Banner

خوشال داستاد رشاد له نظره \'\' لس مقالې \'\' ته يوه كتنه

28.01.2009 11:02

لس مقالې دهېوادنامتو عالم ارواښاداكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد دپنځو مقالو مجموعه ده ، چې پر ۱۳۶۷ لمر يز كال په ۱۱۲مخونو كې چاپ شو ې ده ، په دې مجموعه كې استاذ رشاد دخوشال خان خټك دژوند وفن بيلا بيل اړخونه څيړلي دي چې په يو شميربرخو كې يې دلومړي ځل لپاره دپلار په اړه يو شمير تاريخي او ادبي حقايق رابرسيره كړې دي دې ليكنه كې غواړم داستاد رشاد پر مقالو په لنډه تو ګه تبصره وكړم : ۱، دخوشال په ديوان كې دبوستان او ګلستان دوږمو څرك بوستان او ګلستان د پاړسي ادب دلوى شاعر شرف الدين مصلح سعدي بن عبدالله (۶۹۱ يا ۱۹۴هـ ق مړ) هغه دوه كتابونه دي چې پاړسې ژبي او پښتو ژبي يې دجومات دزده كړو پرمهال لو لي او دسنتي زده كړو دنصاب برخه ګڼل كيږي ، ځكه خو ډيرعام آثار دي ، له همدې امله دپښتو ادب دكلاسيكې دورې ګڼو شاعرانو هم دا كتابونه لوستي او په آثاركې يې دمضامينو لږ او ډير څركونه ليدل كيږي . خوشال بابا چې دخپل عصر مرسوم علوم او فنون لوستې او زده كړي وو، خامخادشيخ سعدي له دغو دواړو كتابونو څخه اغيزمنلى و ، داستادرشاد په خپلې دغې مقالې كې همدا اغيزڅيړلى او خوشال بابا په آثاركې يې هغه مضامين په ګوته كړې چې دشيخ سعدي آثار و
كې هم راغلي دي ، زما په نظر له دغې مقايسو ې څيړني څخه داښكارې چې خوشال بابا په هماغه مهارت او استاذۍ سر ه دغه مضامين راوړي . چې سعدي يې په بيانو لو سره شهرت ګټلى دى ، د بيلګې په تو ګه :خوشال .
ښه كه وزيږي له ډكې ښځې مار
نه زوولى ځينې زويه ناهموار
سعدې
زنان باردار اى مردهوشيار اګروقت ولادت مار زايند
از ان بهتربه نزديك خردمندكه فرزندان ناهموارزايند
داښكاره ده چې خوشال دسعدي دووبيتونو مفهوم په يو ه بيت كې ښيلى او واضح بيان كړى دى ، بيځايه اطناب او اوږ دوالى په كې نشته او لوستونكى ژر مطلب درك كولاى شي ، استاد رشاد دخپل دقيق او محتاط څيړنيز ميتو دله مخې ترهرڅه مخكې دشيراز ، سعدي او دهغه ادبي دريځ راپيژني بيا دخوشال بابا په بيلا بيلو آثارو كې دسعدي د دوو نامتو كتابونو (بوستان او ګلستان ) دمضامينو څرك لټوي ، زما په نظر هغه څه ډير جالب او دپام وړدي په دغه بحت كې دفكري ارزښتو نو مقايسو ي تحليل دي ، دبيلګې په تو ګه په ځينو مواردو كې داهم څرګنديږي چې يوه مسئله نه يوازې له پاړسي ادب څخه پښتو ته بلكې ان له عربي ادب څخه او ل پاړسي او بيا پښتو ته راغلې ده او په دې تو ګه دموضوعاتو تداخل او ليږددبيلابيلو ګاونډيو ژبوترمنځ طبيعي ګڼل شو ي بيلګه وګورى ـ
عربي : ويبقى خط فى القرطاس دهرا
وكاتبهارميم فى التراب
پاړسي : خط درورق دهربماندصدسال
بيچاره نويسنده كه درخاك رود
پښتو:په كاغذ به خط باقي په ډيرمدت شي
تار په تار به دكاتب شيرين صورت شي
استادرشاد په خپله ليكنه كې دې ته هم اشاره كړې ده چې له عربي څخه نه يوازې پاړسي او پښتو ته بلكې اردو او تركې ته دشعرونوموضوعات تللي راغلي دي او په دې توګه خوشال بابا دكلاسيكې پښتو شاعرۍ هغه څيره ده چې په خپله ژبه دبشپړحاكميت په درلو دو يې دغه فكري پانګه ډيرښه او په استاذۍ سره ځاى كړې ده ،
۲: دكرلاڼيو پاچاهي كورنۍ : داپه لس مقالې كې دعلامه رشاد دوهمه مقاله ده چې خوشال بابا دعصر ديوې نامتو كورنۍ دپيژندلو په اړه ليكل شو ي ده ، استاد رشاد ليكې چې خوشال بابا كرلاڼې دسړبنى سو شل ګروپ يو ه څانګه بولي، استاد رشاد په دې ليكنه كې د(كرلاڼي ) نوم دبيلابيلو تلفظونو او تاريخي شاليدپه اړه بشپړمعلومات وركړي دي ،دمقالې په بله برخه كې دكرلاڼيو هغه كورنۍ معرفۍشوې ده چې دسلطان العادل شيرشاه سوري (۹۵۲-۹۴۷-هـ ق) پرمهال يې دكرلاڼي پښتنو مشري كوله ، دادجمال خان كرلاڼي دزمتړ تاج خان ، سليمان خان عمادخان او الياس خان دمشرۍ او ميرۍ دورې ته اشاره ده.زما په نظر داستادرشاد دغه مقاله په هندكې د پښتنو د واك و ځواك او عظمت د دوران يو ې داسې دورې او څنډې ته كتنه ده چې په دومره جزئياتو سره تردې مخكې نه وه څرګنده همداراز دامقاله دسوري شيرشاه دزماني پر حالاتو او دخوشال خټک دمعاصر و پيښوپه څرنګوالې رڼااچوي ،او که څوک وغواړي دخوشال په عصراو اجتماعي حالاتو څيړنه وكړي تاريخ دغه برخه ښايې ډيره مرسته ورسره وكړي
۳:دوه مصرع يې دخفيف بحردوه طال : دادلس مقالې دريمه ده او په دې ليكنه كې استادرشاد دسترخوشال شاعري دفورم ، وزن او ښكلي تنو ع له مخې څيړي ،خوشال دپښتو شاعرۍ په تاريخ كې لومړنى شاعردي چې دخپل عصرپه تقريباٌ ټولو مرو جواو معمولو وزنو نو كې يې شاعري كړي ده څرنګه چې هغه مهال عربي عروض پرپښتو شعرهم تطبيقيدل او دامسئله چې پښتو خپل ځانګړى (څپيز-خپيز) وزني سيستم لري مطرح نه وه له همدې امله عروضي بحرونه او قالبونه دوزن سنجۍ لپاره كارول كيدل ان تردې چې مياشرف دپښتو عروض رساله هم ليكلې وه او پښتوشاعري يې پرې تلله خوشال باباپښتو قصيده مثنوي رباعي مخمسات او غزليات له قالبي او وزني لحاظه اوج ټكي ته ورسول او په هر فورم هر بحراوشكل كې يې شاعري وكړه استاد رشاد په خپله دې مقاله كې له وزني پلوه دخوشال بابا بيلابيل شعرونه تللي او ځانګړنې يې په ګوته كړې دي خو داستا درشاد په نظر دخوشال په شاعرۍ كې يوازې دعربي عروضوقالبونه او بحرونه نه بلكې ځينې داسې بحرونه هم شته چې په هغه وخت كې په غربۍ او پارسي شاعرۍ كې دودنه وو ، او بيلګې يې يوازې په پښتو شاعرۍ كې (دخواجه محمد بنګښ ،. بايزيد روښان او خوشال خان )په آثارو كې موندلى شو داستا د په نظر دا ځانګړ نه په هندي عروضوكې هم موندلاي شو او يوه بيلګه يې دسور تهاشكل دي استاد رشادپه دې بحث كې دپښتو ولسې شاعرۍ او ان دزردشت ددورې دګاتونو (ګاڅونو ) – داوستايي سرودونو مهمه برخه بيلګه يې عروضي سكښت هم وړاندې كړى چې دپښتو ژبې له عنعنوي او زاړه وزني سيسټم سره ورته دي
۴: دخوشال په چاپي اثار كې ځينې مغشو شې كلمې: په دې مقا له كې علا مه رشاد دخوشال په آثاروكې د هغو كلما تو دروښا نولو او په ګوته كولو هڅه كړې چې مغشو شې دي، يا خو نه لوستل كيږي، يا ناسمې ضبط شوې دي او يا هم د خطاط د اشتباه له امله غلطې ليكل شوي.
په دې مقاله كې ددې ترڅنګ چې د خوشال بابا د آثارو د كاتبانو معرفي هم شوې ده، په دې اړه څرګندونې راغلي چې په پخوانيو آثارو كې د كاتبانو د بې پروايي له امله څومره ستونزې پيښې شوې دي.
د خوشال په آثارو كې د بيلګې په توګه \"خپلخانې، اوره، سيس، تيلك، مهيرك او نور\" همداسې متنازع فيه كلمات دي چې استاد يې تر ډيره بريده د سم شكل د استخراج هڅه كړې ده.
زما په نظر پر كلاسيكو نسخو د انتقادي كتنې پر مهال د مغشوشو كلماتو د وضاحت لپاره د څيړونكو ډير كار، تبحر او مقايسوي څيړنې ته اړتيا شته او كله كله داسې كار يوازې د استاد رشاد په څېر فاضل علما تر سره كولاى شي.
۵- د پښتو د افتخار ځاى خوشال خټك: دا د \"لس مقالې\" وروستۍ مقاله ده چې په هنري او شاعرانه ژبه د پښتو د ملي اتل خان عليين مكان خوشال خان خټك پيژندنه شوې ده. استاد رشاد په دې مقاله كې د خوشال د ستر روح، فداكارۍ، ملي رول او زړورتوب تعريف له تاريخي پلوه څيړلى او په ډير دقت يې د دغه ملي قهرمان د ژوند- فن او عصر ځانګړنې روښانه كړي دي.
په مجموع كې \" لس مقالې\" د استاد رشاد هغه كتاب دى چې د ستر خوشال خان په اړه ډير نادر، نوي او په زړه پورې علمي حقايق څرګندوي چې د پښتو ادبياتو شايقينو او د خوشالپيژندنې زده كوونكو ته يې لوستل اړين بولم.

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.