Banner

غزل : رحيمه پشتونجار

09.04.2012 04:57

غزل :

شاعره : رحیمه پشتونجار

څه په سرو نارو شوم چې بې تا شومـه
ځان ته په سلګو شوم چې بې تا شومه

پرخې مې بڼــو کې سرې لمبې شـولې
سر په شوګیرو شوم چې بې تا شـومه

ورک مې کړلو ځـــــان د غم هنداره کې
شمیر په لیونو شــوم چې بې تا شومه

سوزی دې ارمـــــــان ګوره د زړه به کور
پټه په لمبو شـــــــوم چې بې تا شومه

ښخــــــه کړم مرګي د بیلتون غیږه کې
مخ په ورکیــــدو شوم چې بې تا شومه

کامران (ګیلانوال ) 14.03.2013 12:59

ښکلو سترګو دی سحر وژلی
هم یی ماښام هم مازیګر وژلی
زړه چی د مینی هوس کړی
په دی ګناه دی زما ځیګر وژلی
چنار خو خوښ ستا هر قدم ته
کټ کټ خندا دی بیا ګودر وژلی
قاتلی سترګی دی د کبره ډکی
هر یو عاشق په یو نظر وژلی
رقیب ته پام چی څوک ونه وایی څه
(کامران ) چی پروت ده خپل دلبر وژلی
کامران ( ګیلانوال )

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.