Banner

د سحرپه فرهنګي يون کې د کره کتنې د غونډې لنډ راپور : امان الله منګل

13.09.2009 08:56

د سحرپه فرهنګي يون کې د کره کتنې د غونډې لنډ راپور

 

د روان کال ١٣٨٨ د وږي د مياشتې په ١٦ نيټه د سحر د فرهنګي يون په دفتر کې د انديښمن ځاځي په غزل باندې د کره کتنې غونډه جوړه شوه   د غونډې مشر احسان الله حميدي اودغونډې مشر ميلمه خوږمن ځاځى په ګوته شوي وو او د دريځ چارې يې د امان الله کنګل په غړه وې .

غونډه د قاري محمد رفيق ميران له خوا د قران عظيم الشان د څو پاکو آياتونو په لوستلو سره پيل شوه  او ورپسې د تيرې اونۍ د غونډې راپور د امان الله منګل له خوا ولوستل شو .  او د ګډون والو له خوا پرې خبرې وشوې انديښمن راپور لنډ وباله او ويې ويل چې ما ددې راپور نه د تيرې غونډې انځور  وانخيستى شو په داسې حال کې چې زه په همدې غونډه کې موجود وم نو هغه څوک چې  په دې غونډه کې څوک نه وي هغه به څنګه پوهيږي چې په  يادې شوې غونډه کې څه تير شوي دي ؟ ددې خبرې په ځواب کې امان الله منګل چې دراپور ليکونکى و وويل ما په تيرو غونډو کې راپورونه همداسې ليکلي وو چې لږ اوږده راغلي وو خو تر يو ځايه مې غونډه انځور کړې وه په هغو وخت کې ځينو ژورنالستانو وروڼو نيوکه درلوده چې راپور بايد  دومره اوږد نه وي  د همدې خبرې سره انديښمن ځاځي  په همدې موضوع باندې د خبرو کولو اجازه واخيسته او ويې ويل دلته اوس يو شمير ژورنالستان وروڼه  شته او دا به ورته ښکاره وي چې راپور يو ډول نه وي مونږ چې کله ټلويزيون ته راپور جوړوو نو بايد اويا په سلو کې انځور په نظر کې ونيسو دريش په سلو کې پر غږ  يا ليکنه باندې حساب کيږي   نو په دې ډول د ټلويزيون راپور لنډ وي ځلکه ليدونکې يې ډيرې معالومات له  انځور نه اخلي خو ډير لږ معلومات بيا د غږ  نه تر لاسه کيږي همدا ډول که مونږ راډيو ته راپور جوړو نو بيا هغه د تلويزيون له پاپور سره توپير کوي ځکه چې راډيو انځور نه لري يوازې غږ خپروي په داسې راپورونو کې بيا مونږ پنځوس په سلو کې د پيښې له غږ او پنځوس په سلو کې د خپل غږ يا راپور په مرسته خپل اوريدونکې د پيښې په اړه پوهولاى شو  او بايد ووايم چې د راډيو راپور د تلويزيون د راپورنه اوږ وي يانې ډير وخت ده اړتيا ده خو په دريم قدم کې د چاپي رسنو راپور ته را رسيږو دا رسنۍ نه انځور لري او نه هم غږ نو په دې کې د راپور ليکونکې وړتا ته ډيره زياته اړتيا ده  يانې مونږ نه انځور لرو چې خپل مخاطب ته پرې معلومات ورکړو او نه هم د پيښې يا رودات غږ چې مخاطب پرې وپوهو يوازې يو څه چې مونږ لرو هغه زمونږ قلم دى او زمونږ وړتيا نو په دې راپور کې مونږ په وخت پورې ځانونه نه تړو او يوازې دا کوښښ کوو چې خپل لوستونکي ته د پيښې يا رودات  ذهني انځور وړاندې کړو تر څو زمونږ لوستونکى وپوهيږي چې پيښه څنګه ؟ چرته او ولې پيښه شوې ده  خو يوه خبره د تکراري خبرو يا کلمو راوړل دي چې زه هم موافق يم بايد راپور ليکونکې دا وړتيا ولري چې په لنډو خبرو کې لوى مفهوم ځاى کړي د همدې خبرو په پاى کې د غونډې ګډونوالو د انديښمن خبرې ګټورې وبللې او ورسره يې همغږي ښکاره کړه د همدې سره وار کره کتنې ته ورکړل شو  او د کره کتنې لپاره د انديښمن ځاځي غزل غوره شى وو . په پيل کې غزل په خپله انديښمن ځاځي ولوست ورپسې د امان الله منګل له خوا د غزل يو يو بيت  کره کتنې لپاره ولوستل کيده  او ګډونوالو پرې خبرې کولې . غزل داسې پيل شو

 

دا چې مدام د خپل ارمان د غره پر سر پاتې يم

ځکه خو ستړى د ژوندو له دې سفر پاتې يم

 

دا د غزل مطلع وه چې په پيل کې پرې خوږمن ځاځي خبرې پيل کړې هغه ويل بيت ډير ښکلى دى خو زما په نظر مونږ ژوند يوازې يوه سفر ته نه شو محدودولاى ځکه په ژوندانه کې غم ، خوشحالي ، وير او داسې نور يو ځاى وي ، دا چې په بيت کې له دې سفر يوازې مراديږي نو که بيت په دې ډول چې

 

( ځکه خو ستړى د ژوندون له هر سفر پاته يم )

  

   بدلون پيدا کړي نو ښه به وي  او د بيت معنوي ښکلا به هم لا زياته شي .

 امان الله منګل د پوښتنې په ډول وويل په دې بيت کې د سفر منبع چرته ده زه خو پوه نه شوم ؟ خوږمن يې په ځواب کې وويل د انسان سفر هغه وخت پيليږي له کومه چې په ژوند کې واقع کيږي يانې د پلار له ملا نه بيا د مور رحم ته او بيا دې نابودې دونيا ته او ورسته همدا سفر د مرګ تر منزلونو او تر عبدي دونيا پورې دوام کوي

د همدې سره رفيق ميران او نورو ګډونوالو د بيت بدلون هم چې په لاندې ډول وو ومانه  

( ځکه خو ستړى د ژوندون له هر سفر پاته يم )

 خو بيا هم د انديښمن ځاځي نظر ته پاته شو ،

د همدې سره د غزل دوهم بيت ته وار ورکړل شو چې په دې ډول وو

 

 

لکه انځور چې د تکميل تر پړاوو ونه رسي

داسې نيمګړى د قدرت له انځورګر پاته يم

 

 

دا د غزل هغه بيت وو چې د لوستلو سره د ټولو ګډونوالو له خوا  په واه واه وستايل شو  ګډونوالو د بيت په ښکلا او په دې بيت کې د تخيل او ترکيب جوړونې په معقولې باندې خبرې وکړې او دا بيت يې د ښو شعرونو په کتارکې وشميره  او ورسره د غزل بل بيت ته وار ورکړل شو چې په لاندې ډول وو

 

نور مې ددغه زړه چاودون توان دى بايللى ياره

نه دلداري کولاى شم او نه دلبر پاتې يم

 

 

 دا د غزل دريم بيت وو چې بيا هم ټولو ګډونوالو خوښ کړ او ويې ستايه يوازې خوږمن وو چې ويل يې په بيت کې د ليک دود له پلوه ستونزه شته هغه دا چې د بايد د ( نه دلداري کولاى شم _ او نه دلبر پاتې يم ) د دغو دوجملو تر مينځ بايد د وير ګل علامه (،) راوړل شي

د همدې سره څلورم بيت ولوستل شو چې په دې ډول وو

 

بس د ژوندون له دې بازاره مې دا سود وړى دى

چې هميشه د شنو خالونو سوداګر پاتې يم

 

دا بيت هم د تير هغو نورو بيتونو په څير د ټولو ګډونوالو له خوا وستايل شو  او غوښتنهوشوه چې بل بيت دې واورول شي خو انديښمن ځاځى وويل چې مونږ دلته په غزل باندې کره کتنه کوو  نو زما په فکر بايد تر ډيره بريده ځوانانو ته وار ورکړل شي تر څو په نوموي شعر خپل نظر څرګند کړي او زه وايم دومره ځغلنده نظر هم چې پر بيتونو يې کوئ ښه نه دى  کيداى شي ځوانان به نيوکې او نظرونه لري  هغوى ته هم وار ورکړئ 

امان الله منګل چې د  دريځ چارې يې  پرمخ وړلې ددې خبرې په ځواب کې وويل چې تر ډيره بريده زه کوښښ کوم چې ټول په کره کتنه کې برخه واخلي  خو کله چې څوک نظر ونلري نوبيا بل بيت ته وار ورکوم د امان الله د همدې خبرې سره سناتور منګل  له خوږمن ځاځي  نه پوښتنه وکړه ، سمه ده چې بيت ډير ښکلى دى  خو ورسره ډير ژور هم دى زه خو پوه نه شوم چې شاعر غواړي څه ووايې او کوم ډول انځور وړاندې کړې او د خالونو سوداګر شته يا وو که هسې يو ترکيبي نوم دى ؟  مونږ د بيتونو په حقيقي ښکلا نه پوهيږو که په دې برخه کې يو څه خبرې وشوي نو هم به ښکاره شي او هم به يوه زده کړه وي د ځوانانو لپاره . خوږمن په دې موخه چې د سناتور منګل خبرې يې ځواب کړي وي وويل

د شنوخالونو سوداګري په کلو او بانډو کې تر سره کيده په پخوا وختونو کې  همغه پنجاره چې به يې کلي ته د انجونو لپاره بنګړي او نور څه راوړل په هغو کې به ځينو سوداګرو د شنو خالونو سوداګري هم کوله ، د کليو او بانډو انجونو به د شونو خالونو سوداګر ماما ته ورځې ورځې يا اونۍ اونۍ انتظار کاوه  سوداګر ما ما به د کلي د انجونو تر مينځ ناست وو او انجونو ته بهيې خالونه ورکول او ان تر دې چې ځينو انجونو په سپينو تنديو ، اننګيو يا زنو باندې شينه يا تور خالونه لګول  چې دا په خپله يو ډير شاعرانه منظر ګڼلى شو چې شاعر زمونږ د ذهنونو راليږدولى دى خوږمن ځاځى د خپلو خبرو په اوږدو کې د خپلې مسافرۍ شپې او ورځې هم را يادې کړې او ويې ويل په عربو کې داسې ډير انجونې شته چې ډير سپينوالي يې ښکلا نيمګړې کړې ده خو دوى بيا د زنې پر سر او يا هم د يوه اننګي پر سر يو تک تور وړوکى خال ږدي چې د دوى د ښکلا لامل ګرځي .

 د خوږمن د همدې خبرو په پاى کې د غزل بل بيت ته وار ورکړل شو

 

ورځ د بيلتون راځينې ورځ د ژوندانه اخيستې

يو څو شيبې ژوندى په څير د مازديګر پاته يم

 

بيا هم خوږمن خبرې پيل کړې ويل يې ډير ښکلى بيت دى هغه په دې چې شاعر ډيره ښه او پر ځاى تشبح کارولې ده يعنې د مازديګر يو څو شيبې ژوند يې د لنډ ژوند سره ډير په ځاى کارولى دى

 ميران هم همدا خبره کوله  ويل يې رښتيا هم د مازديګر ژړ رنګ  د ورځې د زوال پيغام ورکوي او دلته شاعر د بيلتون ورځ د خپل ژوند قابضه کړې ده او خپل ژوند يې د بيلتون له امله د مازديګر د ژوند غوندې لنډ بللى دى چې ډير ښکلى دى

  خو امان الله منګل ژوند ته د يوې ورځې ويل ښه ونه ګڼل نو ځکه يې په بيت کې د بدلون غوښتنه کوله او د بيت دې مصرعۍ ته يې داې جامه ور واغوستله

 

( ورځ د بيلتون راځينې ورځې د ژوندون اخيستي )

 

خوږمن يې هم خبره ومنله او ويې ويل دا په ځاى نظر دى او ژوند ته يوه ورځ خطاب نه شو کولاى او مصرعۍ ته يې داسې بدلون ورکړ

 

( ظالم بيتلون راځينې هره ورځ د ژوند اخيستې )

 

خو خوږمن د خپل نظر نه ددې لپاره تير شو چې سناتور منګل د ژوند په اړه ورځينزې بيلګې وړاندې کړې هغه ويل چې مونږ په خپلو ورځينيزو چارو کې ډير ځله داسې وايو چې يوه ورځ ژوند دى ، دوه ورځې ژوند دى او يا ژوند لنډ دى او دې ته ورته ډيرې نورې بيلګې نو بيا ولې شاعر  په خپل شعر کې ژوند ته يوه ورځ خطاب نه شي کولاى

 خوږمن وويل چې ستاسو نظر د قدر وړ بولم  او له خپل بدلون نه تيريږم او بايد ووايم چې کره کتنه همدې ته ويې چې د يوه دليل په سر بل قوي دليل وويل شي او د سمون لپاره کار وسي   د همدې سره د غزل بيت په خپل حال پاته شو او د ګډونوالو له خوا وستايل شو

 

ورپسې د غزل شپږم بيت ته وار ورکړل شو چې په لاندې ډول وو

 

ته مې د مينې د پيغوره خلاصيدلى نه شې

لکه دانې دانې لونګ دې په ټتر پاتې يم

 

 ميران وويل دا بيت مې ډير خوښ شو او زه غواړم په دې دې خبرې ونه شي  د غونډې نورو ګډونوالو هم بيت دير خوښ کړ او ددې بيت ستاينه يې وکړه خو خوږمن بيا غوښتل چې په دې بيت باندې ځانګړې خبرې وکړې  هغه ويل ټلو غزل ښکلى دى خو دا بيت له هغو بيتونو نه دى چې زماد زړه تر تله يې لاره کړې ده ده ددې لپاره دلايل هم درلودل هغه ويل په دې بيت کې يو ژوندى انځور پروت دى کيلوالي پيغله يې زما په ذهن کې انځور کړې ده  او شاعر د خپلې خبرې د رسولو لپاره ډيره شوژه خوښه کړې ده

د همدې سره د د غزل اووم بيت ته وار ورکړل شو چې داسې وړاندې شو

دا به مې زور وو د هنر چې د وخت دې غبار کې

له هم ښکاريږمه ځليږم منور پاتې يم  

 

 بياهم خوږمن د ليک دود له مخې ستونزې په ګوته کوې او هغه د وير ګل علامې (،) د کراولو ټينګاردرلود چې بيا په دې بيت کې په مناسبو ځايونو کې وکارول شي

امان الله منګل بيا د بيت د  دوهم نيم بيتي قوت د سلنې له مخې وڅيړه  او ويلي يې (لاهم ښکاريږم ) دا په سلو کې ديرش سلنه وزن لري او که داسې ووايو چې ( لاهم ښکاره يم )ځليږم منور پاته يم  نو وزن يې لوړيږي او په دې کې به دوه ګټې هم وي هغه دا چې له يوې خوا به په خپله خبره د شاعرټينګار ښکاره کړي او له بلې خوا به بيت په تول پوره شي

د امان الله منګل دا نظر د ګډونوالو خوښ شو شو ورسره يې ومنلو او د همدې سره بيت دا ډول بدلون پيدا کړ

 

دا به مې زور وو د هنر چې د وخت دې غبار کې

له هم ښکاره يمه ،  ځليږم  ، منور پاتې يم

 

اوس مې هم سترګو کې يو څوک د مينې راز لټوي

واه ! انديښمنه لکه اوس هم جادوګر پاته يم

 

دا د نومړي غزل مقطع وه  چې د ټولو ګډونوالو له خوا د لاسونو په شوخه پړکا بدرګه شو او د ټولو ګډونوالو له خوا وستايل شو د همدې سرهپه دې غزل باندې کره کتنه هم پاى ته ورسيده  او د کره کتنې په ورستى برخه کې انديښمن ځاځى ته وار ورکړل شو چې د ګډونوالو په نيوکو او د خپل شعر په اړه خپل نظر څرګند کړي

 انديښمن ځاځي له ټولو برخوالو نه مننه وکړه او د ټولو نظرو نه يې د قدر وړ وبلل  او ويې ويل کله چې يو شاعر شعر ليکي نو په خپل شعر کې د هر کاريدلي لفظ نه د دفاع لپاره به لسګونه دلايل ولري خو زه په دې اړه نه غواړم څه ووايم ما ته ستا سو نيوکې د قدر وړ دي او تر يو ځايه چې امکان ولري نو زه به يې په خپل شعر کې پلې کړم  خو غواړم يو څه ووايم هغه دا چې کره کتنه په يوه شعر او يا په يوې کيسې په دې ما نا چې مونږ د هغه شعر يا کيسې مثبت ټکې څرګند کړو تر څو هغه څوک چې نوي يې دې ډګر ته رادانګلي دي وپوهيږي چې په يو غزل او ياپه يوه کيسه کې مثبت ارزښتونه کوم دى ؟  او دوهم بايد نيمګړيتا هم په ګوته شي  تر څو ليکولا وپوهيږي چې په راتلونکې کې کومې نيمګړيتاوې بايد پوره کړم انديښمن ځاځي د خپلو خبرو په دوام په شعر کې په يوه مهمه معقوله باندې خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې معلومات ورکړل  هغه وويل  په ذهن کې يو انځور پيدا کيدل  چې په ښکاره يې نه شو ليدلاى او هغمه ذهني انځور ترسيم کولو ته تخيل وايې يانې که مونږ وغواړو په خپل شعر کې ترکيب جوړ کړو نو مونږ يوه ډير قوي تخيل  ته اړتيا لرم  تر څو مونږ ته بيلابيل ذهني انځورونه راکړل شي ، د تخيل معقوله او څيړنه يې يو ډير اوږده بحث ته اړيتا لري خو د خپلو خبرو په پاى کى دا بايد ووايم چې په هنر کې د تخيل معقوله د هنر روح ګڼل کيږي او هنر د علم د پايښت د پاره د ژوند ارزښت لري يانې بې هنره شهر ته مونږ شعر نه شو ويلاى او يوازې شعار ورته وايو  او شعار د يوه ځانګړي او په ګوته شوي وخت او کس پورې تړاو پيدا کوي چې د هغه وخت يا شخص له  مينځه تلو سره هغه شعار هم له مينځه ځي ،  نو ددې لپاره وايم او له ټولو ځوانو شاعرانو غوښتنه کوم چې د يو څو شيبو تشويق له پاره دې د هنر له رنګينې نړى نه وځي په خپل لاس دې د خپل تخليق عمر نه لنډوي

د همدې سره خوږمن ځاځي هم په تخيل خپل نظر وړاندې کړ  هغه وويل تخيل له تخليق نه اخيستل شوى او مانا يې خلق کول يا زيږول دي  او په دې اړه يې بيلابيلې بيلګې وړاندې کړې او د همدې سره يې غونډه ډيره په زړه پورې وبلله  د خوږمن نه ورسته د غونډې مشر احسان الله جميدي ته وار ورکړل شو تر څو د غونډې په اړه خپل نظر څرګند کړي  حميدي وويل غونډه ډيره په زړه پورې وه ټولو دوستانو او ګډونوالو نه مننه کوم چې دي غونډه  ته يې ښکلا وروبخښلې ده  او د کره کتنې برخه هم ډيره په زړه پورې وه  د انديښمن صيب شعر همدومره ښکلى ووچې دومره په زړه پورې کره کتنه پرې وشوه د غوڼدې بل ميله ډاکتر کمال وو چې په خپلو خبرو کې يې غونډه په زړه پورې وبلله

 په دې غونډه کې د دسحر فرهنګي او سپورټي مرکز مشر ګل کريم سحر هم ګډون درلود  .

 د غونډې دوهمه برخه ريشاڼې (مشاعرې ) ته ځانګړې شوې وه چې ټولو برخوالو شاعرانو پکښې  خپل په زړه پورې  د مينې ډک او تنظيه ، ټپيزې او حماسي شعرونه ولوستل او غونډه پيرې ښکلې کړه د يادونې وړ ده چې په نوموړې غونډه کې د پکتيا ولايت ميشت تر ديرشو کسانو پورې شاعرانو ، فرهنګيانو  او د ادب مينه والو برخه اخيستې وه

غونډه مازد يګر مهال  د دوعايې په لوستلو سره پاى ته ورسيده    

ليکونکى :  امان الله منګل 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.