Banner

د رشاد ادبي کره کتنې د نقد موضوع

19.07.2009 10:55


د رشاد ادبي کره کتنې د نقد موضوع

د رشاد ابي کره کتنې غونډه چې دا راتلونکې جمعې په ورځ د( ٢ زمري ١٣٨٨) په نيټه په کابل کې د کاروان انسټيټوټ په دريم پوړ کې جوړيږي
د نقد لپاره يې د سيدجيلاني جلان لاندينى نظم ټاکل شوى .
تاسې هم کولاى چې خپل نظر پرې څرګند کړى او ستاسو ليکلى نظر د سټيج په سر لوستل کيږي .
بريښناليک :
husnemubarak@yahoo.com
Jillani_jallan@yahoo.com


د ژوندون د غره په دنګه څوکه ناست يم

زما په سرد شنه اسمان خيمه ولاړه
زه ترې لاندې د حساسو شيبو شور کې
د ژوندون د غره په دنګه څوکه ناست يم
زما ټول ځواک مخامخ ښکتني لور ته
په وجود کې د اسې غونډ دى داسې ځير دى
لکه بنده پړسيدلى پوکڼۍ کې
چې راغونډه هوا زور کوي سوري ته
ټول بدن مې د تعجب تبې نيولى
د نظر لاندې مې دوې درې پرتې دي
يوه دره د کيف او نور په ښکلا ښکلې
خو دا بله کې وحشي غږ د شنه اور دى
دغه اور کې دومره زوردى دومره زور دى
چې يوه سپرغۍ يې ټول کاينات سوزي


----
د ژوندون دغره په دنګه څوکه ناست يم
له دې څوکې زنګ وهلې زينه ښکته
د زينې په بيخ کې توره دروازه ده
دروازې کې يوه بل ډول څيره ده
پيژنداى نشي خو نيغه ده رڼه ده
په لاسو کې يې نيولى داسې تيغ دى
چې په يو شړک پري کوي د ژوندي سريو
له پيچلو بدنونو نه روحونه


----
د څيرې نه لږ څه پاس په دروازه کې
په لوحه باندې ليکلې دا خبره
« دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط په لاره مه ږده بې حسابه »

سيدجيلاني جلان


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.