Banner

خوبونه تعبيرونه

22.12.2008 09:56

خوب په لغت كې ليدلو ته وايي ،چې په عربي كې ورته (رويا ويل كېږي)خو په اصطلاح كې دخوب قسم- قسم تعريفونه شوي دي ؛خوداړتيا لپاره يې ديو څه بيان اړين بولم.
اول دا،چې خوب ليدلو ته وايي ؛ يانې هر هغه څه، چې يو انسان يې په خوب كې ويني – ابن عربي وايي، چې خوب كې ليدل هغه ادراكات دي، چې خداى يې دبنده په زړه كې پيداكوي ،چې يا ديوې ملايكې په لاس ياد يوه شيطان په لاس، چې په هغه كې يې ځينى حقيقت ته رسېږي او ځيني يې حقيقت ته نه رسېږي .دمثال په توګه لكه په بېدارۍ كې ،چې ديوچا په زړه خاطرې تېرېږي.او ځيني يې په زړه كې همداسې پاتې شي.
لكه څرنكه ،چې حضرت نبي كريم (ص) فرمايلي دي :چې حضرت عمر (رض)حضرت علي(رض)ته وويل، چې دحسن پلاره يو سړى چې خوب وويني كله رښتيا شي او كله نه رښتيا كېږي. حضرت علي (رض)ورته وويل، چې هو ما دنبي كريم(ص)څخه اورېدلي دي ،چې هېڅ داسې مريه او وينځه نشته، چې مراد ترېنه نر او ښځه دى، چې خوبولي شي او له خوب څخه ښه ډك شي ؛نو ددوى روح وايستل شي او عرش ته يوړل شي او هغه كس، چې رابيداره نشي ؛ نو دهغه خوب رښتيا شي او كوم كس ،چې را بيداره شي؛ نو دهغه خوب دروغ شي (عمدةالقاري كتاب التعبير)اوبل

 

همداسې ماذري(رح)چې په مذهب داهل سنت دى)
درېيم داسې تعريف كوي، چې حقيقت دخوب يو داسې شى دى ،چې الله پاك يې ديو خوبولي په زړه كې پيداكوي .لاكن دغه اعتقادات دي په شان دپيداكولو لكه څرنګه يې، چې الله پاك په بيدارۍ كې پيداكوي او الله پاك هغه څه كوي ،چې خوښه يې شي ؛ هغه نه خوب ليدل منعه كوي اونه بيداري؛ خو الله پاك دغه اعتقادات ځكه دخوبولي په زړه كې پيداكوي ،چې دايوه علامه وګرځي په هغه نورو امورو باندې، چې هغه په خوبولي پورې اړه لري په راتلونكي وخت كې.
لكه څنګه، چې دباران د اورېدلو علامه وريځ دي.خو وريځ راشي؛ كله باران وشي او كله باران ونشي ؛ نو دغه خوب هم ديوې ملايكې په حضور سره، چې هغه وروسته دخوب له ليدلو رښتيا شي اودانسان لپاره اسانتيا راشي ؛ ځكه چې عقيده همدارنګه وګرځي نور الله عالم دى. لقمان حكيم(رح) ويلي دي الله پاك په خوبونو يوه ملائيكه مقرره كړې ده ،چې ديني امور داحوالو لپاره له لوح محفوظ څخه لږ څه راواخلي، چې دهر انسان دپاره يو مثال شي .هركله چې انسان خوبولى شي؛ نو په مثال كې يې ورته بيان كړي دحكمت كولو لپاره، چې دې دپاره ملامتي شي ؛خو كله شيطان په انسان مسلط شي او انسان ته چل ول جوړ كړي او رښتيا او صحيح خوبونه هم په دغه انسان ګډوډ كړي ؛لكه نبي كريم(ص) چې فرمايلي دي ،چې الله فرمايي ، زه دانسان په ګومان پسې ځم انسان څرنګه پر ما ګومان كوي ورسره په همغه شان چلند كوم (قطب الارشاد)
او همدارنګه الله پاك په قران كريم كې فرمايلي دي رذقال يوسف لابيه ياابت انى رايت احد عشر كوكباًوالشمس والقمررايتهم لي ساجدين قال يبنى لا تقصص رياك على اخوتك فكيدو لك كيداً ان شيطان للانسان عدومبين سورةيوسف12 پاره.)
ژباړه ! ياد كړه هغه وخت ،چې يوسف عليه سلام خپل پلار يعقوب عليه سلام ته وويل يولس ستوري چې لمر اوسپوږمۍ هم ورسره وو، چې ماته سجده كونكي وو؛ خو پلار يې ورته وويل، چې داخوب خپلو وروڼوته مه بيانوه، چې تاته به دستا دهلاكت چل جوړكړي اوشيطان دانسان لپاره ښكاره دښمن دى ؛ هسې نه چې شيطان دستادهلاكت لپاره كاروكړي
په زړونو كې كينه واچوي تفسير مظهري يو حديث رانقل كړى دى ،چې يو يهودي دنبي كريم (ص)څخه پوښتنه وكړه، چې هغه كوم ستوري وو،چې يوسف ته يې سر ښكته كړى و په خوب كې ؛ نو نبي كريم(ص)يوڅه وخت وغوښت؛ خو لږ وخت وروسته نبي كريم (ص)ته وحې راغله، چې جبرائيل ورته ويې ويل، چې ورته ووايه ،چې دهغو ستورو نومونه دادي.
(1)حرتان (2) طاريق (3) زيال (4) ذوالكفتيد ذوالكفتين (5)ذوالفابس (6) وتاب(7)عمودان(8)فلبق (9)مصبح(10)ضروج (11)ذوالفزع نو يعقوب (ع) پوې شو، چې دخوب تعبير داسې دى، چې اى يوسفه تاته به خپل وروڼه او ستا مور او پلار دالله په حكم سر ښكته كوي.
همداسې دابراهيم (ع) په باره كې الله پاك فرمايلي دي .فلما بلع معه السعى قال يبنى انى ارى فى المنام انى اذبحك فانظر ماذا ترى قال يا ابت افعل ماتوءمر ستجدونى ان شالله من الصبرين فلما اسلماوتله للجبين وناديته ان يا ابراهيم قد صدقت الريا سورة الصفات.
ژباړه !هركله چې اسمعيل (ع)يو څه لوى شو، چې له خپل پلار سره يې په كارونو كې مرسته كولاى شوه ؛ نو ابراهيم (ع)ورته وويل اې زويه! زه په خوب كې پرله پسې ګورم، چې الىپلاره هغه څه وكړه، څرنګه چې تاته حكم شوى دى .زرده چې بيا به ومومي صّبر كه دالله اراده شوې وي؛ نو دا هم په ابراهيم (ع) باندې دالله پاك له طرفه يو امتحان وو نو داسې نورخوبونه هم په قران پاك كې ذكر شوي دي .
همداسې نبي كريم (ص) فرمايي )الرويا من الله والحلم من الشيطان) مانا دا،چې خوبونه دالله پاك له طرفه دي او ګډوډۍ دشيطان له طرفه، چې كومه نتيجه نه لري ( رواه البخاري)
دخوبونو قسمونه! ټول خوبونه په دوه قسمه دي ۱ اضغات احلام 2 صادقه
اضغات احلام داهغه خوبونه دي ،چې پرېشانه كونكي وي او تعبير نه وركوي ؛ يانې ګډې- وډې وي؛ خو په خپله اضعات احلام بيا په درې قسمه دي (الف)هغه دي چې شيطان په يو سړي باندې لوبې كوي په خوب كې ددې لپاره ،چې داسړى په تشويش او انديښنې كې واچوي؛ لكه يو څوك په خوب كې ګوري ،چې سريې پرې شوى دى او ياګوري، چې په داسې تكليف كې ګرفتاره دى ،چې ترې خلاصېدلاى نشي ؛لكه په دې حديث شريف كې چې له جابر (رض) څخه روايت دى.
قطع وانا اشعه فزجره وقال لاتخير بتعلب الشيطان بك فى المنام! رواه مسلم
ژباړه حضرت جابر رض وايي، چې نبي كريم(ص) ته يو بانډيڅي راغى اوويې ويل، چې ما په خوب كې وليدل ،چې زما سر پرې شوى دى او زه په خپل سر پسې وروسته روان يم ؛ نو نبي كريم (ص) هغه ته منت وكړ ،چې چاته داسې خبر مه وركوه ،چې په هغه خوبونو كې شيطان لوبې كوي.
ب دادي چې په خوب كې تاته دملايكې په څېر يوڅوك ووايي، چې دغه حرام عمل وكړه؛ ستا لپاره جايزدى؛ نو دغه خوب هم هسې ګډې - وډې دي.
ج داضات احلام دخوبونو؛ هغه خوب دى چې په بيدارۍ كې دې څه ليدلي وي؛ هغه په خوب كې هم ګورې ؛نو داډول هم هسې ګډې وډې دي .
2 صادقانه خوبونه داهغه خوبونه دي، چې په ريښتيا خوب وي؛ لكه دانبيا خوبونه، چې ټول وحې دي؛ لكه ديوسف خوب دابراهيم (ع) خوب لكه عايشه (رض) چې فرمايلي اول مابدى ء به رسول الله من الوحى الرويا ءالصادقة فى النوم فكان لايرى الا جات مثل فلق الصبح رواه البخاري
ژباړه ! حضرت عايشه (رض) وايي، چې كله په نبي كريم (ص) وحې شروع كېده؛ نو اول به يې ښه- ښه خوبونه ليدل، چې كله به يې خوب وليد؛ نو داسې به رښتياشو؛ لكه سپيده داغ او بل دصالحانو خلكو خوبونه هم اكثر رښتيا دي، چې دهمدغه له جملې څخه دي؛ خوپه دې كې ځينې خلك يوبل قسم خوب هم راوباسي ،چې صالحه ورته وايي ؛خو دقطب الارشاد ملا وايي ،چې صادقه او صالحه خوبونه په يوه مانا دي؛ نسبت دپيغمبرانو لپاره داخيرت په كارونو كې؛ خو ددنيا په كارونو كې صالحه خوبونه خاص دي له صادقه څخه ؛خو ددنياپه كارونو كې؛ لكه كوم خوب چې نبي كريم (ص) احد په ورځو كې ليدلي و، چې نبي كريم (ص) اصحابو ته وويل ، انى رايت فى المنام سيفى ذالفقار انكسر وهى مصيبۀ ورايت بقراً تذبح وهى مصيبة .
ژباړه ! نبي كريم (ص) خپلو اصحابوته وويل، چې ماپه خوب كې وليدل، چې زما توره ماته شوه ؛نودغه يومصيبت دى .او ماوليدل چې غوايي حلال كړل شو، چې داهم يو مصبت دى ؛نو تعبيريې په ريښتيا سره هم هغه شو، چې داحد په جنګ كې دده اصحابو ته ورسېدل او دده خپلو خپلوانوته ورسېدل ؛خو لكه څرنګه، چې خوبونه مختلف دي همدارنګه هغه خلك هم مختلف دي كوم ، چې خوبونه ګوري . فقير الله بن عبدالرحمن وايي، چې خلك په دوو درجو كې دي .
۱ انبيا (ع) ۲ له انبياء وو څخه غير خلك
دانبياوو خوبونه ټول ريښتيا او ځينې پكې داسې هم وو، چې تعبير ته پكې باالكل حاجت نه و؛ لكه دسپېده داغ به رښتيا او روښانه و.
خو له انبياو څخه غير خلكو خوبونه رښتيا هم دي او ګډې- وډې هم پكې موجودې وي .
له انبياوؤ څخه غير خلك هم په دري ډوله دي
۱ - چې مستورون ورته وايي .
هغه پټ خلك دي لكه اوليا او صالحين ،چې ددوى خوبونه اكثره له انبياوؤ سره برابر دي؛ يانې ريښتيادي؛ لكه نبي كريم (ص) فرمايي ! الروي الحسنۀ من الرجل الصالح جزء من ستة والربعين جزء من انبوة. رواه البخاري
ژباړه ! نبي كريم (ص) فرمايي چې دنيك سړي نېك خوبونه يو جز دى. دشپږ څلوېښتم جز دپيغمبرۍ څخه او همدارنګه نبي كريم (ص) فرمايلي دي . چې خوب ليدل دمومن داخبرې دي، چې خبرې كوي الله پاك له خپل بنده سره رواه البخاري
او همدارنګه نبي كريم (ص) په بل حديث كې فرمايي .ولم يبق من انبوت الاالمبشرات قالو وماالمبشرات قال الرويا الصالحه (بخاري). ژباړه باقي پاتې نشول دپيغمبرۍ نه مګر درته پاتې شول مبشرات اصحابو پوښتنه وكړه، چې مبشرات څه ته وايي نبي كريم (ص) ورته وفرمايل، چې نېك -نېك خوبونه درته پاتې شول.
دويم :- له انبياوو څخه غير خلك (فاسقه)دي ؛يانې فاسقان فاجران دي، چې زيا تره خوبونه يې ګډې- وډې دي ؛رښتيا پكې نشته ؛كوم تعبير نه وركوي . هو ډېر كم وخت رښتيا هم شي ؛ځكه پردوى دشيطان تسلط زيات دى .
درېيم له انبيا وو څخه غير خلك (كفار) دي . ددوى په خوبونوكې هم رښتيا پيداكېږي؛ لكه څرنګه چې په قران پاك كې الله پاك ديوسف(ع)په واقعه كې دهغه دوو ځوانانو بيان كړى دى .دهغو دواړو خوبونه رښتيا شول ؛نو له دېنه داڅرګندېږي، چې دكفارو خوبونه هم ځينې - ځينې وخت رښتيا كېږي او تعبير وركوي ؛ خو دفاسق فاجر خوب ددې لپاره دى ،چې زېرى دى دتوبې لپاره، چې توبه وكړي له هغې ګناه څخه، چې دوې پكې مبتلا دي.
او دكافر خوب هم زېرى دى، په هدايت چې ايمان راوړي.

 

 

ايادشپې او ورځې دخوبونو تر منځ توپير شته؟

نبي كريم (ص)لكه څرنګه ،چې دشپې خوبونه ليدلي دي؛ همدارنګه يې دورځې هم ) نهليدلي دي .لكه په يو حديث كې، چې دشپې دخوب په هكله دى . دعبدالله بن عمر ( روايت دى ان رسول الله قال ارانى اليلة عندالمكة فرايت رجلاآدم كتحسن ماانت راء من ادم الرجال (الخ عمدة القاري) صـــــ ۲۱۴
ژباړه دعبدالله بن عمر رض څخه روايت دى ) وفرمايل، چې مايوه شپه خوب وليده، چې په مكه كې (كعبې شريفې،چې نبي كريم ( كې)وم، چې مايو سړى وليد، چې اى مخاطبه تاداسې بني ادم باالكل نه وي ليدلى، د دغه سړي څڼې وي ،چې له غوږونو سره سمې يې كټ كړي وي او دومره يې ښكلې جوړې كړې وي ،چې ما دومره ښكلې جوړې شوې څڼې نه وې ليدلې .او ښې يې ږمنځ كړې هم وې او اوبه ترې نه څڅېدلې په داسې حال كې په دوو نورو سړيو په اوږو يې لاسونه اچولي وو او طواف يې كولو؛ ما پوښتنه وكړه ،چې داڅوك دى راته وويل شول . چې داعيسى بن مريم دى؛ بيا چې ګورم يو بل سړى دى، چې ويښته يې ډېرګڼ وو؛ يانې ګورګوتي وو او ښۍ سترګه يې ړنده وه دانګورو ددانې په شان بهرته راوتلې وه . مابيا پوښتنه وكړه ،چې داڅوك دى راته وويل شول، چې دغه سړى دجال دى ؛ نو معلومه شوه، چې نبي كريم (ص) دشپې خوب ليدلى دى او همدارنګه يې دورځې هم خوب ليدلى دى، لكه په دې حديث شريف كې چې انس بن مالك څخه روايت دى :
يقول كتن رسولالله يدخل على ام حرام بنت ملحان وكانت تحت عبادة بن الصامت فدخل عليها يوما الخ(عدة القاري)صـــــــــ24جلد 25 كتاب التعبية.
ژباړه دانس بن مالك څخه روايت دى، چې وايي نبي كريم (ص) يوه ورځ دام حرام بنت ملحان كورته ورداخل شو، چې داښځه دعداة بنت ملحان په نكاح كې وه. داښځه د نبي كريم (ص) رضاعي ترور وه؛ نو دغې ښځې نبي كريم (ص) ته ډوډۍ وركړه ؛نو بيا يې دنبي كريم (ص) په وېښتو كې ګوتې وهلې؛ نو په دغه وخت كې نبي كريم (ص) خوبولى شو .چې راويښ شو؛ نو تبسم يې كولو ښځه وال چې ما پوښتنه وكړه چې ولې تبسم كوى ؟ نو هغه وويل ،چې ما اوس خوب ليدلو ،چې زما دامت خلك په ما باندې راحاضركړل شول؛ په داسې حال كې، چې جهاد يې كولو . په لاره دخداى كې دوى په درياب داسې سپاره وو؛ لكه بادشاهان چې په تختونوسپاره وي . داښځه وايي ،چې ماته هم دوعا وكړه، چې ددوى په ټولي كې حساب شم ؛نو نبي كريم(ص) دوعا ورته وكړه ؛ نو معلومه شوه چې نبي كريم(ص) دورځې هم خوب ليدلى دى ؛نو دشپې خوب ليدل هم صحيح دى او دورځې هم كوم فرق پكې نشته .
لكه څرنګه چې ابن سربن (رض)فرمايي، چې دورځې خوب ليدل داسې دى؛ لكه دشپې خوب ليدل دغه خبره په كتاب توضيح كې او يه كتاب نورالبستان او ربيع البيان كې هم ذكر شوې ده .

 


ايا دشپې په كومه برخه كې خوب رښتيا او تعبير وركوي؟

په دغه باره كې نبي كريم(ص)فرمايلي دي ،الرويا باالاسحار(رواه ترمذي)
ژباړه! نبي كريم(ص) فرمايي چې صحيح او تعبير واله خوب ليدل چې دي؛ په سحروخت كې دي .او همدارنګه نصر بن يعقوب الرينوار (رح)وايي، چې خوب ليدل په اوله برخه دشپې كې. ددغه خوب نتيجه او تعبير سست وي اوكوم خوب ،چې په نېمه شپه كې ولېدل شې ؛ نو ددغه خوب نتېجه او تعبېر كله زر اوزې او كله په قراره دى ؛ځكه چې دلته دشپې اجزا مختلف دي . او كوم خوب چې په سبايي ؛ يا نې صبح صا دق په وخت كې ولېدل شي؛ تعبير او نتيجه ډېره تېزه وې او خا مخا را وځي .
اېا د ورځې په كومه برخه كې خوب نتجه او تعبېر وركوې ؟
په دې باره كې جعفرې صادق(رح)واېې چې دورځې خوب دغرمې او ماسپښېن تر منځ چې كوم وخت دى چې قبلوله ورته وايې نتجه او تعبېر ېې په دغه وخت كې صحېح راوزې .
ايا دنر او ښځې په خوب لېدلوكې فرق شته ؟
په كتاب نورالبستان وربع لانسان كې ذكر شوْي دي، چې دنر او ښځې په خوب لېدلو كې هېڅ فرق نشته؛ خو قطب الارشاد ليكي ،چې كه ښځه كوم داسې شى په خوب كې وګورې چې دښځې سره مناسب نه وي؛ نو ددغه خوب تعبېر به ددې دخاوند لپاره وي او همدا رنګه غلام خوب به دبادار لپاره وي؛ دماشوم بچي خوب په دخپل مور او پلار لپاره وې په داسې حال كې، چې خوب كې داسې شيان وګوري، چې دوى سره مناسب نه وي .
ايا خوب سمدستي نتيجه اوتعبيروركوي ؛كه وخت غواړي ؟

په يوه روايت كې راغلي دي، چې ديوسف (ع) خوب څلوېښت كاله وروسته تعبير او نتيجه وركړه. په بل روايت كې راغلي دي، چې اتيا كاله وروسته يې نتيجه وركړې وه (تفسير مظهري ) او همدارنګه دنبي كريم(ص) يو خوب ،چې په حديبه كې يې ليدلى و؛ په راتلونكي كال كې رښتيا شو كله چې مكې مكرمې ته سره دخپلو اصحابو داخل شو (سورت فتح 27ايات)

په خوب كې درواغ ويل څنګه دي ؟

له ابن عمر (رض) څخه روايت دى، چې نبي كريم(ص)وفرمايل، چې بدترين له دروغجنو څخه هغه دروغجن دي، چې نسبت كوي خپلو سترګو ته، چې هغه يې دسترګو نه وي ليدلي؛ يانې هغه څه خلكوته بيانوي، چې ده په سترګو نه وي ليدلي؛ په دروغجن دالله لعنت ورېږي .
دښه خوب ليدلو اداب

دښه خوب ليدلو لپاره بايد لومړى، چې څوك ښه خوب وګوري ؛ دخداى ثنا اوصفت دې بيان كړي. دويم،زيرى دوركړې خلكوته .درېيم داسې سړي ته به يې بيانوي، چې دې د دوست وي .دښمن ته به يې نه بيانوي ؛ ځكه چې داسې تعبير به وركړي، چې دتعبير په وجه ښه خوب په بده واوړي ؛ ځكه چې په حديث شريف كې راغلي دي، چې الله پاك دانسان دګمان مطابق چلند كوي .همدارنګه نبي كريم(ص) فرمايلي دي . قال رسول الله الرويا على رجل طائر مالم تعبر فاذاعبرت وقعت (رواه ابوداودوترمذي وابن ماجه) ژباړه نبي كريم(ص) فرمايلي، چې خوب په يوه پښه الوځي؛ ترڅو چې تعبير ورنه كړي . هركله ،چې يې تعبير وركړونو؛ په همغه ځاې واقع كېږي ؛ نو معلومه شوه چې خوب بايد ښه نېك اوخپل دوست ته بيان شي .

دبد خوب اداب

دبد خوب دپاره شپږ ادب دي
1 - چې څوك بد خوب وګوري ؛پناه دې وغواړي. ددغه خوب دشرڅخه او پناه دې وغواړي دشيطان له شر څخه. يانې درې ځله دې ووايي اللهم انى اعوذبك من عمل شيطان وسيات الاحلام.
دويم: پناه وغواړې له هغه څه نه چې پناه غوښتې ده ملائيكو اورسولانو دخداى له بدو خوبونو څخه او دابه ووايي، چې اى خدايه ما په دين اودنيا دغه له ضرر څخه وساتې .
درېيم: چې كله رابيدارشي؛ نو دشيطان دسپكوالي لپاره دې درې ځله چپ طرفته لاړې توف كړي . څلورم: چې په كوم طرف پروت وي ؛ په بل اړخ دې واوړي .
پنځم : پورته دې شي نفل لمونځ دې وكړي . شپږم داخوب به هېچاته نه بيانوي .لكه څرنګه چې نبي كريم (ص)فرمايلي دي . الرويا الصالحه من الله والحلم من الشيطان فمن داى شياً يكرهه فلنفث عن شماله ثلاثاًوالتعوذ من الشيطان فانها لا تضره وان الشيطان لايتنرايابي (متفق عليه)
ژباړه : نبي كريم (ص)فرمايلي دي ،چې نيك خوبونه دخداى له طرفه وي او ګډې - وډې دشيطان له طرفه وي هرڅوك چې خوب كې داسې شئ وګوري، چې بده وګڼي؛ نو درې ځلې به چپ طرف ته لاړې توف كړي او پناه به له شيطان څخه وغواړي ؛ نو دغه خوب بيا هېڅ ضرر نه رسوي او نبي كريم (ص)بيا فرمايي ،چې شيطان زما په شان ځان نشي جوړولاى .

په خوب كې دحضرت محمد (ص) ليدل او دهغه تعبير .

حضرت ابوهريرة(رض) فرمايي، چې نبي كريم(ص) فرمايلي دي ،چې چاچې زه په خوب كې وليدم ؛ نوداداسې شوه؛ لكه په بيدارۍ كې، چې ليدلى يم ؛ ځكه چې شيطان زما په څېر ځان نشي جوړولاى .
همدارنګه نبي كريم (ص) په بل حديث كې فرمايلي دي . من راى فى المنام فقد راى الحق (رواه مسلم) ژباړه .قتاده دمسلم (رح) څخه روايت كوي ،چې نبي كريم (ص) وفرمايل چا، چې زه په خوب كې وليدلم ؛ نو په حقه سره يې زه وليدلم ؛ خو ابن سيربن (رح)دغه خبره ورسره زياتوي، چې نبي كريم (ص) چې چا دهغه اوصافو سره وليده، چې دې ده دشان سره مناسب وي ؛ نو بيا يې صحيح ليدلى دى ؛ګني نو نه يې دى ليدلى . لكه څرنګه چې حمتد بن زيد دايوب (رح) څخه روايت كړى دى ،چې ابن سربن (رح) ته به، چې څوك راغلل، چې ما نبي كريم (ص) په خوب كې وليدلو نو ابن سربن (رح) به ورته وويل چې څنګه څنګه اوصاف يې وؤ كه هغه به د نبي كريم (ص) شان سره برابر ورته بيان كړل نو ده به ورته ) سره بهوويل چې رښتيا دې ليدلاى او كه داسې اوصاف به يې بيان كړل چې د نبي كريم ( يې سمون نه درلوده نو ورته به يې وويل چې تانه دي ليدلى .خوبيا هم دصحابو كرامو په اقوالو چې هغوې وايي چې نبي كريم (ص) په مختلفو قسمونو سره ليدل كيږي . خوتعبير يې ورو وي لكه څرنګه چې ابوالحسن علي بن ابي طالب (رض) په كتاب موخدة الكبير كې ذكر كړى دى فرمايي چې چا كه نبي كريم (ص) په ښو اوصافو سره په خوب كې وليدلو نو دا دكال په ترو تازګۍ اوښو فصلونو دلالت كوي او همداراز دلالت كوي په زياتو بارانونو باندې او په زياتو رحمتونو باندې اوپه نصرت دمجاهدينو باندې اوپه ظاهر يدلو ددين اسلام باندې په كاميابۍ دمجاهدينو او شكست دكفارو باندې.
او كه چا په خوب كې په داسې اوصافو سره وليدلو ،چې دې ده له شان سره مناسب نه و؛ نو دابيا دلالت كوي په تكليفونو باندې ،په دين كې او په ظاهر يدلو دفتنو باندې اوپه ظاهرېدلو دبدعتونو باندې (عمدة القاري جلد 24 صفحه211 ).
په خوب كې دنبي كريم(ص) دليدلو طريقه :
فقير الله بن عبدالرحمن وايي ،چې له مشايخو څخه نقل شوى دى، چې چا په صفا جامو او صفا اودس سره دجمعې په شپه دوه ركعاته لمونځ وكړ؛ په داسې طريقه، چې په هرركعات كې وروسته له الحمدالله ويلو څخه يولس ځله ايات الكرسي او ورسره يولس ځله سورت اخلاص ووويل ؛كله چې لمونځ خلاص شي دسلام ګرځولو څخه وروسته به سل ځله دغه درود شريف ووايي .
اللهم صل على محمد ن النبي الامي واله وسلم ، نو كه په دغه جمعې شپه يې په خوب كې ونه ليده نو ان شالله په درېيمه جمعې شپه به يې خامخا وګوري ؛ خو په سنت طريقه به دخوب تيارى ونيسي


_______________________________________________

 


 

نجيب الله 26.01.2011 06:46

مکه معظمه په خوب کي څنګه وی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.