Banner

د ښځینه احساس انځورونه د جلان په شاعرۍکې:پاكيزه ارزو

19.01.2012 11:17

د ښځینه احساس انځورونه د جلان په شاعرۍکې


شاعرۍ څومره خوږه یې تا په څومره خلکو ګران کړم
تا په زړونو کې مېشته کړم تا په زړونو کې ودان کړم
تا په ځان باندې مین کړم تا انسان باندې مین کړم
تا انسان راته روښان کړو تا انسان ته، وروښان کړم
درقربان شم درنه ځارشم څه عجب ژوند ته دې یوړم
که د ډېرو دې دښمن کړم خو د ډېرو دې جانان کړم

شعرد خیال، فکر، عاطفې او احساس د رغېدونکې شکل اهنګینه ژبه ده. اوهرهغه څوک چې شعر لیکي که ښځینه وي یا نارینه، د خپل جنس د احساس د درک په نظر کې نیولو سره د دغو توکو په واسطه هغه څه چې یې محسوس کړي وي د نارینه یا ښځینه انداز په الفاضو کې رانغاړي. اود داسې احساساتو د مفهوم رسولو لپاره، د انساني عواطفواو احساساتو درک، شعري ذوق اود شعرعالي طبع پکارده. ترڅو شاعریا شاعره وکولای شي هرهغه څه چې یې محسوس کړي د شعر په ژبه بیان کړي او د خپل چاپېریال تصویر دهنر په رنګونو جوړاو خلکو ته یې ورښایي.
شعر لیکل فطري استعداد دی، الله تعالی هر چاته د شعر ویلو استعداد نه دی ورکړی. ښایي د دغه فطري استعداد د ظهورلپاره شاعریا شاعره له خاصو حالاتو او پېښو سره مخامخ شي او دوی ته د خپل فطري ذوق د غوړېدلو موقع ورکړي.
زموز د هیواد ځنې شاعران اوشاعرانې خپله شاعري د ښو او بدو پېښو څخه د متاثر کیدولو او له هم هاغې پېښې څخه د الهام په اخېستلو خپل دغه فطري ذوق د هم هاغې پېښې محصول ګڼي. خو ځنې شاعران او ادبپوهان بیا په دې باور دي، که شاعري د پېښو محصول وي نو په نړۍ کې هر انسان له یوې نه یوې ښې او بدې پېښې سره مخامخ شوی، خو د نړۍ هر وګړی شاعر نه دی. په ځانګړي ډول زموږ د هیواد هر وګړی که نارینه دي او که ښځینه، له ګڼو پښو سره مخامخ شوي. په خاصه توګه ښځینه په افغاني رواج پاله ټولنه کې له داسې ناوړو بېښو سره مخامخ شوي اومخامخ کېږي، چې ښایي په یوې شېبې یې کیسې ولیکل شي. شعرخو ډېره لڼډه ژبه ده. خو دلته هره ښځه شاعره نه ده. او که شاعره هم وي، هغه محدویتونه چې په افغانی ټولنه کې موجود دي دا نه شي کولای هغه څه چې محسوس کړی په خپل ښځینه احساس یې ووایي. د احساساتو دڅرګندولو د بیان حق ورڅخه اخیستل کېږي.او دغه هنري بیان ینعې شعرته یې د شرم جامې وراغوندي. دروني احساسات د ځان دننه ورووژني او هغه څه چې په زړه کې وي د تل لپاره یې په زړه کې پاتي او ژبې یې ګونګۍ شي. 
خو له نیکه مرغه په همدغه رواج پاله ټولنه کې ځنې داسې خواخوږې نارینه شاعران شته چې خپل انساني احساس اوعاطفه له ښځینه وو سره مشترکه ګڼي او د هغوی د انسانیت مقام ته د درنښت له مخې د دوی په ژبه شعر وایي. ځکه دوی هم د همدغې ټولنې اوسېدونکې دي او د رواجونو له منفي اغیزو څخه دوی هم متاثر شوي دي. او د خپلې ټولنې له ښځمنو سره همدرده دي. چې له همدغو خواخوږو شاعرانوڅخه ځوان نوښتګرشاعر او ژورنالیست سید جیلاني جلان صیب دی، د تورو څڼو له ماښامه دغه متاثر شاعرد ښځو مقام او انساني مینې ته په لوړارزښت قایل دی. دغه ځوان شاعرد پښتنې ټولنې له رواجي محیط څخه متاثر شوی، خپل او د مقابل جانب درد په خپل نارینه او د مقابل جانب درد د هغې په ژبه د خپل هنر په قوت د شعر په اهنګینه ژبه بیانوي. 
د ۱۳۹۰ لمریزکال په راون ژمي کې د جلان صیب دویمه شعري ټولګه ( دهنېدارو دره) له چاپه راووته او دغه ښایسته هنري پنځونه یې افغاني ټولنې ته ډالۍ کړه. دغه رنګینه شعري ټولګه د جلان صیب د لوړ شعري استعداد صفا هېنداره ده چې د خپلو ګڼو شعري ځانګړتیاووسره د غزلو، نظمونو، ازادو شعرونو او څلویزو په قالبونوکې،د نویو ترکیبونو، استعارو،تشبیهاتو او نورو ادبي صنایع په واسطه د لفظونو په تارونو اوبدلې ده. او دهېندارو د درې خیالي تصویرونه یې د شعر په ژبه انځور کړي ډي. 
دجلان صیب په شعري ځانګړتیاوو کې لوی هنرپه شعرونو کې د تصویرورونو راوړل دي، چې ډیرو لیکوالو تبصرې او مقالې پرې لیکلي دي. خو هغه څه چې ما د یوې ښځینه لوستونکې په صفت د جلان صیب په شاعرۍ کې محسوس کړي هغه د ښځینه احساس تصویردی، چې په داړو شعري ټولګو کې یې ډېرې بېلګې ترسترګو کیږي. او په لوستلو مې داسې احساس وکر،چې ګوندې دا به دې یوې پښتنې شاعرې د فکراو د زړه د درد اظهاروي. په ځانګړی ډول د ده نوې چاپ شوی شعري ټولګه( دهېندارو دره) د همدغو احساساتو د درک له تصویرونو څخه برخمنه ده. دخپلو خبرو د اثبات لپاره لومړی دهېندارو د درې په هېندارو کې د یو څو شوخو لمحو تصویررونه وګورو چې د ښځینه احساساتو د اظهار لوړې هنري بېلګې بللی شو:
سپین ګلابونه یې د سترګو له درو بهیږي
بیا د جانان د احساتو پسرلی یاغی دی
بس چې مې وویني راغاړي وزي زه څه ملامت؟
زه په خدای ډیره کذار کوم خو دی یاغي دی 
ټوله ستایم دمره صبر شه جلانه !
چې خمار کې انتظار شم رانږدې شه
د سالو لاندې مې پټ کېنه جلانه !
دچم خلک له هرلوري راته ګوري
کاش له یو او بل کړو لار د وتو ورکه 
کاش جلانه! چې ته زه شې او زه ته شم
خدای داسې شېبې راولي جلانه!
چې د نوک اورۍ په شانې سره خپل شو
خاموشي به ورته شنه شي له خندا نه 
زمانې چې په نڅا کې په خندا کړم
د سکروټو جام به جوړ کړم له جلانه نه 
که نازونه جګ برجونه د ښکلا کړم 
جـلانه! تــاخــو د انــکار بــندونه ډېـر وټـــړل
څنګه ده؟خدای چې مې په ګوتو راکولې راغلې

د ښځینه احساساتود شوخو شېبو دغه شوخ تصویرونه د دردېدلي زړه شاعرڅومره په هنرمندۍ د هیندارو د خیالي درې په هېنداروکې په ښکلي انداز اوښایسته الفاضوکې تصویر کړی دي،چې ښایي یوه پښتنه شاعره په خپل شعرکې داسې ژبه ونکاره وي.
همدارنګه د همدغو احساساتو د بیان یو بل نازک انداز چې د جلان صیب په شاعري کې موجود دی د همدغو مصومو وجودونو د نازښېرا، شکایت او ګېلې دي، چې څورنګین مثلونه یې د هېندارو دری په هیندارو کې تصویر شوي دي:
جانانه! اوس مې له نیم ژواندې ځوانۍ لرې ګرځه
لکه د لومې تار د درد سیلۍ ته ترنګ مې وکړو
جلانه! مړ شې اخر دمره بې غوري څنګه وي
پاڼه د ګل وم دا ده اوسپنه شوم زنګ مې اوکړو
ښکلیه! څه رحم په کافر زړه کې لرې او کنه؟
غېږ کې مې ونېسه په خدای ژوند مې تبه واخېستله
خدایزده چې بیا د کومې ماتې سیوری وشو پرما؟ 
جلانه ګله! بند په بند مې تبه واخېستله
ستا مینه ناکه خندا ستا خوږې خوږې خبرې
په زړه مې ډېرې راوریږې وایه څنګه وکړم؟
ما خو په زور په تا زړه نه بیلوو جلانه ګله! 
مینه ده خپله پیدا کېږي وایه څنګـه وکړم؟
د ښځینه احساساتو د شوخو شېبو دغه شوخ تصویرونه د شعر په ژبه د جلان صیب د لوړهنري بیان او ښکلی انداز بېلګې دي چې د هېندارودرې په ایینو کې انځورشوي دي.او داسې احساسات هغه وخت ځرګندېږي چې شاعر د مقابل جانب احساس درک کړی وي. چې دجلان صیب په دغه بیتونو کې دغه درک تصویرونه له ورایه ځرګند دی. 
خو هغه څه چې دجلان صیب د شاعرۍ لویه برخه جوړه وي او د ده د شاعرۍ د خیال ملکه ورڅخه الهام اخلې هغه انساني فردي مینه ده، چې تل په پښتنه ټولنه کې راوجونو ته قرباني کېږي. عامه اصطلاح ده وایي، چې د یوچا درد هغه څوک ښه محسوسه ولی شي چې درد یې لېدلی وي. د ټکړه شاعر اوژورنالیست ښاغلی مصطفی سالک یو بیت د همدغې اصطلاح ښه تصویر راښایی:

سرابي حسنه ته خبریې په دې 
چې جل وهلوته اوبه ښکارې 
جلان صیب ته د دردونو شاعرهم ویل کېږي او د دردونو دغه خیالي ګر سوداګر ناوړو راوجوته د قرباني شوو ځوانانو او په خاصه توګه د پېغلو د دردنو ترجمان دی. جلان صیب د ناوړو راوجو په خلاف مبارزې ته د سپېڅلی بغاوت نوم ورکوي، چې ډیره شاعري ورته کړې ده. ښې بېلګې یې د جلان صیب په لومړی شعري ټوګه (د ګلپاڼواتڼ) کې شته. خو اوس به دهېندارو درې په هېندارو کې د ښځینه احساس او د سپېڅلي بغاوت څو تصویرونه وګورو چې د یوې پښتنې مینې د اظهار ښکلی بیان دی:
ژوند مې ټول ورته ډالۍ دی یو سړی دی یو سړی دی
په ورغوي کې مې پټ دی شین غمی دی یو سړی دی
دمره ګران یم پرې جلانه چې خپل ځان ګني جلان
خو پر ما هم دمره ګران دی چې زړګی دی یوسړی دی
اویا: 
جلانه! اوس مې د لاس سور دسمال ښکاره ګرځوه 
اوس په همزلو کې دا ستا په نـــــوم بـدنــامه یـمه
نن مې د جلان د شنه غزل شرنګا اغوستې ده
نن په تا په یو خوږ هنري وار کو تا غورام
دغه ښایسته یاغي بیتونه دجلان صیب د شاعرۍ د ښځینه احساس او سپېڅلي بغاوت ښکاره مظهردی، چې ښایي د پښتنې ټولنې شاعره د داسو احساساتو د اظهار لپاره نوره هم منتظره پاتې شي، ځکه د دې مقید چاپیریال لا دې ته د داسې یاغي الفاضو د کارونې اجازه نه ورکوي. 
راځئ د همداسې احساساتو د اظهاربل رنګ د جلان صیب په شاعري کې ولولو، دهېندارو درې په هېندارو کې بد راج ته د قرباني شوې پېغلې داحساساتو د یوې بېلګې تصویرونه وګورو چې جلان صیب هغه درد محسوس کړی اود هغې په ژبه څه داسې وایي:

لکه ماته ایینه پېغله

پلارمې خان د کلي دی بیخي لویه حجره لري
سره شړۍ په ولو لري او ښه جګه شمله لري
ښه زین کړی اس لري او ښه توره تیره لري
ټول کلی یې حکم مني څومره د بدبه لري


پلار مې د غرو په نیلي سپورو ځان یې نه لیدو
د نګ و په خپل ځان کې مقابل انسان یې نه لیدو
نېغ به یې اسمان ته کتل ټیټ جهان یې نه لیدو
ځان باندې غره و خو د لوی خدای شان یې نه لیدو

پاڅېدو په نه خبره خرپ سړی یې وواژه
دمره بې پراو ته وا د هوسۍ بچی یې وواژه
خدایزه چې د چا د قسمت شین بنګړی یې وواژه
قتل سره جوخت دیوه ژوند سپرلی یې وواژه

تیرې اوه ورځې نه وې لربر خانان جمع شول
ښې سترې حجرې ته بډاګان او ځوانان جمع شول 
هر خوا سپین پټکي وو طالبان ملایان جمع شول
غبرګ غویان حلال شول ولسي ملکان جمع شول

جوړې ننواتې شوې جرګې چې تړون وغوښتو
قتل او په بدو یې د ښو پیوستون وغوښتو
زه یې په ژاړ ورکړم له مایې سکون وغوښتو
زما د روح په مرګ یې زما پلار ته ژوندون وغوښتو

زما انساني حق زما د پلار دغو کړو وړو یوړو
خوږ نعمت ارام د ژوند ، لمبو یوړو لمبو یوړو
شرنګ مې د ځوانۍ د غم خنجر د غم چاړو یوړو
ها ګلابي رنګ مې زېړ په رنځ شو اندیښنو یوړو


زه د ژوند په پښو کې لکه ماته ایینه پېغله
زه د زمانو د درد په خټو کې پرته پېغله 
زه له خندا لیرې په ژرا ویر کې راشنه پېغله 
زه د بد رواج غشو خوړلې پښتنه پېغله

په پښتنه ټولنه کې د بد ناوړه راوج ته د قرباني شوې پیغلې دغه کیسه د جلان صیب په شاعرۍ کې د ښځینه احساس د هنري بیان ښایسته بېلګه ده، چې د یوې ریښتني پېښې تصویرراښايي.او په لوستلو یې بېلکل داسې احساس نه شي کېدای چې دا ده یوه نارینه شاعر شعر وي. د جلان صیب په شعري ټولګو کې نور ډېر مثالونه هم شته چې همداسې احساسات یې په کې بیان کړي دي. جلان صیب وایي، چې په پښتنه ټولنه کې دغو ناړو دودونو او د دغو دودونو په خلاف مبارزې ته پوره یو کتاب شاعري کړې ده. خوشحاله یو په دې که د راجونو په زنځیرونو تړلې پښتنه تولنه کې که ښځینه شاعرانې د محدویتونو له وجې خپل احساسات نه شي بیانولای، د جلان صیب غوندې خواخوږی شاعرلرو چې دغو وژلو شویو احساساتو اوګونګو ژبو درد محسوسه وي او د دوی په ژبه شعر لیکي. د ده ته د دغې ښایسته هنري پنځونې(د هېندارودره) مبارکي وایم. په دې هیله چې نورد بدمرغیو لمن زموږ له تولنې د تل لپاره توله شي. او د دغه ځوان خیالي انځورګرشاعر د خیال ملکه د مینې، صمیمیت او سولې د شعرونو پنځونکې وي. اوږد عمراوخوشحاله ژوند ته یې لاس په دعا یم، د کایناتو ټولې ښکلاګانانې دې د ده د زړه، خیال او فکر همیشنۍ میلمنې وي. له لومړی شعري ټولګې ( ګلپاڼواتڼ) څخه د ده په قلم لیکل شوې د ښځینه احساس دغه التیجا ورته ډالۍ کوم :
منم چې زه به په سندرو کې څه نلرمه 
د تخیل په مینارو به لاس بری نلرم
خو ما د میني جانانه پېغله چینه وبوله 
څه که اوبو ته د چا لپو کې منګی نه لرم 
که څوک مې ځوانې هیلي رېبي لکه شنه فصلونه
کومې کینې ته په سینه کې ګرانه ځای نه لرم 
عمر دې ګل مه شه شاعره ګله! ګل واوسې 
زه په خپل ژوند کې بې د مینې بل کوم شی نه لرم 

په ټول درنښت او ادب
پاکیزه ارزو
د مېرمن ټولنیزـــ کلتوري بهیرغړې

عقل الدین 28.12.2012 07:55

جلان صاحب او نورآریوب میشته ځوانان لکه خوږمن ...واقعا ښکلی نظرونه لری دشاعرۍ په برخه کی د ادب په برخه کی خدای ج دوکړی چی همدغسی دآریوب ځلولو لپاره تل خپلی هڅی ونه سپموی په دی هیله امیرزی ځاځی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.