Banner

د نوي كال مباركي

21.03.2011 11:42

 

د اريوب بلوګ چلوونكې ډله د ۱۳۹۰ لمريز كال د رارسيدو په وياړ ټولو هيوادوالو ته د زړه له كومې مباركي وايي او هيله لري چې دا كال د افغانستان له پاره د خوشحالۍ سوكالۍ او امن څخه ډك كال ووسي او ورسته له په هيواد كې د د توپ او ټوپك كرغيړن غږ وانه وريدل شي . او په هيواد كې د يتمانو او كونډو سوې او ويرجنې ژړاوې پاى ته ورسيږي . مونږ په دې باور يو چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې هواريږي او هيله لرو چې په هيواد كې د سولې بهير ګړندى او بلاخيره په هيواد كې د سولې د راتلو لامل وګرځي . همدا راز له ښكيلو خواوو غواړو چې نور له جګړې لاس واخلې او د خبرو په ټغر ددې هيواد د سوكالۍ د پاره سره كښينې او له هيواد نه د پرديو لاسونه لنډ كړي . تر څو دا وران ، ويجاړ او ربړيدلې هيواد يو ځل بيا د سولې امن او خوشحاليو هيواد شي . يو ځل بيا هيله كو چې نوى كال د ټولو افغانانو او په خاص ډول د پښتنو ژبې او پښتنو د پاره د برياوو او سوكاليو كال ووسي .

يوځل بيا د پښتو ژبې د پياوړتيا په هيله.

په درنښت

د اريوب چلونكې ډله .


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.