Banner

سلمی سهيلۍ:نيمگړې هيله

05.11.2010 05:11

نيمگړې هيله

 

مازديگرلمر په غړ غړو و ، په کوڅو کې د کلي هلکانو لوبې کولې .

اڅک د دواله اړخ ته په خاورو کې پلنه پلتۍ وهلې وه او د سپينې سر يې په زنگانه ايښې و ، هه خورې ، هلته گوره ! گوره هلکان څه کوي ؟

سپينې خپله خوله په ډيرې سختۍ سره بيرته کړه لږ غوندې موسکې شوه او مخ يې ايخوا ته واړوو ، سپينې سپينې يې هلکا نو ته وکاته !

د هلکانو شور ماشور وو

مه يې پريږده ، هه سيلانيه واخله د تا وار دى

زه دې نه پريږدم ،

ملگريه غالۍ به نه کوئ .

غالۍ نه کوم ، خو وار زما وو

ستا نه وو ، زما وو .

گوره ته هر کله په کلک ډنډې غالۍ کوئ

نه يې کوم ، ته يې کوى ، سيلانيه مه يې پريږده ،مه يې پريږده ......................... 

د هلکانو شر او شور و ، اڅک دا لوبه په ډيره مينه ليده خو کله چې به يې ناروغې سپينې ته پام شو په تندي به يې ښکل کړه او بيا به يې  ناڅاپه وويل ، افرين نسيمه وى دى وړه .وايخله وار دى ، مه يې پريږده .... مه يې پريږده .................

د لمر کمزورې وړانگې د ډوبيدو په حال کې وې ، د اسمان په گوښه گوښه کې يو نيم ستورې په رامعلوميدو شو ، مرغې او شارونکې يوه يوه خپلو ځالو ته راغلې ، هلکان د لوبو په گردو کې ورک وه . هر څوک د خپلو کورونو خواته رهي وه ، د هلکانو چغې او نارې هم کمزورې کيدې .

اڅک :

زه چې ځو خورجانې

د سپينې سترگې پټې وې ، پوزه يې له خوار والي په مخ بوټه ولاړه وه ، خوله يې هم له ډيرې ناروغۍ نه نه ټوليده د پاسنۍ ژامې يي دوه غاښونه لويدلي وه ، د غاړې شنه رگونه ، ژيړ رنگ ، وچه کلکه نرۍ ښانگې يې دومره اوږدې شوې وې چې د اڅک له غيږې وتې وې .

په همغه کال په کلي کې د وچکۍ ناروغۍ گډه وه ، ډير ماشومان او لويان يې نيولي وه .

سپينه يي هم له شره نه وه خلاصه ، شپه او ورځ به ډبه ډوبه لويدلې وه ، له درده به يې چې په ژړا پيل وکړ نه به کراريده .

موريې هغه اڅک ته ورکړې وه چې د باندې ېې کراره کړي ، اڅک له ډيره ځنډه هغه کوڅه کې گرځوله او د هلکانو لوبې يې ورته په گوته کولې ، خو چې تياره ماښام شو نو په کراره يې له زنگانه کوزه کړه ورو يې په شا کړه مخ په کور رهي شو .

د انگړ ور يې پرانستو ، موريې د وره غړنجهار واوريد ، اڅکه زويه راغلى ؟ خور دې څنگه ده ؟

هه دروايخله مورې ويده شوې ده .

رايې کړه ، ورک مه شې څنگه درنه و يده شوې ځورولې خوبه دى نه وي ؟

نه مورې ، والله که خو به مې لام ،کلام ورته کړاې وي ، د هلکانو لوبو ته يې کتل په همدغه ساعت ويده شوه ماښام شو نو ځکه مې راوسته .

ښه ، اوس ورشه زما دستمالي ټيکرې راوړه .

چيرې دى مورى ؟

د کټ لاندې په پنډکي کې

ښه ، دلته خو نشته مورى

هغه دى نه يې وينى ؟ هغه ژيړ پنډکې درته ښيم .

ښه، ومې ليد واخله .

_ماته يې مه راکوه ، يوه څنډه يې څيرې کړه او د ويالې په يخو اوبو يې لمده کړه .

_د باندې وياله يادوې که د کور ؟

_نه د باندې هغې لويې  ويالې ته ورشه ، هله ژر کوه چې د جلۍ بيا سره تبه شو ه ، ژر کوه .

ښه مورې .

اڅک په مڼډه, منډه د ويالې غاړې ته لاړو او د مور د ټيکري څيرلي څنډه يې په اوبو غوپه کړه او بيايې لږ غوندې ونخيزله او په بيړه کورته راغې ، مورته يې ورکړه .

د مور سترگي يې د کور په زاړه ټغر خښې او اوښکې په کې ډنډ وې چې ناڅاپه د اڅک پرې د واخله غږ شو .

مورېې ژر د خپل لوند شوي ټيکري يوه څنډه د سپينې په تندي پټۍ کړه او بله څنډه يې ورته په نس هواره کړه .

اڅک چې ټوله ورځ په وږي نس تيره کړې وه په کراره يې مورته مخ واړوو .

 اڅک: مورې څه شته چي وې خورم ، ډير وږې يم ؟

 مور: مور دې ړنده شه زويه ، زه دې د خور په انديښنه کې شوم او  تاته مې  هيڅ پام نشته . خو خير هه واخله د ټيکري پيڅکې مې خلاص کړه تاته مې يو څه پکې راوړي .

_ښه ، رښتيا ؟

_هو دروايخله ، خلاص يې کړه .

_اوه اوهو دا خو غوزان له شنو مميزو سره دي ، چا درکړل مورې ؟

څه يې کوى .

_ورشه د کټ لاندې مې يوه ډوډۍ هم درته ايښې وې خوره .

_مورې .......  ته ..... ؟

_نه زويه ته يې په خپله وخوره .

لا سر ماښام و چي اڅک د يوې دوه مړې ډوډۍ خوړو وروسته د کوټې په کونج کې پريوت ، خو مورې يې ډيرې شپې په رڼو سترگو سبا کړې وې ، هغې ته خپله نيستي ، کونډتون ، بې وسي او د ژوند دروند پيټې ورپه غاړه و . په شپو شپو او ورځو، ، دې يوازې يوه گړۍ په تصور کې ژوند کوو ، هغه گړۍ چي ددې خاوند ژوندې وو. او دې د هماغه خوږ ژوند په ياد ژوند تيرولو کله،کله به يي د خا وند  دخوږو کېسو په ياد سر په با لښت کيښود او يوه گړۍ  به يي ستر گي پټي شوې . خو د يوي نيمې ميا شتې راهيسي يې سترگې د سپينې لپاره نه وې پټې کړې ،حيرا نه وه چي دسپينې څنگه درملنه وکړي له بازاره يي ډ ير دارو درمل راغوښتي وه، يوناني پورى گانې هم ورته پنډې پنډې پرتې وې ، خو سپينه کله ښه او کله هم بدتريده . مورېې ورته ډير زړه خوړ, شپه تر سبا يې سر له خپل زنگانه نه لرې کوو .

پدې هڅه وه چې دا ځلې په خپله د ولايت بازار ته بيايي او د ډاکټر په معاينه دوا ورته اخلي ، خو له بده مرغه هغې هيڅ وخت نه درلود ځکه د خان حشر و نو له سهاره تر ماښامه يي د خان پر ځمکه کار کوو ، خيشاوه به يې کوله ، پټي به يې اوبه کول ، ميږو او غواگانو ته به يې واښه راوړل او داسې نور نور ....

نو په دې ورځې لنډې او د کار شيبې پري اوږدې تيريدې خو بيا هم په دې خوښه وه که چيرې دا ځل د خان ميرمن ورته يو څو روپۍ ورکړي چې د سپينې درملنه وکړي . شپه يې په همدې سوچو سبا کړه او کله چې لمر څرک وواهه ، په بيړه راپاڅيده او سپينه يې اڅک ته ورپشا کړه

وې ويل هه، زويه ته دې خور نن هم کراره کړه. زه هڅه کوم چې د غرمې ډوډۍ درته راوړم ، که مې کار ډير شو، نو بيا زويه لږ صبر وکړه ، بيگا ته حتما درته وريجې پخوم د خان په شولو کې مې هم ډير کار کړاى گوندې نن د خان ميرمن راته  څه وريجې راکړي ، ځکه پرون يې يو موټر وريځې له ماشينه راوړې .

ښه! خير دى مورې زما غم مه کوه خو د خور غم مې ژر وخوره .

هو زويه ، د همدې لپاره ځم او نن ډير کار کوم او په پاې کې د خان له ميرمنې نه يو څو روپۍ هم غواړم . که يې راکړې نو ته او خور دې دواړه بازار ته بيايم او خورته دې دډاکټر په معاينه دوا اخلم .

ښه مورې ورځه.

مور : د خداى په امان

زوى :مخې ته دې ښه .

مور : زويه له ياده مې ووته د ټوکرې لاندې مستې دي هغه دى بيا خور ته ورکړه .

زوى : ښه ورځه موري , ته بې غمه اوسه .

مور د انگړ ور خلاص کړ او د خان د کور په مخ رهي شوه ، په زړه کې يې خپل بچي په خداى وسپارل سر يې کښته و ، سترگې ېې خپلو بيړو گامونو ته گنډلې وې دومره په چټکتياروانه و ه چې شلیدلو څپلو يې له شا دوړې پورته کولې خو دى هيڅ هم نه ليدل يوازې له الله سره وه او گيلې يې ورنه کولې ، اى خدايه ته يې راته وساتې د سر پوړنې خو مې ته رانه واخست سر توره خو شوم,

 خو اوس دا دوه چينجن بچي راته په خپل امان کې وساتې ، دنيا د يو وړوکي سوري په شان راته ښکاري, خو له هغه سوري نه ليرې , ليرې دوه پلتې څراغه راته بليږي, ته يې راته وځلوې ، اى خدايه هيڅ څوک نه لرم بس......

په همدې څراغو مې تياره ژوند رڼا دى خدايه ته يې راته له هرې بلا وساتې .

خدايه, اى خدايه .............

له همدې سره يې پښه, د خان ددروازې په تادر ۍ ورکيښوده ننوته .......... 

اڅک د پخوا په شان هره گړۍ به يې خور د باندې په شا گرځوله ، ټوپونه به يې ورسره وهل .

 

خورې هلته گوره ! هغه دى وړوکې ورۍ ، هه ودى ليد ، څومره ښکلې دى تاغوندې خورې ، هه دا کندونه واخله ،¸ښه؛ وې يي خوره .

اڅک د مور د انتظار شيبو نور ستړې کړ, او دا ځل د کلي منځ ته ولاړ ، بيايې هم يوه ديواله ته شا اورواړوله او ورو يې خپله خور کوزه کړه کيناست ، سپينې نور توان له لاسه ورکړې و په دې ورځ يې ژړلې هم نشواې ، مستې ېې هم ونه خوړې , اڅک په جان او قربان ويلو, هغه په غيږ کې وغځوله ، سر يې د خپل د ښي لاس په مړوند کيښود. ښکل يې کړه ، خورې ، خور جانې اوس مې مور راځي , سبا دې ډاکټر ته بيايو. ښه ،

ته به له خیره  ښه  سى , ښه خورجانې .

سپينې ورور ته وکتل او ايله خوله بيرته کړه مسکۍ شوه ،  تر څو یی چې بيا خوله خندا ته جوړوله لمر د غرو څوکو ته راغې ، د چنچڼو چغهار پيل شو ، اڅک پرې غږ وکړ سپينې ، وه سپينې !

خو سپيني غږ ونه کړ ، اڅک ، ټکني شو . په بيړه يي خپله خور (سپينه ) غيږ کي واخسته ، او کورته يي منډې کړی . همدا گړي مور يي هم  چې د وريجو پنډکي په سر ، د يو څو شلگونو لوټونه يي هم  د ټکري په پيسکي کي غوټه کړي  وو په کور دننه شوه ،او د کوټي په   درشل کي کيناسته ، په زړه کي ډيره خوښه وه ،  ددي لپاره چي نن يي د سپيني د درملني لپاره روپۍ راوړى وى ،

 له دې سره جوخت  اڅک هم کورته راورسید ،.  وی ویل مورې  ...........سپینه 

موریی  سپینې ته ورځير شوه ،.

غږ یی پری  وکړ

اڅک زنگون وښوراوه ,دواړو پرې غږ وکړ  ، سپينې ،  سپينې   ، وه سپينې   ،  

خو سپينې ځان د ابدي خوب قاصدانو ته سپارلې وو .

سلمي سهیلي

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.