Banner

د جنازې بازو مې نيسه: نبي تدبير

06.10.2011 15:14

د جنازې بازو مې نيسه

پرون مې د يو داسې فرهنګي د جنازې بازو نيولی ؤ چې که په خپله ليکوال او شاعر نه ؤ خو د ګڼو ليکوالو او شاعرانو بازو يې مضبوط کړی ؤ.

دا خوشباوره، بې کبره او پټان وليد افغاني يا د ده د کورني نوم له مخې معراج الدين پټان ؤ.
دا چې معراج الدين پټان يو ستر ملي سوداګر، سياستوال، اهل طريقت او د اوسني حکومت پخوانی چارواکی ؤ په دې اړه زه نه غږېږم. بلکې په فرهنګي اړخ يې خبرې کوم ځکه چې له فرهنګيانو ګيله لرم او پرې نيوکه لرم.
معراج الدين پټان لا په امريکا کې محصل ؤ چې په افغانستان کمونيستي يرغل وشو او خلک له هيواده مهاجر شول. دی هم د هيواد ساتنې تر ټلو نږدې او تاوده سنګر (پېښور) ته راغی او هلته يې د وخت له بېلابېلو فرهنګيانو سره ليده کاته او د زړه خواله پيل کړه. ډېرو ته يې په خپل شخصي لګښت او د (سازمان مهاجرين افغانستان) په نامه ادارې له خوا کتابونه چاپ او د همغوی په واک کې يې ورکړل. همداراز يې د اوسني حکومت په وخت کې هم ډېرو فرهنګيانو ته د دوی په اصطلاح د دوی کتابونه (د چاپ په ګاڼه سينګار) کړل. حتی د هيواد د يو سپېڅلي او نازک احساس لرونکي ليکوال (استادصميم) په نامه يې د ادبي ټولنې بنسټ کېښود او يو څه لګښت يې هم په غاړه واخيست. د خوست فرهنګي ټولنې له خوا يې په لسګونو کتابونه چاپ کړل حتی چې د مرګ تر بريده يې د سلګونو افغانانو په سلګونو کتابونه چاپ او د ګڼو فرهنګيانو فرهنګي بازو يې نيولی ؤ خو پرون چې د ده د جنازې کټ د کابل د شهداء صالحين هديرې ته وړل کيدو نو يوازې د ده خپل خپلوانو، سيمه والو، ډېر کم شمېر ملګرو او بېخي د ګوتو په شمېر فرهنګيانو يې د جنازې بازو نيولی ؤ او د دولت خو څرک هم نه ؤ او داسې هم نه معلومېده چې ګنې دی هم يو وخت د خوست او بيا د غزني والي يا په اصطلاح حکومتي چارواکی ؤ.

ماچې مخکې هم ښاغلی پټان يو خوشباوره انسان باله نو په دغه ورځ مې خپله فرضيه په اثبات ورسيده او له فرهنګيانومې هم ګيله راغله او هم مې د نيوکې په موخه دغه څو کرښې تورې کړې. ځکه چې په يوه اخبار او ويب پاڼه کې مې هم حتی د خواشينۍ پيغام ونه ليد او نه مې د چا ليکنه ولوسته نو ځکه د پښتو دغه عاطفي لنډۍ ليکم چې :
د جنازې بازو مې نيسه
چېرته به ما په راستۍ خوله درکړې وينه

محمد نبي تدبیر

نيک هدايت ځاځي 19.10.2011 11:20

نيکي هيلي اوسلامونه.
ترټولودمخه ستاسوټولو داريوب دپاڼې چلوونکو روغتيااولابرياوې دلوي خداي له درباره هيله اوغوښتنه کوم ٠ له بلي خوا په ډيره خواشينې مې تيره اونې د پټان صاحب د وفات کيدوخبر تر لاسه کړ چې ډير خفه شوم ځکه چه دا دهيوادلپاره يوه غټه ضايع بولم . ترکومه چه ما خداې بخښلئ پټان صاحب پيږانده په هيواد , وولس ,پوهني او رسنيو دهغوې پرپرمختګ اوغشتلي کيدومين شخصيت.چه دد ه تعريف
ځخه زه عاجزيم ٠ خوهرږوندي سری مرې مګر ددوې اعمال اوکړني پاتي کيږي . دنوموړئ کاراوخدمت په خوست اوغزني کي دقدروړبولم .الله تعالي دده ته فردوس جنت نصيب اوکورني ته صبرجميل ورپه برخه کي .....امين ياربالعالمين....
په درنښت
نيک هدايت څاڅی - داروپا دپږواک ځبريال اوليکوال

نجیب الله پیمان 09.10.2011 05:29

تد بیر صاحب ستاسو لیکنه مې ولوسته رښتیا هم ښاغلي پتان له ادیبانو او فرهنګپالو سره د زړه له تله مینه درلوده او په خپل لګښت یې د ډیرو لیکوالو کتابونو چاپ کړي وه، خو افسوس د اوسنیو چارواکو نه ګیله داده خصوص پښتانه او لا هم د فیل په غوږ کې ویده دي له نورو خو ګیله نه کوه د اطلاعاتو او کلتور وزیر خو پرېږده چې د سندرغاړو او ډمانو په مړینه کې شرکت وکړي هغه دداسې علم دوسته او علم پروره او فرهنګي خلکو په جنازه کې جیرته ګډون کوي رښتیا هم ستا ګیله پر څای ده ، الله د زموږ دې چارواکو ته لومړی هدایت او که هدایت نه وي نو الله د بربادۍ کندې ته واچوي چې موږ ترې خلاص شو.

په درنښت
نجیب الله پیمان

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.