Banner

دسحر فرهنګي يون په دفتر کې د کره کتنې غونډې راپور

27.07.2009 13:07

دسحر فرهنګي يون په دفتر

 کې د کره کتنې د غونډې راپور

 

د روان ١٣٨٨ لمريز کال د د چنګاښ د مياشتې په ٢٦ نيټه چې د جمعې له مبارکې ورځې سره سمون خوري د سحر د فرهنګي يون په دفتر  کې د کره کتنې غوڼده وشوه چې دا غونډه د سحر فرهنګي يون له خوا جوړه شوې وه چې د غونډې مشري اقبال ديار کوله او مشر ميلمه يې انديښمن ځاځى په ګوته شوى وو او د وياندويې چارې د امان الله منګل له خوا پر مخ وړل کيدې

 

 غونډه د محمد رفيق ميران له خو د قران عظيم الشان د څو پاکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه چې ورپسې د  تيرې غونډې راپور د امان الله منګل له خوا ولوستل شو چې  برخوالو پرې خپل نظرونه څرګند کړل  او امان الله منګل ته يې  په دې برخه کې لارښونې وکړې

 ددې بحث او لارښونو نه ورسته د تيرې غونډې د پريکړې سره سم د ميران غزل کره کتنې ته وړاندې شو په پيل کې ټول غزل د ميران له خوا برخوالو ته ولوستل شو  او بيا يو يو بيت د کره کتنې له پاره وړاندې کيدو چې په دې ډول پيل شو

 

ساتم يې تل د خپل زړه په کـــــاله لکه څراغ

ستا رنګ لکه شيدې ، لکه اوبه، لکه څراغ

 

دا د نوموړي غزل مطلع وه چې خوږمن ځاځي  په پيل کې ګرامري نيمګړتياو ته ګوته ونيوه او ويې ويل چې  د ادب په برخه کې بايد ګرامري تيروتنې ونه شي   او بايد ډير پام وشي نوموړي وويل د بيت په لومړۍ مصرۍ کې د( يې ) نوم ځړى راغلى دى چې  ددې پر ځاى بايد د (دې) نوم ځړى وکارول شي تر څو ښکاره شي چې کوم مخاطت ته اشاره ده او خبره روښانه شي   ، ددې سره ټولو ګډونوالو د خوږمن له نظر سره همغږي وښوده او انديښمن يې په اړه وويل خوږمن ځاځي ډيرپر ځاى بدلون راويست. خوږمن بيا د خبرو وار واخيست  او د بيت په دوهمه مصرعۍ کې يې  کارول شوي کليمې متضادې وبللې او ويل يې شيدې اوبه او څراغ ډيرې متضادې کليمې دي  خو انديښمن دا خبره نه منله او ويل يې چې کليمې متضادې نه دي بلکې د يار د مخ سره پوره اړيکه لري  هغه ويل شاعرد خپل يارد مخ سپين رنګ له شيدو سره تشبح کړى د يار بې ريا توب يې له اوبو سره تشبح کړى او د هغه نور يې د څراغ سره  ، امان الله منګل هم د انديښمن سره همغږى وو او راوړل شوې کليمې يې متضادې نه ګڼلې خوږمن که څه هم چې ويل زه د شاعر په هنر باندې نيوکه نه لرم خو دا راوړل شوې کليمې متضادې  ګڼم  خو انديښمن ددې لپاره چې خبره روښانه شي وويل ګورئ دلته شاعر ددې تر څنګ چې هنريت يې څرګند دى يو ډير ښـه کمال يې هم کړى دى هغه دا چې ده په يوه مصرعۍ کې د خپل جانان د مخ لپاره درې تشبح ګانې راوړي دي  او خوږمن ته يې په اشاره وويل دا داسې يوه تشبح ده چې مونږ تل ورسره په خپلو شعرونو کې مخ شوي يو د بيلګې په توګه جانان او سپوږمۍ هم متضادې کليمې دي خو مونږ يې په تشبح کې راولو او وايو زما د جانان مخ د سپوږمې په شان سپين دى  خوږمن بيا هم خبرې پيل کړې او ويل يې زه دا منم خو دا ټول رنګونه چې په دې مصرعۍ کې راغلي دي که مونږ يې سره يو ځاى کړو نو مجبوريږو چې د بوډۍ ټال ورته ووايو انديښمن په خندا ځواب ورکړ سمه  خوږمن صيب راشئ يوه بله خبره به سره وڅيړو هغه دا چې مونږ ستاسو په شمول د نورو ډيرو  لوړو شاعرانو په شعرونو کې ليدلي او لوستي دي چې خپل جانان يې په يو غزل کې د بيلابيلو ښکالاګانو سره تشبح کړى دى نو زه اوس دا پوښتنه لرم چې ايا دا جواز لري  ؟ خوږمن يې په ځواب کې وويل هو دا جواز لري چې په يوه غزل کې په بيتونو کې خپل مخاطب بيلابيلو د ښکلاګانو سره تشبح کړي ،

  انديښمن يې خبره ونيوله او ويې ويل نو بس همدا خبره ده مونږ او تاسو هم همدا کار کړى دى توپير دا دى چې مونږ په ډير بيتونو کې دا  کار کړى او ميران په يوه بيت کې دا کمال کړى چې د خپل جانان ډيرې ښـکلاګانې يې په نوي انداز تشبح کړي دي ،

 خوږمن بيا هم کليمې متضادې ګڼلې

  بيا هم انديښمن ته وار ورکړل شو هغه د خوږمن نه پوښتنه وکړه راځه دا به له تا وپوښتم که له تا نه څوک د يوه کره کتونګې په توګه پوښتنه وکړي چې په دې متضادو کليمو کې سمون راوله په داسې حال کې چې د بيت مانه ته هم زيان ونه رسيږي نو ته به کومې کليمې راوړې ؟

خوږمن يې په ځواب کې وويل چې دا په دې بيړه نه کيږي زه بايد په دې برخه کې فکر وکړم او ددې بحث لمن همداسې اوږده شوه د يوه ځنډ نه ورسته خوږمن په دې تايد شو چې شاعر نوښت کړى دى او دا بيت يې وستايه  خو بيا يې هم ويل چې د ټولو راغلو کليمو تر مينځ دې د وير ګل علامه راوړل شي تر څو له يوې او بلې  نه  بيلې ښکاره شي او ددې بدلون سره بيت داسې بڼه غوره کړه

 

ساتم دې تل د خپل زړه په کاله لکه څراغ

ستا رنګ لکه شيدې ، لکه اوبه ،  لکه څراغ

 

 د همدې سره د غزل دوهم  بيت ته وار ورکړل شوچې په لاندې ډول وو

 

په ورځ مې وو تر څنګ لکـــــه کتـــاب د محبت

په شپه مې تر څنګ داسې ښکاريده  لکه څراغ

 

 خوږمن د خبرو لومړى وار واخيست او ددې بيت په اړه يې وويل بيت ښه دى ‌ خو د بيت په دوهمه مصرعۍ کې د ( تر څنګ)  کليمه دوه ځلې تکرار شوې ده  او  بايد په دې مصرۍ کې  بدلون راشي  او ددې سره يې سمد لاسه وړانديز وکړ چې بيت دې په دې ډول سم شي

 

په ورځ مې وو  تر څنګ  لکه کتاب د محبت

په شپه کې راته داسې ښکاريده لکه څراغ

 

 خو انديښمن د خوږمن ددې نظر سره په کلکه مخالف وو  ځکه چې انديښمن په دې بيت کې دا تکرار پر ځاى ګاڼه او ويل يې ددې نه پرته د بيت هغه قاتعت له مينځه ځي او بې ارزښته کيږي  ده ويل شاعر دلته ويلې چې په ورځ يې جانان د محبت د کتاب په شان تر څنګ دى او دى غواړي همدا د ورځې انځور په شپه کې هم ښکاره کړي  انديښمن د خوږمن بدلون ناسم وباله او دليل يې درلود ويل يې  که مونږ ووايو چې ( په شپه کې راته داسې ښکاريده لکه څراغ) دا نو بيا په دې موضوع کې واټن پيدا کيږي ،  په دې مانا کوم څه چې شاعر غواړي ووايې هغه نه انځوريږي ،  يانې دى په دې فشار راوړي چې خپل لوستونکى په دې پوه کړي چې جانان يې شپه او ورځ وسره دى ،  يانې دى ترې بيل نه دى

   خوږمن بيا ټينګار درلود چې نه مصرعۍ کې دبدلون راشي ځکه دا تکرار دى او په شعر کې تکرار  بې خوندي رامينځ ته کوي  او په دې بدلون کې چې ما راوستلاى دى کوم واټن زه نه وينم ،

 انديښمن يې په ځواب کې وويل زه خو دا واټن وينم هغه داسې چې که مونږ وايو په شپه کې راته داسې ښکاريده لکه څراغ  نو دلته د واټن محدوديت نه شته نو  له څنگ نه رانيولې بيا تر هغه لرې چې ښکاري د غره تر سره پورې دا خبره مونږ کولاى شو يانې دا نه ده څرګنده  ، دا څراغ چې مونږ يادوو دا په همدې کور ياد شاعر سره نږدې دى که هغه لرې د غره په سر چې شاعر له دې ځايه ورته ګوري ايښودل شوى دى

  خو خوږمن بيا هم همدا خبره درلوده او ويل يې چې کوم واټن نه رامينځته کيږي د همدې لپاره يې همدا بيت تمثيل کړل او د اوبو بوتل يې په لاس کې ونيو او همدا بيت يې ولوست  او ويې ويل ښه تاسو پکښې کوم واتڼ وليد ؟

 نورو ګډونوالو هم په دې اړه بيلابيل نظرونه درلودل خو انديښمن چې په دې بحث کې له خوږمن سره برخه دلوده په خندا يې وويل خوږمن صيب مونږ شعر ددې لپاره نه وايو چې بيا يې خپل لوستونکي ته تمثيل کړو بلکې ددې لپاره يې  وايو چې په خپلو احساستو باندې نور په سمه توګه او د خوند په ژبه وپوهو او مونږ

 اړيو چې په داسې ډول شعر وليکو تر څو  زمونږ لوستونکى ترې مانا په ښه ډول واخيستل شي  ، دې ته اړتيا پاته نشي چې څوک ورته تمثيل وکړي ، د همدې سره خوږمن د غونډې ګډونوال په دې بحث کې راګډ کړل او له ټولو برخوالو يې پوښتنه وکړه چې تاسو مو تر مينځ قضاوت وکړئ

سردار ولي تيروال چې په پيل کې يې د خوږمن د خبرې پلوي کوله ورسته يې  د انديښمن ځاځى خبره پر ځاى وګڼله او ويې ويل زه فکر کوم انديښمن صيب سمه خبره کوي  ، امان الله منګل او نور ګډونوال هم په همدې نظر وو چې تکرار به دومره بې خوندي رامينځته نه کړي څومره چې په دې بيت کې د بلون سره راځي

 د همدې سره ټولو ګډونوالو نوموړى بيت په خپل حال باندې سم وګڼه او دريم بيت ته وار ورکړل شو

 

کوله يې چې مينه هميشه د لوى څښتن

نو ځکه يې مخ داسې ځليده لکه څراغ

 

 دا هغه بيت وو چې د ټولو ګډونوالو له خوا وستايل شو خو خوږمن بيا هم هغه څوک وو چې دا بيت يې هم خوښ کړى وو او هم يې نيوکه درلوده د هغه نيوکه دا وه چې که دلته د لوى څښتن پر ځاى د لوى خايست ترکيب راشي  نو هم به بيت ښکلى شي او هم به يو نوښت شوى وى  او دا نظر د ټولو له خوا وستايل او ومنل شو

 

قسم د‌ى له ماورکه هره لار وي بې له تا

ژوندون تياره ، تياره دى اشنا ته لکه څراغ

 

 دا بيت هم د ټولو ګډونوالو له خووا وستايل شو خو يوازې خوږمن ځاځى وو چې ويل  يې په دې بيت کې که يو څه بدلون راشي نو ښه به شي هغه ويل چې په پيل کې د قسم د کليمې پر ځاى که د په خداى جمله راوړل شي نو ښه به ويځکه چې  په دې قسم کې شاعر ځان تيروي او سپيڅليتا يې نه ښکاري ټولو دا خبره ومنله

 انديښمن  په همدې خبره يو څه نوره رڼا  هم واچوله  ويل يې په دې بيت کې د قسم کليمې يو څه سکتګي هم رامينځ ته کړې ده او دا بدلون پر ځاى بدلون دى د همدې سره بيت  په لاندې ډول بدل شو

 

په خداى چې له ما ورکه هره لار وي بې له تا

ژوندون تياره ، تياره دى اشنا ته لکه څراغ

 

اوس کرکې جوړه کړې ده په زړونو تروږمۍ

ميرانه مينه تيل ګڼه خپل زړه لکه څراغ

 

دا د غزل مقطع وه چې د لوستو سره د ټولو ګډونوالو له خوا وستايل شوه 

  انديښمن د همدې بيت د ستايلو په برخه کې وويل شاعر يو نوښت کړى دى  ، ډير ښکلى نوښت ،  هغه د سپيڅلې مينې انځور ښکاره کړى دى ،  هغه مينې ته د رڼا خطاب کړى دى ، ډيره ښکلې تشبح يې کړې ،  هغه ددې بيت په ترڅ کې ډير ښايسته انځورګري کړې ده د وختونو د کرکو د تيارو لپاره يې خپل زړه د رڼا ګانو منبع يانې څراغ  بللى دى  او په دغه څراغ  کې يې  د مينې شتون د تيلو او يا د رڼا د پايښت لامل ګڼلى ډير ښايسته بيت دى

د همدې خبرو سره کره کتنه پاى ته ورسيده او د غزل شاعر رفيق ميران ته وار ورکړل شو تر څو د ګډونوالو د نيوکو په اړه خپل نظر څرګند کړي

 هغه وويل : د ټولو ګډونوالو نه مننه چې زما په شعر يې خبرې وکړې او ما ته يې زما نيمګړتياوې په ګوته کړې زه به کوښښ وکړم تر څو  دا نيمګړتياوې په پام کې  ونيسم او اصلاح يې کړم  ورپسې مشاعره پيل شوه چې هر يو خوږمن ځاځي ، محمد رفيق ميران ، سردار ولي  تيروال ، اقبال ديار، محمد قيوم ، انديښمن ځاځي . سيد احمد شيرزي ، ايمل منګل ، شاهيد خان تنها ، امان الله منګل او نورو ځوانو شاعرانو د خپلو شعرونو په لوستلو باندې ښکلې کړه

د مشاعرې نه ورسته غونډه د ارزولو لپاره د غونډې مشرميلمه  انديښمن ځاځي ته پريښودل شوه ، هغه داسې وويل  ، دا زما هيله وه چې مونږ يوه ورځ په پکتيا کې اونيزې غونډې ولرو او ددې لارې د خپلو فرهنګيانو تر مينځ فاصله کمه کړو ، دا دى دا هيله مو د پوره کيدو په حال کې ده ،  زه د ټولو هغو ملګرو نه چې په دې برخه کې يې ستونزې کاللي دي مننه او په خاص ډول د سحر سپورټي او فرهنګي مرکز له ريس استاد ګل کريم سحر نه هم مننه چې ددې غونډو د جوړولو زمينه يې برابره کړې ده .   نوموړي ددې تر څنګ له ځوانو شاعرانو نه غوښتنه وکړه چې تل دې د شعر په ښکلا فکر وکړي او تل دې د ځان لپاره شعر وليکي کوښښ دې نه کوي چې د ټولنې هغه دردونه چې دى يې احساس کولاى نه شي ه په خپل شعر کې انځور کړي ،   انديښمن ځاځي ويل  :  زه وايم د خپل ځان لپاره شعر وليکئ هغه درد چې ستاسو سره دى او تاسو يې احساسولاى شي هغه انځور کړې  نو د ټولنې درد به مو هرومرو  انځور کړى وي ددې لپاره چې تاسو هم د همدې ټولنې وګړي ياست هر مرو به مو د يو چا د درد ترجماني کړي وي  ورپسې اقبال ديار هم په خپل وار له ټولو مننه وکړه او په سيمه کې يې د فرهنګ د غوړيدا دوعا وکړه

د يادونې وړ ده چې په نوموړې غونډه د پنځوسوکسانو په شاوخوا کې شاعرانو، ليکوالو،  او فرهنګيانو برخه درلوده او د غونډې په پاى پريکړه وشوه چې په راتلونکې اونۍ کې به د خوږمن ځاځي شعر کره کتنې ته وړاندې شي  غونډه  مازديګر مهال د دعايې په لوستلو پا‌ ته ورسيده

 

 

 

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.