Banner

د آريوب ستوري

25.02.2009 10:17

قدرمنو لوستونكو څرنګه چې د آريوب مجلې يو كال پوره شو دا دى. دايې د دوهم كال لمړۍ ګڼه ده، موږ په تير كال كې دا هوډ درلود چې د آريوب ستورو ، په نوم يوه لړۍ شروع كړو خو د ځينو ستونزو له امله موږ په تير كال كې ونه توانيدو، خو اوس دا دى له نيكه مرغه موږ دا لړۍ په دې ګڼه كې شروع كړه انشاءالله او د وخت په تيريدو سره به وار په وار د آريوب هغه شخصيتونه در وپيژنو چې د قلم، تورې او ژبې خاوندان وو او دي. په لومړي ځل دوه داسې ستوري درپيژنو چې يو يې له نړۍ سترګې پټې كړي اوبل تراوسه دخپل اولس په خدمت كې شپه او ورځ لګيادى )) ارواښادمعاون صاحب آدم خان او محترم توريالى ځاځى


ښاغلى توريالى ځاځى

((د عبدالرحمن خان زوى چې په ۱۳۲۸ ه ش كال كې د پكتيا ولايت د آريوب ځاځيو د روكيانو په حمزه خيلو كې په يوې روڼ اندې كورنۍ كې زيږيدلى دى.نوموړى په هغه وخت كې له ځاځيو كابل ته د زده كړې لپاره وليږل شو هلته يې له اوله تر دولسم ټولګي پوري د عبدالرحمن بابا عالي ليسه ولوسته چې په ۱۳۴۷ ه ش كال كې له همدې ليسى فارغ شو ځاځى صاحب د لوړو زدكړو لپاره د كابل پوهنتون ته ولاړ، نوموړې د

 

كابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو له پوهنځي څخه د ژورناليزم له څانګې په ۱۳۵۳ ه ش كال كې په لومړۍ درجه برى ليك تر لاسه كړ.دا چه د ډيرو افغانانو عمر او ژوند د ثور تورا و ښتون له امله په درو برخو ويشل شوى چې يوه برخه يې له كډوالۍ (هجرت) وړاندې، يوه برخه په كډولۍ كې، او يوه برخه بيا له كډوالۍ (حجرت) نه ورسته چې په خير خپل وطن ته راستانه شوي دي ځاځى صاحب هم له همغو افغانانو څخه يودى چه دا درې واړه دورې يې تېرې كړې دي.
دندې
له كډوالۍ (هجرت) نه وړانده
۱- په ۱۳۵۴ ل كې يې له تعليمي غنډ د عسكرۍ مقدسې دندې څخه برى ليك (تر خيض) ترلاسه كړ.
۲- په ۱۳۵۵ ل د اوبو او بريښنا وزارت د نشراتو عمومي مدير او د وزير سيكرتر .
۳- په ۱۳۵۷ ل د دولتي مطبوعو د عمومي رياست مسؤل مدير .
۴- په ۱۳۵۸ ل _ ۱۳۵۹ پورې د اوبو او بريښنا وزارت د نشراتو عمومي مدير.
۵- په ۱۳۶۱ ل د قومونو او قبايلو وزارت په نشراتي رياست كې مسلكي غړى او په (۲) رتبه د رياستي امتياز خاوند.
۶- په ۱۳۶۳ ل د انيس په نشراتي موسيسه كې د خبريالانو عمومي مدير او د تحريري هيئت غړى.
له بده مرغه چه ځاځى صاحب په ۱۳۶۳ ه ش كال د نورو افغانانو په شان كډوالى (هجرت) ته اړ شو چې د پاكستان په لور يې مخه كړه.
دندې د كډوالۍ پر مهال.
۱- له ۱۳۶۳ تر ۱۳۶۵ ل پورې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د نشراتو عمومي مدير.
۲- په ۱۳۶۸ل د افغانستان د مجاهيدينو په موقتي حكومت كې د پوهني او روزني وزارت د دارولانشاء آمر.
۳- له۱۳۷۱ ل تر ۱۳۷۵ پورې د افغانستان د بيا ودانولود R.D.A په موسيسه كې اداري مرستيال.
۴- له ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۰ ل د افغانستان د ملي اسلامي محاذ فرهنګي چارو درياست مرستيال.
له كډوالې نه ورسته دندې.
۱- له ۱۳۸۰تر ۱۳۸۱ ل د ملي ارمان په ورځپاڼه كې د تحريري هيئت غړى.
۲- په ۱۳۸۱ ل د هيواد ورځپاڼې مرستيال.
۳- په ۱۳۸۳ ل د آزادو مطبوعو عمومي ريس.
۴- له ۱۳۸۴ تر ۱۳۸۶ ل د هيواد دولتي ورځپاڼې ريس او مسؤل مدير.
د قدرمن ځاځي صاحب په لاس ليكل شوي او چاپ شوي آثار.
۱- په افغانستان د روسى پوځيانو جنايات* دا يو تحقيقي اثر دى چې متفرق چاپ شوى دى.
۲- وران افغانستان اود چاپيريال ستونځي*. د چاپيريال ساتلو او ښكلا په هقله نشر شوي مقالې.
۳- شعلداران علم و فرهنګ معاصر كشور ما*. په دري ژبه تحقيقي اثر.
۴- موقف مطبوعات در برابر مسله آب هلمند.* په دري ژپه مونوگراف.
۵- تل پاته يادونه . * د خاطراتو او لنډو كيسو ټولګه.
۶- د وينو مشالونه .* د جهادي شعرونو ټولګه.
۷- جهادي لنډۍ .* د جهادي لنډيو په هكله څيړنه.
۸- وصيت . * د لنډوكيسو ټولګه
۹- ليدنې اوريدنې. * داروښاد محمدايوب مومندي د ژوند خاطرې. دا اثر اوس چاپ شوى . برسيره پر دې ځاځي صاحب د دروسو (۳۰۰) په شاوخوا كې څيړنيزې، ادبي او تحللي مقالې د هيواد په مختلفو ورځپاڼو، مجلو، او جريدو كې چاپ ته رسيدلې دي، همدا رنګه ځاځى صاحب په تيرو پنځه ويشتو كالو كې په هيواد كې دننه او له هيواده بهر د كډوالې په وخت كې له هيواد، انيس ، سهار ، اصلاح، ويسا، پاكستاني وحدت ورځپاڼو او د ارادې، او محاذ جريدې همدا رنګه د اوبو او بريښنا بصيرت ، قلم ، وطن او آريوب مجلو سره مهالنۍ هر اړخيزه مرسته كړې ده.
څرنګه چه ځاځى صاحب د كابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالزم له څانګې د اول نمره برى ليك تر لاسه كړ نو وخت نا وخت د ده لپاره د بهرنيو سفر وچانسونه برابر شوي خو دا چه په افغانستان د كمونېزم توره لړۍ شروع شوه نو ده ته دا چانسونه كم برابر شول چې يودوه بيلګې يې يادولى شو.
سفرونه
۱- ۱۳۶۵ ل كال د امريكا په متحده آيالاتو كې، د امريكا د سياسي نظام داداري او ښارواليو سيستم ، دولاياتونو او مركزي حكومت په اړيكو، او د نژادي تعصوباتو د حل په لارو چارو كې مطالعات تر سره كړل.
0- ۱۳۷۲ ل په پېښور كې داسلام او ديموكراسۍ په دوه مياشتني وركشاپ كې ګډون وكړه هيره دې نه وي چې ځاځى څخه ځاځي صاحب ته دلاډېر عمر غوښتو نكيصاحب دعلم او فن لويه خزانه دى . له خداى  يو ، ترڅو دځاځي و وروسته پاتې قوم ته دخدمت يوه ښه بېلګه وګرځي
1-
2-
3- .

دهيواد سياسي او فرهنګي شخصيت ارواښاد محمد ادم خان ځاځى

څرنګه چې آريوب دهيواد يوه سرحدي ، لرې پرته غرنۍ سيمه ده چې دښوونۍ اوروزنۍ څخه ډيره لرې پاتې شوې ده . خوسره له دې هم چې دتيرې (دولسمې هـ ش پيړۍ) په ورستيو دوو لسيزو كې داريوب ځينو اوسيدونكو هم دخپل ژوند دستونزو دحل په مقصد دهيواد پلازمېنې (پايتخت) كابل او ځينو نورو ښارونو ته لاره پيداكړه چې په كابل كې يې يو مناسب فرصت ترلاسه كړ چې دوى هم دپوهنې له ځلانده رڼا څخه برخمن شي . په دغو كسانو كې چې شمير يې كم و اووروسته يې دهيواد په ادارې فرهنګي او سيا سي برخو كې تبارزوكړاو په مهمو شخصېتونوبدل شول ېو هم محمد ادم ځاځى و چې دخپلو خپلوانو او دوستانو په منځ كې ېې دمعاون صاحب ادمخان په نامه شهرت درلود ،

 

ارواښاد محمدادم ځاځى دخداى بښلي اصل ا لدين خان زوى اودشهيد غلام الدين خان لمسى و چې شهېد غلام الدىن دځاځيو دقوم له مهمو مشرانو او سپين ږېرو څخه ګڼل كېده ،
مرحوم محمد ادم خپله لوړمنۍ زده كړه له پنځه كلنۍ څخه تراته كلنۍپورې په خپل كلې كې دجومات له ملا امام څخه وكړه په همدې وخت كې دده نېكه غلام الدېن خان چې دهغه وخت دحكومت داعزازي جنرالانو اودقوم لا س برو شخصېتونو څخه ګڼل كېده دمخالفينو پواسطه په شهادت ورسېد او دهغه له شهادت سره سمه دښاغلي محمد ادم دژوند له كړاوونواودردونو ډكه دوره پيل كېږي په ۱۳۰۹ ل كال دخپل علم دوسته پلار سره كابل ته ولاړ او په كابل كې دځاځيو دقوم سترمشرنايب سالار سربلند خان په واسطه چې دهيواد درښتينو او زړورو شخصيتونو څخه ګڼل كيده . داعليحضرت شهيد محمد نادر شاه حضورته معرفي او وروپيژندل شو.په خپله دښاغلي معاون صاحب ادم خان په قول مرحوم نايب سالار سربلند خان يو نيك كاره ، وفادار اوباشهامته شخصيت و چې دظالمانو مخالف اودمظلومانو او بې وزلو دوست او حامي ګڼل كيده .
دپاچا په امر او هدايت سره حضرت شاه محمود خان غازي نوموړى دپكتيا ولايت دمشرانو او خوانينو دزامنو په جمله كې ددارلمعلمين په دوهم ټولګي كې شامل كړ . په دې وخت كې دجنوبي له ټول ولايت څخه چې اوس په درې ولايتونو ويشل شوى يوازى (۳۳)تنو په دارلمعلمين كې درس وايه .دارواښاد معاون صاحب ادم خان په قول ددارلمعلمين درسونه په هغه وخت كې په بشپړه توګه په ديني اصولو سره تدريس كيدل.
په ۱۳۲۷ لمريز كال چې دحبيبې،غازي او دارلمعلمين ممتاز او لايق شاګردان دهيواد دهوايي ځواك لپاره انتخاب شول ،په هغوى كې ارواښاد محمد ادم خان هم شامل و.
دغو شاګردانو ديو كال لپاره په كابل كې دجرمني او ايټالوي لايقو او ورزيده استادانو پواسطه خپلې زده كړې بشپړې كړې او بيا بريتانياوي هند ته وليږل شو چې يو كال په هند او بيا وروسته په هيواد كې يې خپل هوايې تطبيقات تر سره كړل . دهغه استعداد او لياقت په اساس چې مرحوم معاون صاحب ادم خان له هغه څخه برخمن و هغه دتدريس او تطبيقاتو په دغه دوه كلنه دوره كې دهيواد په كچه لومړى نمبر كامياب او امتيازي شهادت نامه ورته وركړل شوه.
ښاغلي محمد ادم ځاځي ماته ،چې زه دهغه دشاګردۍ وياړ لرم او په هيواد كې دننه او بيا دمهاجرت په چاپيريال كې مې ورسره ناسته ولاړه درلوده .يوه ورځ ويل چې ماپه ۱۳۲۴ ل كال كې دچنګاښ په ۱۳ دهيواد دنورو صاحب منصبانو ترڅنګ دهيواد په ختيځ كې له ساپيو سره په جګړه كې ګډون وكړ . كه څه هم دغه جګړه دهغه وخت دحكومت له نظره عادلانه ګڼل كيده خو زما له انده داسلامي عدالت له اصولو سره برابره نه وه او غير عادلانه وه نو زما په روحياتو يې ډيره بده اغيزه وكړه او نورمې وجدان او خپلې ديني عقيدې اجازه نه راكوله چې دهيواد په هوايي ځواك كې دخپلې دندې ته ادامه وركړم نو استعفا مې وركړه . له دې وروسته بيا ښاغلي عبدالمالك خان عبدالرحيم زي دهغې تقواى او صداقت په اساس چې ارواښاد ورڅخه برخمن و معاون صاحب مرحوم يې ددولتي انحصارراتو اداره كې دخپل مرستيال (معاون) په حيث وټاكه چې له همدې وخته په معاون صاحب مشهور شو.
د۱۳۳۶ لمريز كال څخه د۱۳۳۹ لمريز كال پورې يې درحمان بابا په ليسه كې له درمرجان ځاځي سره له معاش او تنخواه پرته دښوونكي سپيڅلې او مقدسې دندې ته دوام وركړ. نوموړي دخپل كار په دغه وياړلې دوره كې وكړاى شول دهيواد دلرې پرتو سيمو بې وزلو او محرومو بچيانو ته د ښونې او روزنې په برخه كې ستر او ديادونې وړ خدمتونه تر سره كړي . دلته بايد ددې حقيقت يادونه وكړو چې په هغه وخت كې درحمان بابا دليسې شاګردان دهيواد دډيرو لرې سيمو لكه بدخشان ،هزاره جات ،فراه ،كنړونواو ددلغمان ،ننګرهار او دپكتيا له اطرافي سيمو څخه انتخابيدل او دزده كړې لپاره كابل ته راوستل كيدل.
ددغه پوه بادرده ، وطندوست او په خوارانو او غريبانو زهير شخصيت تشويق او تلقين ددې سبب شو چې درحمان بابا دليسې شاګردان خپلو ځانونو ،كورنيو او خپل وروسته پاتې هيواد او بې وزلو خلكوته متوجه شي . درحمان بابا په ليسه كې دمعاون صاحب دشاګردانو له جملې څخه يو شمير دلوړو تحصيلاتو لپاره دبهرنيو ملكونو ته ولاړل او هلته يې په اروپايي هيوادونو كې خپل لوړتحصيلات بشپړ اونن ورځ يې په ملي او نړيواله كچه دخپلو خلكو او هيواد لپاره وياړونه ګټلي دي .چې په دې برخه كې دپوهنتون دځينو نامتو او ورزيده استادانو او دولسمشر ښاغلي كرزي په پخوانۍ كابينه كې دارواښاد ښاغلي تڼيوال او احمد يوسف په شان دصادقو وزيرانو نومونه ديادونې وړدي .
دښاغلي معاون صاحپ ادم خان دنورو ارزښتمنو خدمتونو له جملې څخه يو هم دافغانستان دجغرافيا يي قاموس په ترتيب اوتدوين كې ددوى عمده او فعال ګډون دى چې دهيواد ټولې مشهورې سيمې ولايتونه ولسوالۍ او كلې دالفبا په ترتيب پكې معرفې او پيژندل شوي دي .معاون صاحب دهيواد له هغو فرهنګې او سياسي شخصيتونو څخه ګڼل كيده او ګڼل كيږي چې هيڅ وخت يې دخپل ولس او خلكو په ملي او ديني :ارزښتونو معامله نه ده كړې .او هيواد دلوړو ګټو مخالف سسياسي جريانونه او زمونږ دين او وطن دښمنان كه په بهر كې وو او كه په داخل كې په دې بريالي نشول چې دوى دخپلو غرضونو او دسيسو په لومو كې راګير او ښكيل كړي. دارواښاد محمد ادم خان ځاځي (معاون صاحب) مقالې او ليكنې په بيلو بيلو وختونه كې دهيواد په رسنيو او ملي خپرونو كې نشر او خپرې شوي دي چې ددوى دذكاوت ،پوهې ،صداقت وطندوستۍ دسياسي او فرهنګي مسايلو دشننې او ارزونې بيانونكې دي ارواښاد يو كتاب هم ليكلى دى چې تر اوسه پورې نه دى خپور شوى او خداى بښلي په خپل كتاب كې داسلامي نظام كړنلاره ،ماهيت اوبڼه تشريح كړې ده دمهاجرت په دوران كې يي لومړۍ دهنګو ضلعې ددوآبې په كمپ او بيا وروسته يې دپيښور دزاخيلو په كمپ كې دخپلو بېوزلو،اواره ، دربدروخوباشهامتو او مجاهدو وطنوالو په منځ كې ژوند كاوه او هيڅكله يې دلندن ،واشنګټن ،پاريس او جرمني په ښارونوكې له عيش او نوش څخه ډك ژوند شوق ونه كړ او تل دخپلو وطندوستو او مجاهدو وطنوالو په منځ كې له عزت او احترام څخه برخمن و.په دې دوران كې هم په رحمان بابا كې ددوى يو شمير پخواني شاګردان په دايمي ډول ورسره په تماس كې وو او ددوى حضورته به ورتلل او دخداى بښلي دوينا اوارزښتمنو نصيحتونو له فيض څخه به برخمن وو. ارواښاد دمهاجرت لومړيوكالونوكې يوځل دپاكستان دجاسوسي شبكو لخوازندان ته هم بوتلل شو خو زمونږ دويښو وطنوالو او دمعاون صاحب ددوستانو او علاقه مندانو دپرله پسې يادونو اوفشارونو څخه وروسته بيرته آزاد شو.
روح دې ښاد او ياد دې تل وي .