Banner

په هينداروکې جلان:محمد يونس تنوير

03.04.2012 09:13


: ليکوال:محمديونس تنوير
په هينداروکې جلان 

دهينداروله درې څخه دهيندارو راټولول راته حيرانوونکي دي په هره هينداره کې زماټولې خواوې ښکارې،نه پوهېږم چې په کوم تجسس خپل ذوقي خيالونه دهينداروله درې څخه راپټ کړم.دادسيدجيلاني جلان دهينداروهغه دره ده ،چې په کې يي دتغزل تخم شيندلى دى.اوپه نويوتشبهاتويي اوبه ورکړې دي.اوپه خيالي ترکيبونويي سندريزکړى دى.د هيندارودره دسيدجيلاني جلان دوهمه شعري ټولګه ده.د جلان ټول شعري هنريت دبيتوپرپرتله پېژنو:

چې سرونه ديوبل پراوږوکېږدو
ته وا لمراوغرتکيه په يواوبل شو
جلان صيب په پورتني بيت کې تغزل په نوې تشبې اوپرنوي رنګ کې راوړى دى.تغزل هغه بې جسمه روح دى جې په غزل کې منحصرشو ى وي؛دتغزل خاصيت دادى چې په توريوکې نه شي ترسيم کېدلاى.بلکې داستعارې اوکنايې په څېر په نورو لفظونوکې خوندي شوى وي.مګراستعاره په مشبه به کې ځان څرګندوي لکه :لمرمخې راغله.دلته لمرمخې مشبه به ده.چې مشبه يي نشته نوځکه ورته استعاره وايو.
اوکنايه داده چې دمدعاڅرګندتياپه کې نه وي موجوده. لکه:موږهم لاسونوته بنګړي نه دي اچولي.داداماناښندي چې موږ هم کمزوري نه يو.چې ترې وډارشويادې وهل وخورو. خوتغزل ډېره باريکي غواړي تغزل خيالي علت وي. چې دحالت څخه يي معلومولى شو.تغزل کېداى شي داسې يي راوړى وي چې مستقيمايي په تشبه کې خوندې کړى وي.لکه جلان چې لمر راوړى دى.
په يوه بيت کې دتغزل دپيداکولو لويه لاره داده چې علت يي ممکن خيالي وصف راوړى وي.يعنې کومه خبره کوم خيال چې شاعروايي هغه محسوس کېداى شي.که چېرته محسوس کېدلاى نه شو ،نوحسن تعليل دى.مګردجلان په دې بيت کې تغزل ښکلاده.ځکه چې سرونه دلمراوغرسر تشبه شوي دي.چې سرونه مشبه اوغرمشبه به دى ،کېداى شي چې داتشبه سمه ونه بولي.
پخواچې دښوونځي زده کونکى وم تشبه به مې په اداتو پېژندله.مثلا:لکه ،ته وا، ...زه دتشبه په حالت نه وم خبر يعنې نه مې پېژندله.دپورته تشبه حالت ګورو اوعلت يي معلوموو:
حالت يي داسې دى:لمرپه مازيګرکې ښکتيه کېږي اودمازيګر لمر زېړبخن رنګ لري.اومعشوق چې دخپل مين پراوږوسراېږدي نولمراوغرخوڅه چې له دې نه نوره هم ښکلى شى ددې صحنې انځورګرې نه شي کولاى.اوبل حالت يي دادى چې شاعرځان غراومعشوق لمرنه ګڼي هغه دمازيګروخت چې ممکن معشوق به يي دمازيګر دلمر په شان زېړوي.دغه حالت يي دمازيګر دزمان سره انځور کړى دى.ځکه يوشي په تشبه کې کټ مټ دهغه شي سره ورته والى دتشبه په اداتوکېږي په حالت يي نه کېږي.
نودلمر سترګې نه يي مطلب ښکلاده.اودخپل معشوق له پاره يي دغه حالت غوره کړى دى.دغه ښکلاتغزل ده.مګرښکلايي په مستيقمه يايي په توروکې نه ده ښوودلې.دې ته ځکه تغزل وايو.
دپښتولغت په درياب [i]په قاموس کې يي تغزل ته داثر اوتاثير سره نظم کونه ويلې ده.جلان په تغزل کې دستر لاس خاوند دى،دايې بله نمونه:
داچې مې مينه پرکچه مزي تړي ګرم نه دى
هندوې ناوې په تندي خال له سندوره وهي.
په پورته بيت کې مينه مشبه اوخال مشبه به دى.اودواړه سره تشبه شويدي.کچه مزى، دسندورخال اوهندوې ناوې هم مشبه به دي.خوتغزل يي په خال کې دى.ځکه په پښتنوکې خالونه دستنوپه واسطه ښوودل کېږي.اوهغه ټول عمر له منځه نه ځي.مګر دهندوې ناوې خالونه چې له سندوره وهل کېږي اصليت نه لري.دباران په څاڅکوهم له منځه ځي اومينه هم دهغوشنوخالونوپه څېرده،چې ټول عمر په تندي پاتې کېږي.اودسندوروخال چې اصليت نه لري اوداژر له منځه تګ يي تغزل دى.داچې اصليت يي په ټکيوکې نه دى راوړ ى نوځکه ورته تغزل وايو.
تغزل همېشه په مشبه اومشبه به کې پټ وي.له دې نه سوا هم راتلى شي. لکه دحمزه (رحمه الله) په دې بيت کې:
که ماړه دې ديدن هم پکې شمارکړم 
غنمرنګه ستادوصل نهرډېردي.
په پورته بيت کې دماړه،غنمرنګه اونهرترمنځ دغنمومناسبت پورت دى،اوله ديدن سره يې دتغزل شدت رامنځته کړى.
په پورته خبروکې مې وويل چې تغزل خيالي علت وي. نوشايد دژورې مطالعې خاوندانوته به داسوال پيداشي چې خيالي علت خوحسن تعليل هم لري.مګر حسن تعليل بياطبعې پېښې ته خيالي وصف پيداکوي.لکه دجلان په دې بيت کې:
دښايست زورته دې هغه وخت قايل شم
بادچې خوله ډکه کړې ګرد دې له پله واخلي
دايوه طبعې پېښه ده کله چې سيلۍ يابادالوځي نوضرورو له ګردسره دپلونوخاورې پورته کوي.مګرشاعروايي دا داسې نه ده داستاښکلاده چې په تاباندې سيلۍ مينه شوې ده.اوځکه دې له پله ګردوړي.په حسن تعليل کې وصف ښکلا پيداکوي.مګر تغزل هم تشبه ته ښکلى رنګ ورکوي هم وصف ته.په پورته بيت کې مووويل 
چې سرونه ديوبل پراوږوکېږدو
ته وا لمراوغرتکيه په يواوبل شو
سرونه ديوبل پراوږواېښودل ممکن دي ،دلمراوغرتکيه ممکنه نه ده.خوکله چې دلمر سترګه په مازيکرکې دغره ترشاکوزېږي.نوداسې يي ګڼوچې يوبل ته يي تکيه کړې ده.
ياداچې:
اوس ګنډي دوخت څيرلې ښکلاګانې
ستاجلان دسندريزې ستنې تاردى.
جلان په خپله شاعرۍ کې ډېرهنرونه راوړي دي.مګر ترټولوچې يي ماته خوندورښکاري ترکيب دى.چې نويو ترکيبونوته يي ګوتې رام کړې دي.نوي ترکيبونه شاعري ته سا ورکوي.اوله کليشه څخه موژغوري.په عاطفي تړون کې هنري فکراودترکيب خيالي باب دلويې شاعرۍ ځانګړنې دي.
ترکيب دې ته وايي [ii]((له دوويادووڅخه زياتې کلمې سره ونښلې اويوه کلمه ځينې جوړه شي.اوځان له مفهو اومانا وښندي.لکه:پى مخې.))يادجلا ن په دې بيت کې :
زړګيه دومره خوش باور ه تکيه مه کړه پرچا
کچه توربوردپټي پوله له توربوره وهي.
ريښتين صيب وايي((ټولې کلمې دوه حالته لري يويې لفظې اوبل يي معنوي حالت لفظي ترکيبونه دادي چې له دوو کلموڅخه جوړ شوي وي.))لکه ګلابي شونډې. 
دجلان په شاعري کې دواړه موجوديت لري.لکه:
دنظرزلزلووخوړم جلانه!
لکه وروست دېوال په مازې زورنسکوريم
[iii]((په معنوي ترکيبونوکې لفظي حالت ته نه کتل کېږي.له حالت څخه مومنظورترکيب دى.چې په يوځاى کې اصلي اوپه بل ځاى کې مجازي اوکنايي مانا ورکوي.لکه:زمرى. دامفرده اوبسيطه کلمه ده،چې حقيقي مانا يي دحيوان نوم دى.مګرموږيي تکړه ،زورورله پاره استعمالووچې کنايي اومجازي ماناترې راغله.مګرپه مجازي ماناکې يي بايديوڅه مشابهت اونسبت ضروروي.لکه :سترګه راختلې ده. دلته له سترګې نه مومطلب لمردى.مجازا دلمر سترګې ته مونښانه کړې ده.))
دجلان شاعري هنري ترکيبونه لري چې ګرده دهندارو دره يي ښايسته کړې ده.چې دايي بله بېلګه ده :

شوخ ماشوم يي دپلو زينه کې ناست دى
له پيچکويي تاوکړى ويښته کاږي.
پورتني ترکيبونه په يوه نوې جامه کې وړاندې شوي دي. چې په خوند يي څوک نه مړېږي.او زړوخبروته يي نوې جامې اغوستلې دي.هغه لنډۍ وايي چې:
ځان يي زړوجاموکې جوړ کړ
لکه په وران کلي کې باغ دګلو وينه.
دشاعرۍ لوى کمال همدادى چې هنريت يي زړه خبره په نوي رنګ کړې وي.چې دا دلويو شاعرانوخاصه ده.دجلان صيب د (دګلپاڼواتڼ) او د(دهيندارودره)زماپه اند ډېرتوپيرلري.کېداى شي په لومړۍ ټولګه کې يي دومر زور نه وي لکه څومره چې په دې ټولګه کې خوند دى.جلان صيب په دې ټولګه کې نادره تشبهات کارولي دي چې دهيندارودرې ټولې ګرد وهلې آينې يي پرې پرې مينځلې دي.لکه:
يار چې مابېلوي دايي بې ننګې ده
ننوتي خلک څوک له کاله کاږي.
يا:
چې موسترګې شوې خوږې پرتانورخيردى
دسجدې ځاى ته کاته کېږي لمانځه کې
داچې هر انسان پوره نه وي اونيمګړتياوې هم لري. نوجلان بعضي نيمګړتياوې هم لري.که لومړۍ شعري ټولګه وه اوکه دا له دې مشکله رغېدلى نه دى.مثلا:
شاعري مې دمورجانې مرګ خوږه کړه
ګنې څو ک به ډبروخت نه خواږه کاږي
دپورته بيت په معنوي اړخ نه غږېږم ځکه چې دغه اړخ يي دلويو شاعرانوپه څېرغښتلى دى.مګرپه جوړښت کې لږه نيمګړتيالري .لکه په پورته بيت کې (ډبروخت).دا اوداسې نور کلمې چې په شعرکې په زوره راوړل کېږي سلاست له منځه وړي.اسدالله غضنفروايي:سلاست دليکنې ښکلايوشرط دى.
يادا:
داسې نه ده چې له مونږه خطاواردى
داساده مسکادخداى دربارته لاردى.
په پورته بيت کې رديف (دى)چې کومکې فعل دى ،دګرامري اصولوله مخې دمذکرمفردله پاره راځي،مګر جلان صيب له (لار)سره چې يوه مونثه کلمه ده ،همدا مذکر کومکي فعل(دى) راوړ ى دى.
جلان دنويوتشبه ګانوترڅنګ يوه نيمه زړه خبره هم کوي چې پرهېزکول ترې په کاردى.لکه:
پسرلى دتوروڅڼومبارک شه
لېونوته له ازله دارتياردى.
شاعري ثابته ساتل لوى هنردى ،خوجلان له ژورنالېزم نه په کې تاثراخېستى دى.چې ژورنالېزم خوبېخې دشاعرۍ سلاست له منځه وړي.(له سلاست مې منظورروان ويل دي) لکه :
دتېږومنځ کې دوريته غمي له نقل قوله
ورځ هم قاتله ده چې شپه دلمر په توره وهي.
جلان په شاعرۍ کې بعضي وخت اداتوته پام نه کوي.(په،له ،تر...)ادات د ارتباط دښوودلوله پاره راوړل کېږي.چې نه وي په کې مانا ته زيان رسوي.لکه:
پرېږده چې نن اوبه اوبه کړوجل وهلې جذبې
سړيتوب وژنولېونتوب خبرې ډېرې کوو.
په دې بيت کې د(وژنواولېونتوب)ترمنځ د(په )راوړل ځکه ضروروو چې ارتباط يي نه دى ښوودل شوى.خو دا نيمګړتيا دجلا ن دشاعري سلمه برخه هم نه نيسي ځکه چې دده په هنرکې دومره عيب نه ښکاري.دامې نويوشاعرانوته چې له شعر اوشاعرۍ سره نوي بلد شوي وي يو ه ښوودنه وه.
په پاى کې به دجلان صيب څوبيتونه ولولو دده دلابرياووپه هيله.
ژوند لکه شين فصل رېبي خوماتې نه قبلوي
پام کوه دنګه زه يوڅوک له هغه قامه يمه
×××××
ته دانقلاب له دستورڅه خبر
زوردى په وړو-وړوخولګيوکې
××××
چې غوسه شي عجبه شي تکه سره شي
ته وامالګه په تت اورباندې پخه شي.
--------------------------------------------
[i] مومندقلندر،صحرايي فريد،پښتولغت درياب
[ii] دپښتواشتقاقونه اوترکيبونه،پوهاند،ريښتين ،صديق الله،مومندخپرندويه ټولنه.
[iii] دپښتواشتقاقونه اوترکيبونه،پوهاند،ريښتين ،صديق الله،مومندخپرندويه ټولنه.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.