Banner

غزل : سيد جيلاني جلان

20.10.2011 06:57


نه هغه مست یم او نه دنګ د مینارې غوندې یم
اوس د وجود په اوږو بار د جنازې غوندې یم

ای! چې مې وژنې نو چاړې او خنجر څله راوړې؟
زه خو په مازې باد ورکیږم د ایرې غوندې یم
... 
رانه چاپیر دی د حالاتو د لمبو سمندر 
زه یې په منځ کې د شډلې جزیرې غوندې یم

په دومره خلکو کې هیڅ چا زړه پورې و نه نیوم
په دومره خلکو کې زه څومره بې اسرې غوندې یم

مه مې راسپړه کنه ګرانې راته وبه ژاړې
دستا جلان اوس د دردونو د کیسې غوندې یم

سیدجیلاني جلان


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.