Banner

غوره خبرې

25.02.2009 10:22

زړه ور تيا ښه ده كه ډار
زړه ورتوب په درواغو سره په ځان پورې نشي تپل كيداى .ځكه زړه ورتوب داسې صفت دى چې غولول او درواغ نه مني . ناپليون
.بې له هوښيارۍ زړورتوب او وروسته له پيښې تصميم نيول دځان غولول دي . فردريك كبير
كله چې څوك ما ځوروي خپل هوډ اوروحيه دومره اوچتوم چې دځورولو زيان نه رارسيږي . ژيراردن
دشريف سړي په سينه كې زړه او زړه په طلايي صندوق كې دډيرې ارزښتناكې مرغلرې په شان دى. ويكتور هوګو.
زړه ورتوب په دې كې نه دى چې سړى دخطر سره مخامخ نشي بلكې زړه ورتوب په دې كې دى چې په خطر باندې بريالى شي . محمدنسيم حجازي
دغښتلي او زړه ور سړي لپاره هرڅه اسان دي . ديرواك
هغه چې په ورځ كې سل ځلې مري اومړي مينځونكي ګټه نشي ترې اخيستلى ، ډارن دى . قاموس اخلاق
ډار دمرګ بيلګه ده ډارن هغه لړزنده انسان دى چې هيڅ كاريې دلاسه نه پوره كيږي اوډارن دچټل وجدان ملګرى دى. اخلاق روحي
په سختو ورځو كْې پايښت داتلانو كار دى . ډارن دژوند بنسټ ورانوي او دانسان ستر دښمن دى . اخلاق روهي
دزړه ورتيا سره چې هوډ اوپايښت ملګرى شي ، برياليتوب يې حتمي دى . اخلاق روهي
زړه ور هغه دى چې ټول كړه وړه يې دپوهې او هوښيارۍ په بنسټ ولاړ دى ارواښاد ګل پاچا الفت
په توره شپه كې هرڅوك ډاريږي خو څوك حال وايي او څوك يې نه وايي . پښتو متل
كه اسمان دې دزمري په خوله كې وركړي
دزمري په خوله كې مه پريږده همت
خوشحال حان خټك
ننګيالي چې يوځل مخ كا په كوم لوري
بيانو نه ګوري كوهى دى كه ګړنګ
رحمان بابا
رالېږونكى: حيات الله ځاځى