Banner

د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت لاسته راوړنو او راتلونكو پلانونو ته لنډه كتنه

01.05.2012 08:02

سرليک: د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت لاسته راوړنو او راتلونكو پلانونو ته لنډه كتنه 


د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت لاسته راوړنو او راتلونكو پلانونو ته لنډه كتنه
په تيره لس كلنه دوره كې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت په ډيرو ستونزمنو حالاتو كې له صفر پيل وكړ. ډيرې ستونزې يې وګاللې لكه. د ظرفيتونو نشتوالى،د بريښنا نشتوالى،امنيت نشتوالی او د بوديجې نشتوالى داسې نورې . خو خوشبختانه اوس په ټول هيواد كې د مخابراتو په برخه كې ډير پرمختګ شوى .او له ډيرو ستونزو سره سره هم د مخابراتو معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت په دې تونېدلى چې يوه فزيكي زیربنا رامنځ ته كړي .چې اوس مهال په ټول هيواد كې په هر كلي هره غونډۍ او هر ښار كې د مخابراتو ټارونه يا انتنونه ولاړ دي اوپه هر ټاورباندې په منځنۍ توګه ۲ لكه ډالره مصرف شوی او په ټول هيواد كې تر ۴ زرو زيات ټاورونه ولاړ دي او ان چې د سالنګ دغر په سر هم ټاورونه ولاړ دي . او داسې ويل كيږي چې د نړۍ تر ټولو لوړ ټاورونه د سالنګ د غره په سر ولاړ دي . او د مخابراتي سكتور په برخه كې په افغانستان كې ۲ مليارده ډالره سرمايه ګذاري شوې ده . اوس به د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ په برخه كې د نوموړي وزارت په لاس ته راوړنو لنډه رڼا واچوو.

۱:-پنځه لوى مخابراتي شركتونه لكه روشن ، افغان بيسم،اريبا ،اتصالات او او افغان ټيلكم خپل تيلفوني خدمتونه هيواد والو ته وړاندې كوي .
۲:- د هيواد په مركز او بېلا بيلو ولايتونو او ولسواليو كې بېلا بيلې راډيوګانې او تیلويزيونونه خپرونې وړاندي كوي .
۳:- انټرنيټي شركتونه د هيواد په مركز او بېلا بيلو ولايتونه كې موجود دي.
۴ :-نوري فايبر:- هغه ټكنالوژي ده چې د نړۍ په ډيرو پرمختللو هيوادونو كې وجود لري خو خوشبختانه چې اوس افغانستان هم له دې ټكنالوژۍ برخمن دى .
۵:- مايكرويف سيستم فعال دى
۶:-د سټلايټ سيستم فعال دى

او د افغانستان د زياتره كليو او ښارونه تر منځ اړيكې او روابط شته .

ټيلفوني شبكې شپه ورځ كار كوي . اوس مهال د افغانستان هر وګړي تقريباً يو موبايل ټيلفون لري.او داسې هم شته چې يو كس څو موبايل ټيلفونونه لري ډير كم خلك په افغانستان كې ټيلفون ته لاس رسي نه لري چې دا ستونزه به هم ډير زر حل شي . او ټول افغانستان به د ټيلفوني پوښښ لاندې راشي. چې دا ډير لوى سهولت دى او افغانستان د مخابراتو په برخه كې ډير لوړ ځاى ته رسيدلى دى. لكه څنګه مو چې وويل چې يوه فزيكي زيربنا رامنځ ته شوې نو په دې فزيكي زيربنا باندې قابو دوه ميليارده ډالره سرمايه ګذاري شويده .
د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت په راتلونكو دريو كالونو كې څه پلانونه او پروګرامونه لري؟

په راتلونكو دريو كالونو كې به افغانستان له ارتباطي مرحلې نه د معلوماتي ټولنې . له معلوماتي ټولنې نه موخه يا هدف څه دى؟ ته اوړيINFARMATION SOCEITY.هدف يا موخه يې لاس رسى چټك انټرنيټ ته د پراخ باند له ليارې يانې چې ټول هيواد وال به پراخ باند او چټك انټرنيټ ته لاس رسى ولري. د پراخ باند او چټك انټرنيټ له ليارې به هم داخلي مالوماتو ته او هم نړيوالو مالوماتو ته ځان ورسوي.

او افغانستان به د نړيوال جال يا انټرنيټ يوه برخه وګرځي . او تر ټولو مهمه خبره داده چې زمونږه ځوان او راتلونكي نسلونه به په ښونځيو او پوهنتونونو كې د كتاب او كاريكولم نه ور ها خوا د مالوماتو پراخې نړۍ ته داخل شي . چې دا به په هيواد كې د پوهې او علم كچه ډيره لوړه كړي .

همدا رنګه هيواد وال به په تجارتي ،اقتصادي ،سياسي، فرهنګي او علمي برخو كې له معلوماتي ټولنې نه ګټه واخلي . او دغې معلوماتي ټولنې ته د شاميليدو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت يو پلان په پام كې لري او اوس به په همدغه پلان يو څو خبرې وكړو

۱:- د هيواد هغه سيمې چې له مخابراتي خدمتونو نه محرومې دي!
دا چې د هيواد ځينې سيمې اوس هم له مخابراتي خدماتونو نه محرومې دي . نو د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت به په دې برخه كې جدي ګامونه واخلي چې هغه سيمې د مخابراتي خدمتونو له محروميت نه راوباسي او سهولتونه ورته راوړي .كه څه هم چې امنيتي ستونزې شته خو له دغو ستونزو سره سره بايد د ۱۳۹۱ كال په اوږدو كې مخابراتي خدمتونه ټول افغانستان ته ورسول شي. او په دې برخه كې به د مخابراتواو معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت د ولسي جرګې او دمشرانو جرګې له هغه غړيو سره چې له همدغو ولايتو او سيمو څخه دي ديرې ليدنې كتنې وكړي. او سربيره پردې به له محلي ادارو سره هم خبرې اترې او مشوري وكړي چې دغې ستونزې ته د پاى ټكى كيږدي .او د كار لپاره د بوديجې ستونزه هم نشته ځكه چې د ټيلفوني شبكو له پيل څخه له نوموړو شبو څخه ۲.۵۰ فيصده عوايد اخيستل كيږي چې نوموړي عوايد تر اوسه ۸۰ميلونو دالرو ته رسيدلي دي او نور هم زياتيږي . له دغو پيسويا بوديجې څخه به دغه ستونزې حل شي 

۲:- د نوري فايبر ټول هيواد ته غزول !
كه څه هم نوري فايبرد هيواد ډيرو ولايتونو ته رسيدلي خود مخابراتواو معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت به ټول هيواد ته ددغه ټكنالوژۍ په رسولو كې ډير كوشش وكړي چې له دغې ټكنالوژۍ نه ټول هيواد وال ګټه واخلي . بايد وويل شي چې له نوري فايبر څخه مياشتني عوايد ۵ ميلونه دالره او كلني عوايد يې ۶۰ميلونو دالره د افغانستان دولت ته رسيږي.په داسې حال كې چې د نوري فايبر په برخه كې ټوله سرمايه ګذاري له ۵۰ ميلونو دالرو نه كمه شوې ده . كه څه هم په ځينو منطقو كې د امنيتي ستونزو له كبله د نوري فايبر كار ځنډيدلي دى. خو انشاالله دا ستونزه به هم حل شي .او په ځينو ولايتونو كې لكه لوګر،خوست پكتيا او پكتيكا كې دم ګړي په نوري فايبر كار روان دى. بايد وويل شي چې نوري فايبر دوې نوې برخې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت په پلان كې دي چې يوه له كابل تر باميان ،غور،دايكندي ،ارزګان تر هرات او دويمه د شمال شرق افغانستان له كندوز نه ترتخار له تخاره تر بدخشان پورې . يانې دافغاستان زياتره سيمې به له نوري فايبر نه ګټه واخلي .

۳:- د پراخ باند په واسطه د چټك انټرنيټ رسول ټولو هيواد والو ته !
له څنګه چې د3G دريم نسل جواز د اتصالاتو تيلفوني شبكې ته وركړل شو همداسې به نوروتيلفوني شبكو ته هم وركړل شي .بايد وويل شي چې د 3G جواز د ۲۵ ميلونو ډالرو په مقابل كې وركول كيږي او دا پيسې ددولت بوديجي ته وركول كيږي . او له 3G ټكنالوژۍ ګټه به ټول هيوادولو ته نږدي وخت كې ورسيږي
او ددې ترڅنګ د مخابراتو وزارت په پام كې لري چې د وايمكس جواز وركول هم پيل كړي چې وايمكس سيستم د نړۍ په پرمختلليو هيوادونو كې كاريږي چې خوشبختانه افغانستان هم له دې ټكنالوژۍ نه په نږدې راتلونكې كې برخمن كيږي .

۴ :- برېښنايي تذكره!
كه څه هم د برېښنايي تذكره ويشل د كورنيو چارو وزارت كاردى خو په دې برخه كې به د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت پوره همكاري كوي چې د برېښنايي تذكرو ويشل ډير ګټې لري. د بيلګې په توګه ، حكومت داري به په برېښنايي ډول كيږي ،انتخابات به په برېښنايي ډول كيږي . همداسې نورې چارې . چې دا يو ډير ډاډمن سيستم دی او شفافيت منځ ته راوړي .

۵ : تيلويزيون!
اوس مهال ۳۵ تيلويزيونونه په مركز او ۳۰ په ولايتونوكې فعاليت كوي كه له يوې خوا تيلويزيونه ډير دي خو د كيفيت له مخې ډير كم تيلويزيونونه دي . په دې برخه كې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت دوه شيان په نظر كې لري .

۱ :- د مخابراتواو معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت له اطلاعاتو فرهنګ وزارت سره په همغږۍ په نظر كې لري چې د تيلويزيوني نشراتو لپاره يو معيار وټالكل شي او ټولو تيلويزيوني شبكوته يو ټاکلی وخت وركړل شي چې خپل نشرات د نړيوالو تيلويزيونو په معيار برابر او هيواد والو ته يې وړاندې كړي.

۲:- زياتره تيلويزيونه خاص په مركز كې كار كوي نو په دې اساس تيلويزوني نشرات بايد ولايتونو او ولسواليو ته وغزول شي . دمخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت په پام كې لري چې په روان كال كې تيلويزيوني نشرات ډيجيټلي كړي . په افغانستان كې تر اوسه پورې د انالګ سيستم دی نو په دې اساس چې نشرات ټول هيواد ته ورسيږي بايد تيلويزيوني سيستم ډيجيټلي شي.او ټول تيلويزيونونه چې په كابل كې نشرات لري بايد ټول هيواد كې په معيار سم او ډيجيټلي نشرات وكړي

۶:- د يوځانګړي سټلايټ نصب وال!
د افغانستان لپاره د سټلايټ مدار په شرقي موقيعت كې يو ځانګړى ځای د ۵۰ درجو په اندازه د اۍ ټي يو يانې د مخابراتونړيوالې اتحايې لخوا ټاكل شوى.
. چې له نوموړي موقيعت څخه د اسيا،اروپا،اسټرليا او ډيره برخه دافريقا تر پوښښ لاندې راځي.پوښتنه پيدا كيږي چې له دغه سټلايټ څخه څه گته اخيستل كيږي ؟دا سټلايټ ډيرې ګټې لري خو درې معلومې ګټې يې دادي.

۱:- ددې سټلايټ له ليارې به ددولت ټولې اړيكې مطمينې او ډاډمنې وي .
۲ :- د راډيو او تيلويزيون نشرات هم له همدې سټلايټ څخه كيداى شي.
۳ :- په تجارت يا راكړه وركړه كې هم له همدې سټلايټ څخه ګټه اخيستل كيږي.
چې د سټلايټ په دغه پروګرام باندې كار روان دى او د راتلونكو ۳ كالونو پورې به د ددې سټلايټ كارونه بشپړ او د هيواد والو چوپړ ته به وړاندې شي او عوايد به يې د افغانستان دولت او افغانستان ته رسيږي.

۷:- برېښنايي حكومت داري!
اوس مهال زمونږ د هيواد لپاره دبرېښنايي حكومت دارۍ مسله هم ډيره مهمه ده كه زمونږ حكومت داري برېيښنايي شي نوشفافيت او روڼ والي رامنځ ته كوي. او د نړيوالې معلوماتي ټولنې ته ورتګ سره سم مونږ بايد بريښنايي حكومت داري ولرو.

او بله مهم خبره د روعتيا په برخه كې ده چې كله مونز معلوماتي ټكنالوژي ولرو مونږ كولي شو چې ډير سهولتونه تر لاسه كړو د بيلګې په توګه : يوډاكټر له مركز څخه په يو لرې ولايت يا لرې پرته ولسوالۍ كې د ناروع تداوي كولى شي.همدارنګه د زراعت ،معارف ، لوړ زده كړو اود ژوند په بېلا بيلو برخو كې ډيره مفيده تماميږي.

يادونه بايد وكړو چې د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت ځېني نورډير ګټور پلانونه هم لري چې په راتلونكي كې به پخپل وارسره پلي شي.خو ددغو پروګرامونو په پلي كولو سره به هم افغانستان په يو پرمختللي هيواد بدل شي .د يو سر لوړي او ودان افغانستان په هيله.

لیکوال:ګلالی اورښت 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.