Banner

سحر په یو شعر کې:سيد جيلاني جلان

02.10.2011 11:55

سحر په یو شعر کې

مونږ ډیر شاعران او ډیر شعرونه لرو خو مونږ ښه شاعران او ښه شعرونه کم لرو.د همداسې کمو ښو شعرونو له جملې څخه د علم ګل سحر صیب یو ښکلی ازاد شعرګوتو ته راغی . بار بار مې ولوست چې څومره مې لوسته هومره یې خوند راکاوه او هومره مې نوي شیان پکې پیدا کول. دا شعر( ستا لپاره) نومیږي راځي چې دهمدې شعر رنګینې زینې په پوړیو د خیال او فکر په پښو په مینه مینه د شاعر تر ذهن او زړه ورشو.

ستا لپاره

له زړه مې ټولې کرکې ویستلې
اوس مې له ښکار ځینې توبه کړیده
اوس له کریزه بغدادۍ کوترې نه کټوم
او بس تمامه ورځ لګیه یم
په دامونو کې مرۍ پییمه
سپینو کوترو ته پایزیب جوړوم
او د بې موره وري له اوښکو نه شراب جوړوم
او په سخت زړو یې ارزانه پلورم
چې یې له زړونو کینې کډه وکړي


وګورﺉ ! شاعر په څومره هنري انداز د کرکې له تورې نړۍ د مینې او ترحم رنګینې او سپینې نړۍ ته اوړي او ټینګار کوي چې باید له زړه نه کرکه او کینه ویستل شي ځکه چې زړه د بدن پاچا دی .پاچا باید پاک ،سپیڅلی ،عدل او مینه ناک وي که کرکه په زړونو مسلطه شي نو د انسانیت تر منځ دبدبختۍ دیوالونه ودرولی شي چې انسانیت ته یې تاوان نه جبرانیدونکی وي او ښکار چې په اسلام کې هم مباح بلل شوی یانې نه ثواب لري او نه ګناه.نو مونږ باید دبشریت له مخې هم فکر وکړو چې ولې ښکار کوو ؟ ولې کوترې ،هوسۍ او داسې نور... وژنو؟ ولې د طبیعیت ښکلاوې وژنو؟ ولې د خدای پیدا کړي مخلوق چې هغوی هم زمونږ په شان د ژوند حق لري وژنو؟ مونږ خپل هوس مړوو او خپل شوق پوره کوو خو دا نه ګورو چې دا کار زمونږ محیط او بشري محیط ته څومره تاوان اړوي؟ او د شعر په دې کړۍ کې له کریزه د بغدادیو کوترو نه کټول او هغوی ته د دامونو په ځای په تارونو کې

مرۍ پییل .استعاره هم کیدلی شي . په کلیو او بانډو کې زیاتره کریزونه ګودرونه وي چې نجونې پرې راټولې وي چې د ګودر په مفهوم باندې ټول پښتانه پوهیږي ضرور نه ده چې ډيرې خبرې پرې وکړم خو سپینو کوترو ته پایزیب جوړول .کله چې کوترې الوزي پایزیب یې په پښو کې وي په هوا کې نرۍ نرۍ شرنګا جوړیږي مونږ د نجونو په پښوکې د پایزیب خبره اوریدلې ده خو د کوترو پښوکې د پایزیب خبره ډیره نوې ده .څومره ښکلی اوروان تصویرلري .عجبه سندریزه لوبه ده .او د بې موره وري له اوښکو نه شراب جوړول .دا هم استعاره کیدای شي .خو که ظاهري تصویر یې وګورو ډیر عاطفي حالات انځوروي .کله چې د یو وري مور مړه شي او وری د خوراک په وخت د یوې بلې میږې خوا ته ورځي پر هغې د مور ګومان کوي خو میږې یې بوی کوي او کله چې پرې پوی شي چې دا زما اولاد نه دی نو بیا یې په سر باندې وهي له ځان یې لرې شړي .او د فلکلوریکو راویتو له مخې هم دا خبره کیږي چې د یتیم وري له سترګو نه اوښکې څاڅي .شاید سهار صیب دا حالات لیدلی وي .شاید ده ته د یتیم وري حال د یو افغان یتیم حال ور په زړه کړی وي چې د ښار واټونو کې یا د کلیوپه کوڅوخیرات غواړي یو چاته د یوې ډوډۍ په خاطر لاس غزوي او ورنږدې کیږي خو مقابل لوری ددې په ځای چې مینه او مرسته ورسره وکړي توهینوي یې او ان چې وهي یې .نو شاعردلته د بې موره وري اوښکې ځمکې ته نه پریږدي له هغوی نه د مینې شراب جوړوي او د هنر په جام کې یې په ډبرزړو وړیا پلوري .

اوس مسافر په کاڼو نه ولمه
اوس ګلان نه شکوم
له لارو نه ازغي ټولوم
په لاره تلونکی ماشوم ښکل کړم
د سپین ګیري بوډا لاس ونیسم
له زړه مې ټولې کرکې ویستلې


 


وګورﺉ ټولنیز اخلاق پکې څومره ښه انځور شوي . ځینې خلک مسافر په کاڼو ولي چې همدا حالات یو وخت په مونږ هم راغلي و . مونږ یو څو انډیوالان د ایران له لارې دوبي ته تلو .د ایران پولیسو ونیو .مونږ به یې چې کله له یوې پولیسي تاڼې نه بلې تاڼې بولوو.په لاسونو کې او پښو کې به مو زولنې پرتې وي نو ځینو ایراني پولیسو او ان عوام خلکو به په کاڼو ویشتو. مونږ کوم مجریمین نه و خو خپلې غریبې او بدبختۍ اړ کړي وو چې د ایران له لارې دوبی ته لاړو شوو خوري اوغریبي وکړو . او شاعر همدا انساني پیغام په خپل شعرکې راوړي وايي مسافرو ته تکلیف مه ورکوي .اوله ښکلا سره مینه له ‌طبیعیت سره مینه د شاعر ښکلا پرستي د ګل له نه شکولو څخه معلومیږي
او له لارو نه ازغي ټولول د ماشوم ښکلول یانې خپل اولاد غوندې یې ګڼل او سپین ګیري بوډالاس نیول او هغه د خپل پلار غوندې ګڼل هغه ته احترام کول د غوره اخلاقو اوچتې بیلګې دي چې د سحر صیب په ژوند کې مونږ دداسې ښو کړنو شاهدان یو.

اوس له دوشمن نه کسات نه اخلمه
اوس دغومبسو کور په خټه باندې نه پټوم
په مار د کاڼي ګذار وکړم
خو خطا یې ولم
بس هسې ځان ترې ژغورم
هغه هم هسې د رحمان د یارانې په خاطر
اوس له خوبونو مرور یم ټوله شپه په تلاوت تیروم
او د قران زرینو پاڼو کې یو نوم لټوم

په مونږ کې د بدو په بدل کې ښه کول خو ډیرکم لیدل کیږي ان چې د ښو په بدل کې هم بد کوو.همداسې نو کسات یا د غچ نه اخیستل خو خپله بې غیرتي ګڼو .ځکه چې مونږ ته د انسانیت په ځای رواجونه ډیر ارزښت لري خو شاعر دلته له همدې رواجونو څخه ښکلی بغاوت کوي او انسانیت ته په پوره مانا قایلیږي وايي چې باید د کسات یا د چا بدو په مقابل باید مقابل لوري ته مینه ورکړو او ښه ورسره وکړو. ځکه چې کسات ګټه نلري تاوان لري او مینه ده چې خدای خوشالوي او انسانان سره نږدې کوي . د ښه او خواږه ژوند د جوړولو زمینه برابره وي .
شاعر د غومبسو د کور یادونه هم کوي چې مونږ د ماشوماتوب ښکلې دنیا ته ورګرځوي . ځکه په ټکنده غره کې د شوخو ماشومانو هم دا کار وي چې څنګه د غومبسو کورګي په خټو وولي او غومبسې را وبڼوي . خلک پرې وچیچي . او له شوخې نه خوند واخلي خو شاعر د غومبسو په غذابول ښه کار نه ګڼي او وايي چې باید له دې کار څخه ډډه وشي او داخبره یې څومره ښه راخیستې چې په مار د کاڼي وار کوم خو حطا یې ولم هغه هم هسې د رحمان د یارانې په خاطر. معمولاً په کلیو او بانډو کې نالوستي کسان د مارپه اړه یو نظر لري او یو شعر وايي
چا چې ولیدلو مار
چې پرې ویې نکړو ګذار
هغه نه دی زما یار
که څه هم دا شعر خلک په رحمان بابا پسې تړي.خو د رحمان بابا له شعري سبکه او له غزلیزې شاعرۍ جوته ښکاري چې دا د رحمان بابا شعر نه دی بلکې د کوم ولسي شاعر له خولې وتلی شعر دی . سحر صیب هم دلته د ولس له خولې غږیږي خو پیغام یې د خدای له بشر سره مینه ده .
راځی چې د شعر اخري برخه یې وشرنګوو

اوس مې ټوپک پراوږه نشته
او له میل نه یې شپیلۍ جوړه ده
پکې د مینې ترانې غږوم
دا ټول د ستا لپاره
ځکه دوی وايي چې جنت کې حوري ستا غوندې دي

ټوپک زمونږ سمبول دی مونږ د تورې او ټوپک په زور تل له خپل وطن او ناموس نه دفاع کړیده او تل مو د یرغلګرو په وړاندې کارولي دي خو له دې نه هم سترګې نه شو پټوی چې ټوپک زمونږ دوښمن هم دی .زمونږ بربادي له ټوپکه رواتې ده .مونږ د غصې او جنګ په وخت کې په ورور هم ټوپک چلوو بل هم پرې وژنو ځان هم پرې وژنو. خو شاعر دلته ټوپک له اوږې کوزه وي او هغه ټوپک چې قتل پرې کیږي له خولې نه یې لمبې وریږي له میل نه یې شپیلې جوړوي د مینې نغمې او ترانې پکې غږوي
او اخر کې وايي دغه ټول ښه کارونه دستا لپاره کوم ځکه چې دوی وايي چې جنت کې حوري ستا په شان دي .یانې دا ټول کارونه شاعرد یوچا د مینې په خاطر کوي نو که داسې یو مین د یوچا دیوې مینې په خاطر انسانیت او طبیعیت ژغوري نو دا انسان دې سل ځله مین شي او د سلګونو مینو له کړکیو دې سل ځله انسانیت وژغوري.

۸تله ۱۳۹۰
سیدجیلاني جلان کابل ژوندون راډیو تلویزیون


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.