Banner

غزل : سيد جيلاني جلان

24.11.2011 15:13

 

غزل 

ته د مینې سمندر وې لکه څاڅکی څنګه وړ شوې؟

ناڅاپي په نه خبره ، زړه دې ټول کړو رانه موړ شوې

تا خو سره جهنمونه د غوښتنو لرل یاره

لکه یخ وهلې ځمکه په نمجنه سیلۍ سوړ شوې

نه نه هغه دې دروغ شول چې ویل دې ته مې زړه یې

نه نه لاړې ، ته خو لاړې د غرور د بنګلې پوړ شوې

زه دې پریښوم پرهرژلی لکه پاتې زخمي جنګ کې

ته د شنه هوس له پاڼو لکه شنه هینداره جوړ شوې

درته وې مې ځان دې ساته خو تا نه منل جلانه

ګوره دې شل کلنۍ کې د اتیاوو کالو زوړ شوې

مطیع الله((حقمل)) 06.03.2012 11:05

جلان صیب په ریښتیا چی ډیرمی خوښ شو الله(ج)خو دی ژوندۍ راته لره

اسلم دانشمل 06.12.2011 06:30

ډيرښه جلان صاحب په قلم دي برکت شه همداسي څپاند او روان قلم ولری

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.