Banner

د پسرلى ښکلى موسم

10.11.2008 11:14

د پسرلي ښکلی موسم و، ورو رو باران ورېده، ونو نوې پاڼې غوړولې وې او ګلانو نازکې غوټۍ کړې وې. د باران هر څاڅکی د ګلانو پر پاڼو داسې رالويده لکه د ملغلرو دانې، هغه مرغۍ چې باران نمجني کړيې وې د يوه ښاخ څخه بل ته الوتې او يو تر بله يې چيغار و. په اسمان کې که څه هم سکون و خو يو عجيبه شاني اواز تر غوږ کيدی چې

 د مړو روح يې تازه کاوه، ناڅاپه مې د اسمان او ځمکې تر منځ هغه سپيڅلي دوستۍ ته پام شو، که څه هم دومره سره لري وو لکه دسمندر دوې څنډي چې تل له يو بل سره ګوري. د يوبل په غم او ښادي کې سره شريک وي خو کله هم يو بل ته نه رسيږي.
عجيبه مينه يې وه اسمان پر ځمکي باران ، واوره او شګې اورولي خو ځمکې هيڅ هم نه ويل او په چپه خوله يې هر څه زغمل او غيږه يې ورته غوړولې وه د هغو په دې سپيڅلې دوستۍ او مينه کې کومه غوښتنه او يا کوم شرط نه و.
د هغو په منځ کې يوازي بي مطلبه او بي انتها مينه وه هغه سپيڅلې مينه چې کله به هم زوال ونلري ، هغه مينه چې د ژمي او پسرلي ناورين به کله هم په دې ونه توانيږې چې ړنګه يې کړي.
کاش چې د انسانانو مينه هم د طبيعت مينې ته ورته سپيڅلې بېله کومې غوښتنې، پرته له کومه شرطه واى.
د باران د څاڅکو په شان بې شماره او رڼه واى کاش دا مينه هم د صبر د هغې ونې په شان واى چې تل شنه وي.
کاش دا مينه د هغه ځلانده لمر په شان واى چې په پيړيو_ پيړيو يې ژوند کړى، خپل ځان يې سوځلی دی خو مينه يې کله هم نده بدله کړې.
کاش دا مينه هم د سپوږمۍ د هغې رڼا په څير واى چې تل يې دشپې تيارې ته رڼا وربخښلې.
کاش دا مينه هم د منصور د حوصلې په څېر واى چې دار ته د ختو پر مهال يې له خپلې ميني لاس وا نه خيست.
خو افسوس