Banner

د خواشينۍ پيغام : انديښمن ځاځى

04.10.2011 15:10

 

په ډيره خواشينۍ مې خبر تر لاسه كړ چې د هيواد ملي ، سياسي او فرهنګي شخصيت معراج الدين پټان له دې فاني دونيا څخه سترګي پټې كړې چې ددغه خبر په اوريدو سره مې زړه ډير ودرديد ، معراج الدين پټان د خپل هيواد ،  ژبې .  خلكو  او كلتور په لاره كې ډير قربانۍ وركړي چې د ده د مړينې سره مونږ په دې برخه كې يوه لوه تشه احساس كوو او دا تشه به تر ډيره د محسوسيدو وړ وي . د خداې (ج) له دربار څخه  مرحوم معراج الدين پټان ته جنت فردوس او د خداى بخښلي كورنۍ ته د چميل صبر غوښتنه كوم . 

 

روح دې يې ښاد او ياد يې تازه وي . 

انديښمن ځاځى 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.