Banner

غزل : سيد جيلاني جلان

10.01.2012 10:49

غزل 

دا عمر څه خوږ؟ چې د ویر او غم په کور تیریږي
چې په تا درد تیریږي ما باندې هم اور تیریږي

د بې شعوره بې احساسه پښتنو په وجود
د رواج خدای مدام د ظلم په اس سپور تیریږي

د تلو په وخت کې مو ناڅاپه داسې چیغې وکړې
لکه په منځ د ماشومانو کې منګور تیریږي

ظالم یې نه اوري ګنې مظلوم چې اخ وکاندي
په کایناتو کې یو سورطوفان د شور تیریږي

سادګان وايي چې جلانه! ښه مزې دې وکړې
خو خبر نه دي چې مې ژوند د درد په زور تیریږي

سیدجیلاني جلا

مطيع الله(حقمل)ځاځي 06.03.2012 10:14

جلان صیب په زړه پوری غزل څخه دی یوه نړۍ مننه ستاخوږدوست حقمل

احسان الله سهاک 2012/1/10 10.01.2012 10:55

واه واه جلان صیب ډیر خوندور وو،<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.