نه يو خواست کومه
د ځان په ګټه نه د ستا په ګټه
راشه کتاب د دې سندرو چاپ کړه
ګرانې پوهېږې کنه ؟
د ا شاعري خو د شاعر نه د عوام حق دی
کنجوسي مه کوه حق ورسوه
د زړونو ژبې ته خدمت وکوه
د ارمانونود لوستونکو سترګې
اوبه اوبه کړه تندې وتښتوه


.....
ای د طبعيت شاعرې!
ته پرې هيڅ څه له ځانه مه ورکوه
د چاپ مالي لګښت يې زه اخلمه
زه هم غريب يم چندان وس نلرم
خو دځوانۍ سيکې پريمانه لرم
څومره چې وړې درسره يويې سه خپل کار پرې وکړه


.....
ای د طبعيت شاعرې!
زه يوه پته درکړم
د وفاښار کې
د هيلو چم كې
او بيا په ښي اړخ کې د ميني په نوم
په کتاب ځای کې دې سندرې چاپ کړه
ګوره کمپوز يې نکړې
د مخ پر پاڼو دې سندرې فطرتي کمپوز دي
هم په کتاب د زمانې سريزه ونه ليکې
ځکه کتاب باندې سريزه اوس څوک نه خوښوي
خو
دغه يوه خبره ياده لره
چې د پښتۍ انځور يې
د يوې تازه شني زر غونې وکاږه
ځکه چې شنه زرغونه
په رنګارنګ لباس کې ډېر څه لري
د کتاب نوم دې کېږده
ګرانې !
اوبو کې رانجه .

سيدجيلاني جلان

يادونه :- دغه ازاد نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى

طایرځلاند 24.10.2010 10:31

ډیر ښکلی نظم دی او دشاعر کمال دادی چې دخپل خیال په سفر کې یې په خپله مونږ دیو طبعي منظر سره مخ کړي یو چې دشعري منطق په تله کې بې وزنه نه دي<br />ستاسو دلا بریالیتوب په هیله <br />ځلاند

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.