Banner

پښتو اوسنى شعر/ حبيب الله رفيع

04.01.2009 10:21

د پښتو اوسنى شعر د شلمې پېړۍ له راپيلېدو سره پيل شو، دا وخت پښتو شعر د موضوع اوبڼې دواړو له اړخه بدلون وموند او نوې لارې او لوري يې پيدا كړل.

د پښتو شعر په دې موضوعي او شكلي بدلون كې كورني او بهرني عوامل اغېزمن وو.
پښتو شعر له همهغه پيل نه د ژوند شعر ؤ او د پښتو د ژوند بېلابېل اړخونه يې پكې منعكسېدل، په نولسمه پېړۍ كې انګريزانو دوه ځله پر افغانستان تېرى وكړ او د دواړو تېريو په پايله كې يې غاښ ماتوونكې ماته وخوړه چې موضوع په پښتو شعر كې ژور انعكاس درلود، انګريزانو د افغانستان د خوړلو له پاره د نولسمې پېړۍ په پاى (۱۸۸۳ع) كې د افغانستان په زړه كې د ډېورنډ د ناولې كرښې په تېرولو سره موجوده افغانستان د خپل لاسپوڅي پاچا امير عبدالرحمن خان په لاس كې وركړ او د تحت الحمايه حكومت له لارې يې اداره كاوه او د ډيورنډ تر كرښې هغه خوا سيمې يې په برتانوي هند ور ګډې كړې او تر خپل مستقيم ښكيلاك لاندې يې راوستې. 1

د يوه هېواد دې ظالمانه وېش د هېواد روڼ اندي او دراك زامن ودرول او په لره او بره پښتونخوا كې د مبارزې احتجاج ، قيام او پاڅون له پاره تابيا كېدله. پښتو شعر له همدې وخت نه په لره او بره پښتونخوا كې د آزادۍ د شعار په توګه خپل غږ راپورته كړ او د آزادۍ غوښتنې په نوي مضمون سنبال شو.

په افغانستان كې د شلمې پېړۍ له راپيليدو سره د افغانستان مستبد او ديكتاتور پاچا امير عبدالرحمن

خان مړ شو او د ده د تعليميافته خوعياش زوى امير حبيب الله خان په پاچاكيدلو سره د هيواد روشنفكرانو د نسبي سياسي تنفس زمينه ومونده او د مطبوعاتي او سياسي مبارزې له لارې له كورني استبداد او بهرني ښكيلاك نه د خلاصون له پاره راولاړ شول، سراج الاخبار افغانستان يې په ۱۹۰۶كال نشر كړ خو د لومړۍ ګڼې ترخپریدو وروسته یې د چاپ مخه ونيوله شوه ، بيايې د مشروطيت د غورځنګ په نامه په (۱۹۰۹ع) كال سياسي ګوند جوړ كړ خو مستبد حكومت د بهرني ښكيلاك په اشاره د دې غورځنګ سرلاري او غړي اعدام او بنديان كړل خو بيا هم روڼ اندو په بله بڼه خپل روشنفكري كارته دوام وركړ او په ۱۹۱۱ع كال علامه محمود طرزي د سراج الاخبار افغانيه په خپرولو سره فكري مبارزه پيل كړه په همدې اخبار كې علامه محمود طرزي د پښتو د ښكيلاك ضد او ويښوونكو شعرونو خپرول پيل كړل.

چې دلته هم لوستل كيدل او د ډيورنډ كرښې هاخوا هم د پښتونخوا آزادۍ غوښتونكو لوستل او لاس په لاس ګرځيدل ، له دې سره جوخت په ۱۹۱۰ع كال ارواښاد راحت زاخيلي هم په پېښور كې د افغان جريدې په خپرولو سره د هغه ځاى د شاعرانو د استعمار ضد او آزادي غوښتونكو شعرونو په خپرولو لاس پورې كړ او له همدې سره په پښتو شعر كې د روڼتابه نوې دوره پيل شوه او د موضوع له مخې په نوې روحيه او نوي مضمون پښتو شعرونه وويل شول.

تر دې وخته پښتو شاعرۍ د بڼې له پلوه زاړه قالبونه درلودل، له زرګونو كلونو راهيسې د پښتو شعر يوه برخه په اولسي ضنفونو او ژانرونو لكه : لنډيو، نارو، سروكيو او نورو كې ويل كېده،

يوه برخه يې لرغوني سندرې وې لكه د امير كروړ، بيټ نيكه، بختيار كاكي او نورو پاړكي، بله كورنۍ يې د عاميانه شاعرۍ وه لكه : چاربيتې ، بدلې، مقامونه، بګتۍ او نور، بله برخه يې له عربي نه په راغلو قالبونو كې ويل شوي شعرونه وو لكه: قصيدې، غزلې، مثنوي او نور، په نولسمه پېړۍ كې د هندي شاعرۍ د مقامونو قالبونه او راګونه لكه : بيرمي، پاړي، كليان او نور پښتو شاعرۍ ته راغلي وو.

د موضوع له نويوالي سره د شعر د زړو قالبونو د ماتولو هڅه هم پيل شوه او په دې ترتيب د موضوع او بڼې له پلوه په پښتو شعر كې بدلون او ان اوښتون راغى.

كله چې د پښتو نوي شعر لړۍ علامه محمود طرزي په خپل اخبار كې پيل كړه انګريزي ښكيلاك سخت ټكان وخوړ ځكه دا اخبار په لره پښتونخوا كې هم لوستل كېده او پښتانه يې د انګريزي ښكيلاك پر ضد پارول نو ځكه انګريزانو خپل لاسپوڅي واكمن امير حبيب الله خان ته له برتانوي هند نه رسمي ليكونه راولېږل چې د پښتو شعرونو خپرول دې په سراج الاخبار افغانيه كې بند شي، حكومت به علامه محمود طرزي ته د پښتو شعرونو خپرولو امر وكړ خو طرزي به څه وخت د پښتو شعرونو خپرول وځنډول او تر دمې وروسته به يې يو ځل بيا يو پښتو شعر چاپ كړ او يو ځل بيا به له برتانوي هند نه د انګريزي ښكيلاك د احتجاج غږ راپورته شو، دى به بيا يو وخت غلى ؤ او د فرصت په برابرۍ به يې يو ځل بيا پښتو شعر چاپ كړ او دې يو ګام پر شا او دوه ګامه پر مخ سياست تر هغه دوام وكړ چې په ۱۹۱۹كال د افغانستان ځوان ټولواك اعليحضرت غازي امان الله خان له پاچا كېدو سره سم د افغانستان بشپړه خپلواكي اعلان او تر لاسه كړه.

په سراج الاخبار كې لومړنى چاپ شوى پښتو شعر د مولوي صالح محمد خان دى چې د ۱۹۱۴ع كال د جون په ۲۵نيټه دعبدالرحمن خان لودين له يوې يادونې سره نشر شو، د مولوي صالح محمد د شعرونو خپريدلو دوام وكړ او د ۱۹۱۴كال په پاى كې چې د لومړۍ نړيوالې جګړې په ترڅ كې انګريزانو د تركيې د اسلامي هېواد پر ضد لښكر كشي كوله د افغانستان ملت يې سخت وپاراوه، انګريزانو هڅه كوله چې افغانستان بې طرفه پاتې شي او د افغانستان له تر لاس لاندې امير نه يې د بې طرفۍ ژمنه واخيسته، د سراج الاخبار د ۱۲۹۴كال د وري په ۲۶نېټې په ګڼه كې د مولوي صالح محمد د يوه شعر خپرېدلو چې پكې راغلي وو:
ته كره د زمكې ګوره
نظر وكړه زما وروره
دنيا ده پر شور راغلې
تورېدلې ، قهريدلې
لوى دول چې په دنيا دي
په يورپ ، كه په ايشيا دي
ټول په جنګ سره اخته دي
په سرو وينو آغشته دي
انګريزان په وير اخته دي
ډېر مغموم خورا خپه دي
همت ګوره د تركانو
د روميانو ، عثمانيانو ...

انګريزان تلولي كړل ، د افغانستان بې طرفۍ ته يې په شك وكتل، لومړى يې په برتانوي هند كې د اخبار د دې ګنې د خپريدلو مخه ونيوله او د برتانوي هند فارن سكرټري د صوبه سرحد چيف كمشنر ته وليكل : (( د كابل د شاهي مدرسې يوه تن صالح محمد نومي په پښتو يو شعر ويلى چې خداى المان د برتانيې پر ضد پاڅولى څرنګه چې شعر په پښتو دى نو مطلب يې دا دى چې په صوبه سرحد كې هم نشر شي نو په برتانوي هند كې د سراج الاخبار د اپريل د ۱۶ګڼې د خپريدو مخه ونيسئ !)) او ورپسې يې د انګليس د ((سي . آى . ډي)) يعنې استخباراتو رييس ته راپور وركړ او بيا نو د هند وايسرا د افغانستان امير ته يو له سرټكونې ډك ليك وليكه څو د سراج الاخبار غوسمنه ژبه بنده كړي او بيا نو تر لاس لاندې امير ځواب وركوي چې د سراج الاخبار مدير ته ويل شوي چې پاروونكي مطالب نشر نه كړي او همدا وو چې په سراج الاخبار كې دپښتو نشراتو لومړۍ څپه غلې شوه او څرنګه چې علامه محمود طرزي ته د دې كار دوام د سراج الاخبار په مرګ تماميده نو ځكه يې مصلحتاً د څه وخت له پاره د پښتو شعرونو خپرول وځنډول.

د ۱۲۹۴لمريز كال په ثور كې د سراج الاخبار د پښتو يو بل بادرده او هېواد پال همكار وموند، دا ځوان د سراجيه دارالمعلمين مدير غلام محى الدين افغان ؤ چې خپلې د وطن د مينې ترانې يې ورته وسپارلې:
زړه زما ډك دى له مينې د وطن
خپل وطن ماته عزيز دى تر خپل تن

دا سراج الاخبار ته د غلام محى الدين افغان د لومړي سپارل شوي شعر مطلع وه، د ده يوه بله د همدې كال د ميزان د ۱۸ په ګڼه كې هم راغله.
اميد مه كړه چې همېش به يې خوشال
په دنيا كې دى هر څه لره زوال

ورپسې په بېلابېلو ګڼو كې د عبدالعلي مستغنى، عبدالهادي داوي او نورو شعرونه راغلل، بيا د دې كال په ژمي كې د انګريزانو دياد شوي تهديد او مخالفت له امله سراج الاخبار پښتو برخه نه درلوده.

د ۱۲۹۵كال په پسرلي كې يو ځل بيا د مولوي صالح محمد په شعرونو سراج الاخبار پښتو خپرونې پيل كړې ، دهمدې كال د قوس د ۱۹ په ګڼه كې د (( حسيات ملي)) تر سرليك لاندې د ملا محمد خان عرض بيګي يوه خوږه ملي چاربيته خپره شوه :
افغانستان خلك زمري دي پرې افګار به شې!
خيال د بدو ورته مه كړئ نګونسار به شئ!

په دې توګه علامه طرزي يو ځل بيا په سراج الاخبار كې پښتو خپرونې ورو ورو اوج ته ورسولې او يو ځل بيا يې د خپلې اصلي موخې په لور يون پيل كړ، دغلام محى الدين افغان وطني او ملي شعرونه يې پرله پسې پكې نشر كړل اوپښتو خپرونو ته يې پراختيا وركړه ، د همدې كال د دلوې د پنځم په ګڼه كې محمود طرزي او د ده ملګرو يو بل زړور توب وكړ او په داسې وخت كې چې پاچا په ننګرهار كې ؤ د عبدالهادي داوي د (( بلبل ګرفتار)) دري شعر يې نشر كړ چې د افغانستان د آزادۍ غوښتنې هيله پكې نغښتې وه، د ۱۲۹۶د جوزا د دوهم په ګڼه كې د ادبيات ملي تر عنوان لاندې د دې شعر پښتو ژباړه چې مولوي صالح محمد په خاص خوږ والي او سلاست كړې وه ، خپره شوه.
ورپسې سراج الاخبار د خپل ژوند تر پايه ( ۱۹۱۸ع) پښتو شعرونه نشر كړل او له دې لارې يې د پښتو اوسنى ادب و روزه .

شعر دوه اړخونه لري: مضمون او شكل، يا خوند او رنګ چې كله يې د مضمون خواته ډېره توجه كېږي او كله د شكل خواته ، زموږ په اوسني ادب كې مضمون ته پاملرنه او اساسي غوښتنه وه او زموږ نوي ادب داسې وخت سترګې وغړولې چې زموږ ملي غوښتنې د ملت د سياسي او بشپړې خپلواكۍ په پوله ولاړې وې او زموږ د دې وخت شاعر رسالت درلود چې دا غوښتنې په خپل شعر كې منعكسې كړي، دوى هم همداسې ول او شعرونه يې د اوسني ادب پيلامه شول.
دې شاعرانو د موضوع د اهميت له مخې لومړى د شعرد مضمون نوي تابه ته لاس اوږد كړ او د خپل دې هدف له پاره يې هماغه زاړه شعري كالبونه استخدام او خپل نوي فكرونه يې پكې ځاى كړل. موږ وليدل چې په سراج الاخبار كې د اوسني ادب راغلي شعرونه زاړه كالبونه لري، په دې اخباركې لومړى چاپ شوى شعر د قصيدې بڼه لري:
دا څه عجيب دوران دى
چې راغلى په افغان دى
او دوهم شعر يې چې ارواښاد عبدالهادي داوي ويلى دى:
اخبار هر ملت ته جانه
ضروري دى واوره مانه

د هغې زړې وعظيه او نعتيه مثنوي په بڼه دى چې سوونه كاله پخوا يې په (( رشيد البيان )) (( اسرارالعارفين)) او نورو كې نمونې راغلې دي خو خوند يې بيا داسې نه دى او نوې خبرې، نوې هڅونې او د فكر نوي فتح شوي ملكونه لري. همدا راز د مولوي صالح محمد هغه اويابيتيزه مثنوي چې د انګريزي ښكيلاك پخې ماڼۍ ته يې سخت ټكان وركړ، د بڼې په لحاظ يوه مثنوي وه چې نمونې يې په پښتو ادب كې زړې دي خو د مضمون په لحاظ يوه مهمه موضوع پكې رانغښتل شوې او دنړۍ د ډېرلوى ښكيلاكګر ځواك په مقابل كې يې د آزادۍ او حق سنګر ټينګ كړى دى، همدا د شعر د موخې او هدف اغېز دى چې انګريزيې له خپل ټول قوت او وسلې سره ويرولى او د استعمار دنګه ماڼۍ يې لړزولې ده.
غلام محى الدين افغان په :
زړه زما ډك دى له مينې د وطن
خپل وطن ماته عزيز دى تر خپل تن

غزل كې د تغزل زاړه كالبونه مات كړل او د وطن مينه يې پكې ځاى كړه ، ملامحمد عرض بيګي بيا دا كار له چاربيتې څخه واخيست او د چاربيتې زوړ چوكاټ يې د وطن د مينې د يو نوي اړخ بيانولو ته چمتو كړ ، مولوي صالح محمد د (( بلبل ګرفتار)) په ژباړه كې تركيب بند ته نوى روح وركړ او نوى ترنم يې پكې پيدا كړ:
يوه ورځ زما تر غوږ شوه له بلبله
چې قفس كې يې ژړل دايې ويله
چې بندي شوم د صياد له سخته دله
ولې نه پوښتي څوك حال زما يو دبله
ولې حبس ابدي راغى په وار زما
ولې نشته بې فغانه كار او بار زما

ملا عبدالباقي افغان هم د شعر په زاړه قالب كې نوي فكرونه وځلول او نورو هم همداسې وكړل.
د سراج الاخبار په پاڼو كې مو د پښتو د شعري بدلون بېلګې تر نظر تېرې شوې ، هلته په لره پښتونخوا كې هم د شلمې پېړۍ له پيل سره د پښتو ننني ادب غزونې وكړې او هلته هم تر كالب ماتيدنې وړاندې شاعرانو د شعر په زړو كالبونو كې نوې سا وپوكله او د دې ډلې سرلاري راحت زاخيلي وويل:
لكه څوك د بل په سانه ژوندىكېږي
داسې قام نه دى دبل په دم تازه
كه د تللي كاروان پل درنه غلط وي
خداى د پاره واخله خپل قدم تازه

او په دې ترتيب يې پښتانه قدم اخيستلو ته وهڅول او په خپله يې هم د پښتو په ادب كې نوي ګامونه اخيستل پيل كړل.

د پښتو په زړو كالبونو كې نوې سا عامه شوه او د شلمې پېړۍ په دريولومړيو لسيزو كې د نوي ژوند روښانوونكي او بيا نوونكي ډېر شعرونه وويل شول او په لره پښتونخوا پر راحت صاحب سر بېره په ده پسې ارواښاد فضل محمود مخفي، محمد اسلم خان كمالي، محمد اكبر خادم، عبدالخالق خليق، ميا احمد شاه، عبدالمالك فدا، فضل احمد غر، او نورو ډېرې د ژوند ترانې وغږولې او ډېرې د ژوند سندرې يې وويلې.
فضل محمود مخفي به ويل:
ربه موږ له مينه د قام را
په دې اور كې راله آرام را
محمد اسلم خان كمالي د افغان د يو والي ناره داسې اوچته كړه:
اباسين ، آمو تر كوټې دغه واړه افغان يو دى
د دنيا هره خطه كې د پښتون دين، ايمان يو دى
محمد اكبر خادم پښتو غزل ته داسې زور او شور وركړ:
چې مشال ترې رڼا اخلي هغه اور يم
په پوكو چې تازه كېږي هغه سكور يم
بيا به اور شم كه پوكى راته چا راكړ
په دې څه كه نن سور نه ښكارېږم تور يم

فضل احمد غر افغان بيا نو د پښتنو په دنګو غرونو كې د پښتو ادب خواږه ازانګه داسې خواره كړل:
وارخطا دې خطرې د لارې نه كړي
كه منزل ته د مقصود رسيده غواړه
**
كه دې خيال د آزادۍ د خپل وطن وي
مه وېرېږه كه دې مخكې مشين ګڼ وي
چې زما په باغ خزان دى زه يې څه كړم
كه بهار د نورو خلكو په چمن وي
څو گلونه د هغه د پاسه كېږده
چې كوم ځاى كې د قومي شهيد مدفن وي
***
واورئ اى پر مخ د ځمكې اوسيدونكو
له اسمانه چې اواز راځي د څه دى
د ازاد يو ساعت ژوند په حقيقت كې
د غلام تر دايمي ژوندون نه ښه دى!

په لره پښتونخوا كې د ننني شعر په پرمختګ كې لومړى د راحت زاخيلي افغان جريدې چې په ۱۹۱۰ كال تاسيس شوه درنه برخه واخيسته ، په پښتوادب يې نوې پېرزوينې وكړې او په پښتو كې يې نوي ادبي صنفونه او ژانرونه دود كړل، په ۱۹۲۵كال د (( سرحد)) د مياشتنۍ مجلې په خپريدلو سره د پښتو د ننني شعر او ادب پالنه د دې خپرونې په غاړه وه او بيا نو په ۱۹۲۶كال د (( افغان )) مياشتنۍ مجله په دې خدمت كې ورسره مله شوه او په ۱۹۲۸كال كې د (( پښتون )) مجلې په تاسيس سره نوى ادب او شعر د نوي ټاكلي هدف له پاره په نه ستړي كيدونكي خدمت بوخت شو.

په هر حال دا وخت سره له دې چې زموږ په ادب كې د خپلواكۍ غوښتنې او ترقۍ ته د رسيدلو فكر په شعر كې چټكې غزونې وكړې خو په اوله كې د بڼې له پلوه په شعر كې كومه مهمه قالب شكني ونه شوه.
شعري كالبونه ماتېږي:

په ۱۹۱۹ كال د افغانستان د بشپړې خپلواكۍ په تر لاسه كيدلو سره د شعر له لاس او پښو څخه هم پخواني زنځيرونه مات شول او نوې لارې او لوري يې ځان ته وټاكل. كه څه هم د دې دورې ډېر شعرونه په لاس كې نشته خو د دې وخت څو هغه ملي او وطني ترانې چې راپاتې دي ټولې لوړ موسيقيت لري او تر دې وخته پورې چې د پښتو شعر كوم ولسي او ديواني كالبونه موجود وو په يوه قالب كې هم نه دي ويل شوي لكه :
امير امان الله چې غازي دى بې مثال
و ملت د افغان وبخښل استقلال
قانون و ايين جوړ كى له دوى د دين
د پاره – د پاره د مسلمان
يا لكه :
شاه غازي دى امير امان الله خان عادل – عاقل- عامل- كامل
ملك محكم او قوي دى افغانستان متين – رمين – حصين سنګين
او نور چې تر ډېره ځايه د ترانو په چوكاټ كې دي.

كله چې د كندهار طلوع افغان د لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي په چلونه د ۱۳۱۰كال (۱۹۳۲ع) د كب له شپاړسم څخه ورو – ورو ټول په پښتو واووښت پښتو ادب ته يې د نورو بنيادي بخښنو تر څنګ نوي پاړكي هم وروبخښل، لومړى يې داسې پاړكي پكې خپاره كړل چې د لرغونو مسدسونو، مخمسونو ، تركيب بندونو، ترجيح بندونو پخواني بنديزونه يې پكې مات كړل او نوښتونه يې پكې راوستل او بيا يې د ۱۳۱۱كال (۱۹۳۲) د غبرګولي په ۱۸ نيټه : (( وپښتو ته د پښتو نوىٰ شعر)) تر سرليك لاندې يو داسي شعر نشر كړ چې پخواني ټول معمول كالبونه يې له بېخه پكې وران كړي وو:
كښېنه له خوابه – پاڅه پښتونه – پام كړه چې نه شې – ته سرنګونه
راځه چې پاڅو – پر لارې ځونه
ولاړ شه ګوره – اى زما وروره – مه سې نسكوره – ووزه له كوره
وكړه كتنه – ښوروماښور ته د عالم

ورپسې يې ډېر دا ډول پاړكي نشر كړل او د پښتو شعر يوه نوې دوره يې پيل كړه او هم دوخت ګڼو معاصرو شاعرانو خپلو شعرونو ته دا نوي قالبونه خوښ كړل . د كندهار (( پښتو مجله )) بله خپرونه وه چې لومړى يې په كندهار او بيا په كابل كې خپرونې درلودې او د پښتو د زړو شعري كالبونو په ماتولو كې يې ونډه واخيسته . (( كابل)) مجلې د (( پښتو)) مجلې تر مړينې وروسته دا دنده پرمخ بوتله او د پښتو د نوي شعر غوره نمونې يې وړاندې كړې ، د ننګرهار (( اتحاد مشرقي)) او نورې خپرونې هم ورسره ملې شوې، د پښتو په ننني شعر كې د نوي ادب له هغو سرلارو څخه چې په بره پښتونخوا كې يې د پښتو شعرشكل او مضمون ته نوښت وركړ لوى استاد ارواښاد پوهاند حبيبي، ارواښاد استاد بېنوا، ارواښاد استاد الفت ،ارواښاد استاد خادم ارواښاد محمد رسول مسلم، ارواښاد مولوي صالح محمد ، ارواښاد محمد عثمان پښتون، ارواښاد استاد محمد ګل نوري او نور دي.

په لره پښتونخوا كې هم همدا وخت د پښتو شعر نوي – نوي كالبونه جوړ شول او د دوى په اصطلاح شاعرانو (( نظمونه )) رامنځ ته كړل چې بېلابېل جوړښتونه او د مسريو او بيتونو ډولونه لري، د برق كاكا خېل د بېلتون سندره د همدې وخت ده چې (( پيغام سرحد)) خپره كړې ده:
غر په لوري په ګلزار- بهار راغى په يو وار – ټول وطن شو سبزه زار
بلبلان په چغار سر – بوراګان او تر اوتر
نوى شان دى د دنيا- غر په سمه په بيديا
د ارواښاد فضل محمود مخفي د (( وطن )) ترانه هم همداسې يو نوى اثر و چې نوى خوند او رنګ يې درلود:
وطن – وطن يا خوږ وطن زما
په ماله هر څه ګران
په تاكې دى ارام د روح ، د سر، د تن زما
له تانه زه قربان
د ارواښاد عبدالمالك فدا دې نظم:
دا دنيا كړه ورانه ورپه سر دغم كڅوړه كړه
نوې دنيا جوړه كړه ربه د دنيا
پاكه خپله ځمكه د بې ننګه زلمو زوړه كړه
بله دنيا جوړه كړه ربه د دنيا

په پښتو كې د ادبي اوښتون يوه ښه او پخه نمونه وړاندې كړه.
په لره پښټونخوا كې د دې غورځنګ سر لاري فضل محمود مخفي ، عبدالمالك فدا، فضل احمد غر، محمد اسلم كمالي، محمد اكبر خادم، عبدالخالق خليق، ميا احمد شاه شاه، عبدالاكبر خان اكبر، سمندر خان سمندر، سيد رسول رسا، فضل حق شيدا، عبدالله جان اسير، محمد شاه خيال او نور دي.

د پښتو د ننني شعر په فكري بدلون كې لومړى په لره او بره پښتونخوا كې د انګريزي ښكيلاك په وړاندې عمومي خوځښت د افغانستان خپلواكۍ بهير او په لره پښتونخوا كې د انجمن اصلاح الافغانيه ټولنيز تحريك او بيا د خدايي خدمتګار سياسي ګوند، په افغانستان كې د ويښ زلميانو سياسي خوځښت او دې ته ورته فكري او سياسي تحريكونو لويه ونډه درلوده او د نويو شعري كالبونو او شكلونو له پاره يې وخت په وخت نوې فكري او موضوعي غذا رسوله.

هو ! دا هم د يادولو ده چې د نويو كالبونو په څنګ كې زړو كالبونو هم وده وكړه او نوې سا پكې ښه او ښه وچليده ، شعر د بيان ساحه هم پراخه او د الوت وزرونه يې وغوړيدل، پښتو شعر نوې بڼه ومونده او د فكر او خيال نوي افقونه يې په نخښه كړل.

د پښتو د دې نويو شعرونو دودېدو په وخت كې لا دپښتو لرغونې سندرې نه وې تر لاسه شوې او لا تر دې وخته د سليمان ماكوتذكره الاوليا ء او د محمد هوتك پټه خزانه په لاس كې نه وې خو جالبه ده اوس چې د پښتو لرغونې سندرې لكه د امير كروړ وياړنه، د بيټ نيكه مناجات، د خرښبون څلوريځه، د اسماعيل نيكه نارې، د شيخ تيمن پاړكى، د ملكيار غرشين پاړكى، د قطب الدين بختيار كاكي سندره، د شيخ متي مناجات، د هوتك بابا سندره او نوې سندرې دواړه لرو نو كله چې دا نوې او د نويو كالبونو لرونكې سندرې د لرغونو سندرو ترڅنګ كېږدو يو بل ته ډېر ورته جوړښتونه او سكښتونه لري او څرګندېږي چې په غير ارادي ډول پښتو شعر خپل لرغوني آريايي اصل ته رجوع كړې او په خپله طبيعي لاره روان شوى دى.

په دې توګه كالب ماتونې دومره پرمختګ وكړ چې له آزاد يا سپين شعر سره يې ډېره نرۍ پوله پاتې شوه او قاقيې او رديفونه يې ډېر لږ په پام كې ونيول.

آزاد شعرونه وزر پرانيزي:

شلمې پيړۍ د ادبي يون او تلون چار لاپسې ګړندۍ كړه، په زړو كالبونو كې نوې سا وچليده، نوي فكر زاړه كالبونه مات كړل ، ترڅنګ يې آزاد شعر وزر ورپول او د پښتونخوا د شعر په ارته فضا كې يې الوتنې پيل كړې. په دې ترتيب د شلمې پېړۍ د شاعرله پاره چې ډېرې غوښتنې او ډېرې پوښتنې او هيلې لري د خپل فكر د بيان ډېرې او بېلابېلې لارې خلاصې شوې .

آزاد پاړكي چې سپين شعرونه او بې قافيې شعرونه هم ورته وايي او ځينې كسان يې (( نوي شعرونه)) هم بولي په ختيځ ادب كې نوې پديده ده او په پښتو كې هم د آزادو شعرونو دوديدل د شلمې پېړۍ وروستۍ نيمايي سوغات دى.

ځينې كسانو ته چې آزاد پاړكي پر قافيه او رديف سربېره له وزن څخه هم آزاد ښكاري دا لويه تېروتنه ده، ځكه شعر چې كله وزن له لاسه وركړي هغه بيا شعر نه ګڼل كېږي او د نوي منثور ادب د نورو ډولونولكه لطيف ادب، ادبي ټوټې او نورو په ډله كې راځي او همدلته دي چې د آزاد و شعرونو ويل د مقيدو شعرونو تر ويلو سختېږي ځكه په مقيدو شعرونو كې د رديف او قافيې ترڅنګ د مسريو د وزن څپې هم ټاكلې او شمېرلې وي خو په آزادو پاړكو كې داسې كومه تله نشته نو وزن يې بې له دې چې څپه ييز انډولونه ولري يوازې د شعرد موقعيت (تون) له مخې په نامحسوس ډول تعقيبېږي او دانو واقعاً چې دروند كار دى او تر څو چې د وزن پيمانه ډكه نه كړي داسې وينا ته آزاد شعر نه شو ويلاى.

سره له دې چې د پښتو په اولسي سندرو كې ځينې د نكلونو نارې ، ځينې د اتڼ نارې ، ځينې د ښادۍ بدلې او نور شته چې رديف او قافيه نه ساتي ، يوازې وزن لري او د ننني آزاد شعر په قانون برابرېږي لكه دا ناره:
كه اور ګډ كړې د بړېڅو پر سپين ږيرو
مرور يې پخولا نه كړه
او يا داسروكى :
ؤ پاچا دبلخ
بلخ درې – درې
شينكي رودونه
ؤ پاچا دبلخ

خو بيا هم په پښتو ادب كې نوي آزاد پاړكي د اروپا يي شعرونو په پېښو (تقليد) رامنځ ته شوي او دلويديځ له لوري يې زموږ ادب ته لاره موندلې ده.

آزاد پاړكي هم لومړى يوازې له قافيې او رديف نه آزاد شول نوريې دخپلو مسريو د سيلابونو تول وساته خو بيا ډېر ژر يې د مسريو د څپو تول هم له لاسه وركړ او د لږو او زياتو څپو مسرۍ سره و اوډلې شوې او يوازې د شعر د لوستلو په وخت كې يې د يوې پارچې شعر له پيله بيا پايه داسې آهنګ وساته چې د شعر بېلابېلې كړۍ سره بېګانه نه ښكاري او له يوې مسرۍ نه بلې مسرۍ ته د تللو په وخت كې د شعر په آهنګ كې ناموزون ځنډونه، ګڼډې او خنډونه نه پېښېږي.

لكه څرنګه چې د بشپړ تيايي يون غوښتنه ده نوې مقفې سندرې لومړۍ په بې قافيې خو سره همتوله څپو لرونكو مسريو اوښتې او بيا بې قافيې شعرونه په بېخي آزادو شعرونو بدل شول دا بهير روان دى او ښكاره نه ده چې دا يون به بيا په څه اوړي او آزاد شعر به څه بڼه غوره كوي؟

د افغانستان په خپرونو كې لومړني بې قافيې شعرونه چې ما ليدلي د (( كليمه داره روپۍ)) ډرامه ده چې ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواك سرتر پايه په آزاد شعر كښلې او د سيلابونو د تول په ساتلو سره يې يوازې رديف او قافيه له لاسه وركړي دي ، دا ډرامه تر ۱۹۳۸ كال رارورسته كښله شوې او يوه برخه يې دا ده:
(( ياره ، خو لنډه دا ده
د دې له خولې نه جارشم
ما ويلې څنګه به شي
زه به جګړې ته ووزم
دا به په اوښكو ناسته
د بېكسۍ نه ژاړي)).

تر دې راوروسته د ارواښاد عبدالعظيم ساپي هغه ازاد شعرونه دي چې د ۱۹۵۲كال په اوږدو كې د (( نيلاب)) آزادۍ جريدې خپاره كړي دي:
(( دا پښتو د پښتونخوا د پښتنو ده
پرې به پايي ، پرې به وياړي واړه لوګه
زه پښتون يم له پښتو سره مې ده مينه
هم روزمه به يې زه په پښتونواله)).

ورپسې ډېرو شاعرانو آزاد شعرونه وويل: ارواښاد استاد الفت، ارواښاد استاد بېنوا، ښاغلي سليمان لايق، ډاكټر زيار، ښاغلي محمد صديق پسرلي، ارواښاد پوهاند ډاكټر سيدبهاو الدين مجروح ، ډاكټر هېر، حبيب الله رفيع، ښاغلي عبدالباري جهاني، او نورو ګڼ شمېر شاعرانو په افغانستان كې آزاد شعر وپاله او نوې – نوې- خوږې – خوږې- پارچې يې رامنځ ته كړې.

په لره پښتونخوا كې هم ارواښاد سيد رسول رسا، فضل حق شيدا او نورو كالب ماتونه د بې قافيې شعر تر پولې راورسوله او تر ۱۹۵۸كال راوروسته بې قافيې شعرونو په اساسي توګه غزونې وكړې چې سرلاري يې قلندر مومند،مراد شينوارى، غني خان، اشرف مفتون، دبندارمايل ، فوزيه انجم، او نورې دي.
د پښتو د اوسني ادب شعر اصلي مايه او فكري پانګه دهيواد پالنې موضوع او د ناسيوناليزم د سياسي مكتب دلارې پالل وو چې د شلمې پېړۍ له پيله تر پايه يې ښه وده پكې وكړه، خو د شپيته په لسيزه ((۱۹۶۰)كې پر كيڼ افراط ولاړې كمونستي سياسي مفكورې هم دپښتو اوسني شعر ته لاره وكړه او په لره او بره پښتونخوا كې يې يو شمېر شاعران رامنځ ته شول، لږ وروسته په ښي افراط ولاړه د پان اسلاميزم مفكورې هم په پښتو شعر كې خپله لاره خلاصه كړه او په تېرو څلورو لسيزو كې يو شمېر پښتنو شاعرانو دا دواړې سياسي لارې د ادب په ورشو كې وپاللې.
په دې ترتيب د پښتو اوسنى شعر له يوې خوا د شكل او بڼې له مخې پرمختيايي ګامونه واخيستل او له بلې خوا يې د موضوع او مفكورې له مخې رنګارنګي پيدا كړه او هم يې د فن او هنر له اړخه د پرمختګ او ودې په لور ګامونه واخيستل، له هره اړخه معياري شعرونه رامنځته شول، ځوان او څپاند شاعرانو خوږې او خوندورې شعري نغمې او ترانې وغږولې او دپښتو اوسني شعر په افقي اوعمودي ډول د پرمختګ لارې ووهلې.
په عمومي توګه دپښتو د ننني ادب د شعر د برخې په وده كې د لرې او برې پښتونخوا موقوتو خپرونو ، ورځپاڼو ، جريدو او خصوصاً مجلو زياته ونډه ودرلوده چې راډيو او ټلويزيون هم ورسره مرستي شول او وخت پروخت يې د ننني ادب معياري او خواږه شعر نمونې وړاندې او په خلكو كې خورې كړې خو د دې ترڅنګ د پښتو د ننني شعر ځانګړې ټولګې هم په لره او بره پښتونخوا كې نشر شوې چې شمېره يې سوونو ټولګو ته رسېږي او دا ټولګې په ټوله پښتونخوا كې لاس په لاس شوې.
په دې ترتيب د پښتو اوسنى شعر له نويو تجربو ، نويو ارزښتونو ، نويو پيغامونو، نويو لاسته راوړنو او نويوهيلو او اميدونو سره د يوويشتمې پېړۍ پر درشل وردننه شو او د پرمختګ نويو افقونو ته سترګې په لار دى:
نور قافلې دې بې خطره درومي
موږه په لاره مشالونه كېښوه.
پاى

معراج 19.07.2011 11:40

زه د نور په پرتله غواړم چي د تولو شاعرانو په هکله معلومات ځاي په ځاې شې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.