Banner

شعر : يعقوب منګل

08.01.2013 15:21

آشنادي

زړه آشنادي،ځګرآشنادي
ستاپه طرف،زمانظرأشنادي

ته چه غلې غلې ګوری ماته
ددیواله دسیوری شاته
ماته ستادهغومړوسترګوهنرآشنادي

باغونه می ډیردی لیدلې
له یاده می ندي وتلي
ماته داناروباغ ستاپه ټټرآشنادي

چه پکښې کیږې دیدنونه
اوپوره کیږې آرمانونه
ماته ددوومینوهغه ماذدیګرآشنادي

ته چه منګۍ واخلې شې روانه
دهمځولوپه سرکې خیرامانه
ماته ستادمستوخنده ګانوبرګودرآشنادي

ستالیونۍ مینې لیونئ کړم
داوردپاسه ئ سپیلنۍ کړم
له نظره نشي ماته داستاښکلي بشرآشنادي

زه لکه ملنګ له کوره یم وتلي
کچکول په غاړه ستاکلې ته درغلي
دمینې خیراتخورته ستادکور ورآشنادي

تاچه په توروسترګودی کتلې
تل دبڼوغشې دزماپه زړه ویشتلې
یعقوب(منګل)ته ستادداسي جنګ پسمنظرآشنادي

یعقوب منګل
03۰01۰2013
آلمان

مدک حان حميدي ځاځی 10.04.2013 06:24

مننه له شایسته شعرونو څخه دی محترم منگل صاحب

کامران (ګیلانوال ) 14.03.2013 14:45

زیړو وړانګو سمندر کی

درته ناست په مازیګر کی

د غاټولو کاروان راوړه

پسرلیه شنه څادر کی

زړه می غواړی چی ته راشی

زه ځای درکړم په ځیګر کی

هغه ګل بیا رابیدار کړه

چی خدای (ج) ایښی په کمر کی

کړه یی یو دم غاړی رنګینی

پیغلی ناستی په ګودر کی

او (کامران) درنه هیر نه شی

هغه اوسی په مقر کی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.