Banner

د پکتيا د فرهنګي ټولنې د اونيزې غونډې راپور

16.07.2009 05:27

د پکتيا د فرهنګي ټولنې د اونيزې غونډې راپور

 

د پکتيا د فرهنګي ټولنې اونيزه د کره کتنې غونډه د سحر فرهنګي يون په دفتر کې د روان کال ١٣٨٨ د چنګاښ د مياشتې په ٥ نيټه وشوه چې ددغې غونډې د وياندويې چارې يونس تنوير پر مخ وړلې

غونډه د رفيق ميران له خوا د قران الکريم د څو پاکو اياتونو په لوستلو پيل شوه او  او په پيل کې د تيرې غونډې راپور د امان الله منګل لخوا ولوستل شو او له ګډونوالو نه غوښتنه وشوه چې په نوموړي راپور باندې خپل نظر ښکاره کړي ، د يوه لنډ پحث نه ورسته د امان الله منګل ليکل شوى راپور وستايل شو ورپسې د  پريکړې سره سم د سردار ولي تيره وال غزل کره کتنې ته وړاندې شو چې دا ډول پيل شو

 

له زړه څخه مې تاوو داسې ارمان غاړه غړۍ

ولاړ لکه يو بل ته وي اوښان غاړه غړۍ

 

چې د همدې بيت د لوستو سره اصف خيل د بيت په اړه خپل نظر داسې وړاندې کړ

 بيت ډير ښکلى دى ځکه چې ډيره ښکلې او پر ځاى تشبح پکښې کارول شوې ده يونس تنوير  هم همدا خبره کوله خو رفيق ميران بيا ويل :

د زړه تشبح له  اوښ سره سمه نه ده او بل دا چې ارمان له زړه سره غاړه غړۍ نه شي کيدلى بلکې ارمان له زړه نه راتاو وي  نو که د غزل لومړى

بيت داسې وليکل شي نو ښه به وي

 

له زړه څخه مې تاوو داسې ارمان غاړه غړۍ
 ولاړ مې دى له زړه سره ارمان غاړه غړۍ

يونس تنوير بيا هم  په همدې خبرې تينګار درلود چې په دې بيت کې د نيوکې ځاى نه شته ډير ښکلى او په زه پورې بيت دى د همدې سره د خبرو وار امان الله منګل واخيست او هغه ويل چې  د کره کتونکي دنده ده چې په هغه شعر يا کيسه کې چې کره کتنې ته وړاندې کيږي نيمګړتياوې په ګوته کړي او بايد اصلاح له همدې ځايه پيل شي د غونډې د ډيرو نورو برخوالو تر څنګ شيرزى هم په دې باور وو چې شاعر  پوره وړتيا ښودلې ده او ډيره پر ځاى تشبح يې کارولې ده  ، د همدې سره ټول برخوال د غزل دوهم بيت ته غوږ شول

 

د مينې په خاطر نه غواړم وار ورباندې وکړم

چې وينم سره دوه ماران غاړه غړۍ

 

اصيف خيل وويل : کله چې ماران سره نږدې شي نو هغوى سره خوري نو ځکه دا تشبح سمه نه ده  او ددې سره ميران د خبرو وار واخيست او خپلې خبرې يې د کرکتنې د اصولو پر ميعار راڅرخولې او ويې ويل :

بې ځايه نيوکې بايد ونه شي ځکه کره کتنه اوږدوي او د مارانو تشبح يې په ځاى وبلله او داسې يې رڼا پرې واچوله چې ماران هم مذکر او مونث لري او د هغوى تر مينځ هم مينه شته ده  او نوموړى بيت يې وستايه

 شيرزي وويل دا سمه ده چې دا بيت په زړه پورې دى او تشبح به يې هم سمه وي خو که چرته شاعر ته په سمه توګه د هغه نيګړتياوې ور په ګوته شي نو ښه به وي  د همدې سره د غونډې بل ګډونوال شاهد خان تنها  وويل نوموړې تشبح پر ځاى او په زړه پورې تشبح د مينې لپاره کارول شوې ده  چې د همدې خبرې د ثبوت لپاره يې د نورو شاعرانو شعرونه هم وړاندې کړل

د همدې سره د غزل دريم بيت ته وار ورکړل شو چې داسې پيل شو

 

اختر ده اى ناترسې نفرت وباسه له زړه نه

په ورځ د اختر کيږي مسلمان غاړه غړۍ

 

په پيل کې په نومړي بيت باندې امان الله منګل خبرې وکړې او ويې ويل چې که په دې بيت کې د مسلمان پر ځاى انسانان راوړل شي نو ښه به وي  دا ځکه چې يوازې مسلمانان نه بلکې ټول انسانان اختر لري او د بيلګې په ډول يې کرسمس ياد کړ او ددې تر څنګ يې دا وړانديز هم درلود چې د مسلمان کليمه مفرد راغلې که جمعه شي يانې مسلمانان راوړل شي نو ښه به وي

 خو ميران ورسره همغږى نه وو هغه ويل اختر يوازې  مسلمانان لري  او که په دې بيت کې د مسلمان پر ځاى مومنان راوړل شي نو بيا به برابر شي  تنوير همدا خبره کوله اصف خيل هم په همدې نظر وو خو  زياته يې کړه چې يوازې مسلمانان دي چې اختر لري د نورو خلکو خوشحاليو ته مونږ اختر نه شو ويلاى او تنها هم ورسره همغږۍ وو  او بيا اصيف خيل خبرې پيل کړې او ويې ويل چې اختر يو مذکر نوم  دى او د (ده) د  ضمير پر ځاى دې د ( دى) ضمير  راوړل شي نو د بيت  ګرامري  ستونزه به هواره شي او دې ته ورته په  نوموړى غزل کې  نورې ګرامري ستونزې هم شته  چې بايد اصلاح شي    او د همدې خبرې سره د غزل  څلورم بيت ته د غونډې ټول برخوالوغوږ شول

 

د ټول عمر دردونه  او غمونه يې شي لرې

چې ورسته له مودونه شي ياران غاړه غړۍ

 

د نوموړي بيت په اړه شيرزي وويل چې که د ټول عمر پر ځاى تير عمر وکارول شي نو ښه به وي ځکه ټول عمر خو تير شوى نه دى او چا ته هم ښکاره نه دي چې ټول عمر څومره ده

اصيف خيل وويل په نوموړي نيم بيتي کې د درد او غم کلمې يو بل ته ورته او نږدې کليمې دي او تکراري بڼه لري  بايد  لرې شي او پر ځاى يې يوه مناسبه کليمه راوړل شي

ثمر الدين خير خوا چې کله د خبرو وار واخيست  ويې ويل مسافرۍ او د وطن نه لرې والي شاعر درد او غم سره اشنا کړى دى او ددې سره يې د اصيف خيل خبره هم ردوله او ويل يې چې درد او غم په خپلو کې ډير توپير لري

 سناتور منګل بيا په دې باور وو چې که په دې بيت کې د درد يا غم پر ځاى د اميد ياهيلې  کليمه راوړل شي نو په بيت کې به شته نيمګړتيا له مينځه ولاړ شي يو خو به د تکرار له مينځه ولاړ شي او بل به د مين اوميد او هيله هم پر ځاى شي او دا خبره د ګډونوالو له خوا ومنل شوه

 ورپسې ټول د غزل پنځم بيت ته غوږ شول او بيت داسې پيل شو

 

ګيله راته دريږي له دې خپل سپيره قسمته

چې وينم  سپوږمۍ ،ستوري او اسمان غاړه غړۍ

 

يونس تنوير وويل چې بيت له يو خوا سيلابي ستونزه هم لري او له بل پلوه اسمان او ستوري غاړه او غړۍ نه شي کيداى که دا موضوع په بيت کې لرې شي نو ښه وي

 ميران هم په همدې نظر وو او اصيف خيل هم همدا خبره کوه چې ستوري او اسمان سره غاړه او غړۍ نه شي کيداى  خو مينه ناک بيا بيت ته داسې بڼه ورکړه ( چې وينم سپوږمۍ ،ستوري ، او اسمان غاړه غړۍ ) او د ټولو ګډونوالو له خوا د ا بدلون ومنل شوه خو بيا هم د شاعر نظر ته پاته شو

 

اغيار او رقيب هيڅ ده  که اشنا لږ همت وکړي

اغزيو مينځ کې وينم سره ګلان غاړه غړۍ

 

دا د غزل شپږم بيت وو او ميران د همدې بيت په نازکۍ خبرې وکړې او ويې ويل:

 دا بيت ډير ښکلى دى ځکه چې د رقيب تشبح له اغزيو سره او د جانان تشبح له ګل سره ډيرې پر ځاى تشبح ګانې دي  خو يوه نيوکه يې هم درلوده هغه دا چې ويل يې رقيب او اغيار ته د (ده) ضمير کارول شوى دى نو دا سم نه دى ځکه له يوې خوا مذکر نومونه دي او له بلې خوا دوه نومونه دي يانې جمعه حالت دى او بايد ورته  د (دي) ضمير راوړل شي  او د همدې سره ټولو برخوالو د غزل د اوم بيت د اوريدو غوښتنه وکړه چې په لاندې ډول وو

 

راتلل د يار په مينه د زخمي زړونو دواده ده

شي کله د پرهر به مې درمان غاړه غړۍ

 

 يونس وويل بيت ګونګ دى څرګنده مانا نه لري که يو څه څرګنده شي

خو سناتور بيا په دې نظر زز  چې د بيت مانا بيخي څرګنده ده هغه داسې چې د يار په راتلو سره د مين زړه تسلي کيږي او دا يو حقيقت دى د همدې سره د خبرو وار امان الله منګل ته ورسيد او د سنا تور خبره يې تاييد کړه ، دا يې هم وويل چې په لومړۍ مصرعۍ کې زړونه جمع راغلى دى نو که ددې پر ځاى د زړګي کليمه راشي نو بيت به ډير ښکلى شي

 اصيف خيل بيا د يونس د خبرې په اړه وويل چې د شعر مانا د شاعر سره وي او شاعر په دې پوهيږي چې په شعر کې يې هدف څه دى

يونس ټينګار درلود چې شاعر بايد ځان ته نه بلکې نورو ته شعر وليکي  اصيف خيل يې خبره ونيوله او زياته يې کړه چې شاعر کيداى شي په دې بيت کې  د عسيى(ع) راتلو ته اشاره کړي وي 

ميران بيا د بيت په دوهم نيم بيتي خبرې وکړې او ويې ويل په دوهم نيم بيتي کې توري او کليمې وړاندې او ورسته  راغلي دي چې مانا يې ګونګه کړي ده که داسې راشي ( بس شي به له پرهر سره درمان غاړه غړى ) نو ښه به وي  د همدې سره بيت ټولو وستايه

د شعر بل بيت  د ټولو له خوا وستايل شو او چا پرې خبرې ونکړې چې په دې ډول وو

 

 

خفه نه يم عالمه په سرسترګو يې منم

له ګټې سره تل وينم تاوان غاړه غړۍ

 

 

او غزل بل بيت په دې ډول پيل شو

 

ورځمه د هغه نه د وصال د خوند تپوس کوم

له چا سره چې شوى وي جانان غاړه غړۍ

 

د وصال خوږې شيبې پر هر چا ګرانې دي شاعر هم تندې اخستى دى نو ځکه د وصال د خوند پوښتنه کوي  دا د اقبال ديار خبرې وې چې په نوموړي بيت يې وکړې  خو يادونه يې وکړه چې په بيت کې (د هغه نه)  پر ځاى( د هغه څخه)  وکارول شي نو ښه به شي  او ګډونوالو بيت وستايه  وار د بيت مقطع ته ورسيد چې دا ډول وه

 

تيره واله ته افغان يې چې افغان يې ګيله مکړه

ازل نه غم نصيب کې د افغان غاړه غړۍ

 

 امان الله منګل وويل د بيت په لومړۍ مصرعې کې د سکتګۍ يوه ډيره لويه ستونزه پرته ده بايد هواره شي چې ټولو همدا خبره ومنله او ميران نوموړى بيت داسې سم کړو

 

افغان يې چې افغان يې تيره واله ګيله مکړه

ازل نه غم نصيب دى د افغان غاړه غړۍ

 

 چې په همدې سمون د کره کتنې برخه پاى ته ورسيده او د نوموړي غزل شاعر ته وار ورکړل شو  تر څو د خپل غزل او د ګډونوالو په نيوکو خپل نظر څرګند کړي ، سردار ولي تيره وال  خپلې خبرې داسې پيل کړې:

 له ټولو دوستانو مننه کوم چې زما په غزل يې دومره خبرې وکړې او ما ته يې زما نيګړتياوې را په ګوته کړې او زه به کوښښ وکړم چې په راتلونکې کې به  دا نيمګړتيا وې  اصلاح کړم او يو ځل بيا له ټولو مننه کوم 

 ورپسې غونډه د ارزولو لپاره اصيف خيل ته پريښودل شوه چې هغه د غوندې په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ

ډير خوښ يم چې نن بيا په داسې يوې غونډه کې ګډون لرم ځکه چې له نيکه مرغه نن بيا له نو څيرو سره اشنا شوم دا په دې مانا چې مونږ هره ورځ د پرمخ تګ په حال کې يو او په هره غونډه کې زمونږ سره لږ تر لږه يو فرهنګي يوځاى کيږي چې دا به په پکتيا کې د فرهنګي چارو د پرمختګ لپاره ډيرګټور ګام وي او بل دا چې ما هم يو څه زړه کړه وکړه له استاد ګل کريم سحر نه يې مننه وکړه چې داسې غونډو ته استياوې برابروي او دا ګام يې پورته کړى دى  همدا ډول يې د غونډې پر بې نظميو باندې نيوکه درلوده او ويل يې چې بايد د ټولو برخوالو له خوا نوبت مراعت شي او د يو او بل د نظر احترام بايد وشي نو دا به نوموړې غونډې ډيرې پياوړې او غښتلې کړي

 د اصيف خيل د خبرو نه ورسته  مشاعره پيل شوه چې سيد احمد شيرزي ، محمد رفيق ميران ، شاهد تنها ، نويد زيري ، يونس تنوير، ثمر الدين خيرخوا ، اقبال ديار، حضرت خان علمي منګل ، سناتور منګل  ، امان الله منګل ، سردار ولي تيره وال او مينه ګل مينه ناک د خپلو شعرونو په لوستلو ښکلې کړه

د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د ٥٠ په شاوخوا کې شاعرانو ليکوالو او د ادب مينوالو برخه درلوده

 غونډه مازديګر مهال د ثمرالدين خيرخوا له خوا د دوعايې په لوستلو سره پاى ته ورسده  

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.