Banner

وريته غنم:سيدجيلاني جلان

07.11.2010 16:50

وريته غنم

سلام سلام په ډېره مينه سلام
د نوي کال دې مبارک شه ګلې
د پسرلي په شان ته شين ټيکرى دې
په ګلورينو وړانګو ډک شه ګلې

زه چې سحر له خوبه پاڅيد مه
ما د لمانځه نه پس ياسين ولوسته
تا ته مې ډېرې دعاګانې وکړې
خوږو خوږو هيلو امين ولوسته

سږ کال خو کال په جم او جوش کې راغی
څنګه دي ستا د طبعيت ګلدرې؟
ژوند به دمينې ساز کې و نڅوي ؟
د خوږ نظر جنت جنت ګلدرې

نن فولکلوريک روايت وکاروه
نن دې دښې سترګې کجل بدل کړه
د زمانې په کږ ليچونو باندې
ښايست لمبه کړه ناز پر ګل بدل کړه

څڼې دې ځوانې اداګانې کوي
ښايي هنر دې په زړګي ژوند کوي
په سرو لاسو كې د غميو ګوتې
دا کليوال عادت دې ډېر خوند کوي

پام کوه ډېر د وخت له وږيو سترګو
په هر څپک څپک سپيره ورېږي
سپېلني ډېر دود کړه زيارت ته چې ځې
د چا پر چا ښه ځواني نه لورېږي

هو! رانه هېر وو دا په ډېره منه
يو څه مې تاته ليونۍ راوړي
د خړ څادر په خړه پيڅکه کې مې
وريته غنم درته ډالۍ راوړي

سيدجيلاني جلان
يادونه :- دغه نظم د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى

دوست 08.11.2010 04:53

د جلان د برياليتوب راز په دې کې دى ، چې هرڅه ته له خپلو عينکو ګوري ، دغه ښايسته غزل هم د همدې ادعا ثبوت دى .
جلان ، کليوال دى په شعر کې هم کليوالي تصويرونه ، رواجونه او انګيرنې په ښه توګه را اخستي دي .
دا غزل مې د هغه د نورو غزلونو په څېر خوښ شو او خوند مې ترې واخيست ، خو وروستى بيت يې د پاکستانيو خبره ډېر چک ولګو : د خړ څادر .... وريته غنم ...

موږ د يو غريب هېواد اوسېدونکي يو ، ددغه هېواد کلي له ډېرو غريبو خلکو را جوړ دي ، هلته څوک وچې ميوې ( بادام ، پسته ، ... ) نه پېژني خپلو ماشومانو ته د جوارو او غنمو نيني ورکوي .
زموږ د ماشومتوب دورې په همدغه شان بيوسيو کې کې تېرېږي او چې کله ځوانۍ ته ورسېږو نو بيا يا پردي ملکونه ابادوو ، يا په جګړو کې وژل کېږو او يا...
جلان ، له همدې رنګينۍ شاعرۍ سره تر ډېره ژوندى وي .
ن. دوست

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.