Banner

افغانستان :سيدجيلاني جلان

20.12.2010 06:36

افغانستان
جام د کوثر که د شهيد پر شونډو پروت و بيا هم
د خپل وطن د ازادۍ اوبو ارمان کې به و

خدای که په دې دنيا جنت وای پيداکړی چېرته
زه په ايمان وايم چې ګران افغانستان کې به و

×××


چې د خدای سره غږېږم

راوړه سترګې دې زما سترګو کې کېږده
چې لوړ غرونه درته لوړې ايينې شي

چې د خدای سره غږېږم ته راياد شې
د ا ګوناوې دي جانانه تاپسې شي

×××

اووم براعظم
اور اور شي غوښتنې اخ چې خام نظر په خامه خوله
مينه شي د ګلو کتا بونه غېږ کې ونيسي

اوس چې شو اووم براعظم د ښکلا ځوان جانان
اوس به د سپرليو هيوادونه غېږ کې ونيسي
×××

کاڼي چې مين شي

خدايه! مستانه سترګې يې واوښتې له غرونو نه
چاته به دمينې خوږې لارې ترېنه جوړي کړي ؟

مه کوه زمونږ د ځوانو زړونو د مرګي هڅه
کاڼي چې مين شي خدای هيندارې ترېنه جوړې کړي


سيدجيلاني جلان

يادونه : دغه څلوريزې د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخسيتل شوى دي

محمدانور(بابرزی) 20.05.2013 09:21

السلام علیکم ګران سیدجلانی صاحب زمادزړه هرارمان هم په همدی څلوریزو پوری تړاولری منننه.<br />

مطیع الله((حقمل)) ځاځی 07.03.2012 08:28

سلامونه جلان صیب : په دی څلوریزو خو دی زماپه بدن کی وینه په جوش راوسته<br />ډیره مننه له ژبی خودی جار شم.<br />په درنښت او په پښتنه مینه.<br />حقمل ځاځۍ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.