Banner

د افغانستان په قبايلي ټولنو كې حقوقي تعاملات

27.12.2008 04:19


د افغانستان په قبايلي ټولنو كې حقوقي تعاملات:
افغـانـي دودونـه او عنـعنـــــات
جرګه او مركه او د جرګو فيصلې

په ټولنيز ژوند كې د خپل منځي مناسباتو سمبالول او په سوله ايزه فضا كې د ژوند د امكاناتو برابرول د منظمو مركزي حكومتونو و ظيفه ده، هر حكومت وظيفه لري چې تر واكمنۍ لاندې خلكو ته يې د امن، ډاډ او سولې ژوند برابر كړي تر څو هغوى په ډاډه زړه وكړاى شي خپلې ورځنۍ چارې په ډاډمنه توګه پر مخ بوزي، نو په هره ممكنه وسيله چې وي د شرعي او موضوعه قوانينو په رڼا كې د خپلو خلكو لپاره هغه امكانات برابروي چې د هغو له امله خپل ورځنى ژوند سمبال او دودې په لوري هدايت كړي.
افغانستان يوله هغو هيوادونو څخه دى چې د تاريخ په بيلو بيلو دورو كې يې كله كله مركزي حكومتونو ددې توان له لاسه وركړى دى چې هيواد شموله حاكميت تا مين او د هيواد اوسيدونكي له ډاډمن ژوند څخه برخمن كړي. خو په ولس كې يو لړ داسې ټولنيز تعاملات ژوندي پاتې شوي دي چې د هغو په رڼا كې كولاى شي خپلې ورځنۍ چارې سمبالې كړي. دغه پښتني دودونه اورواجونه او حقوقي تعاملات (عنعنات) د پښتنو لۍ ديوې سترې برخې په توګه ډيره ستره او مهمه موضوع ده چې د څيړنې او تحقيق لپاره ډير ستر او پراخ ډګر لري. دا حقوقي تعاملات او ټولنيز دودونه چې په پښتنو كې ديو قانون او ټولنيز دستور حكم لري ډير زيات دي او د دې پښتني دودونو منل او د هغو درناوى كول د پښتنو د قومي تهذيت او پښتو نولۍ يوه لازمي

برخه ده چې كه په پښتني ټولنه كې څوك ترينه غاړه وغړوي هغه مجرم ګڼل كيږي.
په پښتنو قبايلو كې حقوقي تعاملات،
دودونه عنعنات ډير زيات او د پښتنو د ژوند په ټولو برخو كې د اجرا وړ دي چې موږ به يې دلته بيل بيل وڅيړو:
جرګه- مركه او د جرې فيصلې:
جرګه او مركه په پښتنې دودونو، عنعنو او حقوقي تعاملاتو كې ډير لوړ ځاى او اهميت لري چې په تاريخي لحاظ ددې ټولنې يوه لرغونې حقوقي موسسه بلل كيږي. له تاريخي څيړنو څخه څرګنديږي چې لرغونو اريايانو به خپلې زياتره سترې او وړې مسلې د جرګو او مركو له لارې فيصله كولې او دوى په عمومي توګه دوه ډوله جرګې درلودې چې يوې ته يې \"سيمتي\" او بلې ته يې \" سبها\" ويله په لومړۍ جرګه كې به يې د قبيلې سپين ږيري او مشران را غونډيدل او دوهمې جرګې يې كليوالي بڼه درلوده، يا په بله ژبه \"سيمتيى\" په اوسني مفهوم د مشرانو د جرګې رول درلود او د قبيلې سترې مسلې د قام مشر ټاكل، له خپل ټاټوبي نه دفاع كول او داسې نورې به يې حل كولې او \"سبها\" د يوې وړې كليوالي جرګه ګۍ يا مركې دنده درلوده چې په كوچنيو كليوالي مسايلو به يې غوركاوه او هغه به يې فيصله كولې.
جرګې او مركې اوس هم د پښتنو په ملي عنعناتو او حقوقي تعاملاتو كې له ستر اهميت څخه برخمنې دي، پريكړه او فيصله يې د يو قانون حكم لري او نه منونكى يې پړاو ملامت بلل كيږي. د پښتنو جرګه ځانته اصول او قوانين لري، جرګه په يوه حجره كې راغونډيږي يا عمومي ديره كې او يا هم د كلي په جومات كې راغونډيږي، د جرګو او مركو اشخاص هم معلوم وي. هر چاته جرګه مار او مركچي نه ويل كيږي بلكې جرګه مار او مركچيان، منل شوي او پيژندل شوي خلك وي، دوى ديوې پيښې د حل كولو په باب سره راغونډيږي، د دوى ترمنځ بخث او خبرې په ډيره آرامه اوآزاده فضا كې دوام مومي او هر غړى پخپل وار داړونده موضوع په باب خپل نظر او قرار بيا نوي، پر ټاكلي موضوع تبصيره كوي او د هغې مثبت او منفي اړخونه په ډاګه كوي، د جرګي هر غړى مساوي او برابر حقوق لري، د جرګې هيڅ غړى له بل غړي څخه امتياز او بر تري نه لري كه څه هم په اجتماعي لحاظ په يوه لوړ موقف كې هم قرار ولري.
په جرګې كې بحث آزاد وي، خو بيهوده او بيباكه خبره پكې منع وي، هر ويناوال د خپلې وينا په پيل كې له خپلې مدعا سره سم لنډ حكايتونه، روايتونه، مثالونه او متلونه د سريزې په توګه بيا نوي او بيا اصلي موضوع ته ورننوزي، خو په عين مدعا كې په ډيره خوږه او پسته لهجه د پخوانيو هوښيارانو او مركچيانو اقوالو ته حوالې وركوي.
د جرګې وخت د موضوع په څرنګوالي او اهميت پورې اړه لري، داسې جرګې او مركې هم وي چې ورځې او اوونۍ پرې تيريږي، تر څو د موضوع او مسلكې كوټلى، صحيح اومنلى صورت معلوم شي او مركچيان د موضوع په ټولو اړخونو پوه شي. د جرګې له كيناستو سره جوخت له دواړو غاړه څخه يعنې له مدعي او مدعي عليه څخه واك اخيستل كيږي او له واك سره سم مچلګه (ګروي يعنې نغدې پيسي او جنسي ضمانت) په دريمګړى ځاى ايښودل كيږي چې كه كوم لوري د جرګې فيصله ونه منله نو دغه مچلګه به بايلي او نغدي يا جنسي ضمانت به يې سوزي، تردې وروسته جرګه وحق او واقيعت په رڼا كې فيصله كوي او دواړو خواو ته يې اعلانوي.
كله داسې هم كيږې چې د سيالو ډلوله خوا يو لورى د جرګه فيصله نه منى، نو په هغه صورت كې د موضوع د اهميت له په پام كې نيولو سره سر غړوونكي ته د قام له خوا سخته سزا وركول كيږي چې دغه سزا له نغدي جريمې څخه نيولې د كور تر سوځولو پورې كيږي. په عام مفهوم زموږ په هيواد كې جرګه په دوو بڼو جوړيږي يوه په كليواله او سيمه ايزه سطحه د سيمه ايزه او كليوالو خلكو د شخړو او مسايلو د اوراولو لپاره چې دې ته كليوالي او سيمه ايزه جرګې وايې، بله په ملي سطحه ديوه ستر ملي مقصد او هدف لپاره جوړيږي چې دې ډول جرګې ته لويه جرګه وايې او دا ملت شموله بڼه لري چې زموږ د هيواد په تاريخ كې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده، دغه لويه جرګه د هيواد د مشرتا به د ټاكلو، د بهرينو يرغلګرو په وړاندې د پاڅونونو او مقاومت او نورو اړ ونده ملي او سيمه ايزو مسايلو د حل او فصل لپاره جوړې شوي او جوړيږي چې د لوي جرګې په هر ځل جوړيدلو سره په خپل وخت ډيرې ارزښتناكې نتيجې تر لاسه شوي او ملت ته يې په ډيروحساسو وختونو كې له سترو مصيبتونو څخه نجات وركړى دى.
لنډه دا چې جرګې او مركې د پښتني ټولنې د جمهوريت غوښتنې او ولسواكۍ دروحي ډيره غوره نمونه ده او ډير ځله ديو ملي مركزي حكومت له شته والي پرته دوى ځانګړې قبيلوي او ولسي ستونزې او مسلې د همدغو جرګو او مر كو له لارې فيصله كوي او ټولنې د همدې ولسې نظم په چوكاټ كې وده موندلې او پر مخ تللې ده، پښتانه جرګه د پښتو نولۍ يو ستر بنسټ ګڼي او د خوشال خان خټك په دې وينا باور لري چې وايي:

بې جرګې نه به هيڅ كار په لاس وانخلي كـــــه خبر وي د جرګـــــې پــــه بركــــــــــــت
اوس چې د جرګو او مركو په اړه څه ناڅه رڼا واچول شوه ښه به داوي هغه لا نجمن مسايل چې د همدي جرګو او مركو له لاري د حل لار پيدا كوي بيل بيل وڅيړو او په هغو نرخونو او فيصلو باندې وغږيږو چې د حقوقي تعاملاتو په توګه په پښتنې ټولنه كې له يوې پيړۍ څخه بلې پيړۍ ته د ((نرخ)) يا ((څلو)) له مخې د اړوند مسلو د حل كولو لپاره خپل د لايل اقامه كوي او مسلې ته د حل لار راباسې.
د قتل په اړوند حقوقي تعاملات:
په پښتني قبايلو كې هر قام د مسايلو د حل په اړه بيل بيل نرخونه لري، خو په دې ټولو نرخونو كې داحمدزيو، ځدراڼو، منګلو او ځاځيو نرخونه جوت او ښكاره دي احمدزيو چې تر ټولو پښتنې قبيلو ستره قبيله او پاخه مركچيان لري نو نرخ يې هم خورا معتبر او د منلو وړ دى. د قتل او وژلو د پور او ديت په اړه لاندې مقررات موجود دي:
د احمدزيو د نرخ له مخې وژنه او قتل ځانته پور او ديت لري چې هغه ته ((خون)) بد ، پور)) يا ((خون بها)) ويل كيږي او د هغه وخت د ((خون)) په نامه د قاتل په ذمه ټاكل كيږي چې د مقتول ورثه غچ او بدل نه اخلي او غواړي چې قاتل وبخښي.
ددغه نرخ له مخې قصدي قتل او سهوي قتل بيل بيل ارزيايې كيږي يعنې قصدي قتل بيل او سهوي قتل بيل نرخ لري او هغه په دې ډول چې:
كه چيرې يو څوك په قصدي توګه يو بل څوك ووژني، خو بيا دروغي جوړې په صورت كې چې د مقتول ورثه د انتقام او غچ اخيستلو پر ځاى روغي جوړي ته غاړه كيږدي نو خون په دې صورت كې پوره (يوخون) ټاكل كيږي په دې توګه احمدزيو د نرخ او څلي له مخې) دوې خلاصه (پيغلې) جونې چې د دې قوانينو په اصطلاح سپين پايڅه ، ګوت لكه او روڼى ورته وايه شي د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې د مقتول ورثې ته ور واده كيږي.
كله كله دغه خون بها نغدې پيسې هم د جونو له وركولو سره وركول كيږي چې په پخواني حساب تخميناْ (۳۵۰۰)سپينې كابلۍ روپۍ ښودل شوي خو اوس چې د پيسو په كميت او كيفيت كې تغير راغلى دى، نو يقيناً چې د پور دغه نغدي اندازه هم ورسره پورته ځي او د پيسو د اوسني ارزښت له په پام كې نيولو سره تاديه كيږي.
د پور او خون وركولو په مسله كې له پيسو څخه د جونو وركولو ته ځكه ته ترجيح وركول كيږي چې په دې صورت كې د پښتنو د دود او دستور له مخې خيښي او خپلوي منځ ته راځي د وينې د شركت سسله مطرح كيږي او په دي توګه دغه درنده دښمني په دوستۍ او خپلوۍ بدليږي، خو كه احياناً تر روغي جوړې او خون وركولو وروسته د قاتل دورثې كوم غړى د مقتول دورثې له خوا دبدل اخيستلو تر نامه لاندې ووژل شو بيا نو د همدې نرخ او څلي له مخې معامله ورسره كيږي او د بيا جرګې جوړيدلوته ضرورت نشته ځكه څلى او نرخ معلوم دى.
كه چيرې احياناً مقتول تر وژلو وروسته بې پردې كړى شي او يا يې د بدن كوم غړى غوڅ كړاى شي، نو دروغې جوړې په صورت كې دغه خونبها د اصلي خونبها په نسبت دوه برابره ده ځكه دلته د مقتول بې عزتي هم مطرح ده.كه دمقتول تروژلوروسته قاتل دهغه توپك يابله و سله دغنيمت په توګه له ځان سره يووړه دروغې جوړې په صورت كې دخون بهاپه وركولو برسيره يوه اندازه پيسي دشرم په نامه هم دمقتول ورثې ته وركول كيږې او په دې توګه دبد ۍ سلسله پاى ته رسيږې دوزيرو قبيلې دنرخ له مخې دقتل سزا په لاندې ډوله ده :۱- بدل اخسيتل او دقاتل وژل .۲- دمړي نيك چې په شريعت كې ورته ديت ويل كيږي .۳- سوره وركول يعنې دمقتول په بدل كې يوه ښځه وركول . دمومندو داولسې قانون او نرخ له مخې دقتل مسله په څلورولارو فيصله كيږې :1 وژل او قصاص .2 ديت وركول چې دوې ورته ((نيكه))وايې .3په بدل كې ښځه وركول چې دوې ورته ((سوره )) وايې .4 له وطن څخه شړل يعنې جلاې وطن كول چې دوي ورته ((كشنده )) وايي.كه څوك د مراث لپاره ناحقه وژنه وكړي ،نو دقاتل كور دقام اواولس لخواسو ځول كيږې ،مال يې تالا كيږې او دمراث له حق څخه بخې بې برخې كيږې ،په ځاځيو ،منګلواو نورو ورڅيرمه قامونو كې دمقتول وژنې ته \" ساز\" په نامه يوه پيغله او ټاكلې اندازه پيسې وركول كيږې په لويه پكتيا (پكتياپكتيكا او خوست ) كې له دغه شان روغې جوړې سره ننواتې هم شرط ده چې وروسته به پرې خبرې وشې.
دژوبلې او ټپونو په اړوند حقوقي لعاملات :
كه دجنګ او جګړې په وخت كې څوك دچادبدن ځينې غړي (چې دجرګې )نرخ او څلي په اصطلاح ورته ښكاره او سپين غړي ويل كېږې او هغه عبارت له :سترګو ،پزې غوږونو ، شونډو لاسونو او پښوڅخه دي پرې او غوڅ كړل شي ، نو دپښتنو په نرخ كې يې خونبهايې په دې ډول ده :يوسترګه:نيم خون دوه سترګې = پوره خون يو غوږ =نيم خون دواړه غوږونه پوره خون ژبه =پوره خون يو لاس =نيم خون دواړه لاسونه =پوره خون يوه پښه =نيم خون ،.دواړه پښې =پوره خون، دواړه شونډې = يوخون مخكينې غاښونه = دښكاره پور ديو خون لسمه برخه او نور وروستې غاښونه دخون 20 او 30برخه ،خوكه چيرې دتناسل آله پرې كړله شې دوه خونه پورلرې دتوېك ياچړې زخم چې دبدن په هره برخه كې وې كه هډوكې يې مات شوي نه وي نو يوه ټاكلې اندازه پور لرې ،خوكه چېرې هډوكې مات شوې وي نوبيادنيمايې خون پورلري دتبراو لاره ټپ هم دچړي دزخم او ټپ انډول دي خوپه لرګې وهل او ټپ نه واقع كېدل بيا ځانګړى پورلرې چې دومره دروندنه دي اوهغه دمقابل لوري په رضايت پورې اړه پيداكوي كه په جنګ كې وروځې زخمې شي ياوايستل شي هغه بيل پورلري ،خوكه بربتونه واستل شي او داكارسهوآترسره شوي وي نو پوريې له يوپورڅخه زيات دي اماكه په قصدي توګه دغه كارترسره شوي وي بيايې نوپور ديو معيار پنځه برابره دي ځكه دلته دسړي سړيتوب او نارينتوب ترګواښ لا ندى راغلى دي .

دښځې په اړوند حقوقي تعاملات :
دهغه بشرې اهميت له مخې چې ښځې يې په افغانې ټولنې كې دناموس په توګه لرې ،دپښتنو دقامونو كورنيو او قبيلو ترمنځ شخصې جګړې اوشخړي دښځو له مسائلو نه رامنځ ته كېږ ي ،نوددې لپاره چې دغه شان مسايل دروغې جوړې له لارې حل شي په پښتنو كې يولړ قواعداو حقوقي تعاملات موجوددي چې په دې توګه وړاندې كيږې 1-كه څوك ميړوښه (هغه ښځه چې ميړه لرې ) وتښتوې دروغې جوړې په صورت كې دخون اووه برابره پورلرې (چې داډيركم پيښبږي ځكه دميړوښې تښتول له مرګ سره تړلې دي ) 2 –كه چيرې يوسړى له كومې ښځې سره په زنا ونيول شي نوددواړو سزا وژل دي چې پورهم نه لري 3- كه كومه ښځه دچاپه كورورننوزې (په كوم كوركې پناه وغواړې ) او دكور خاونديې په خپل کوركې وساتې نو كټ مټ دتښتول شو ې ښځې پور لرې ، خو كه چېرې دكورخاوندسمدلاسه دښځې ميړه او خپلوان خبركړې او ديته اړباسي چې له ښځې سره به تيرى او ناروانه کوي نو نه يوازې پور نه لرې بلكې دښځې دژوند له ښوالي سره هم مرسته کولاي شي ٤ کچيري سړي کومې ښځې ته د ناوړه قصد په غرض لاس ورواچوې او ښځه ځان ارام ونيسې اوڅه ونه وايې نوداددې معنې لرې چې ښځه ورسره راضې ده چې په دې صورت كې ددواړو سزا وژل دي خوكه ښځې چيغې اونارې وكړي او دځان ژغورنې لپاره يې مرسته وغوښتله نو په هغه صورت كې نرخ داسې دې چې دهغه سړي غوږ به غوڅوي او يابه يې بې حجا به كوي خودغه په داسې بڼه وي چې مجرم ترې مړشي .نوبيابه قاتل دنيم خون په اندازه پور وركوې 5- په پښتنوكې كونډه دولسې قوانينو له مخې لومړې دليوره او بياد ميړه دتره دزوي حق دي خوكه داسې څوك په خپلوانو كې نه وي نو بياټوله قبيله دكونډې په ننك كې شريكه ده له همدې امله وايې چې \"كونډه قام ده نو په دې حساب بله قبيله او قام \" دچادكونډې دواده كولو حق نه لري خوكه بله قبيله ياقام دكونډې دواده كولولپاره اقدام وكړي او هغه په نكاح كړې نو ددې ميړوښې ښځې په اندازه پورپرې اوړې ځكه داړونده قام سپكاوي يې كړې دې 6- كه څوك دكومې پيغلې پړونې (ټيكرې ته لاس واچوي او دهغې له سرڅخه يې پريباسي او ياداسې ډزې وكړې چې ګوندې دهغې موراو پلارهغه ته وركړي ده نو دپښتنې قانونو له مخې داجلې هغه سړي ته نه وركول كيږې همداډول كه څوك چاپه خور يالورغږ وكړې او دهغې پلار اومور راضې نه وي نو هغه غږكوونكې ددې جلۍ له كولو څخه محروميږې ځكه كه چيري دغه لارخلاصه پريښودل شي نو دهرچاچې كومه پيغله خوښه يې دعوه به پرې كوي 7- كه څوك كومه پيغله وتښتوې او په زوري خپل كورته بوزي نودروغې جوړې په صورت كې به يو خون دځان ساتنې اونيم خون دشرم په نامه دهغې ورثې ته وركولې كيږې خوکچيري داسې وي چې دجلۍ رضايت هم موجودوي بيانو نرخ او څلي له مخي دوه برابره پور تري اخيستل کيږي خو داجلۍ بيا داحق نلري چې ترواده وروسته دپلارکورته لاړه شي خوکه ننواتې پکې وشي اوهغه دمقابيل لوري لخوا قبوله شي دغه ممانعت له منځه ځې ٨ کله چې ښځه دپلار له کوره ميړه کورته واده شي نوبيايې ناموس په ميړه پوري اړه لري حوالبته پښتنې قوانين په ځينې مواردو کې پلارته دمداخيلي حق رکوي هغه داسې چې كه چېرې مېړه خپله ميرمن دومره ووهې چې هډوكې يې مات شي او يايې كوم غړي او اندام تلف شي يايې حتى ووژنې نو دبې ګناهى په صورت كې پلار دپورحق لري خوكه په پور نه راضې كيږې بيانو كولاې شي چې عيناقصاص (بدله ) واخلې .
گرو به كېږدو په دليل او په منطق غږېږو
ما پرې قانع كړه چې حساب ته دې حساب ووايم
شكر پوهېږمه د ستا په خوله ځان پړ نه بولم
كښېنه پښتون ته چې هر سوال ته دې ځواب ووايم
جلان


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.