Banner

خبري کونکي موټر او.........پروفيسر درويش درانے

30.11.2010 17:38

خبري کونکي موټر او.........

ليکونکي:پروفيسر درويش درانے

د ډاکټر صاحب حامد خان اڅکزئي دې ټينګي غوښتني، چي د خان شهيد تلين راروان دے په به ارومرو ليکې، زه دې ته و هڅولم چي ددغه پښتانه لارښود په اړه ځيني خپل داسي خاطرات بيان کړم چي ډير ځله ماته په څه نا څه رنګ راياديږي او دداسي خاطراتو پيل به د ماشومتوب له دوره کول وي۔ او د خپل ماشوم توب دور ته چي زه کله کله فکر کو او دوړوکوالي د بيخي ابتدايي زمانې هغه خبري رايادوم چي زما په ذهن کي يې څه تت غوندي ياد تر اوسه پاته وي نو پهغو کي يوه داسي خبره هم راياديږي چي د صمد خان له نامه سره تړلې ده۔ ددغي خبري دبيانولو پيل به زه داسي وکړم چي په ماشومتوب کي چي به کوم شي ته موږ زيات هوسيدو خو دهغه ليدل به مو ډير کم په نصيب کيدل ، هغه موټر وو ۔ موټر هغه وخت په کليو کي نه وو۔ چي کله به له يوې يا بلي خوا راغے نو ماشومان به ورته خو شحاله او هم ورته حيران وو۔ خو يوه ورڅ بيا ما داسي يو موټر وليد چي زه يې د حيرانولو تر څنګ په ويره که هم وا چولم۔ دا داسي يو موټر وو چي په ډير لوړ آواز يې خبري کولې دغه ډډ آواز چي کله زما غوږ شو نو په هغه د ځان پوهولو دپاره چي په يوه واړه غوندي ديواله باندي وختم او هغې خوا ته مي وکتل چي آواز تري راته ، نو څه ګورم چي يو موټر راروان دے، له يوې کندې کيږي او په بله کي لويږي، شا وخوا ګرځونه تري چاپير او ورسره راروان دي او دے لګيادے خپله وينا بيا بيا تکراروي۔ چي څه يې ويل په هغه بيا وروسته زه پوه شو خو دغه وخت دغه ننداره زما دپاره دديوانو د نکلو نو ددنيا يوه ننداره وه۔

پر کوم ويړ ډګار باندي چي دغه موټر ودريد هغه ددوو يو په بل پوري کليو تر مخ او رک په ميان برابر وو۔ لکه څنګه چي به هغه وخت نه يواځي ماشومان بلکه ځوانان او بوډاګان هم ټول دموټر په راتګ د هغه ددريدو ځاي ته ورتلل، دغه رنګه ددې عجيبه غوندي موټر ددريدو ځاي ته هم ددواړو کليو خلک ور مات شول خو پر ما باندي ويره غالبه وه‘ زړه مي نه شو کولاي چي ور شم۔ پر ديواله لومړے ولاړ او بيا کښينستم په غوږ و مي د موټر چيغي اوريدې او په سترګو مي خلګ ليدل چي د موټر خوا ته ور روان دي۔ پاي داسي راته ښکاريده لکه خلک چي ټول ورغلي وي، يواځي زه پاته يم ۔ خو چي شاته مي يوه بل ډګار ته پام شو هلته مي يو بل سړےهم وليد چي د سيمي له ملکانو څخه و، داوښو د پاره يې ځوزان(يو اغزن بوټي) کوټلي وو او اوس لګيا وو بادول يې چي اغزي او ډنډر يې سره بيل کړي۔ دغه سړے داسي په خپل کار بوخت وو لکه موټر چي يې هړو ليدلے نه وي۔ زه دې ته په فکر شوم چي دے خو لوي سړے دے ويريږي نه نو بيا ولي نه ورځي ۔ په دې حال کي موټر نعره ورته راوکړه او ورته ويې ويل:"ملک صاحب! راسه اغزي به بيا وروسته باد کړې" ملک صاحب به نعره ارومرو اوريدلې وي خو له اندازهيې داسي ښاريده لکه نه چي يې وي اوريدلې۔نه يې لاس ونيو، نه يې د مټر خوا ته وکتل، هغسي داغزيو په بادولو لګيا وو لکه تر دغه نعرې مخي چي يې بادول ۔ يو ګړے وروسته بيا دموټر له خوا غږ راغے او هما غه جمله يې تکرار کړه :"ملک صاحب! راسه ‘ اغزي به بيا وروسته باد کړې"ملک صاحب دا ځل بيا نعره په يوه غوږ واوريده او تر بل يې ويسته۔ هيڅ رے يې پکي ونه واهه۔ په دې خو زه بيا وروسته پوه شوم چي ملک صاحب ولي ورتګ ته زړه نه ښه کاوه، خو زما خپله ويره ددې په ليدو لږ راکمه شوه چي د ماشومانو په ګډون ټول خلک باندي راټول وو او موټر هيچا ته هم ضرر نه رساوه، نو ما ويل له ما سره به يې کومه دښمني وي ځکه ور روان شوم خو ورو ورو او په نيولې پښه۔ کله چي موټر ته نژدې شوم نو ومي ليدل چي دا خبري موټر نه کوي، يو سړے لګيا دے خولے ته يې څه شے نيولے دے، په هغه کي خبري کوي او دغه خبري بيا د موټر پر سر باندي له لګيدلي يوه بل شي څخه په ډډ آواز راوزي۔ دا شے بيا ډيره موده وروسته ما وپيژانده چي لاؤډ سپيکر ورته وايي۔ پر دغه لاؤ ډ سپيکر باندي ويناګاني وشوې خو چي چا وچا وکړې او څه يې وويل، دا مي ياد نه دي۔ کوم څه چي مي په ياد کي پاته شول، هغه هماغه نعرې وې چي موټر تر ليدو مخکي ما اوريدې او دغه نعرې مي په ذهن کي ځکه پخې شوې او پر ژبه مي واوښتې چي د کلي ماشومانو به بيا تر ډيره هر ځاي وهلې۔ هغوي دا وې:"صمد خان زنده باد۔ پښتونستان زنده باد"، يوه بله خبره چي زما په ياد کي پاته شوه هغه د خلګو هغه تبصرې وې چي د موټر له تګه وروسته يې په خپلو کي سره کولې او لنډيز يې دا وو چي دا خلک يو نوے ملک جوړوي او س نو چي ددغي پيښي کال کوم کال ؤ،په دې اړه زما ګمان دا دے چي دا به د ايوب خان تر مارشل لا لږ مخ کي شپې وې۔ هسي د ايوب خان مارشل لا زما په ياد نه وه اوس چي زه کله پر خپل ذهن باندي زور اچوم او دغه ټوله ننداره رايادوم، نو دا کومي خبري چي مي بيان کړې، داټولي په ياد راشي خو په دغه هرڅه کي چي پخپله عبد الصمد خان لټوم، هغه نه راته ښکاري۔نوم يې اورم خو بڼه يې نه وينم ۔ څنګه سړے وو؟څه يې وويل؟ دا مي نه دي په ياد خو يوه بله خاطره چي له دغي مو قعې سره تړلې ده او زما ددغو ډيرو پخوانيو يادونو د تازه ساتلو او زما د ذهن پر پرده باندي دهغو په روښانه توګه دانځورولو سبب ده، که هغه دلته بيان کړم نو ښايي بيځايه خبره به نه وي۔ کله چي دغه موټر لاړ، په دغه ماځيګر ما وليدل چي زموږ يو ګاونډي سپين ږيري د زړو کوټونو يو ګاټ راوړے دي۔ هغه يې مات کړے دے او خلګ لګيا دي کوټونه تري اخلي۔ ماښام چي مي پلار کورته راغے نو ما هم ورته وويل چي کوټ راواخله هغه ويل اوس خو شپه ده، سهار چي رڼا شي نو په کوټونو کي به يو سم کوټ چوڼ کړو۔ خو ما تر سهاره صبر نه شو کولاي۔ هغه مي ړيوست چي په همدغه تياره کي مي د ګاونډي کره د کوټ اخستلو دپاره بوزي۔ هغه مهال په کليو کي بريښنا نه وه۔ د څراغ په رڼا کي مو کوټ خو ښ کړ۔دغه نوي کوټ چي به ما وا غوست نو ځان به خداي خبر څنګه راته پکي ښکاره شوخلکو ته به مي ډير په وياړ ويل چي "زه صمد خان يم"۔ د ماشومانو بر دغسي خبرو باندي لويان خاندي او کور والا يې نورو خلکو ته هم کوي۔ زما دا خبره هم مشهوره شوه او يادونه به يې تر ډيره زموږ په کور کي بيا بيا کيده او په هر وار اوريدو به يې دغه ټوله ننداره زما په ذهن کي بيا تازه کيده او په دغسي بيا بيا تازه کيدو سره يې انځور زما په ذهن کي داسي پوخ شو چي اوس هم چي سترګي پټي کړم نو ډير په اساني سره يې د تخيل په سترګو ليداي شم۔ اوس نو زما دکوټ دغه پيښه که څه هم پر څرګنده يوه عامه خبره ده خو که لږ ورته ځير شې نو ډيره ژوره معنا پکي ليدلاي شې۔ صمد خان چي دا هسي کلي په کلي ګرځيد خو نو غوښتل يې چي ډير شي۔ هغه غوښتل چي د قام هر وګړے صمد خان شي او دا کوم کار چي ده په مخه اخستے دے، دوي هم هغه ته ملا وتړي۔ اوس نو دده د ليدو په اثر چي څنګه زه په داخپل واړه کوټ کي صمد خان جوړ شوم، داسي به نور ډيرو ماشومانو په يوه يا بل سياق و سباق کي خپل ځانونه صمد خانان کړي وي۔ او همدغسي به له ډيرو نوخيزو ځوانانوسره هم شوي وي۔ په اصل کي په دغه توګه د قام د نوي کهول په ذهن کي د نوي فکر تخم کرل کيږي۔

هر څو که دغه مهال ما عبد الصمدخان وليد او نوم يې زما په ذهن کي پاته شو خو بيا يې په حال نه شوم خبر چي پڅه شو، څه يې وکړل يا څه ورسره وشول۔ ډير کلونه وروسته چي بيا ما د ګلستان په لوي سکول کي زدکړه کوله هغه مهال يوه ورځ د کوټي له خوا ګلستان ته د راتلونکي سړک پر يوه پيچومي باندي ګڼه ګوڼه وه، ډول وهل کيده او خلوکو اتڼ ورته کاوه۔ د ملګرو له خلې مي واوريدل چي صمد خان له جيله راخوشي شوے دے، نن کورته راروان دے، داخلک هغه ته د ښه راغلي ويلو دپاره را غونډ شوي دي۔ خداي شته چي زه تر صمد خان په ډاله زيات خوشحاله وم۔ په اتڼ ګډ شوم، ځان ميڼ ستړے کړ، خو لکه چي صمد خان راغے او خلک له يوې او بلي خوا لکه راوچي بهيږي، داسي را ډير شول او بيا چي هغه د خپل کور په خو امخ په وړاندي روان وو او دوي لکه پر شمع پتنګان داسي ورباندي کړيدکل نو دې نندارې زما په زړه کي هم ددغه ساده باده پښتانه دپاره عجيبه غوندي احساسات راولړزول ۔ دغه مهال چي به کومو خلکو دورنزدې کيدو موقع موندله، په هغو کي به يې چا د تندي او چا دلاسونو د ښکلولو هڅه کوله۔ او ډير ځله به د مخه تر دې چي ژونډي يې خپل ځاي ته ورسيږي، دغسي کس بل چا شاته پوري واهه او دغه له ده نيمګړے پاته شوے کار به يې پخپله پوره کړ او کومو خلکو چي به دور نزدې کيدلو موقع نه شوه پيدا کولاي، هغوي به بيا زما په شان چرته لږ اوچت ځاي ددې دپاره کوت چي باندي ودريږي او لږ تر لږه مخ خو يې وليدلاي شي چي څنګه سړے دے ۔ دغه سړے هر ډول چي وو خو ما تر دغه وخته پوري له چاسره دخلکو داسي والهانه مينه نه وه ليدلې ۔ دغي نندارې به هم دډيرو ځوانانو په زړونو کي دصمد خان جوړيدو خواهش پيدا کړي وي۔

لکه څنګه چي ما د صمد خان له نامه سره يو ځاي د پښتونستان نوم هم اوريدلے ؤ او بيا وروسته په دې هم پوه شوے وم چي دا د پښتنو وطن ته وايي، دغه رنګه مي د پښتنو دوطن اصلي نوم هم په لومړي ځل د عبد الصمد خان له نامه سره يوځاي پر هغو پوسټرونو باندي ليکلي وليد چي د ګلستان په بازار کي دلته هلته پر ديوالونو باندي لګيدلي وو۔ په دغو شپوکي لا زه د سکول له زدکړي اوزګار شوے نه وم۔ دا شايد چي هغه شپې دي چي عبد الصمد خان اڅکزے سره له خپلو ملګرو له نيشنل عوامي پارټي(نيپ) څخه رابيل شوے ؤ او د پښتونخوا نيپ په نامه يې يو نوي ګوند جوړکړي وو۔ ګمان کو چي دغه پوسټرونه دهمدغه ګوند د ويشل کيدو په اړه وو۔ په دغو پوسټرونو کي چي کوم شي زما پام ځان ته اړولے وو هغه " پښتونخوا " ټکي وو۔ دا ټکي ما تر دې وړاندي نه چرته اوريدلي او نه ليکي ليدلي وو۔ دلته چي مي په ليکلې بڼه وليد نو داسي و پوهيدم چي دا هم د پښتنو وطن ته وايي۔ هغه وخت ماته دا هيڅ اندازه نه وه چي دا د نيکمرغي پوسټرونه نه دي بلکه د باچاخان او صمدخان د قربانيو په نتيجه کي چي کوم قوت د نيشنل عوامي پارټي په نامه منځ ته راغلي وو،په هغه کي درز راغلي دي۔ ددغه درز علتونه هر څه چي وو، ګټه يې نه يوې خوا ته راله او نه بلي ته۔ دغه درز تر اوسه لا هم له منځه نه دي لتللي۔ کله چي په دغو دوو مشرانو کي ديوه نوم چرته په ښه خله واخلي نو هلته که ددابل اړخ کوم کارکن ناست وي، پر هغه باندي لکه اور چي بل شي۔ د مشرانو پر سطح که هر څو خبره داسي نه ده خو دا بيا هم موږ ليدلاي شو چي ددغه درز پر يوه ژي(کناره)محمود خان اور پر بله اسفنديار خان ولاړ دي او دغه ژي په خپلو کي دومره سره لري دي چي دغه دوه مشران چي کله کله يو بل ته د لاس غزولو هڅه کوي نو سره له ډير کوښښه يې لاسونه بيا هم نه سره رسيږي۔

کله چي زه له سکول څخه اوزګار شوم، هغه مهال به د بيلابيلو سياسي ګوندونو غونډو ته دهغو مشرانو د ويناګانو د اوريدلو دپاره ورتلم ۔ دغه وينا ګاني به ډيري اغيزناکي وې ۔ خو د خان عبد الصمد خان وينا چي به مي اوريده نو هغه به د نور سياسي مشرانو له هغوڅخه بيله وه۔ سره له دې چي ډيره ساده او له اداکاري څخه به پاکه وه خو اغيز به يې زيات درلود۔ بيا ډير وروسته چي ما د باچاخان ويناګاني واوريدې، هغه هم دغسي ساده، لنډي او له تصنع څخه پاکي وې، خو ولي چي اخلاص به ورسره ملګري وو، په دا به يې نو دزړه له تله راوتلې خبره د خلکو دزړه وتل ته رسيده۔ له همدغه کبله دوخت واکدارانو دادوه مشران تل له خلکو لري ساتل او په اولس کي ګر ځيد لو او کار کولو ته يې نه پريښوول۔ ددوي د وينا د اثر داندازې د لګولو دپاره به زه ګرانو لوستونکو ته د يوه ساده کليوال له خلې راوتلې يوه جمله بيان کړم چي ما هغه وخت اوريدلې او تر اوسه مي له ذهنه نه ده وتلې ۔ هغه دا جمله په يوه داسي مجلس کي ويلې وه چي د عبد الصمد خان په اړه بحث پکي روان وو۔ په دغه بحث دورګډيدو په وخت هغه وويل چي "زما خو دغه سړي په دې خوښ دي چي د وينا کولو په وخت خبره د سړي په دماغ باندي ښه وروپيچي" دغه د ساده خلکو پر دماغ باندي خبره ورپيچل د اولس د وګړو يو له بل سره د تړلو معنا لري او داسي تړل چي پښه په پښه نه وي، دماغ په دماغ وي، د قام بيلا بيل وګړي داسي سره يو کوي لکه يو وګړي چي وي۔هغوي بيا د ژوند د ټولو ناخوالو او قام ته د ور پيښ هر ناورين د مخ نيوي هڅه په يوه ذهن او يوه اراده کوي۔

کله چي عبد الصمد خان آزاد وو او خپل کار يې په زور او شور سره روان کړي وو۔ په دغو شپو کي يوه شپه د کچلاغ حاجي صاحب ملک عبد العلي خان کاکړپه خپل ميلمستون کي دټنګ و ټکور يو محفل جوړ کړي وو۔ زه هم ورغلي وم۔ دغه مهال نيشنل عوامي پارټي او حکومت په خپلو کي سره لاس وګريوان وو۔ د پي ايس ايف مشر بسم الله خان کاکړ له حکومته ځان پټ ساته۔ دغه محفل ته هغه هم دخپلو ځينو ملګرو سره راغي۔ محفل د سهاره پوري روان وو۔ له سهار کيدو سره موږ لمنځو نو ته ولاړ شوو او بسم الله خان له خپلو لمګرو سره و ووت، خداي خبر چرته لاړ۔ د لمر له راختو وروسته موږ د کچلاغ بازار ته راغلو او له هغه ځايه په بس کي کوټي ته راروان شوو۔ په بس کي زما د ملګري واقف يو سړي ناست وو، هغه ورته وويل خبر يې ؟عبد الصمد کان يې بيګا په بم شهيد کړي دي۔ دا يو داسي خبر وو چي موږ ورباندي يقين کولو ته هيڅ تيار نه وو۔هغه ويل چي اوس سهار په خبرونو کي واوريدل۔ په بس کي سپاره نور خلک هم زموږ په شان نا خبره وو۔ خو کله چي کوټي ته راورسيدو نو خبر رښتيا وخوت۔ د شهيد خان جسد يې د کوټي په قندهاري جامع کي دوروستي ديدار دپاره ايښي وو۔ خلک په قطار کي يو يو ورروان وو۔ موږ هم په قطار کي ودريدو۔ زما وار چي راغي نو دهغه د څهرې په ليدو ماته دخپل ماشومتوب هغه زمانه راياده شوه چي له خبري کوونکي موټره مي په لومړي ځل د صمد خان نوم اوريدلي وو۔ دلته زه په دې هم پوه شوم چي هغه وخت پر ډګار باندي اغزي بادوونکي ملک ولي دغه سړي ته نزدې نه ورته؟په اصل کي هغه پوه وو چي دغه خان چي پر کومه لار روان دي، په هغې کي تر دغو اغزيو ډير زيات زهر جن اغزي خواره دي، چي دا دئي يې بادوي۔ او همدغه اغزي وو چي دا وخت يې د عبد الصمد خان ژوند سوري سوري کړي وو۔ خو هغه مړنه وو، بيا زوکړي وو، په دې دويمه زوکړه کي پر هغه باندي د صمد خان پر ځاي د "خان شهيد" نوم کښيښوول شو او هغه اوس په دغه نامه لګيا دے په خلکو کي کار کوي۔

اريا 02.12.2010 09:51

سلامونه
دا لومړی ځل دی چی د ښاغلی درانی نثر لولم
ډير ښايسته
کاش باچا خان او صمد خان سره يو ګوند وی
کاشکی او سره يو ځای شی ګډ کار ته موږ ډير ه اړتيا لرو
بر ه پښتونخوا کې د افغان ملت ګوند ته هم غښتلی کيدو د عا کوو

د مينی ليونو ته د ا دنيا بندونه جوړ کړی
عظمه ليونی شی د ا دنيا کله نا کله

نورالباري -افغانمل 01.12.2010 20:01

درانی صیب په اخیر کي دي وژړولو

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.