Banner

غزل : دانشمل

06.12.2011 10:26

 

سرليک: غزل 

څه په شيبو شيبو باران را وريده روان وم
زړه مي سينه کي څه بي واکه درزيده وان وم
دژوند په لار چې سره بيل شو هغه ښه راياد دي 
چې غلي غلي دي تر شا راوليده روان وم
په سپن سهارچې ماله تانه اجازت اخيستو
په بيلتانه مي سره ګلونه ژړيده روان وم
دسپينو اوښکو فواري وي يادکي پاتي نشو
زماليمو کي يوتصوير وو ورانيده روان وم
زيړ مازديګر وو څو پړاوه درنه لري ومه
ان چي په غرونو زيړۍ لمر هم ډويده روان وم
دوه پيوند زړونه دانشمله اوس جداوو سره 
دوه ګريوانونه هم په اوښکو لنديده روان وم

مطیع الله(حقمل) 06.03.2012 10:53

ګرانه ډیرښکلۍ ډیرمی خوښ شو له خوندونو څخه ډک شعر څخه دی سوه نړۍ مننه

احسان الله سهاک 2012/1/10 10.01.2012 09:49

ګرانه ډیر ښکلی شعردې لیکلی دی ستا دلا بریاوو په هیله نه پوهیږم زما خو ډیر خوښ سو..........<br />

زمرايالى اباسين 20.12.2011 13:09

ډير ښكلى او خوندور شعر دى. د بيلتون شيبې يې ډيرې ښې راسره رانغښتي دي او د شعر په خوږو تورو كې يې دغو شيبو ته د تسلسل ښكلې ګاڼه ورپه غاړه كړې ده. لا برياليتوب مو غواړم، ماته دې شعر ډير زيات خوند راكړ.<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.