Banner

جلان د هېندارو په دره کې: ډاکټرفیض محمد ځلاند،

22.02.2012 15:34

جلان د هېندارو په دره کې!


د پښتو ژبې په شاعرانو كې ډېر نوي ځوانان د شعر ميدان ته راګډ شوي دي، طبيعي خبره ده چې په دې ځوانانو كې به ډېر له تجربو او رياضتونو سره روان وي، ورو ورو به د ځان را سمولو لپاره هڅې كوي، خو ځينې داسې ځوانان هم په كې شته چې په ډېر كم وخت كې يې ډېره ښكلې او په زړه پورې شاعري كړې ده، كه دانه شو ويلى چې د رحمان بابا غوندي هر بيت يې انتخاب دى، نو تر ډېره پورې يې د پښتو شاعرۍ ته نوى روح هم وركړى دى او په وخت سره به دا ګلان د لا ډېرو وږمو جوګه شي، په دغو ځوانانو كې يو هم سید جیلاني جلان دى چې د پښتو ادب په روان بهیر ښه تكړه نوښتګر ځوان شاعر دىٰ،هغه نه یواځې په خوىٰ، ورځنيٰ ژوند كې له ساده توب، عاطفې او مینې ډک دي، بلکې شاعرې يې هم له مینه ناکې عاطفې او غرني او کلیوالې ساده ګۍ ډکه ده. د سقراط له نظره د انسان په شخصیت کې تر ټولو ارزښتناک د هغه روح، ذهن او عقل ګڼل کېږي، زه چې څومره جلان له نژدې پیژنم هغه یو مینه ناک، له هر ډول صنعت او دوه رنګې څخه پاک او د عقل او منطق غلام انسان دي، چې د ده روح، ذهن او عقل یې ټول د ښکلا په ستایلو او د ښکلا په پنځولو کې بوخت ساتلي دي. 
جلان وایي :
د جلان د غزلیز فکر ډیوې یو
چې سر لارې د ګلاب ګلاب غورځنګ یو
جلان د خپل طبیعیت غلام ښکلا پېژندونکی شاعر دى، هغه لکه ایاز د ښکلا د سلطان غلام ښکاري، چې هره شعرې سوژه، هر انځور او ترکیب یې له خپل چاییریال څخه په الهام را اخستى او هر تورې یې چې د قلم له څوکې په کاغذ ایښى هغه يې شاعرانه كړى دى. که دا ومنو چې شعر د خیال، فکر، عاطفې او احساس د اظهار اهنګینه ژبه ده، نو بیا خو د جلان شاعري اهنګینه او له شوره او رنګه ډکه او غني شاعرې ده، هغه د پښتو ژبې داسې کلمې شاعرانه کړي دي، چې له ډېرو نورو څخه ورکې دي، هغه داسې ترکیبونه په شعر کې کاروې چې ډېر نور يې حيران كړي دي. افلاطون شاعري د انسان د عقلي استدلال په مټ نه بولي، د شاعرۍ ټول تخلیق د هغه د وجدانې کیفیت پنځونه بولي، خو د جلان په شاعري کې د هغه دعقلي استدلال سره سره د هغه وجدانې کیفیت هم په ښه توګه تر سترګو کېږي.
په تورو څڼو رڼه سیوري له سپین شال وریږي
واه! د طبیعت په ګلدرو باندې جمال وریږي
====
په بخملینه خوله زما نوم ته ځای مه ورکوه
دا طلايي چېنه د سره اور له کاله واړوه
په پورته بیت کې د بخملینې خوله ترکیب د جلان خپل ترکیب او نوې ترکیب دى، دارنګه د طلايې چېنه او سره اور استعارې څومره چې ژورې او خوندورې دي دومره نوي او د جلان خپلې دي. د جلان د شعر ښکلا هم په دې کې ده چې له ترکیبې کلماتو نوې تصویرونه جوړوي او په نويو تشبیهاتو او استعاراتو سره خپل شعر ته ښکلا او شعریت وربښي.
ګرانې ! پر نازک مخ لږ د مینې زرورک ساته
دا طلایي جام په ګلاب رنګو اوبو ډک ساته
د جلان د شاعرۍ همدا ښکلا ده چې نن يې جلان د یو نوي سبک مالک کړى، هغه په ترکیب جوړونه یا په ښکلي ترکیبونو په جوړولو كې په خپلو همزولو كې ښه مقام موندلى دى، هغه چې كله هم شعر ليكي، نوى شعر لیکي، نوې خبرې کوي، طبیعیت انځوروي، پداسې وخت کې چې همزمانه له جلان سره ډیر نور شاعران په ورته حالت کې ژوند کوي، خو دی د خپل چاپیریال ښکلا ته په جلا سترګو او له جلا زاویه ورته ټاكي اوله نورو شاعرانو څخه جلا انځورونه او نوې شعرې تابلوګانې پنځوي.
اوس ګنډي د وخت څیرلې ښکلا ګانې
ستا جلان د سندریزې ستنې تار دی
جلان د هېندارو په دره کې غزل ( چې لويه برخه د کتاب جوړوي)، منظوم نظمونه، ازاد نظمونه او څلوریزې وړاندي کوي، چې په هره برخه کې له ښکلو انځورنو، ترکیبونو، تشبیهاتو، استعارو، اهنګینو او شرنګېدلو كلماتو سره مل روان دى.
جلان د ښکلا په ستایلو او عبادت کې له پښتو نه دى اوښتى، هغه د شعر په مزل کې په هره لاره چې قدم اخلي نو لكه دروند پښتون له پښتو سره مل روان وي او د خپلې پښتو خدمت پر ځان فرض او قرض ګڼي، نو ځكه وايي:
ځار دې شم زلمیه ګلابي پښتو را وسپړه
ژبې چې د لیک له لړۍ ولویږي نو ورکې شي
هغه د پښتون د تیکي توره د حالاتو په وړاندي پیاوړي نه بولي، بلکې غواړي دا توره د فکر او نوښته ډکه وچلیږي:
موږ چیرې نه کړ د ژوند بل اړخ باندې ستړی فکر
مونږ د ایستلې تورې لاندې مدام وړی فکر
هغه په همدې غزل کې چې بلا خبرې پرې کیداى شي، د پښتون د اوږده عمر لرونکي ناورین او غم د پاره د حل لاره داسې وړاندي کوي:
وخت د سړو تودو حالاتو اوبه خوله کې ورکړې
خو ژوندی نه شو د پښتون د ولس مړی فکر
***
موږ به تر هغې یو د بل د لاس اله جلانه !
تر څو چې نکړو د علمیت د کاله غړی فکر
***
دارنګه د پښتون د غرور د سیکې دویم اړخ داسې وړاندې کوي:
دا چې موږ څومره یو ضعیف خلک دا بېله کیسه
مګر موږ تل بللی خپل فکر پیاوړی فکر
***
او بیا د پښتون قام د ستونزې اصلې لا مل په څومره خوندور انداز وړاندې کوي:
موږ په هر عصر کې دا پانګه خوندي ساتلې
نه بل ته وړی نه مو بل نه دی راوړی فکر
كه غربۍ نوموتې شاعرې پرسونیفکیشن بې ساه شیانو ته لکه سیورى، تیږه، رڼا، شپه او داسې ډېرو نورو ته ژبه د خپلو شهكارو شعرونو په مټ وركولى شواى نو جلان هم يو داسې څوك دى چې دا كار په خوار ځانګړي سبك او غښتلي شاعرانه مټ كولى شي:
ناز یې د سترګو غنم رنګ سیوري ته ساه ورکړله
نن باراني وریځې په زور د اوړی لمر و تاړه
جلان له اروا سره خبرې کړې، نا محسوس ته یې د محسوس جسم پوري کړى او موږ ته يې د شعر په ژبه داسې فزیکې چوکاټ وړاندې کوي چې هر لورى یې پل کولاى شو او هر لوري ته يې کتلي شو:
دغه ځواني مرګ جلان په کاڼو نبض تل نیسي
خدایزده دا به څه ډول ښکلا پسې راوتى وي؟
جلان د مینې په انتها کې د خپلو سرلارو شاعرانو خوشحال بابا او حمزه بابا غوندي پښتون پاتې کېدل غواړي، خو د ارايې انداز يې ډیر په زړه پورې دى :
مرور جلانه زر ورغاړې نه وزې
څه خو دي خو باید وي په پښتانه کې
د شعر د جوړښت واحد د ژبې کلمات او وییپانګه ده ، دا چې جلان کلیوال دى، د خپل کلې لهجې او کلمې يې په ډېره پیمانه شاعرانه کړې، چې ځای ، ځای يې د هغه کلمې د پاڼې په پای کې ژباړلې یا په عامه مانا ذکر کړې دي. د همدې کار په کولو کې ډېر بریالى دي، خو ځای ځاى ترې په شعر کې خیال یا هم شعریت مات شوى چې کیداى شي د ژور خیال د پنځونې له امله وي او یا هم د نویو کلمو یا ترکیبونو د راوړلو له امله يې د خیال څانګه د ګلونو لاندې کږه شوې وي لکه په لاندې بیتونو کې:
لکه شنه غوړګه اوړي را وړي زړونه ځان سره وړي
له ګلابي اشنا نه څه عجب کمال وریږي
***
پوښته مې مه چې څنګه ټیټې سترګې شلم ولاړ یم
د خپل وجدان په محکمه کې درته ګرم ولاړ یم
***
لکه ماشوم دغه جلان چې اوتري پوتري کیږي
د لوپټې لاندې خندا غواړي نازونه غواړي
لکه څنګه چې سقراط د انسان تخلیق او هنر پنځونه د هغه د فکر په قوت او تخیل کې نغښتي قوت بولي، دارنګه د جلان د غزل ټولې ښکلاوي د هغه د ذهن د پراخ او ژور فکر او تخیل څخه را ټوکېدلې هنري دي، چې موږ يې څرک د هېندارو د درې په هره منظره او هر لوري کې لیدلاى شو.
سقراط د انسان د بشپړتیا د پاره مینه لازمې جز او برخه بولي، که داسې وي نو جلان له مینې ډک زړه لري او یو مینه ناک او بشپړ انسان دي.

په درنښت 
ډاکټرفیض محمد ځلاند، کابل

مطیع الله((حقمل)) 06.03.2012 10:35

ځلاند صیب بیخی حقیقت دی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.