Banner

د رحمان بابا ادبي پيروان

28.01.2009 11:11  رحمان بابا د هغه زرين دور د اوج او موج د دورې شاعر دى چې په خوشال بابا پيلېږي او په كاظم خان شيدا او پير محمد كاكړ پاى ته رسېږي.
د پښتو په دې زرين دور كې ډېر ستر ستر شاعران رامنځته شول په خپله خوشال بابا يو ستر نابغه او فلسفي شاعر ؤ چې پښتو ته يې هر اړخيزې بښنې وكړې او د پښتو د ادب پلار لقب يې تر لاسه كړ. ورپسې د ده ګڼ زامن چې اكثره يې د رحمان بابا همزولي او ترې مشران او كشران وو په همدې دوره كې رامنځته شول اشرف خان هجري د خوشال خان بابا داسې زوى ؤ چې په پښتو او دري كې يې د لوړې كچې شاعري كوله په ځانګړي ډول د اورنګزيب زندانونو يې په هندوستان كې شاعرۍ ته نوى رنګ او نوى ترنګ وركړ او د وطن هجر يې شاعري نوره هم دردوونكې او اغېزمنه كړه. د ده بل زوى عبدالقادر خان خټك يو پياوړى شاعر ؤ. پر بشپړ ديوان سربېره يې ګڼ نور منظوم او منثور تأليفات نور هم وكړل. سكندر خان خټك د خوشال بابا بل زوى چې ښه شاعري يې كوله او پر دېوان سربېره نور خوندور اثار هم ترې راپاتې دي. صدر خان خټك يې بل زوى دى چې ديوان او منظومې كيسې ترې پاتې دي. ګوهر خان خټك يې بل زوى دى چې د قلب السير قيمتي كتاب چې په نظم او نثر دواړو دى ترې راپاتې دي همدا راز افضل خان خټك، كامګار خان خټك، بابا سعيد او نور ګڼ خوږ ژبي شاعران او ويناوال د همدې كورنۍ په
غېږ كې روزل شوي دي. د خوشالخان بابا پر زامنو سربېره په دې دوره كې د پښتنو د بېلابېلو سيموو بېلابېلو قومونو نه ګڼ شاعران رابرسېره شوي دي چې خوږه او پخه شاعري يې وكړه لكه قلندر، شيرمحمد، عبدالله، اخوند مياداد، اخوند مصري، ادين، ازاد، بيګ محمد، نجابت، قادر، حسين، فاضل، حميد بابا، خواجه محمد بنګښ، محمد يونس خيبري، باى خان، حميدګل، فياض، نصرالدين، محى الدين، سعيد خليل، نياز محمد، عبيد، انار، ملنګ، نصرت، مؤمن، فيض الله، ګله خان، نصير، بنارس، فضل الحق، علم ګل، مسري خان، بيدل، خوږدل، نجيب، بياض، نوازخټك، معازالدين خټك، قاسم، قادر داد، اوركزى، اشرف خليل، امير خان هجري، مهين، امير، عبدالله، مياعمر، محمدي صاحبزاده، افضل، احسن، انور شاه، اكرم، دوست محمد، سيد، ميا شرف، شمس الدين، طلب شاه، عجب، عبدالقاسم، محتشم، محمد ګل، نورمحمد، نادر، فقير الله، صديق، فتح علي، معزالله، دلاورخان، خان ګل خليل، مسعود، كاظم خان شيدا، محمد ګل مسعود،عليخان، محمود رفيق، كاظم، معزالله مومند، عثمان، اودل فضيل، عصام، ابوالقاسم، غفور، صمد، اخوند ګدا، جان محمد، الوري حافظ، قاسم علي اپريدى، خواجه رزق الله ، عبدالعظيم راڼيزى، عبدالعظيم ګنداپور او نور په لسهاوو تنه شاعران په همدې زرين دور كې وزېږېدل، وځلېدل او د ادب په ګلبڼ كې وچغېدل، په همدې زرين دور كې پښتو ادب نوې غزونې وكړې، نوې لورينې او نوې پيرزوينې پرې وشوې. د نظم او نثر غوره كتابونه وليكل شول او د ژوند ټول موضوعات د ليك او ادب په غېږ كې ځاى شول. خو په زړه پورې دا ده چې د زرين دور په دې ګڼو ادبي څيرو كې د رحمان بابا څيره هغه څيره وه چې تر ټولو ځلانده او روښانه وه، تر ټولو ښه وځلېده او په ټولو شاعرانو كې تر ټولو مشهور شو. تر ټولو منلى او په ولس كې تر ټولو د خلكو خوښ او ښاغلى شو.
د رحمان بابا همدا شعري شهرت او انفراديت ؤ چې دى په پښتو ادب كې د ځانګړي سبك او ځانګړي ادبي مكتب خاوند شو. ارواښاد پوهاند علامه عبدالحى حبيبي د رحمان بابا د ادبي سبك او مكتب ځانګړنې په لاندې توګه څېړلي اوشمېرلي دي:
1. په دې سبك كې شاعر د روح الهام مني د مادې سره يې ډېر سروكار نشته ، د هغې دنيا څخه خبرې كوي چې د دې فاني نړۍ څخه پرته بله دنيا ده او د معنوي فيوضاتو منبع همدغه ځاى دى.
2. په دې سبك كې شاعر له مادياتو څخه ليرې كېږي او هغه طرف ته د تلو كوښښ كوي چې د ټولو خير په كې وي او د دې فاني دنيا لانجې، جګړې او شور ماشور په كې نشته. د دې سبك شاعران د دې دنيا پر بدو نيوكه كوي، نفرت ځنې كوي او ځانونه ترې ژغوري او خلكو ته هم ترې د ځان ساتنې توصيه كوي.
3. دا سبك د احساساتو تصويرونه په خورا سپېڅلتيا، ريښتينولۍ او څرګند ډول كاږي. ابهام او شكونه نه خوښوي، شعرونه يې ساده ، ښكلي او عام فهمه وي.
4. غزليات، قصايد (بوللې، رباعيات، تخميس ) او د شعر نور ډولونه په سپېڅلي ډول وايي . د مينې او اخلاقو څخه ډېر غږېږي.
5. د عشق او مينې په دنيا كې هم د واقعيت خواته ځي او د خيال طرف ته يې ميلان ډېر كم وي .
6. د دې سبك شاعر عشق او الهام د ژوند مدار ګڼي، يقين او ايمان پر عقليت باندې خوښوي. دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى
د جمله وو مخلوقاتو پلار دى دا.
په دې ترتيب وينو چې رحمان بابا په پښتو كې په پورتنيو ځانګړنو ولاړ يو ادبي سبك رامنځته كړ او همدې سبك د شعرت هغه لوړ پړاو او معراج ته ورساوه او له ساده ګۍ او رنګينۍ نه تركيب شوى شعر يې د هرې سويې كسانو له پاره په زړه پورې او خوندور ؤ چې له همدې لامله د ده شعر دپښتو ګڼو شاعرانو خوښ كړ، زمزمه يې كړ، ويې ستايه او ګڼو شاعرانو د ده د رامنځته شوي سبك په پيروۍ شعرونه وويل ، د ده په ادبي منډ يې پلونه كېښودل او روان شول.
ارواښاد پوهاند حبيبي چې شپېته كاله پخوا د ده د دې سبك پيروان دا لاندې شاعران بللي دي :
1. عبدالرحيم هوتك.
2. احمدشاه بابا.
3. اخوند ګدا.
4. عبدالعظيم سواتى.
5. ميانعيم متيزى
6. ملا جمعه باركزى
7. عبدالنبي بېټنى
8. شير محمدهوتك
9. مطيع الله پيرخيل
10. قاسم علي اپريدى
11. يونس
12. غفور
13. صديق
14. شهنواز
15. د الپورۍ حافظ
ورپسې استاد حبيب الله رفيع په ۱۳۵۶ل ل كال د رحمان بابا د دېوان په سريزه كې د رحمان بابا د ادبي سبك دالاندې پيروان هم راوپېژندل:
1. نيازمحمد
2. عبيد
3. نصرت
4. ابن يمين
5. بازمحمدبنګښ
6. عبدالرسول ماشوال
7. عبدالغفار هوتك
8. عجب
9. فضل شا
10. ګل محمدكاكړ
11. شيخ نامدار
12. معزالله خان مومند
13. عبدالوهاب اڅكزى
همدا راز نوموړي په راوروسته كې په ۱۳۵۹ كال د ادبي ستوري د دوهم ټوك د ليكلو پر وخت يو شمېر نور داسې شاعران هم وموندل چې د رحمان بابا د ادبي سبك په لاره تللي او د ده پيروان او د ادبي لارې لارويان دي لكه :
1. جمال خان
2. اوكايا ثاني رحمان
3. فدا محمد جلال ابادي
4. پياؤ الدين
5. محمد عمران پېښورى
6. خداى داد محمدزى
همدا راز نوموړي د نجيب د دېوان تر ژورې لوستنې وروسته هغه د دې سبك د يو پياوړي شاعر په توګه وروپېژاند.
په دې ترتيب دا هغه شاعران وو چې يا يې په خپله په ډېر وياړ د رحمان بابا د پيروۍ يادونه كړې او يا يې شاعرۍ ښودلې چې وينايې په ژور ډول په رحماني خم كې رنګ شوې او د ده د شعرونو اند او رده يې پاللې ده . دا لړۍ لا تر اوسه راروانه ده او زمونږ په عصر كې هم د پښتو سترو سترو شاعرانو لكه ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواك د ده پيروي كړې او د ده د شعرونو پيروي يې كړې ده .
اوس راځو د رحمان بابا هغو يادونو ته چې د ده معاصرو او ګروهمندو او د ادبي سبك پيروانو په ډېر اخلاص او عقيدت كړې او د ده شعر يې ستايلى او د ده په پيروۍ يې وياړ كړى دى.
رحمان بابا يو بيت لري:
يو خوشال او يوكم سل خټك نور په طبيعت كې
ځار شه د رحمان سړبنـــي لــــه يـــــــــــــوه فــــــــــرده
او د خوشال بابا په دېوان كې يوبيت دى :
سل سړبني دې تر دې يو غزل ځارېـــــــږه
نن چې دا پښتو ده كرلاڼي خوشال ويلې
څېړونكي دخوشال بابا بيت د رحمان بابا په ځواب كې يو علامتي بيت ګني نو كه دا اټكل ومنو د رحمان بابا لومړنۍ غير مستقيمه يادونه د پښتو ادب پلار ستر خوشال بابا كړې او دى سره له دې چې تر ځان مخكې يا مخكښو شاعرانو ته تن نه ږدي، رحمان بابا ته يې شاعرانه سترګك وهلى او دى يې يو خپل يو ستر ادبي سيال ګڼلى دى چې دا د رحمان بابا د فن او شاعرۍ اهميت ښيي.
د خوشال بابا مشر زوى اشرف خان هجري تر ۱۰۰۶
كال وړاندې د پېښور بلبل بللى او شعر يې ورته
منلى او خوښ دى:
خوږ زبان په زمانې شكرې لوڼــــــي
هغه واف چې مستقر يې پېښور دى.
د رحمان په ويل ځاى د لقب نشـــته
چې يې ما شعر منظور كړ معتبــر دى
عبدالقادر خان خټك چې د ده دعصر شاعر دى له ده سره شاعرانه سترګك هم لري لكه :
زه خټك د يار په غم تازه تازه شــــــــــم
اورياخېل رحمان كه شو ورځنې ستړى
او د ده د شعر هركلى هم كوي لكه د رحمان بابا دا شعر:
تا چې مخ د پري سترګې د اهو كړې
نه پوهېږم چې اهو يې كه جادو كړې
چې عبدالقادر خان خټك يو تركيب بند پرې جوړ كړى دى. د ده شاګرد او ادبي سبك پيرو يونس خليل يې سوزوونكې ويرنه ويلې او په پاى كې يې ويلي :
پر لذت شعر به څوك كاندي يونســـــــــــه !
چې په مرګ ځنې خاموش عبدالرحمان شو
تر ده راوروسته مصري خان ګګياڼى د ده د وخت يو بل شاعر د بابا د شعر لذت داسې يادوي :
شعر د فارسي وينم شيرين لكه شـــــــــــــــــــكر
شعر د پښتو كړ تر فارسي عبدلرحمان لذيذ
معزالله خان مومند چې د رحمان بابا د پېړۍ او د ده پيرو شاعر دى داسې يې ستايي:
د تمامې پښتونخوا له شاعرانو
معزالله عبدالرحمان دى منتخب
كه د شعر كرامت له چانه غواړې
معزالله د رحمان شعر كرامت دى
د نازكخيال شيدا زړه هم د رحمان بابا شاعرۍ وړى او ويلي يې دي :
د رحمان په دا مصرۍ د شيدا زړه دى
ته پري يې كه اهو يې كه جادو كــــړې
نجيب مومند چې د ده معتقد هم دى او شاګرد هم د ده په پيروۍ داسې وياړي:
د شعراوو سرحلقه عبدالرحمان دى
زه نجيب د ده د شعر دامن ګـــــير يم
د پښتو بېدل دى سلطان الشعرا بولي او وايي:
چې مشهور يې په پښتو ژبه دېوان دى
شعراوو كې هغه عبدالرحمــــــــــــن دى
په سلطان الشعرا دى ملقــــــــــــــب دى
عبدالعظيم راڼيزى دى خپل ادبي پير بولي او د غلامۍ غړوندى يې غاړې ته اچوي:
د مهمنـدعبدالرحمان صاحب په مثـــــــل
هســې خوږ زبان زما وى درېغه درېغـــــــه
زه عـــظيم به خاص غلام د دې مهمند وم
اوس ژوندى كه په دنيا وې درېغه درېغه
پير محمد كاكړ چې په خپله هم ادبي سبك لري درحمان بابا په اړه وايي:
جوړ په شعر كې رحمان غيب السان دى
په دا څېر نشته هر ګز د انسان شعــــــــر
رحمت داوى د ومره د ده په شاعرۍ مين دى چې ترې قرابېږي:
هر څوك شعر كا هم لاف د شاعرۍ كا
زه قربان تر شيرين شعر د مهمنـــــــــــــد
د پير محمد كاكړ شاګرد شمس الدين كاكړ هم د رحمان بابا د شعر په اړه داسې قضاوت كوي :
كه څوك ونيسي په لاس نظام د شعر
په عروض كا سنجيده بيان د شــــعر
وبه نه رسي په شعر له رحمانـــــــــــــه
كه هر څو كوي هوس افغان د شعـر
ميرزاحنان باركزى د بابا يو شعر تر بل ښه ګڼي او وايي:
بـل رحمان سړبندى د پېښور دى
په پښتو يې غزل به٫ دى يو تر بـل
عبدالله پوپلزى هم د رحمان بابا شعر معجزه بولي :
د رحمان له شعره بوى د معجزې ځي
مريد زر كاندي له پيره بـــــرابــــــــــــــر
عبدالرحيم هوتك د رحمان بابا شاعرانه مقام تر هر چا لوړ ګڼي :
رحمت داوى د رحمان بابا ډېر عقيدتمند دى او د خپلې شاعرۍ د حكميت وړ يې ګڼي:
د رحمت د شاعـــــــــــــرۍ قدر به ډېــــــر ؤ
كه رحمت مومند ژوندى وى په بګرام كې
اخوند ګدا د پښتو يو بل شاعر دى چې په دولسمه پېړۍ كې يې ژوند كړى او ځان د رحمان بابا ځاى ناستى بولي :
زه ګدا يې په خپل ځاى باندې قايم كړم
له جهانه چې شاعر عبدالرحمــــــــان لاړ
حاجي جمعه باركزى د رحمان بابا د سبك يو تكړه او زړور پيرو دى چې د رحمان بابا په شعري پله پل ږدي او د ده شعري طرحې استقبالوي لكه د رحمان بابا دا شعر :
اى زما د زړه ارامه راشه راشَـه
سروقده ګل اندامه راشه راشه
دى يې داسې ورغبرګوي:
اى زما خرابه دله راسه راســــــــه
بېرون تللى له ګوګله راسه راسه
مطيع الله پيره خلېل چې د رحمان بابا اړوند د \" زكريا\" نومي شاعر د رحمان بابا غندنه لوستې نو داسې كلك ځواب يې وركړى او د رحمان بابا د پيروۍ زباد يې كړى دى:
اى چې نوم دې زكريا په ذات خټك يې
په رحمان باندې چې بد وايې لټك يې
قاسم علي اپريدى د رحمان بابا يو بل پيرو دى چې دى د بابا د تورو زلفو د غزل هركلى په دې ډول كوي:
كه دې بيامومم يو تار د تورو زلفو
كړم په غاړه به زنار د تورو زلفـــــــو
عبدالغفار هوتك د رحمان بابا يو بل عقيدتمند او پيرو دى چې ځان د رحمان بابا نائب بولي او وايي:
په افغان كې شاعران تر حساب تېر دي
عبدالغفار دى د رحمان شاعر نائب
نيازمحمد نومي شاعر د رحمان بابا دا غزل :
هسې زه يم ياره ستاپه غم تازه
لكه وي هره ګيا په غم تــــــــازه
داسې استقبالوي :
د هجران غمونه ښكوي قلم تازه
بلوي مې په زړه اور هر دم تـــازه
عبيد نومي شاعر د رحمان بابا د دې غزل :
څو ترميانه ورانه نه كړې د تن پوله
وبه نه رسې تر خدايه تر رسولـــــــــه
داسې يې استقبال كوي:
څو قبول نه كړې په زړه د هجران اور
د وصلت په جام به كله شې ميخـــور
نصرت نومي شاعر د رحمان بابا دا مطلع :
ولې ولې وعاشق ته نظر نه كـــــــړې
دا ګدا په ديدن ولې توانګر نه كړې
داسې يې بدرګه كړې ده :
چې صرفه د عاشقانو په سر نه كړې
د مظلوم له آهه ولې حذر نه كـــــــړې
عبدالوهاب اڅكزى يو كندهارى شاعر دى خپل ټول ديوان يې د رحمان بابا په پيروۍ كښلې چې له دې ټولګې يې د رحمان بابا دا غزل:
كه مې څوك په فقيرۍ شمېري فقير يم
كه مې څوك په اميرۍ شمېري امير يم
داسې غبرګ كړى دى :
په غمزو د برندو سترګو دې اسير يم
چې بندي د تورو زلفو په زنځــــير يم
جمال خان يو بل نوموركى شاعر دى چې د رحمان بابا په شعري ځمكه او فكر شاعري كوي رحمان بابا وايي:
خراب زړه مې د دلبرو هوا يو وړو
د هوا له وړو چا زده چې چا يو وړو
او دى د شعر ځمكه داسې ور اړوي :
خراب زړه چې مې بيمار ؤ هغه نه دى
چې مدام په انتظار ؤ هغــــــه نـــه دى
عبدالرحمان اوكا يو بل شاعر دى چې رحمان بابا ته د ډېرو پيرزوينو له لامله يې پر ځان ثاني رحمان نوم ايښى دى د رحمان بابا دا بيت :
د دلبرو صدقې لره يې غواړم
هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم
داسې يې ور اړوي:
د خوبانو صدقې ته دنيا غواړم
اوكا نه دى هيڅ تړلى زړه په مال
فدا محمد جلال ابادى د راوروسته كلونو يو شاعر دى چې كلام يې له رحماني خم نه رنګ اخيستى او د رحمان بابا دا بيت يې :
ما په تاپسې داسپينې جامې رنګ كړې
ته لا بيا پر ما ګومان د نام وننګ كړې
داسې يې ورغبرګوي:
هغه چا چې كړې د عشق مسئلې لنــګې
د ناموس خرقې يې كړې په تومت رنګې
پياوالدين نومى يو بل ديوان لرونكى شاعر دى چې د رحمان بابا له تكړه ادبي پيروانو څخه دى د رحمان بابا دا غزل :
كه د درستې دنيا غم مې په سر بار وي
واړه سهل دي كه يار راسره يار وي
داسې يې خپلوي :
كه د درست جهان غمونه په مـا بار وي
دا اسان دى خو چې يار راسره يـــار وي
محمد عمران پيښورى د وروستيو پيړيو يو شاعر دى چې په بهادر كلي كې زېږيدلى او د ده كليوال هم دى ده ته داسې عقيدت لري:
بې حميده او له بابا عبدالرحمان نه
ما عمران وته دا نور شاعران څه دي
د بابا دا غزل :
هر ساعت زما د غوږ په تاوولو
د فلك لاسونه شنه شول تر څنګلو
داسې يې استقبالوي:
نن زما عاجز بې كس په تزنولو
فلك دواړه لېچې تاو كړې تر څنګلو
يو بل متأخر شاعر خداى داد محمدزى دى چې د رحمان بابا له دېوان څخه يې معنوي خوند اخيستى او د هغه په اغېز كې يې شعرونه ويلي او حتى يو شعر يې درحمن بابا پر غزل مخمس دى چې لومړى بند يې دا دى:
ګوره هسې لوى ستـــــار دى رب زمـــــا
ګنهګار لره غفــــــار دى رب زمـــــــــــــــا
د عالم پروردګـــــــار دى رب زمــــــــــــــا
ګوره هســې كردګار دى رب زمـــــــــــــــا
چې صــاحب د كل اختيار دى رب زمــا
او كه داسې يې په كې شمېرو د ده د ګروهمندانو او پيروانو لړۍ دومره پسې اوږدېږي چې د مقالې پر ځاى كتابونه غواړي نو ځكه پر همدې ځاى له تاسو اجازت غواړم او د اورېدو مو مننه كوم

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.