Banner

زه دې اوس څنګه هير كړم :رحيمه پشتونجار

07.02.2013 12:26

سرليک: زه دې اوس څنګه هېرکړم 

زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې د سترګو په بڼو کې اوسې
کله مې سترګو په رپ وغورځې لنده خیشته
دمخ په اننګو خوره شې
کله داور به جامه پټه سره لمبه
سترګې باڼه مې سېځې 
زه دي اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې د لمونځ په هر سجده راز د الله سره یې
ته مې کعبه یې د دعا ته مې آمین سره یې
ته مې سهار کې بسم الله ته مې په شپه یاسین یې
ته مې درود ته مې ثنا ته مې تکبیر سره یې
زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې په تاوو کې د پرهر لکه ښامار
د زړه له د غوښو نه شخوندونه ژوې
د دې ټپي ژوند د زخمونو ارمانونه ژوې
ته مې یې پته په سلګو کې د آه
ته د بې رنګه وینو رنګ یې په سجدو د ژړا 
زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې سينګار کې د خایست نښه یې
ته مې رانجه ته مې حنا ته مې دعطرو خوشبو
ته مې ګاڼه ته مې جامه ته مې یې شړنګ د بنګړو
ته مې پوړنی د عزت ته مې درنښت دلیمو 
زه دې اوس رپڅنګه هیر کړم؟
ته مې د سترګو په بڼو کې اوسې
کله مې سترګو په رپ وغورځې لنده خيشته
د مخ به اننګو خوره شې
کله داور په جامه پټه سره لمبه
سترګې باڼه مې سيځې 
زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې د سترګو په بڼو کې اوسې !

د آغلې د شعر مینوال 08.02.2013 14:55

اندیښمن صیب سلامونه<br />هیله ده چې روغ به وې دا شعر خو صیب هیڅ سم نه لوستل کیږي که زحمت نه کیږي اندیښمن صیب لږې لیکلو ته توجه وکړی تر څو مونږ یې د لوستلو نه خوند واخلو مننه <br />ستاسو مرید

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.